• تاریخ پاڼه شماره  ۳۵۹

نن د ګل ورځ یا دوشنبه د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې در ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له څوارلسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مارچ له دیارلسمې نیټې سره برابره ده.

نهه سوه درې دیرش کاله پخوا، د پینځه سوه پینځم هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې په څوارلسمه نیټه، په امام محمد غزالی مشهور یو لوئ ایرانی فقیه او پوه ابو حامد محمد غزالی طوسی له نړۍ سترګې پټې کړې.

هغه او د هغه ورور احمد د خپل پلار له مړینې وروسته د احمدبن رادکانی ترسرپرستۍ لاندې ورغلل. غزالی له ابونصر اسماعیل څخه فقه زده کړه ا و په لنډې مودې کښې دخپل وخت یو سرخیل شو او په اته ویشت کلنۍ کښې د مسلمانانو یو لوئ فقیه شو. د امام محمد غزالی شهرت لامل شو څو د خواجه نظام الملک له خوا دبغداد په نظامیه مدرسې کښې د تدریس لپاره وبلل شی. خو دغه نامتو پوه له څو کاله تدریس وروسته په څلور سوه اته اتیایم هجری قمری کال کښې د ډیر فکری او روحی بحران له امله تدریس پریښود او له بغداده د حج په نیت روان شو او وروسته په بیت المقدس کښې استوګنه شو.

هغه بالاخره ایران ته راستون شو او دپوهې د مینه والو روزل یې پیل کړل. امام محمد غزالی وطن ته له راستانیدا وروسته د (احیاءعلوم الدین) په نامه خپل ارزښتمن اثر ولیکه. د دغه لوئ پوه او عارف له نورو آثارو څخه (کیمیای سعادت) او (نصیحة الملوک) ته اشاره کولائ شو.

««««««««««««

دوه سوه څلور اتیا کاله پخوا، د اوولس سوه درې دیرشم میلادی کال د مارچ په دیارلسمه نیټه، انګریز کیمیاپوه او فزیک پوه جوزف پریسټلی په فیلډ هلډ نومی ښار کښې وزیږید.

هغه په داسې پړاؤ کښې ژوند کاوه، چې د کیمیا په طلایی وخت مشهور دی او دې څانګې د پام وړ پرمختګونه کړی وو.

پریسټلی په خپلو څیړنو او مطالعوکښې، په بوټو کښې تنفس او د اکسیجن او نیټروجن ګازونه کشف کړل.

پریسټلی په اتلس سوه څلورم میلادی کال کښې مړشو.

««««««««««««

یو سلو شپږ ویشت کاله پخوا، د یو زرو درې سوه دولسم هجری قمری کال د جمادی الثانی په څوارلسمه نیټه، د اسلام یو لوئ مرجع او عالم آیت ا... میرزاحبیب ا....رشتی وفات شو. هغه دخپلو علمی زده کړو د دوام لپاره د عراق نجف اشرف ته ولاړ او د شیخ مرتضی انصاری له درسه یې ډیره ګټه پورته کړه او ورو ورو دنجف اشرف د علمیه حوزې د سترو مراجعو په لیکه کښې راغئ.

د (بدایع الافکار) نومی کتاب د هغه له اثارو څخه دی.

««««««««««««

یو سلو یو کاله پخو ا، د نولس سوه شپاړسم میلادی کال د مارچ په دیارلسمه نیټه، فرانسوی لیکوال پایرې ګاسکار په پاریس کښې وزیږید.

ګاسکار د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کښې، د جرمنیانو په لاس بندی شو. هغه سوله غواړی روحیه درلوده او دغه موضوع د هغه په اثارو کښې په څرګند ډول تر سترګو کیږی.

د هغه له مهمو اثارو کولائ شو، (بند کړئ شوې هیجان) ته اشاره وکړو.

ګاسکار په نولس سوه اووه نوېم میلادی کال کښې مړشو.

 

««««««««««««

نهه شپیته کاله پخوا، د نولس سوه اته څلویښتم میلادی کال د مارچ په دیارلسمه نیټه، د هاګانا ترهګرې ډلې وسله والو صهیونیسټانو، په شمالی جلیله کښې د فلسطینیانو پر حسینیه کلی حمله وکړه. صهیونیسټانو په دې حملې کښې د فلسطینیانو کورونه پر عامو خلکو ویجاړ کړل او د حسینیه کلی شپیته تنه یې په عامه توګه ووژل. صهیونیسټی پوځیانو همداراز په دې ورځ، په بیت المقدس کښې د قطمون ځینې کورونه هم ړنګ کړل او یوشمیر فلسطینیان یې ووژل او یا یې ټپیان کړل.

د صهیونیسټی ترهګرو ډلګیو لخوا د مسلمانو فلسطینیانو وژلو، په دې دلیل اوج وموند چې صهیونیسټانو نیت درلود، له فلسطین څخه د انګریز ځواکونو له وتلو وروسته، د قدس نیواکګر رژیم غیر قانونی شتون اعلان کړی.

هماغه شان چې دغه اقدام په حسینیه کلی کښې د فلسطینیانو له عام وژلې دوې میاشتې وروسته تر سره شو.

««««««««««««

او له ننه پینځه پنځوس کاله پخوا، د دیارلس سوه څلویښتم هجری لمریز کال د کب د میاشتې په درویشتمه نیټه، د ایران د اوسمهاله تاریخ مشهور سیاسی شخصیت او مبارز روحانی ، آیت ا... سید ابوالقاسم کاشانی وفات شو.

هغه په ځوانۍ کښې د نجف له علمی حوزې څخه په فقه کښې د اجتهاد درجې په تر لاسه کولو بریالئ شو او په همغه حال کښې یې د نورو روحانیونو په مرستې سره، پر عراق د انګریز ښکیلاک د سلطې پرضد سخته مبارزه پیل کړه، چې له دغه هیواده د هغوئ د ایستلو لامل شوه.

آیت ا... کاشانی په ایران کښې هم د انګریز ښکیلاک د نفوذ پر ضد مبارزه پیل کړه او د دغو مبارزو په وجه، څو کاله بندی شو.

د تهران خلکو، له بنده د آیت ا... کاشانی له آزادیدو وروسته، د هغه د مبارزو د قدرونې په خاطر، هغه ملی شورا ته د خپل استازی په توګه واستاوه.

له ډاکټر مصدقه د آیت ا... کاشانی په ملاتړ او د ایران د مسلمانو خلکو د مبارزو په دوام سره، په ایران کښې د تیلو صنعت ملی اعلان شو او مصدق لومړی وزیرشو. خو وروسته له هغې، چې د انګریز لاس پوڅئ، قوام السلطنه لومړی وزیرشو، آیت ا... کاشانی د اعلامیې په خپرولوسره خلک ډګر ته راوبلل چې په پایله کښې، د دیارلس سوه یو دیرشم کال د چنګاښ په دیرشمه نیټه پراخ پاڅون وشو.

باچا چې خپل ځائ یې په خطر کښې لیده، د قوام السلطنه له څنګته کیدو سره یې موافقه وکړه او مصدق یوځل بیا لومړی وزیر شو.

په دیارلس سوه دوه دیرشم لمریز کال کښې له امریکایی کودتا او ایران ته د باچا له راستانیدا وروسته، د هغه ګوډاګیو آیت ا... کاشانی تر نظر لاندې نیولئ ؤ تر دې چې بالاخره له ښکیلاک سره له یوه عمر مبارزې وروسته یې، په داسې ورځ له نړۍ سترګې پټې کړې.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

Mar 13, 2017 09:50 Asia/Kabul
کمنټونه