• تاریخ پاڼه ۳۶۲

نن د پنجشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې شپږ ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له اوولسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مارچ له شپاړسمې نیټې سره برابره ده.

نهه سوه څوارلس کاله پخوا، د ۵۲۴ هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې په  اوولسمه نیټه، مشهور عرب ادیب او شاعر بارغ بغدادی وفات شو. هغه په ۴۴۳ هجری قمری کال کښې زیږیدلی و او د نحوې او لغت په علمونو کښې د خپلې زمانې تکړه عالم ګڼل کیده. له بارع بغدادی څخه په یادګار پاتې یوازنی اثر د هغه د شعرونو دیوان دی.

بارع بغدادی په ۸۱ کلنۍ کښې په داسې حال کښې چې نابینا شوی و، له دنیا سترګې پټې کړې.

««««««««««««

یو سلو اتلس کاله وړاندې، د ۱۳۲۰ هجری سپوږمیز کال د جمادی الثانی یا څلورمې خور په اوولسمه نیټه، د  مستدرکُ  الوسایل خاوند، خاتم المحدثین حاج  میرزا حسین نوري  وفات  شو.

په میرزا حسین نوری مشهور میرزا حسین بن محمد تقی بن محمد علی نوری مازندرانی په ۱۲۵۴ قمری کال کښې د ایران د مازندران ولایت په نور ولسوالۍ کښې زیږیدلی و. فقیه، محدث، مفسر او شاعر میرزای نوری د شیخ العراقین عبدالحسین تهرانی، شیخ مرتضی انصاری، حاج ملا علی کَنی، میرزا محمد حسین شیرازی او سید مهدی قزوینی شاګردی وکړه. میرزا حسین نوری همداشان په حدیث کښې د شیخ آقا بزرګ تهرانی، حاج شیخ عباس قمی، محمد حسین کاشف الغطاء او سید شرف الدین عاملی یو استاد هم پاتې شوی دی. میرزا نوری د جعفری مذهب د اصولو په دودولو او د پاکو امامانو علیهم السلام د آثارو په خپرولو کښې هم ډیر کوشش وکړ.

دغه عالم فاضل همداشان په عبادت، پرهیزګارۍ، تقوی او نفسانی او انسانی کمالاتو کښې بیلګه او نمونه و.

د هغه له آثارو څخه یو په دریو ټوکو کښې د فقهې مستدرک الوسایل کتاب دی چې د دغه کتاب د لیکلو په وجه دوی ته (صاحب مستدرک الوسائل) ویل کیږی. مَعالمُ الصبر، جنّهُ الماوی او نفَسُ الرحمن فی فضائل سلمان هم د دوی لیکلی کتابونه دی. میرزای نوری یو جامع او معتبر کتابتون درلود چې په ایران او عراقِ عرب کښې یې د کمیت او کیفیت له نظره ساری نه پیدا کیده خو دغه کتابتون د میرزا له وفات وروسته په بشپړی توګه تیت پرک شو. میرزا حسین نوری بالاخره د ۱۳۲۰ سپوږمیز کال د جمادی الثانی د میاشتې په ۱۷ یا ۲۷ نیټه په ۶۶ کلنۍ کښې وفات شو او په نجف اشرف کښې خاورو ته وسپارل شو.

««««««««««««

اته اویا کاله پخوا، د ۱۹۳۹ میلادي کال د مارچ  په  شپاړسمه  نیټه، په داسې حال کښې چې دوهم نړیوال جنګ لا پیل شوئ نه ؤ، پخوانئ چکسلواکیا هیواد، د نازي  جرمني  د وسله وال پوځ  لخوا ونیول  شو . په  دې توګه له آسټریا وروسته چکسلواکیا هیواد دوهم هیواد ؤ چې د هیټلري جرمني په نیواک  کښې وراغئ.

د جرمني  پوځ د ۱۹۳۸  میلادي کال د ستمبر په دیرشمه نیټه په چیکسلواکیا کښې سودت  سیمه  ونیوله  او  وروسته  يې  په  دغه  ورځ  ټول  هیواد ونیوه.

««««««««««««

اووه اویا کاله وړاندې، د ۱۹۴۰ میلادي کال د مارچ  په  ۱۶  نیټه، سویډنۍ لیکواله  سیلما  لاګرلوف  مړه  شوه.

هغه  په  ۱۸۵۸  میلادي کال کښې وزیږیده او د زده کړو له ترسره کولو  وروسته په  تدریس  او د داستانونو  په  لیکلو بوخته شوه. ګرلوف  لومړنۍ میرمن وه چې په ۱۹۰۹  میلادي کال کښې د ادبیاتو په  برخه کښې  د  نوبل  جایزې په ګټلو  بریالۍ شوه.

د هغې له کتابونو (د ګوستا برلینګ افسانه)، (د عیسی افسانه) او (نه  لیدل کیدونکې ریښې )  ته  اشاره کولائ شو.

««««««««««««

دوه ویشت کاله وړاندې، د ۱۳۷۳ لمریز کال د کب یا حوت د میاشتې په ۲۶مه نیټه، د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر، حضرت امام خمینی رح قدرمن زوئ، حجت الاسلام، سید احمد خمینی، وفات  شو.

هغه په ۱۳۲۴ لمریز کال کې په قم کې وزږید او د خپل قدرمن پلار تر څارنې لاندې و روزل شو او ددینی علومو زده کړو ته یې مخه کړه.

حجت الاسلام سید احمد خمینی د ایران د اسلامی انقلاب په بهیر کې د انقلابیونو او امام خمینی رح ترمنځ د اړیکو په رامنځ ته کولو کې مهم رول درلود.

د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته هم د حضرت امام خمینی رح دې عزتمند زوی چې ځان یې انقلاب ته وقف کړی و، د مختلفو چوکیو لپاره له ډېرو وړاندیزونو سره سره، هماغه شان د امام خمینی په خدمت کې پاتې شو او د هغه یار او ملګری و.

حجت الاسلام سید احمد خمینی په هغه شپږ و کالو کې ،چې د قدرمن پلار له رحلته وروسته یې ژوندی و، د انقلاب له اصولو او د آیت الله خامنه ای له مشرۍ یې ملاتړ ته مخه کړه.

««««««««««««

او له  ننه درې کاله وړاندې، د ۲۰۱۴ میلادي کال  د مارچ  په  ۱۶   نیټه،  د کریمیا ټاپو خلکو د یوې  ټول  پوښتنې  په  ترڅ  کښې له  روسيې سره  د  یو ځائ  کیدا لپاره  رایه  ورکړه.

د اوکراین  د ولس مشر  ویکټر یانکوویچ  د دولت  له  سقوط  او  د اوکراین او روسيې په اړیکو کښې له  تاوتریخوالي  وروسته،  د روسيې پوځي کیښتۍ د سواستو پول  په  بندر کښې ځائ  پر ځائ  او  د کریمیا ټاپو يې  ونیوله  او بیا روسي ځواکونه  هم  د کریمیا په  ټاپو کښې میشت شول.

د روسيې دولت  خپل  دغه  اقدام  ته  د مشروعیت  ورکولو په  موخه  په کریمیا ټاپو کښې د ټول  پوښتنې اقدام  وکړ  او دې  ته  په  پام  سره  چې  د کریمیا ټاپو ډیرئ  وګړي په  قوم  روسان  وو،  له  روسيې  سره  د  هغوئ د یو ځائ کیدا لپاره  د  خلکو  د رایو  پایله  د تمې  پر خلاف  نه  وه.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

Mar 16, 2017 10:57 Asia/Kabul
کمنټونه