• دافغانستان  او پاکستان بدلونونه،په تیره اونۍ کې

دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو ښه اونیکمرغه ژوند درته غواړو دوستانو په تیرې اونۍ کې دافغانستان او پاکستان دمهمو بدلونونو په باب درسره غږیږو . په پيل کې هم د مهمو خبرونو خلاصه درآورو او ورپسې مو هم په دې باب تحلیلي برخې ته رابولو ،هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ .

   په پاکستان کې د جنګوي لښکر نیول شوي  جنایتکار په چوټو مشهور شهاب  اعتراف کړی چې په ۲۰۱۳کال کې ئې د کراچۍ  دپوّهنتونونو غوره استاد او شیعه متفکر  پروفیسرسیدسبط جعفر زیدي  ترور کړی دی .په کابل کې په سردار محمد داؤد روغتون د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  حملې د کابو یو سل شل کسانو دمرګ ژوبلو لامل شوي دي .  دپاکستان ولسی جرګې د دغه هیواد د حکومت  په سیمه ایزو سیاستونو په سختو نیوکو سره  ټينګار کړی ، له افغانستان سره داړیکو ترینګلتیاؤ   داسلام اباد  بهرنی سیاست  تر پوښتنې لاندې وروستی دی .دپاکستان  دملی یکجهتي کونسل مسئولانو   له امریکائي صهونیسيټي دسیسوسره دمقابلې لپاره د اسلامی نړۍ د یووالي  او وحدت غوښتنه کړې ده .  دافغانستان  د ملی امنیت سلاکار حنیف اتمر  ویلی دي،په  افغانستان کې  د داعش یو غړی هم له سورئې اوعراقه  نه  دی راغلی،بلکې دطالبانو ډلې،دپاکستان دطالبانو تحریک  او د ازبکستان  د اسلامی تحریک غړي دي،چې  نامه ئې په داعش بدله کړې ده .دافغانستان حکومت   د دغه هیواد په خاورې  د پاکستان له خوا  دتوغندوي حملو دوام په ملګروملتوکې مطرح اوپر دغه هیواد ئې شکایت وکړ.دافغانستان دولسمشر لومړی  مرستیال  دحکمتیار  له حزب اسلامی ګوند سره  دسولې دموافقې  د زر ترزره  پر اجرا ټينګار وکړ.ملګروملتو  دجنګ جګړو د  دوام  له امله،دافغان  ولس په بیاکډوالیدو اندیښنه څرګنده کړه . دپاکستان حکومت  له افغانستان سره په پولې کې دتورخم او چمن سترې پوله ایزې لارې له اتلسو ورځو وروسته یوازې د دووورځو لپاره پرانیستلې .

  اوس  مو هم تحلیلي برخې  ته رابولو.

