Jan 09, 2017 14:25 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ  په هنداره کی
    ایران د اونۍ په هنداره کی

په پیل کی یو شمیر خبرونو ته یوه لنډه کتنه کوؤ: په میانمار کی د روهینګیا مسلمانانو په خلاف قهرجن کړچار، د ایران اعتراض هم په ځان پسی درلود. پدې هکله د ایران خارجه وزیر«محمد جواد ظریف» د ملګرو ملتو سرمنشی«آنتونیو ګوترش» ته په یو لیک کی، په میانمار کی د روهینګیا مسلمانانو وضعیت ته د جدی پاملرنې غوښتنه وکړه.

 د ایران اسلامی جمهوریت تر اوسه پوری د نشیې توکو سره د مقابلې لپاره ۳۷۰۰ شهیدان، او ۱۲۰۰۰ ټپیان ورکړی دي. د ایران د انتظامی ځواکونو د نشیې توکو سره د مبارزې د پولیسو د اطلاعاتو او عملیاتو مرستیال«مجید کریمی» د دغې موضوع په اعلانولو سره وویل: د ملګرو ملتو د شمیرنو سره سم، په افغانستان کی د نشیې توکو تولید، په ۲۰۱۶ م کال کی نږدی ۵ زره  او۶۰۰ ټنو ته ورسید.

 او یو بل خبر داچی؛ ایران ته د ترکمنستان د ګازو د صادراتو له بندیدو وروسته، د ایران د ګازو ملی شرکت په یوې خبرپاڼه کی څرګنده کړه: نړیوالې محکمې ته، له ترکمن ګاز شرکت سره د خپلو اختلافاتو د وړاندی کولو نیت لری. د«ترکمن ګاز» شرکت، د تیرې اونۍ له یکشنبې ورځې څخه ایران ته د ګازو لیژل بند کړی دي.

 لیکن د ایران د خبری پیښو په منځ کی، د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره د ممتازو محصلینو، او د محصلینو د علمی  المپیادونو د مډال ګټونکو کتنه، او د سوریې کړکیچ د هوارۍ په باره کی د ایران د سلا مشورو دوام، له هغو موضوعګانو څخه دئ؛ چی د دی مطلب په تحلیلی برخه کی یی څیړو.

********* 

 له معنوی او انقلابی آرمانونو سره د یو ؤلس او هیواد د علمی پرمختګونو ملګرتیا به، د سیمې او د اسلام د نړۍ او دنیا لپاره د سرمشق کیدو زمینه جوړونکی وی.» 

د اسلامی انقلاب معظم لارښود، حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، تیره اونۍ د صنعتی شریف پوهنتون د یو شمیر ممتازو او د علمی سیالیو د مډال ګټونکو په کتنه کی، پر دغه ټکی باندی په ټينګار سره، د ؤلسونو  د رښتنی پرمختګ د لارو چارو په څیړلو او بیانولو لاس پوری کړ. دوی، دغه موضوع له دؤو اړخونو څخه، یعنی د یو ملت په علم او پرمختګ کی د اخلاقو او معنویت د اغیزو، او همداراز پر اقتصادی ودې او غوړیدا باندی د مقاومتی اقتصاد د اغیزې له اړخ څخه تر پاملرنې لاندی ونیوله. د اقتصاد او او ودې موضوع، د انقلاب د معظم لارښود د ویناؤو یوه بله برخه وه. د اسلامی انقلاب معظم لارښود پدې هکله هم مهمو او اساسی ټکیو ته اشاره وکړه. دوی له مقاومتی اقتصاد څخه د ګټې اخیستو څرنګوالئ، د هیوادونو په اهدافو پوری مربوط وباله، او زیاته یی کړه: دغه موضوع چی مقاومتی اقتصاد به، د بد غوښتونکو او عادی ډول ډول بدلونونو په وړاندی ایران خوندی وساتی؛ یو منل شوئ اصل دئ. دوی د مثال په توګه په تیرو ۱۵۰ کلونو کی د امریکا علمی او صنعتی پرمختګونو ته اشاره وکړه، او د دغو پرمختګونو علت، مقاومتی اقتصاد وباله. د اسلامی انقلاب معظم لارښود څرګنده کړه: البته امریکائیانو دغه مفکوره د مادی ګروهنو او پیسو په لاره کی په کار یوړه، خو همدغه منله شوې نړیواله تجربه کیدای شی په لا لوړ دریځ نیونې سره په کار یوړه شی.

