• تاریخ پاڼه شماره  ۳۵۸

نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې دوه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له دیارلسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مارچ له دولسمې نیټې سره برابره ده.

یو سلو درې شپیته کاله وړاندې، د ۱۸۵۴ میلادی کال د مارچ په ۱۲مه نېټه، په عثمانی پلازمېنه، استانبول ښار کې د فرانسې، انګلیستان او عثمانی امپراتورۍ ترمنځ د قسطنطنیه تاریخی تړون لاسلیک شو.

ددې تړون له لاسلیک وروسته، یادو درې واړو هېوادونو په اروپا کې د تزاری روسیې له پراختیا غوښتنو سره په مقابله کې داسې بریالیتوبونه ترلاسه کړل چې په کریمه جګړه کې پر روسیه بریالیتوب، یو له دې بریالیتوبونو څخه و.

««««««««««««

اووه اتیا کاله وړاندې، د ۱۹۳۰ میلادی کال د مارچ په ۱۲مه نېټه، په هند کې ددغه هېواد د خپلواکۍ مشر، مهاتماګاندی په امر، د نافرمانۍ ستر غورځنګ پیل شو.

دغه ستر غورځنګ ټولو هندی آزادی غواړو او وطن پالو پکې ګډون درلود، د مالګې د مالیاتو د زیاتولو په اړه د بریټانیا د ښکیلاکی دولت له نویو پرېکړو سره د مقابلې په موخه پیل شو.

ګاندی له دې ظالمانه قانون سره د مبارزې لپاره، له خپلو ۷۸ زره ملګرو سره یوځای، د سمندر له اوبو څخه د مالګې برابرولو ته مخه کړه.

له دې عمل وروسته، بریټانویانو په لسګونو زره هندیان ونیول او زندانی یې کړل او همدا اقدام ددولتی ادارو په کار کې د ګډوډۍ لامل شو.

د ګاندی دغه اقدام د بریټانیا پرضد د منفی مبارزې کولو لپاره بېلګه شوه او بلاخره انګلیستان یې شاتګ ته اړ کړ.

««««««««««««

نهه څلویښت کاله وړاندې، د ۱۹۶۸ میلادی کال د مارچ په ۱۲مه نېټه، د افریقا په سویل کې وړوکی هېواد، موریس له انګلیستان څخه خپلواکی ترلاسه کړه.

هالنډیان په ۱۷مه میلادی پېړۍ کې دې ټاټوبی ته ننوتل او فرانسویانو په ۱۸مه میلادی پیړۍ کې موریس ونیو.

په ۱۸۱۴ میلادی کال کې، انګلیستان د موریس ټاپولاندې کړه او هغه یې خپله ښکیلاک مینه کړه.

د خلکو د مبارزو او د ملګرو ملتونو له سپارښتنې وروسته، انګلیستان په ۱۹۶۸ میلادی کال کې د موریس خپلواکی ومنله.

د موریس هېواد په جمهوری نظام سره اداره کېږی او کابو دوه زره مربع کیلومټره پراخوالی لری او له یو میلیون ډېر نفوس لری.

««««««««««««

اووه دیرش کاله مخکښې، د ۱۳۵۸ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۲مه نیټه، د ایران د اسلامی انقلاب ارواښاد مشر، حضرت امام خمینی(رح) په یوه پیغام کې امر وکړ، چې د اسلامی انقلاب د شهیدانو کورنیو وضعې ته د رسیدو په موخه دې یو ارګان جوړشی.

د امام خمینی (رح) د پیغام په یوه برخه کې داسې راغلی وو: (موږ ټول پوهېږو، چې اسلامی غورځنګ او د ایران د اسلامی انقلاب بریالیتوب د خلکو د مختلفو پرګنو د فداکارۍ له برکته دی، چې په لومړۍ درجه کې باید د اسلامی انقلاب د شهیدانو او هغو کسانو، چې په دې لاره کې معلول او زیانمن شوی دی، قدرونه وشي. له همدې امله د شهیدانو او زیانمنو او معلولینو کورنیو ته بشپړه رسیدنه اړینه ده او باید په ښه توګه د هغوی درناوی وشی).

د حضرت امام خمینی (رح) له فرمان سره سم،په ایران کښې  ( د اسلامی انقلاب د شهید فاونډېشن) اداره جوړه شوه.

دغه فاونډېشن له جوړېدو تر اوسه پورې د اسلامی انقلاب او د ایران پروړاندې د عراق تپل شوې جګړې د شهیدانو کورنیو او اولادونو ته د لاس رسی په موخه، په مختلفو فرهنګی، ټولنیزو او اقتصادی برخو کې د پام وړ خدمتونه کړی دی.

««««««««««««

او له ننه دوه دیرش کاله وړاندې د ۱۳۶۳ لمریز کال د کب د میاشتې په ۲۲مه نېټه، اوسمهالی لیکوال، ژباړن او موسیقی پوه، استاد حسین ګل ګلاب وفات شو.

حسین ګل ګلاب، د قاچار په وخت کې د انځورګر او عکاس، د میرزا مهدی خان مصور الملک زوی، په ۱۲۷۴ لمریز کال کې په تهران کې وزږید.

هغه له ۱۲۹۸ تر ۱۳۰۷ لمریز کاله په دارالفنون مدرسه کې د طبیعی علومو تدرس پرغاړه درلود او د طبیعی علومو په برخه کې یې ۱۲ ټوکه کتابونه تالیف کړی دی.

ګل ګلاب وروسته د علومو او ادبیاتو مرستیال وټاکل شو او د علومو په برخه کې یې ډاکټری ترلاسه کړه.

هغه له ۱۳۱۴ کاله د فارسی ادب فرهنګی مرکز د جوړېدو په وخت کې د علمی درجو کې د تخصص له امله ددې موسسې غړی و ټاکل شو او په ۱۳۱۵ کال کې د فرهنګی مرکز، سردبیر شو.

ډاکټر ګل ګلاب دغه راز د ژباړې او موسیقۍ له کار سره علاقه درلوده او په دې برخه کې څو آثار ترې پاتې دی.

هغه هم په موسیقۍ پوهېدو او هم یې غږوله او هم یې جوړوله.

هغه د تصنیف او سرود په برخه کې د ملی موسیقۍ د ټولنې سره ملګرتیا درلوده.

له دې لیکوال او هنروال څخه ډېر آثار پاتې دی چې (( تاریخ طبیعی، جغرافیا و ګیاهشناسی)) ته یې اشاره کولای شوو.

استاد ګل ګلاب په ۸۹ کلنۍ کې وفات شو.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

Mar 12, 2017 10:18 Asia/Kabul
کمنټونه