            په پاکستان کې د تکفیری ترهه ګرې دلګۍ  جنګوي لښکر نیول شوي جنایتکار په چوټو مشهور شهاب  په داسې حال  کې اعتراف کړی  چې  په ۲۰۱۳ کال کې ئې دپاکستان یومشهورپروفیسراومذهبی شخصیت  سیدسبط جعفرزیدي ترور کړی،چې  دا لومړنی ځل  نه دی چې  دپاکستان مسلمانانو په تیره بیا  اهل  تشیع  په ضد پخپلو جنایتونو د دغې ترهه ګرې ډلې  دنیول شوی غړي اعتراف کوي  او یا دهغو سرغنې  په ویاړ سره  دشعیانو  د وژلو  خپل پروګرامونه اعلانوي . جنګوي لښکر   او سپاه صحابه  دوې فرقه پالې  او ترهه ګرې ډلې  په پاکستان کې په جنایتکارو فعالیتونو  بوخې دي  او ترهه ګرې ډلې پيژندل شوي دي  او دشیعیانو وژل  دځان لپاره یو ویاړ ګڼي  او هماغه راز  ئې په پاکستان کې خپلو جنایتونو ته   دوام هم ورکړی دی . دپاکستان امنیتي ادارې  هاله  د  دغو ترهه ګرو ډلو دجنایتکارو دنیولو اقدام کوي،چې  پر هغوي داخلي دباؤنه زیات شي اویا کوم ستر جنایت وکړي .په عین حال کې  د پاکستان امنیتي ادارې د دغه هیواد پر قضائي ادارو هم سختې نیوکې کوي چې  دترهه ګرو ډلو د جنایتکارو  له نیولو وروسته  دهغوي پر دوسیو  چټک غور نه کوي  اوتراوسه پورې  مخینه نشته چې  ترهه ګر  د پاکستان  دقضائي ادارې له خوا سزا شوي نه دي .البته په ځينو موردونو کې داسې قاتلان یا مجرمان سزاکوي چې په سترو جنایتونو تورن نه وي او معمولي دوسیې لري. په همدې دلیل  په همداوروستیو کې   دپاکستان  دپارلیمان استازو   په دغه هیواد کې  دترهه ګرۍ په ضد دپوځي محکمو دفعالیتونو دبیاپیلیدو غوښتنې کړي دي .  نیول شوي ترهه ګروته  د هغوي پر دوسیو  دغور د بهیر  د اوږدیدو  او یا محکمې ته  دمنتقلولو په وخت   دتښتیدو لاره ورته برابریږي  او یا د هغوي د دوسییو  د نامکملیدو  په باب  دقاضیانو د ادعاګانو په دلیل  خوشي کیږي .  په همدې دلیل   پاکستان ،له ترهه ګرو سره  د  چلندلپاره   د دغه هیواد د لوړ پوړو چارواکو   له ادعاګانو سره سره  هماغه راز  له ناکراریو  او خونړیو شخړو سره مخامخ دی .  

 ویل کیږي چې  دپاکستان قاضیان  دترهه ګرو ډلو دغچ اخستونکو حملو   څخه د اندیښنې په دلیل  هم  د دغو  ترهه ګرو ډلو دجنایتکارو  لپاره دسزا کونې  د فیصلو له صادریدا ډډه کوي  او د پاکستان امنیتي ادارې هم   د دغو جنایتکارو  د له مینځه وړلو لپاره  نمائشي  مقابلې برابروي  اوبیا وائي چې  فلانکئ ترهه ګر له پولیسو سره په مقابلې کې ووژل شو .په  داسې حال کې چې  په پاکستان کې د ترهه ګرو ډلو زیاتره د وهابیانو سره  د اړونده مذهبی مدرسو   له خوائې ملاتړ کیږي.دپاکستان دجمعیت علمای اسلام س څانګې دمشر مولانا سمیع الحق  داسې ډيرې مذهبی مدرسې شته  چې  په هغو کې په بشپړ ډول دغه شان ترهه ګر روزل کیږي او بیا دپاکستان په بیلابیلو سیمو اودغه راز په افغانستان کې دترهه ګرو فعالیتونو لپاره لیږل کیږي  په دې پلمه چې  په افغانستان کې له بهرنیونیواکګرو سره جهاد کوي چې په ځلونو د افغانستان لوړپوړو چارواکو هم دغه  موضوع دپاکستان  له سیاسی اوپوځي چارواکو سره   په کرتو مطرح کړې هم ده .  البته    دپاکستان   داهل سنتو ځيني غوره  مذهبی مشران  هم شته چې  د ترهه ګرو اوطالبانو دغه ډول  جنایتونه  ئې په سخته غندلي دي  او ان تردې   چې د پاکستان دجمعیت علماي اسلام ف څانګې یو شهید کړائ شوي مشر مولانا  حسن جان  چې   دسپاه صحابه او لښکر جنګوي  په څير د ترهه  ګرو ډلو  دجنایتکارو پر ورانکاریو  ئې سختې نیوکې کولې چې   د سپاه صحابه او لښکر جنګوي ترهه ګرو په بوږنونکي ډول ترور کړ.  هم داراز  دپاکستان دجمعیت علماي  اسلام ف څانګې  یوه بل  مشر مولانا شیراني هم په کرتو  د دغه شان ترهه ګرو ډلو  پر  فعالیتونو په سختو نیوکو سره وئيلي دي چې  د دوي کارونه  د استعمار او استکبار په خدمت کې دي او  درست مسلمانان سره  وروڼه دي او یو مسلمان بل مسلمان کافر نشي ګڼلی  او د بل مسلمان ونیه تویول  ستره ګناه او غیر انساني کار دی .  خو له بده مرغه ځيني  مذهبی مشران شته چې د سپاه صحابه او  لښکر جنګوي  فعالیتونه  جنات نه ګڼي  بلکې په ډیرو موردونو کې لمسوي هم  څو  په پاکستان کې اړۍ ګړۍ وي او  دهغوي اربابان  هغوي ته خاص پام  وکړي .پر دې سربیره   دپاکستان حکومت   هم  له ترهه ګرو ډلو سره  په دوه  ګوڼي چلند تورن دی   چې  د   اپوزیشن ګوندونو د مشرانو په اند،که  دپاکستان اوسنی  مرکزي حکومت او دغه راز صوبائي حکومتونه له ترهه ګرو اوافراط پالو  ډلو سره  یو شان او پریکنده چلند وکړي ،نو پاکستان به  د کراري اوآرامښت   شپې ورځې  وویني .  