د بهرنیو او کورنیو شوکونو او ګواښونو په وړاندی د اقتصاد د پیاوړی کیدو په معنا، مقاومتی اقتصاد د اقتصادی چارو په علم کی پخوانۍ او اوږده مخینه لری. زیاتره هیوادونه د داسی یو اقتصاد په لټه کی پاتی شوی دي، او هر هیواد پخپلو ارګانونو باندی په تکیې سره په ځان پوری مختصه روده غوره کړې ده. په ایران کی دغه مسئله له اقتصادی مفهوم او معنا برسیره، انقلابی او ارزښتی معنا هم لری، او هغه د سلطې نظام په وړاندی دریدنه او مقاومت دئ. د سلطې نظام تل په ځان پوری د دنیا د خپلواکو هیوادونو په وابسته کولو، او د په هغوی باندی د بهرنیو شوکونو په واردولو سره، په اقتصادی او علمی ډګرونو کی پر دغو هیوادونو باندی د سلطې موندلو په لټه کی دئ. د اسلامی انقلاب له بریالیتوب څخه په وروسته کلونو کی د جګړې او ګڼو کمبودونو له کبله، د مشکلاتو سره سره ایران وکولای شول د علمی پرمختګ په لاره کی مهم ګامونه اوچت کړی، او دغه حرکت د ډول ډول بندیزونو با وجود، دوام موندلئ دئ. داشان چی په اوس حال کی په مختلفو زمینو کی د علم د تولید او د هغه د نتایجو د را څرګندیدو په هکله خبری وکړو. دغه مخ په وړاندی حرکت، په تیره بیا د محصلینو ترمنځ د هڅې؛ ځان باورۍ او انقلابی او جهادی حرکت نتیجه ده، چی په ایران کی یی علمی حرکت ته هویت او چټکټیا ور بخښلې ده. په مختلفو المپیادونو کی د ویاړ مډالونو ترلاسه کول، او د ټولې نړۍ له ممتازو محصلینو سره په سیالۍ کی بریالیتوب، او د ځلاندو رتبو تر لاسه کیدو، دغه واقعیت ثابت کړئ؛ چی په ایران کی علمی حرکت په یو ثابت جریان باندی بدل شوئ دئ. هماغه ډول چی د اسلامی انقلاب معظم لارښود، د صنعتی شریف پوهنتون مډال راوړونکو محصلینو ته په خطاب کی څرګنده کړه: دغه ویاړ زیږونکئ حرکت په هیڅوجه باید ورو نه شی، یا ونه دریږی، بلکه باید په لا زیاتې چټکټیا سره دوام ومومی. د دغو علمی ویاړونو په رڼا کی؛ حاضر دمه د ایران پوهنتونونو رتبه، د نړۍ د مشهورو پوهنتونونو په کتار کی راغلې ده.    

 «د ایران اسلامی جمهوریت د مسکو د دری اړخیزې پروسې د شریک په توګه، د هغه د موافقو په جدی اجرا کیدو باندی ټینګار ټینګار لری، او د دغو موافقو د بل پلو په توګه د ترکیې له مقامونو څخه انتظار لری، داسی دریځونه غوره نه کړی؛ چی د موجودو واقعیتونو او د دغه هیواد ژمنو په خلاف وی.»

د ایران د خارجه وزارت ویاندوی«بهرام قاسمی»، دغه څرګندونې تیره اونۍ د ترکیې د خارجه وزیر ادعا شانته ویناؤو ته په عکس العمل کی مطرح کړې.

د ترکیې خارجه وزیر«مولود چاؤوش اوغلو، په یو لړ غیر واقعی څرګندونو کی؛ په سوریه کی د وسله والو ډلو له خوا د اوربند له نقضیدو وروسته، ادعا کړې وه چی وسله والی ډلې د اوربند په هکله پخپلو ژمنو باندی ولاړې دي، او د ایران له اسلامی جمهوریت څخه یی غوښتی ؤو، چی د سوریې د دولت له خوا د اوربند د رعایتولو لپاره، په دمشق باندی دباو واچوی.

