• دافغانستان سیاسی ګوندونه اوډلې اوشخړې

دتهران دپښتوخپرونې خوږومینه والو د خپرونې په دې شیبوکې د افغانستان دسیاسی لورو او شخړو نومې د لړۍ له څلورم او وروستي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو .هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ .

     دوستانو لکه څنګه چې په تیرو برخوکې   دافغانستان دسیاسی ګوندونو، ډلو  او ټپلو  او همداراز د جهاد او ورپسې  په ۲۰۰۱کال کې  دطالبانو د رژیم   له نسکوریدا وروسته   دبدلونونو په باب  درسره وغږیدو . په اوسني وروستي پروګرام کې هم  په افغانستان کې د قدرت په جوړښت کې د سیاسی   اومذهبی ګوندونو اوډلو  او  دهغوي د کړنو په باب  درسره غږیږو .  

اصولا په افغانستان کې  سیاسی ګوندونه او ډلې او ټپلې  له قومپالنې  اغیزمنې دي او سیاسی ګوندونه په ده هیواد کې   په همدې چوکاټ کې  جوړ شوي دي .  که څه هم   له ۲۰۰۱کاله وروسته   ځیني افغان روڼ  اندي ادعاکوي   د افغانستان د ولس دحقوقو ددفاع لپاره ئې   ګوندونه جوړ کړی،خودقومي ګوندونو په وړاندې  له اغیزمن قدرته برخمن  نه دي .

 په افغانستان کې سیاسی ګوندونه اوډلې  په څلورو ډولونو کې یعني  کمونیسټي ، اسلامی ،قومي او یا  لودیځ پالو ګروهنو سره  فعالیتونه کوي . که څه هم  د دغو  ګوندونو  دجوړیدا اساس  هماغه راز  قوم پالنه ده .

 دې ته په پام سره چې   دافغانستان ټولنه  هماغه راز    قوم پالنه او    دملت او حکومت له ځانګړنو پرته  چورلیز څخه برخمنه ده،دامهمه پوښتنه مطرح کیږي چې  په بیلابیلو پړاؤنوکې ګوندونه په دغه هیوادکې له کومو موخو سره جوړ شوي دي . ؟

                   په افغانستان کې  دګوندونو دجوړیدا دڅرنګوالي په باب  په مختصر توضیح کې په پیل کې باید په دغه هیوادکې دخپلولاسوهنو او د نفوذ   اعمالولو په باب له ګوندونو د آوزاري استفادې  لپاره دبهرنیو قدرتونو  هڅې ته اشاره وشي او شوروي او چین هغه هیوادونه دي چې دکمونیسټي ګوندونو په جوړولو او  له هغو په ملاتړ سره  ئې هڅه کړې،خپل ملاتړي حکومتونه  په افغانستان کې  واک ته ورسوي . په همدې دلیل  له دوهم نړیوال جنګه وروسته  په افغانستان کې  کمیونیسټي  ګوندونو  ډیره  وده وکړه  او شوروي  دخپلو موخو د پوره کیدا لپاره   په افغانستان کې کودتا هم وکړه .دجهاد په پړاؤ کې   او له هغه وروسته  هم په دې اړه   دپاکستان رول له هیچا پټ  نه دی او د مذهبی ډلو اوټپلو په جوړولو کې ئې  غوره رول لوبولی دی او دغه   بهیر هماغه راز دوام لري .

دوهم عامل  هم  په افغانستان کې   ګوندونه ، دقومي  مشرانو او بانفوذه  کسانو  له خوا  دسیاسی امتیاز د اخستو په موخې سره  جوړیږي .که څه  هم  دغه هیواد هماغه راز  دپښتون ،تاجک ،ازبک او هزاره  څلورو قومونو  تر اغیز لاندې دی،خو دا ټول، ځانونه دافغانستان دیوه بیرغ تابع او دهغه ترسیوري  لاندې  ګڼي . له دې امله   په کابل کې دقدرت اعمالول ، هغه که  د سلطنت په پړاؤ کې وي او  که  له هغه وروسته ،  په افغانستان کې  ډير زیات  اهمیّت  لري .په همدې دلیل  دافغانستان ټول سیاسی او مذهبی  ګوندونه او ډلې او ټپلې،کابل او قدرت ته د رسیدو موخې لري .