          دافغانستان  دملی امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر   ویلی دي ،  طالبان    او داعش تکفیری ترهه ګر  ډلې، سره نزدې اړیکې لري    او دیوه بل دښمنان نه دي .  محمدحنیف اتمر  دهندوستان له ټایمز  ورځپاڼې سره په خبرو کې  ویلی دي،په افغانستان کې  د داعش ترهه ګرې ډلې یو وګړی هم  له سورئې او عراقه  نه دي ورغلي بلکې دطالبانوډلې،دپاکستان دتحریک طالبان او د ازبکستان د اسلامی تحریک  غړي دي،چې  دترهه ګرو اوجنایتکارو فعالیتونو لپاره ئې  پر ځان د داعش نامه کیښودلې ده .حنیف اتمر دغه راز ویلی دي،هغه کسان چې طالبان د داعش ډلې دښمنان ګڼي،اویا پر دې اند دي  چې طالبان د داعش په ضد جنګیږي،ډير زیات تیروځي .

 هغه   دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو او داعشیانو   نزدو  اړیکو او ملګرتیاؤ ته په اشارې سره وئيلي دي،دغه دواړه ډلې د افغانستان د حکومتي ځواکونو  په ضد جنګیږي .له دې مخکې هم  د افغانستان  دملی امنیت د ادارې پخواني مشر  امر ا...صالح هم ویلی وو  چې داعش ډله  په دغه هیواد کې شتون نه لري . هغه مدعي شوی چې   دکابل ښار دسردار محمد داؤد  روغتون باندې  وروستۍ حمله هم   دپاکستان د پوځ داستخباراتي ادارې آئي ایس آئي  په ملګرتیا سره او  دطالبانو له خوا شوې ده .په دغې حملې کې  چې  داعش ډلې ئې پړه په  غاړه اخستې ده،لږترلږه پنځوس کسان وژل شوي او  کابو اویا نور ټپیان شوي وو.په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې  دشتون موضوع،په دغه هیواد کې په یوې پيچلي او مهمې موضوع بدله شوې ده .  دغه ډله چې  کابو درې کاله کیږي  په افغانستان  کې ئې خپل شتون اعلان کړی دی ،په کابل کې ئې  د روشنائي  غورځڼګ  په  وروستۍ  هغې مظاهرې کې  په چاودنو سره  چې دبامیانو په ځاي  دسالنګ له لارې  له ترکمنستانه  د وارداتي بریښنا  په منتقلولو اعتراض  کې ترسره شوي وه،عملا ئې دافغانستان د بدلونو په ډګر په تیره بیا په امنیتي ډګر کې خپل شتون  وښود. له دې وروسته،  په افغانستان کې بیلابیلې  حملې شوي ،چې  داعش ترهه ګرې ډلې ئې پړه په غاړه اخستې اویا د دغې ترهه ګرې ډلې پورې تړل شوي دي . په  عین حال کې  د افغانستان حکومتي چارواکي  هماغه راز  په دې اند دي ،هغه کسان چې  په  دغه هیواد کې ئې  د داعش  بیرغ پورته کړی دی ،دعراق او سورئې له داعش سره هیڅ  اړه  نه لري  او له دغو هیوادونو افغانستان ته نه دي ورغلي  ،بلکې  د افغانستان  ځاي کسان او یا دتحریک طالبان  وګړي دي  چې له پاکستانه افغانستان ته ورغلي دي  او  د داعش په نامې سره   ترهه ګرې  حملې کوي .

