• تاریخ پاڼه ۳۶۱

نن د چهارشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې پینځه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له شپاړسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مارچ له پینځلسمې نیټې سره برابره ده.

یو زرو اوولس کاله پخوا، د ۴۲۱  هجري قمري کال د جمادي الثانی په شپاړسمه نیټه،  د تاریخي قولونو په اساس، د آندلس  یو مشهورکاتب او شاعر ابن  دراج  قسطلی  وفات  شو.

ابن  قسطلي چې په ۳۴۷ هجري قمري کال کښې زیږیدلئ ؤ، د جنوبي آسپانیا د آندلس  یو لوئ  شاعر  ؤ او  د  څلورمې  پیړۍ  په  پائ  او د پینځمې قمري پیړۍ په پیل کښې يې  د عربي شعرونو په لوړاوي کښې غوره رول  درلود. هغه په  آندلس کښې په عربي شعر کښې د ماډرن  سټایل  راپنځونکئ  ؤ  او  د هغه شعرونه  پر ادبي او هنری ارزښت سربیره   د اسپانیا  د  هغه  وخت  د پیښو په باب  یوه  باوري  سرچینه  هم  حسابیږي.

««««««««««««

یو سلو درې شپیته کاله مخکښې، د  ۱۸۵۴  میلادي کال  د مارچ  د میاشتې په پینځلسمه نیټه، مشهور جرمن  ډاکټر اِمیل آډولف وُن بِهرینګ وزیږید. هغۀ  د زده کړو له ترسره کولو وروسته  د خوريدونکو بيماريو  د پيژندګلو او له هغو څخه  د مخنيوي په زمينه کښې د خپلې  زمانې د فرانسوي کيميادان لوئي پاسټر څیړنو  ته  دوام  ورکړ  او  يو لړ ښه  پرمختګونه  يې  وکړل. په  همدې وجه  بهرينګ  په    1901   میلادي کال  کښې د نوبل وړومبنۍ طبي جایزه ترلاسه کړه.  هغه په 1917  کال  کښې  مړ  شو.

««««««««««««

یو سلو لس کاله  وړاندې، د ۱۲۸۵  هجري لمریز کال  د کب  د میاشتې  په  پینځه ویشتمه نیټه،  د ایران   ښه  ذوق  څښتنه  او استعداد  لرونکي شاعره او لیکواله میرمن  پروین اعتصامي  د ایران  په  یوه شمالي  ښار تبریز کښې  په یوې  ادبي او  فاضلې کورنۍ کښې  وزیږیده.  د هغې پلار یوسف اعتصام الملک د خپل وخت یو نامتو لیکوال او ژباړن ؤ  او  د هغه کور د ملک الشعرائ  بهار  او علامه  دهخدا په  څير  د ادیبانو د غونډيدو ځائ  ؤ. میرمن پروین اعتصامي  د ایران  او عربو ادبیات  زده کړل  او  په  شعر  ویلو کښې يې له  ماشومتوبه  وړتیاوې ښکاره شوې. هغه  د زده کړو په پړاؤ کښې د ښونځي یوه  غوره شاګرده وه  او په تبریز کښې يې د ښونځي  د زده کړو له بشپړولو وروسته  تدریس ته مخه کړه. پروین اعتصامي  په ټولو سفرونو کښې له  پلار سره  یو ځائ  وه  او  د داخل  او بهر په سفرونو کښې  يې ډيره تجربه  ترلاسه کړه او پخپلو شعرونو کښې يې ترې استفاده  وکړه. له  میرمن پروین اعتصامي څخه  د شعرونو یو دیوان  په یادګار پاتې دی چې  د هغې  قصیدې، قطعې، مثنویانې او غزلې پکښې شاملې دي او په هغو کښې يې لوړ انساني، اخلاقي او ټولنیز  مضمونونه  ویلي  دي. میرمن پروین اعتصامي   یوه  حقیقت پاله او ټولنیزه شاعره وه. هغې د ایران د نورو شاعرانو په څیر  په اعتقادي، دیني او اخلاقي اصولو کلکه  او  ټينګه ولاړه وه  او له هرڅه زیات د پروردګار  مهربانۍ او مرستې ته  هیله منه  وه. د هغې په ټولو شعرونو کښې  دیني، اخلاقي او عرفاني مضمونونه اخښل شوي دي. دغه لویه شاعره  په  ۱۳۲۰  هجري لمریز کال  کښې  په  ۳۵  کلنۍ کښې وفات  شوه .

««««««««««««

نهه ویشت کاله پخوا،  د ۱۳۶۶  لمریز کال  د کب  د میاشتې  په  ۲۵ نیټه، د عراق بعثي رژيم  په لسګونو جنګي الوتکو سره  د عراق په شمال ختیځ کښې  حلبچه کرد میشته  ښار  په  بې رحمۍ سره کیمیائي  بمباري وکړه. دغه بمباري  په داسې شرائطو کې پيل شوه چې  دعراق پخواني صدام رژيم  له یوې خوا  دایران له مسلمانو  او دعراقي کردو مبارزو  سره  په مقابلې کې بې وسه شوی ؤ او  له بلې خوا  حلبچه ښار مسلمان ولس د صدام دیکتاتور د بې اندازې ظلم او کړاؤ  په دلیل  دایران داسلامی جمهوریت دمبارزانو تود هرکلی  وکړ او په نتیجې کې   دهغه له سختې  غچ اخستنې سره مخ شول . دعراق  په حلبچه کې دهغه وخت د رژیم په بوږنونکي جنایت کې  د زهرجنو ګیسو د بوي او تخریب له امله  څه دپاسه پنځّه زره بې ګناه اوعام خلک په ډير بوږنونکي ډول  ووژل شول . خو لودیځي هیوادونو چې  پخپله  ئې دکیمیائی وسلو دتولید  لپاره ضروری  آوزارونه او ټيکنالوجي  دعراق صدام رژیم ته ورکړې وه ،  ددغه وحشتناک  او بوږونکي جنایت په وړاندې ئې  هیڅ عملی اقدام ونه کړ.

««««««««««««

او له ننه ۲۸ کاله پخوا، د 1989 ميلادي کال د مارچ په پنځلسمه نیټه،   د مصر په شمال کښې د طابا ټاټوبی د صهيونېسټ رژيم له کلونو نيواکه وروسته ازاد شو. دغه رژيم د سينا صحرا، چې طابا سيمه يې په ختيځ کښې پرته ده د 1967 کال د جنګ په دوران کښې ونيوله. په 1987 کال کښې د کېمپ ډېويډ تړون په لاسليکولو سره د تل ابيب رژيم ومنله چې صحرای سينا مصر ته ستنه کړي. له دې سره سره صهيونېسټ رژيم د دغې صحرا ځينې برخې خالي کړې، خو د عقبه خليج په شمال کښې د طابا مهمې سيمې نيواک ته يې دوام ورکړ  ان تردې چې له ګڼ شمېر خبرو اترو وروسته او د نړيوالو دباوونو له کبله په 1989 کال کښې له دغې سيمې  څخه شاتګ ته مجبور شو.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه

Mar 15, 2017 11:19 Asia/Kabul
کمنټونه