               دریم عامل  هم   دادی چې  په دغه هیواد کې ګوندونه ،    له بهرنیو قدرتونو او   ګاونډیو هیوادونو  څخه  دمالی مرستو اوامکاناتو  دترلاسه کولو لپاره   د یوه آوزار په توګه ګڼل کیږي .  په افغانستان کې ګوندونه،له سیمه ایزو او نړیوالو مرستو پرته  د  راپورته کیدا او راپنځیدا  هیڅ امکان نه لري  او قومي مشران دبهرنیوملاتړونو د جلبولولباره ګوندونه جوړوي.همداراز د افغانستان  په قوم پالې ټولنې کې  د ګوندونو د جوړیدا څلورم دلیل هم ،  د جغرافیائي اړخونو او د حکومتي  حوزې  له پلوه  دسیاسی سیالیو دحدودو  ټاکل د ي  څو  دهغوي د نفوذ حدودو اوحوزې ته  دنورو قومونو له  ورتلو  مخنیوی وشي . په همدې دلیل   دافغانستان دبدلونونو په تاریخ کې   دقومونو  پخپل مینځ کې  له  لورو سره  د مخامخیدا او  مقابلې لپاره  په ګوندي چوکاټ کې  ډير ائيتلافونه  جوړ شوي دي .په افغانستان کې دګوندونو دجوړیدا پنځم دلیل هم ، د قومونو په داخل کې  دقدرت بیلابیلو عناصرو د رامینځة کیدا دمخنیوي  لپاره د  آوزار په توګه ورځيني استفاده ده.په مخکینیو پړاؤنو کې هم ډيرکم په تیره بیا د پښتنو، ازبکانو  او حتی  د تاجکانو په څير  په یوه خاص قوم کې  څو ګوندونه  موندل کیدلی شول .مګر داچې  یو ګوند د داخلی مشکلاتو  په دلیل  په څوڅانګو کې ویشل شوی وي. په افغانستان کې  دګوندونو ویشل کیدا   یوه  روانه  اوعادي   او منل شوي چاره   ګڼل کیږي .

         په افغانستان کې  دګوندونو  د ناکامیدا او  ناکارندوالي  دعلتونو په باب هم بیلابیل دلیلونه مطرح دي  چې  په  هغو کې   یو خورامهم دادی چې  په دغه هیواد کې  ګوندونه دکسانو دشخصي ګټو لپاره جوړیږي  او ګوندونه،پر ګوندي جوړښت  نه ،بلکې  له کسانو راچورلي .  له دې امله   دهغه ګوند د مشر یا رهبر  په مړینې سره  ګوند هم  ړنګ  او فعالیتونه ئې  دریږي .   داپه داسې حال کې دي چې  دغه ګوند  په بیلابیلو پړاؤنو کې په تیره بیا دجهاد په پړاؤ کې   په افغانستان کې یومهم ګوند شمیرل شوي وي .

 دوهم داچې په افغانستان کې ګوندونه،ګوندي جوړښتونه او ځانګړنې نه لري . داچې  یو ګوند غړي جذب کړي  او له سیاسی لارې  قدرت ته درسیدو  لپاره فعالیت وکړي، په افغانستان کې  په عملی توګه  دغه شان فرصت  تر دې دمه نه دی پنځيدلی .په همدې دلیل  په افغانستان کې   ګوندونه  یوه پروپیګنډیزه  اوسمبولیکه بڼه لري .او څه خاص غړي نه لري  او اصولا  ئې هیڅ ډول کانګرس  یا کنګره نه جوړیږي .