د ایران اسلامی جمهوریت د مسکو د دری اړخیزې پروسې د شریک په توګه، د هغه د موافقو په جدی اجرا کیدو باندی ټینګار ټینګار لری، او د دغو موافقو د بل پلو په توګه د ترکیې له مقامونو څخه انتظار لری، داسی دریځونه غوره نه کړی؛ چی د موجودو واقعیتونو او د دغه هیواد د ژمنو په خلاف وی. د مسکو موافقې یوه مهمه ماده، د اوربند په وړاندی د سره ښکیلو لورو د ژمنو ضمانت کول، او د موافقې د اجرا کیدو له لارو چارو څخه ملاتړ کول دي. د ترکیې د خارجه وزیر څرګندونو وښودل، چی انقره د مسکو په موافقه کی لیکلو شویو ژمنو ته د پام کولو پر ځای، هماغه راز په سیمه کی د پوځی او سیاسی موافقو په لټه کی ده. دغه روده کولای شی، د مسکو د موافقې د تر لاسه کیدو په زمینه کی هلې ځلې، له مشکلاتو سره مخامخې، او د سوریې په پایتخت کی د نږدی راتلونکو مذاکرو زمینه کمزورې کړی. د ترکیې دغه کړچار د عربستان دباؤونو ته په پام سره؛ کولای شی موجود وضعیت لا پیچلئ، او له روسیې سره د ترکیې اړیکې؛ چی له دې وړاندی په کلکه زیانمنې شوی وې، تیرې کړکیچنې دورې ته ور وګرځوی. خو هماغه ډول چی د ایران د خارجه وزارت ویاندوی؛ د ترکیې د خارجه وزیر«مولود چاؤش اوغلو» د څرګندونو په عکس العمل کی ډاګینه کړه؛ که ترکیه د پایدار اوربند د ټینګیدو، او د سوریې د کړکیچ د پایته رسولو لپاره، د سیاسی خبرو اترو د بریالیتوب د زمینو د چمتو کولو په لټه کی ده؛ باید د مسکو په موافقو کی د وسله والو ډلو د ژمنې د ضمانت کونکی اړخ په توګه، د لازمو اقداماتو د غوره کولو په ضمن کی، د دغو ډلو له خوا د اوربند د نقضولو د ګنو مواردو سره مقابله وکړی، او له دغه کار سره په یو وخت کی د غیر واقعی دریځونو له غوره کولو، او د نورو لورو له تورنولو څخه ډډه وکړی.

 په هر حال، د ایران اسلامی جمهوریت پخپل ټول توان سره د اوربند د ټینګښت، او د سوریې کړکیچ د سیاسی حل لارې د آسانولو لپاره هڅه کړې ده، او په سوریه کی د بی بی زینب س له حرم څخه د دفاع په لاره کی یی یو شمیر  ګرانقدره شهیدان تقدیم کړی دي. په همدی هکله، د اسلامی انقلاب معظم لارښود، حضرت آیت الل العظمی خامنه ای، تیره اونۍ د ایران د اسلامی جمهوریت د پراشوټی ځواکونو د ۷ ؤ تنو شهیدانو د کورنیو په کتنه کی، د شهیدانو له لوړ مقام څخه په نمانځنې سره څرګنده کړه: دغه شهیدان نه یواځی د پوځ لپاره، بلکه د ټول ؤلس لپاره د ویاړ سبب دي. دوی د دی ټکی په بیانولو سره؛ چی دا د حرم شهیدان ؤو؛ چی دښمن یی په ګوندو کړ، زیاته کړه: که د بدغوښتونکو، او فتنه ګرانو مخه؛ چی د امریکا او صهیونیزم د دښمنۍ د لاس آلې دي، د حضرت زینب س په حرم کی نه وای نیول شوې، باید په تهران؛ فارس؛ خراسان؛ او اصفهان کی مو د هغوی مخه نیولای.

 

 

  

 

ټیګونه

کمنټونه