 که څه  هم  دافغانستان د ملی امنیت سلاکار حنیف اتمر  د ازبکستان تحریک اسلامی  هم  دهغو کسانو برخه  ګڼلې چې  په افغانستان کې د داعش په نامې سره فعالیتونه کوي  او هڅه کوي   د افغانستان له سولې بهیر سره دطالبانو د یوځاي کیدو په بڼه کې   له  داعش ترهه ګرې ډلې څخه په استفادې سره  هماغه شان   د لازمو امتیازونو دترلاسه کولو لپاره دافغانستان پر حکومت دباؤنه واچوي .په همدارووستیوکې هم دافغانستان ولسمشر اشرف غني ویلی دي،په دغه هیواد کې کابو شل ترهه ګرې ډلې او ډلګۍ  فعالیتونه ترسره کوي  چې له هغوي سره چلند او مقابله  سیمه ایزې اونړیوالې ملګرتیا ته اړیتالري .   د افغانستان  د ولس  داستعمار  اواسکتبار ضد خوئ  ته په پام   سره  افغان  ولس  پر خپلو حقوقو او مالونو د تیریو پشمول  په سورئې اوعراق کې د داعش  ترهه ګرو  جنایتکارو  چلندونو ته په پام سره،هیڅکله خپل هیواد کې  د داعش د شتون  اوفعالیتونو اجازت نه ورکوي .  په همدې دلیل  دافغانستان دچارواکو له  نظره ،  هغه کسان چې  په دغه هیواد کې د داعش په نامې سره  سپیره فعالیتونه کوي ،له طالبانو جلا شوي کسان   دي او یا  دتحریک طالبان  کسان دي چې دپاکستان له پولې   افغانستان ته ورځي .

