• تاریخ پاڼه شماره  ۳۵۷

نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې یویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له دولسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مارچ له یوولسمې نیټې سره برابره ده.

یو زرو یو سلو دیارلس کاله  وړاندې، د ۹۰۴ میلادی کال  د مارچ  په  ۱۱  نیټه، د اسلامی ټاټوبی د قلمرو د پراختیا په بهیر کې، د مدیترانې په والۍ مشهوره د مالټ جزیره فتح شوه.

د مالت پر جزیره د مسلمانانو واکمنی تر ۱۰۹۱ میلادی کال پورې، یعنې پردې جزیره د نورمن قوم تر ولکې پورې اوږده شوه.

مالت چې د یوشمېر وړو او لویو جزیرو څخه جوړ دی، ۳۱۶ مربع کیلومټره پراخوالی لری او کابو نیم میلیون تنه نفوس لری.

د مالت جزیره د ا روپا لویې وچې په سویلی اوبو او د ټونس او ایټالیا له هېوادونو سره نږدې پرته ده.

««««««««««««

اووه سوه پینځه نوي کاله وړاندې، د ۶۴۳سپوږمیز کال د جمادی الثانی په ۱۲مه نېټه د اوومې سپوږمیزې پېړۍ مشهورفقیه، لغت پیژاندی او مفسر  ابوالحسن  علی  بن  عبدالصمد همداني  وفات شو.

هغه  د مصر په سخا سیمه کې وزږید او له همدې امله پر سخاوی مشهور شو.

هغه د خپل علم د بشپړولو لپاره، شام ته ولاړ او په دمشق کې میشت شو.

په تجوید، اصول دین او حدیث کې ډېر کتابونه د سخاوی د برکت ناک عمر پایله ده چې  (جواهر)  ا و  (سفر السعاده) کتابونو ته یې اشاره کولای شوو.

««««««««««««

دوه دیرش کاله وړاندې، د ۱۳۶۳  لمریز کال د کب د میاشتې په ۲۱مه نېټه، د تهران یو مشهور عالم، آیت الله محمود انصاری قمی وفات شو.

هغه په ۱۳۰۰ لمریز کال کې د تهران په سویل، د قم په سپېڅلی ښار کې وزږید او وروسته له دې چې په ۱۳ کلنۍ کښې یې پلار وفات شو، خپلو وروڼو تر سرپرستۍ لاندې یې لومړنی اسلامی درسونه زده کړل.

هغه وخت آیت الله انصاری نجف ته ولاړ او ددې مقدس ښار په علمی حوزه کې یې له استادانو څخه ډېره علمی ګټه پورته کړه.

هغه د ایران او عراق له څو عالمانو څځه د اجتهاد او روایت اجازه ترلاسه کړه.

د پهلوی دیکتاتوری رژیم پرضد د امام خمینی رح په رهبرۍ د ایران د خلکو د ۱۳۴۲ لمریز کال د پاڅون په بهیر کې، آیت الله انصاری مهم رول درلود.

هغه یو کال وروسته د خلکو چارو ته د رسېدنې او تبلیغ لپآره تهران ته ولاړ او د ایران په پلازمېنه کې یې د خپل شتون په وخت کې، د امام خمینی په شمول له پیاوړو عالمانو د ډېر باور وړ و.

ددې پیاوړی عالم ځینې تالیفات عبارت دی له :  ( تقریرات درس فقه آیت الله سید محسن حکیم )  او  ( تقریرات دروس فقه، اصول و تفسیر آیت الله خویی).

««««««««««««

دوه دیرش کاله وړاندې، د ۱۹۸۵ میلادی کال د مارچ په ۱۱مه نېټه، د کنسټانټین چرنینکو د مرګ په اعلانېدو سره، د پخوانی شوروی د رهبرۍ په کچه د مرګ ومیر په اړه درې کلن کړکیچ پای ته ورسید او د کمونیست ګوند د سیاسی دفتر ترټولو ځوان غړی، میخاییل ګورباچف د چرنینکو د ځای ناستی په توګه معرفی شو.

د ګورباچف انتخاب چې د بلشویکی انقلاب له درېیم نسل څخه و، د کمونیست ګوند د رهبرۍ په توګه، ډېر پراخ داسې بدلونونه رامنځ ته کړل چې بلاخره شپږ کاله وروسته د شوروی د ټوټه کېدو لامل شول.

ګورباچف په حقیقت کې د شوروی دالحادی نظام د ړنګولو د مخنیوی لپاره، د پرسترویکا( بیارغونې) په نوم خپله اقتصادی نظریه او د ګلاسنوست ( پرانستی سیاسی فضا) په نوم خپله د کورنی سیاست نظریه مطرح کړه.

دغه دواړه سیاستونه په پلی کېدو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوې او ویې نه شو کولای چې د شوروی له دننه شړیدلی حکومت کورنۍ لانجې ختمې کړې.

کورنیو تیریو وساتی، داسې چې ګورباچف د خپل ځان پروړاندې د ۱۹۹۱ میلادی کال د اګست د کودتا له ماتې سره سره، بلاخره د هماغه کال په ډسمبر کې له واکه څنګ ته کېدو ته اړ شو او د شوروی د ټوټه کېدو سند یې لاسلیک کړ.

««««««««««««

او له ننه شپږ کاله  وړاندې، د ۲۰۱۱ میلادی کال د مارچ په ۱۱مه نېټه، د جاپان په ختیځ په میاګی ولایت کې پروته، توهوکو سیمه له ۹ درجې ډېرې زوروې زلزلې ولړزوله.

دې زلزلې کابو ۱۲ زره کسان ووژل او په لکونو یې کډوال کړل،د جاپان په زلزله خیز هېواد کې په څو لسیزو کې ترټولو ستره زلزله وه.

د جاپان ورانونکې زلزلې، ددې هېواد د اټومی تاسیساتو ترځمکې لاندې ځینې برخې ورانې او دې هېواد ته یې په میلیارډونو ډالره تاوان واړاوه، داسې چې دغه هېواد ډېر وخت د فلج په حالت کې ورغی.

دغه زلزه په جاپان کې ۱۵ متره لوړه سونامی څپه او په نورو هېوادونو کې وړې څپې رامنځ ته کړې او له امله یې د جاپان په ډېرو برخو کې درانه زیانونه رامنځ ته کړل.

همدارنګه د جاپان د زلزلې له امله، د فوکوشیما اټومی بټۍ زیانمنه شوه او راډیو اکټیو مواد بیرون ته ووتل چې ژواک چاپېریال ته یې زیان ورساوه او کورنۍ او بهرنۍ اندېښنې یې په ځان پسې درلودې.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه

Mar 11, 2017 04:24 Asia/Kabul
کمنټونه