• تاریخ پاڼه شماره  ۳۶۰

نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې څلور ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له پینځلسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مارچ له څوارلسمې نیټې سره برابره ده.

یو زرو څلور سوه دوه کال پخوا، د ۳۶قمری کال د جمادی الثانی په پنځلسمه نیټه،  د ځینو مورخانو دلیکنې په اساس د حضرت امام علی علیه السلام لښکر او د فتنه ګرو اوبلوه ګرو دیوې ډلې ترمینځ دجمل جنګ وشو . په دغه جنګ کې داسلام لښکر دغې ډلې ته چې دحضرت امام علی علیه السلام دعدالت د نه زغملو په دلیل ئې خپل بیعَت مات کړی او د هغه بزرګوار په ضد ئې بغاؤت کړی ؤ ماته ورکړه . . ددغې دلې رهبری چې هغوی ته ناکثین ،یعنی دبیعت ماتونکی هم ویل کیږی ، طلحه او زبیر په غاړه وه . دوی خپلو ناحقو ارزوګانو ته درسیدو لپاره ناپوهان او فرصت غواړی ولمسول او له امام علی سره ئې دمقابلې لپاره یو د وخت په وسلو سنبال لښکر برابر کړی ؤ .

طلحه او زبیر ، په پیل کې له حضرت امام علی سره بیعت کړی ؤ ،خو له دې وروسته چې پوهه شول امام علی دهغوی ناحقه غوښتنو ته پام نه کوی او د هغوی او نورو خلکو ترمیځ توپیر نه کوی ، نو د عثمان دوینو دغچ اخستنې په پلمه ئې د هغه بزرګوار په ضد بغاؤت وکړ . طلحه او زبیر په پیل کې مکې ته لاړل او ځینی مشهور کسان ئې هم له ځان سره ملګری کړل او له مکې ئې د وخت په وسلو سنبال یو لښکر دبصرې په لو ر روان کړ . حضرت امام علی علیه السلام هم ددغې ډلې دفتنو دمخنیوی لپاره په هغو پسې روان شو او بلاخره دعراق په جنوب کې له بصرې سره نزدې دواړه لښکر سره مخامخ شول . امام علی علیه السلام هوډ درلود څو تر ممکنه حده د جنګ مخه ونیسی او دغه مشکل په سوله ایز ډول حل کړی ، په همدې دلیل څو ورځې په مذاکراتو او خبرواترو تیرې شوې .

په عین حال کې ، بیعَت ماتونکو چې له جنګ او قدرت اوشتمنیو ته له رسیدو پرته ئې په بل څه فکر نه کاوه ، او ګمان ئې کاوه چې په جنګ کې به د امام علی پر لښکر بریالی شی ، جنګ ئې پیل کړ . خو دهغوی د تمو په اپوټه ، دامام علی لښکر پر هغوی برلاسه شو .

««««««««««««

نهه دیرش کاله وړاندې، د ۱۹۷۸ میلادي  کال  د مارچ  په ۱۴ نیټه، د صهیونیسټ رژیم پوځ د تل ابیب په شا اوخوا کښې  د فلسطیني جنګیالیو  د عملیاتو په  پلمه، د لبنان  پر خاوره  تيری  پیل کړ.

په دې  تيري کښې چې  د لبنان  او  فلسطین  د  ډيرو ولسي خلکو له پراخې وژلې سره مل ؤ، د صهیونیسټ رژیم  پوځ  د لبنان  سویل  د لیطاني سیند تر غاړې  پورې  ونیو.

اسرائیل  د اوبو د سرچینو د کمبود  له  امله، تل  د دغه سیند د اوبو لوټلو په لټه  کښې ؤ.

د لبنان په سویل کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د برید په درشل کښې  د ملګرو  ملتونو  د امنیت شورا د ۴۲۵  پریکړه لیک په  خپریدو سره  د لبنان  له سویل  څخه  د دغه رژیم  د زر تر زره  وتلو غوښتونکې شوه او د دغه سیمې د سولې  ساتلو لپاره  یې  یو څلور زره کسیز ځواک  واستاوه.

له  دې سره سره  صهیونیسټانو د لبنان له سویله له وتلو مخکښې  د پوځي لبناني  یاغي سعد حداد په  مشرۍ  په  ځان  پورې  تړلئ  سیمه  ایز  مزدور ځواک  جوړ کړ.