         دپاکستان ولسی جرګې  د دغه هیواد  پرسیمه ایزو سیاستونو  په نیوکو سره  ټینګار کړی دی ،  له افغانستان سره د اړیکو ترینګلتیاؤ   د اسلام اباد د حکومت   بهرنی سیاست ترپوښتنې لاندې وروستی دی.دغه نیوکې  له دې وروسته مطرح شوي چې په همداوروستیو میاشتوکې  دافغانستان او پاکستان اړیکې ډيرې تاؤتریخجنې شوي دي،په دې ډول چې  دافغانستان  ولسمشر اشرف غني دخپلو سرحدي سیمو باندې دپاکستان  له خوا د توغندوي حملو په  دلیل   په ملګروملتو کې پر پاکستان شکایت کړی دی .    په ۲۰۰۱کال کې په افغانستان کې دطالبانو د رژيم له نسکوریدو وروسته   د افغانستان او پاکستان اړیکې تل  له ترینګلتیاؤ اوتاؤتریخولو سره مخامخ دي .ځکه  له یوې  خوا دپاکستان حکومت حاضر نه دی،افغانستان ته  دیوه   خپلواکه  پارلیمان  او حکومت  لرونکي او په ملی واکمنۍ سره  د یوه سیاسی   حکومت په توګه وګوري  او  هماغه راز دغه هیواد د پاکستان  دسیاستونو یو ډګر ګڼي .په عین حال کې دافغانستان حکومت هم هماغه رازپاکستان   له طالبانو د ملاتړ یو اصلی عامل  ګڼي او باوري دی  د دغو ملاتړونو دوام لامل شوی چې طالبانو ډله  هم  دافغانستان له سولې بهیر سره  یوځاي کیدو ته ګرونه ونه بریښوي .په دې باب د دواړو لورو داختلافاتو دوام،د نوو  موضوعګانو اومسئلو  په  مطرح کولو سره  لا پيچلی اړخ  غوره کړی دی   چې  حل ئې یوه ګرانه خبره ښکاري .له هندوستان سره دافغانستان  دملګرتیاؤ پراختیا،د اسلام اباد حکومت ، دافغانستان  دبدلونونو په راتلونکي  لازیات اندیښمن  کړی دی،چې  اغیزو ئې دکابل او اسلام اباد پر حکومت  سیوری غوړولی دی .هندوستان دپاکستان یو  ایټمي او دودیز سیال دی او دغه هیواد   هیڅکله هم هغه ټاټوبی ته چې پاکستان  ئې دخپل سیاست یو ډګر ګڼي، د هندوستان د واریدیدو اجازت  نه ورکوي . له دې امله د پاکستان حکومت  تل په دې باب دکابل حکومت ته خبرداري ورکوي .په افغانستان کې د خپل موقعیَّت دپياوړي کولولپاره دکابل اواسلام اباد داختلافاتوله زیاتیدو د استفادې لپاره د هندوستان هلې ځلې،لامل شوي دي،څو دپاکستان حکومت  په لازیات حساسیّت سره د افغانستان بدلونونه څاري  او په دې اند دی چې د کابل پر حکومت  د دباؤنو په اعمالولو سره په دغو سیاستونو سره   له نوي ډيلی سره پر ارتباطاتو اغیزې شیندلی شي . داپه داسې حال کې دي چې  د کابل د حکومت له نظره  دافغانستان  پر داخلی اوبهرني سیاست داسلام اباد د سلطې پړاؤ تیر شوی دی   او دغه هیواد د خپلو  شریکانو په ټاکلو کې په تیره بیا  په اقتصادي او تجارتي برخو کې د خپلو شریکانو  په ټاکنې کې  آزاد دی .دواړه هیوادونه یعني پآکستان او افغانستان که څه هم دسیمه ایزو او امنیتی  سیاستونو په باب  سره  د نظر اختلافات لري ،خو  له یوه ګډ دښمن سره  هغه هم   د ترهه  ګرۍ په څير له سپيرې بلا سره   لاس اوګریوان دي چې  د دواړو هیوادونو امنیت  ئې  له سختې  او  جدي خطرې سره مخامخ کړی دی .  له ترهه ګرۍ  په ملاتړ داسلام اباد او کابل دیوه بل تورنول،نه یوازې  د دوي مشکل حل کولی نشي ،بلکې   دغه تورونه  د  هغو  حملو د زیاتیدو او سختیدو لامل شوي دي چې   یو مثال ئې  دتیرې چارشنبې په ورځې  دکابل   په  یوه روغتون خونړۍ حمله  ده .  په همدې  دلیل  دپاکستان  پارلیمان   د دغه هیواد پر حکومت غږ کړی چې    له ترهه ګرۍ سره  دمقابلې لپاره دافغانستان له حکومت سره   دې د منطقي سیاست په غوره کولو سره     دخبرواترو  لارې ته مخه کړي .

            ملګروملتو دجنګ  جګړو د دوام له امله   دافغانستان د ولس دبیا کډوالیدو په باب  اندیښنه  ښودلې .دغه موسسې  په یوه راپورکې  د ننګرهار، بدخشان ،بغلان ، کندهار  او کندوز  پشمول  په بیلابیلو سیمو کې  په تیرو دوو میاشتو کې دافغانستان   دکابو  پنځویشت زره کورنیو  د کډوالیدو  خبر ورکړی دی .    د غه  شمیر  افغانان، دطالبانو پشمول دحکومت له مخالفو  ډلو سره  دافغان حکومتي ځواک  دسختو نښتو اوتاؤتریخوالو له امله له خپلو کورونو کوچیدلي دي .