                  افغانستان  په وروستیو لسیزوکې زیاتره له داخلی نښتو،شخړو اونیواک سره  مخامخ دی  او ګوندونو قدرت ته د رسیدو لپاره خپلې وسله والې ډلې جوړې کړي دي . پر دې اساس   دافغانستان  دګوندونو  لپاره دګوندي نامو  د ثبتولو   د بهیر له لارې  دغړیتوب  امکان  نشته او  هغوي غړي هم پخپلو وسله والو ډلو کې  دفعالیتونو لپاره ګماري .پردې اساس په افغانستان کې  ګوندونه  په حقیقي معنا ګوندي کارندوالی نه لري.

په افغانستان کې د ګوندونو دناکامۍ دریم دلیل هم،پر بهرنیومرستو د هغوي تکیه کول دي. خو  بهرني قدرتونه او مرستندویه هیوادونه    وخت په وخت،په افغانستان کې خپل سیاستونه بدلوي  او له ځينو  نورو ګوندونو او ائيتلافونو ملاتړ کوي چې  دافغانستان  دسیاسی بدلونونو پرکلي بهیر   اغیزې شیندي   چې دا کار په کرتو په دغه هیواد کې   ولیدل شو .

                 عموما ګوندونه ،هغه هیوادونه چې مرستې ترې ترلاسه کوي،نه اعلانوي څو ځان یوخپلواکه  ګوند  وبریښوي ، خو پاکستان او عربستان  په افغانستان کې   د مذهب پالو  ګروهنو لرونکو ګوندونو سره  ډيرې زیاتې مرستې  کوي او هڅه کوي ،  له دې لارې  په دغه هیواد کې  خپل نفوذ زیات اوتثبیت کړي ، چې دغې چارې دافغانستان  پر حالاتو  اوڅاره منفي اغیزې شیندلي دي . په پاکستان کې مذهبی مدرسې هم په افغانستاکې له خپلوپلوي ګوندونو اوډلو او ټپلو سره  دانساني ځواک  یا مالی  تامینیدا کې  ډیرې زیاتې مرستې کوي.  له ۲۰۰۱کال وروسته  هم  په افغانستان کې ګوندونو،لودیځ سره ګروهنې زیاتې  کړې  او دغه راز ئې او څاره   وده  وکړه  او لودیځي  هیوادونه  تمه لري،دغه ګوندونه  دهغو دګټو له تامینیدا  سره  مرسته وکړي .  که څه هم ممکنه ده  لوديځي هیوادونه   په مستقیم ډول   له خپلو پلوي ګوندونو سره مرستې ونه کړي ، خو د ولسی ډلو له لارې  او دغه راز د    این جي اوګانو  له لارې  اوپه بیلابیلو چوکاټونو کې  دغه  شان مرستې کوي .

                   دافغانستان سیاسی اواقتصادي وضعیَت په کلی ډول دبیلابیلو هیوادونو په مرستو ولاړ دی  او  ګوندونه هم  دافغانستان  دکلی شرائطو تراغیزو لاندې  دي.  دا په دې معنا دي چې سیاسی ګوندونه اوډلې اوټپلې دافغانستان  د بدلونونو په تیره بیا  دجهاد په پړاؤ کې  اصلي لوبغاړي  دي او  په همدې دلیل  په دغه هیواد کې  ګوندونه  ډير زیات  له سازباز  اومعاملو سره دلچسپي لري  او خپلې ګټې له نورو قومونو او بیلابیلو هیوادونوسره په غږملتیا او ملګرتیاؤکې لټوي.په همدې دلیل اتحاد،ائيتلافونه او دهغوي بهرني ملاتړي  تل بدلیږي  او بله بڼه غوره کوي .

 په افغانستان کې د ګوندونو  دناکامۍ یو بل دلیل  دادی،دغه هیواد تراوسه پورې  هغې مرحلې ته  نه دی رسیدلی چې  ګوندونه  دبیلابیلو لیدتوګو په زغملو او د ګوند  یوې موخې د پورا کیدا لپاره جوړ کړي .که څه هم ممکنه ده،  په افغانستان کې  دسیال د ناکامولو لپاره څوقومیّتي  ګوندي ائیتلافونه  جوړ شي ، خو  دموخې پوره کیدا او  په اوږدې مودې کې  دغه ائيتلافونه  سره  دړې وړې شوي دي .