صهیونیسټ  رژیم  په  ۱۹۸۲  کال  کښې یو ځل بیا  پر لبنان  برید وکړ او د دغه هیواد سویل  یې  ونیو  تر دې  چې  په  ۲۰۰۰  کال  کښې د لبنان د اسلامي مقاومت  د جنګیالیو لخوا، دغه رژیم ته  د ور اوښتو ټکانونو له امله، د دې هيواد له  سویلي نیواکي سیمو شاتګ  ته اړشو.

««««««««««««

دوه دیرش کاله پخوا، د ۱۳۶۳ هجری نمریز کال د کب د میاشتې په څلوریشتمه نيټه، له پردیو سره وابسته عواملو د تهران د جُمعې په نمانځۀ کښې د ایران د مسلمانو خلکو په ستره غونډه کښې د بم په چاولو سره یو شمېر لمنونځ کونکی شهیدان او ژوبل کړل. له دغه جنایتکار او ترهګر اقدام سره په یو وخت چې د ایران په خلاف د عراق د تپلی جنګ په دوران کښې ترسره شو د عراق جنګی الوتکو هم د ایران د پائېتخت په فضا کښې په الوت سره داسې ښودنه وکړه چې هغوی تهران خپل هدف ګرځولی دی .د تهران د جُمعې په نمانځۀ کښې د بم په چاودنه کښې په زړۀ پورې خبره دا وه چې دغې پېښې د دغو سیاسی او عبادی مراسمو په اجراء کښې هیڅ وقفه پېدا نۀ کړې شوه او آیت ا... العظمی خامنه ای چې هغه وخت د تهران د جُمعې د نمانځۀ د خطبو ویلو په حال کښې ؤ خپلو وېناو ته دوام ورکړ او له دې وروسته یې د جُمعې نمونځ د زړۀ په اطمینان او ارامښت سره ترسره کړ.

««««««««««««

او له ننه دوه ویشت کاله وړاندې، د ۱۳۷۳ لمریز کال د کب د میاشتې په ۲۴مه نيټه، د افغانستان د وحدت اسلامی ګوند مشر، شیخ عبدالعلی مزاری، د طالبانو ډلې له خوا شهید کړای شو.

عبدالعلی مزاری د افغانستان د مزار شریف سره نږدې وزږید.

له لومړنیو اسلامی علومو تر زده کړې وروسته، د قم علمی حوزې ته ولاړ او څو کاله یې د خپلو زده کړو بشپړولو ته مخه کړه.

هغه د اسلامی انقلاب له بریالیتوب څخه په پخوا کالو کې د پاچا رژیم پرضد د امام خمینی په رهبرۍ دایران په اسلامی مبارزو کې ګډون وکړ او یو ځل د ساواک د عواملو له خوا ونیول او زندانی شو.

هغه په افغانستان کې په ۵۷ لمریز کال کې د کمونیستانو له کودتا او د شوروی د سره پوځ له خوا ددغه هېواد تر نیواک وروسته، د افغانستان د خلکو په اسلامی جهاد کې فعاله ونډه درلوده.

کله چې په ۱۳۶۸ کال کې دافغانستان د شیعه ګانو د ټولو سیاسی- پوځی سازمانونو په اتفاق سره، د افغانستان اسلامی وحدت ګوند جوړ شو، شهید مزاری د وړتیا له امله ددې ګوند د لومړنی عمومی مشر په توګه چې دافغانستان د پراخو سیمو پر ځینو برخو واکمن و، وټاکل شو.

مرازی دغه راز د ۱۳۷۱ لمریز کال په ثور کې د محمد نجیب الله پر کمونیستی دولت د افغان مجاهدینو په بریالیتوب او دشوروی د سره پوځ په وتلو کې اساسی رول ولوباوه.

شهید مزاری بالاخره د ۱۳۷۳ لمریز کال په وروستیو ورځو کې د کابل په سویل او لویدیځ سیمو د طالب جنایتکاره ځواکونو بریدونو وروسته، د خپلو یوشمېر ملګرو سره ونیول او د طالبانو له خوا له څو ورځو سختو شکنجو وروسته، په شهادت ورسول شو.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه

Mar 14, 2017 04:01 Asia/Kabul
کمنټونه