 د ملګروملتو په راپورر کې راغلي دي ،  دتاؤتریخوالو  له امله   په ۲۰۱۶کال کې دافغانستان   کابو  شپږ لکه   پنځوس زره  کسان  له خپلو کورنوو نورو   کرارو سیمو ته کوچیدلي دي .  ملګروملتو اټکل کړی دی  چې په  ۲۰۱۷کال کې  څلور لکه  پنځوس زره افغانان  کډه په سر شوي دي .  دپام وړ ټکی دا چې  لازیات کډوال  کروندګر دي .  دپسرلي دموسم په رارسیدو سره،په افغانستان کې  دحکومتي ځواک او مخالفو ډلو  ترمینځ دجنګ جګړو  دپراختیا احتمال   هم شته دی   چې  په دغه هیواد کې د کډوالو دزیاتیدا په باب  اندیښنو ته لمن  وهي .  دافغانستان د ولسی جرګې مشر  عبدالرؤف  ابراهیمي  هم په دې باب  انديښنه  څرګنده کړې ده . په افغانستان  کې دجنګ  یوه پټه   اغیزه  چې ډير کم ورته پام  کیږي ،  له خپلو کورونو  دخلکو کوچیدا ده . په وروستیو کلونو کې  چې طالبانو دحکومتي ځواکونو او خلکو په ضد  خپلې حملې زیاتې کړي دي ،دسیمې اوسیدونکي  هم  دخپل ژوند د ژغورنې لپاره  دکرارو سیمو په لور تښتي  چې  په لارو کې له ډيرو زیاتو مشکلاتو اوستونزو سره لاس او ګریوان کیږي .  دروغتیا  د امکاناتو ،  دمناسبتو  خواړو  اوسرپناه نه شتون لامل کیږي  کرارو سیمو ته له ناکرارو سیمو د کوچیدا په وخت  زیات شمیر  ښځې او ماشومان  په لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي . په تیره بیا دا چې  د افغانستان حکومت  په داسې شرائطو کې  نه دی چې دجنګ  له امله ټولو کډوالو ته  دسرپنا او امکاناتو  ورکول برابر کړي .په افغانستان کې  دبیلابیلو ټولنو له نظره دزیاتره خلکو کډوالیدا،د هغه جنګ دسختیدو له امله چې  طالبانو او نورو ترهه ګرو ډلو د افغانستان پر حکومتي ځواک  او ولس تپلی دی ،د هغو طالبانو پر ټنډې یو سپير  داغ دی،چې په همداوروستیو کې ئې ځانونه   ملي ډله او دملی ګټو ساتونکي  مطرح کړي دي . دافغانستان ولس  په داسې حال کې کډه په سر کیږي چې  دغه هیواد  یو خپلواکه  نظام او حکومت هم لري ،خو  دمالی مشکلاتو او  د امکاناتو  په تامینیدا کې دبې وسۍ په دلیل  له درستو کډوالو  د ملاتړ توان  نه لري . پر دې اساس  د  پښتنو پشمول  د افغانستان د خلکو لپاره   دمنلو وړ نه ده چې طالبان  پخپلو  خونړیو  حملو سره  د خلکو په تیره بیا پخپل ټاټوبي کې  دښځو اوماشومانو  د کوچیدو لامل  کیږي .  د طالبانو ډلې   د  حملو زیاتیدا  د داعش پشمول د نورو ترهه ګرو ډلو د حملو او   په افغانستان کې دبهرنیو عسکرو دشتون  د  دوام لپاره  فرصت برابروي  او دا ، په دغه هیواد کې دبحران او د وینو د بهیدو د دوام په معنا دی .په داسې حال کې چې  دافغانستان کډوال شوي خلک  د خپل    ژوند  امکانات پخپله برابروي   او کروندګر دي ،نو د طالبانو لپاره څرنګه دمنلووړ ده چې د افغانستان د ټاټوبي  د خلکو په کډوالولو سره  ملګري ملتونه  د هغوي لپاره  زړه وسوزوي  او  له هغوي سره خوراکي مرستې وکړي او دسرپنا ځاي ورته برابر کړي .  دافغانستان دخلکو  له نظره ،  دغه  وضعیّت   دطالبانو لپاره  له  بلې هرې موخې چې ورتیر  چې تعقیبوي ئې ،  یوه لویه ماته ده چې  اجازت ورکوي  افغان کورنۍ چې یو ډول  دطالبانو وطندار  دي  اوحتی ممکنه ده  د هغوي خپل خپلوان   هم وي ، کډه په سر او په غرونو او صحراګانو کې در بدر شي او په دغه شان ډيرو بدو شرائطو کې ژوند وکړي  او   هیوادونه او نړیوال اورګانونه اوموسسې   وغواړي  له هغوي  سره مرستې وکړي .

(سیماب)

*****************************************************

 

Mar 18, 2017 16:07 Asia/Kabul
کمنټونه