                  دغو ډیرو مشکلاتو ته په پام سره  ، په افغانستان کې ډير ګوندونه  موقتي  او فصلي  وي او د دغه هیواد   شرائطو او بدلونونو ته په پام سره نه جوړیږي او دوام  نه مومي . 

 اوس دا مهمه پوښتنه مطرح ده چې  آیا په افغانستان کې  سیاسی اومذهبی ګوندونه او ډلې او ټپلې  د دغه هیواد د پراختیا او  ثبات بخښونکي بهیر کې  آسانتیاوې  جوړوي اویا دا چې د مخنیونکي عامل په توګه  ئې عمل کړی دی؟.

 دې پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي،چې په افغانستان کې سیاسی او مذهبی ګوندونو او ډلو  هغو مسئلو  او موضوعګانو ته په پام سره چې  مطرح شوي،دافغانستان د بدلونونو په بهیر کې ئې په ثبات بخښونکي بهیر کې د مخنیونکي  عامل په توګه   عمل کړی دی .  د هر یوه ګوند   له خوا  د وسله والو  کسانو په اختیار کې درلودل  لامل شوي دي ،په ځينوموردونو کې ئې  د افغانستان  د  قانون  او حکومت  په وړاندې   هم   مقاومت کړی او دریدلي دي  او  یا ئې هڅه کړې ده ، لوبه  پخپلې ګټې  سره ګډه وډه کړي .

              پر دې سربیره   دافغانستان   دحکومت او  دهر یوه ګاونډي هیواد ترمینځ  د ګټو  دتضاد  رامینځة کیدا،په افغانستان کې دګوندونو دفعالیت  پر بهیر  اغیرمنه کیدلی شي  . د دې په مقابل کې په افغانستان کې هر یو هیواد   دخپلو ملاتړو ګوندونو  موقعیّت  پیاوړی کوي .  

 دې ته په پام سره چې  په افغانستان کې  ګوندونه  مهم لوبغاړي دي ، او د خپلو شخصي،ګوندي اویا د هیواد دګټو لپاره  فعالیتونه کوي،زیاتره په دغه هیواد کې مخنیونکی رول لوبوي .  په پارلیماني   انتخاباتو کې  تر اوسه پورې  ګوندونو  کوم فعال رول نه دی لوبولی،ځکه  قومیت، هماغه راز  د افغانسان په سیاسی ډګر کې دګوندونو دسیاسی وزن ټاکونکی دی  او پښتانه هماغه راز  ځانونه  دافغانستان  صاحب منصب ګڼي  او اجازت نه ورکوي  نور قومونه  په قدرت کې  له هغو لوړ مقام ولري . .

 په هر حال    که څه هم  ګوندونه ،په یوه ډيموکراټيک او ولسواکه  نظام کې د ډیموکراسۍ آوزار دي،خوپه افغانستان کې له بهر سره دګوندونو  اړوندوالی ، د دغه هیواد  د دیموکراسۍ لپاره  دیوه آفت په توګه  بدل شوی دی . ځکه   بهرنۍ مرستې  نه یوازې ثبات بخښونکي نه دي ،بلکې   له حکومت سره د ګوندونو او  له یوه بل سره  دګوندونو د ګټو د تضاد لامل کیږي .  ګوندونه  په دغه شان  فضا کې  له دې زیات چې په ملي ګټو پسې شي،دقومي ګټو  په تعقیبونې  او  د مرستندویه  هیوادونو  له ګټو سره غږملیدا ته   مجبوره دي .  په همدې دلیل   افغانستان هماغه راز  له داخلي شخړو  او  په دغه هیواد کې  په ثبات بخښونکي  لور  دسیاسی بدلونونو په ډګر کې  دګوندونو د رول  له پيکه کیدا سره  لاس اوګریوان دي .

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه

Feb 25, 2017 15:42 Asia/Kabul
کمنټونه