• افغاتستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

ګرانو دوستانو د سلامونو په ویلو سره افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې د لړۍ په یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو. عزیزانو وړومبی به د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ مهمو خبرونو ته یوه کتنه وکړو او بیا به په دې لړ کښې څو تحلیلي رپورټونه درته وړاندې شي.

ښه ده نو په سر کښې د مهمو خبرونو لنډیز ته غوږ شئ.

د افغانستان په پلازمینه کښې بې مخینې ترهګرې حملې، له عبدا... عبدا... سره د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د یو پلاوي سلامشورې، د افغانستان په خاوره کښې د ترهګرو د لټولو لپاره دغه هیواد ته د پاکستان سپارښتنه، د شنګهائي په ملګرتیا سازمان کښې د پاکستان دائمي غړیتوب، له پاکستان سره خبرواترو ته د هندوستان د چمتووالي اعلان، په کابل کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې نړیواله غونډه، په کابل کښې د ناامنۍ په زیاتیدو باندې په دغه ښار کښې مظاهرې، د افغانستان د سولې د عالي شورا د نوي مشر غوره کیدل او د عربستان له ائتلافه د اسلام آباد په وتنې د پاکستان د پارلیمان ټینګار د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ ډیر مهم بدلونونه وو.

د پروګرام په دوام کښې څو تحلیلي رپورټونه لرو.

=            د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نړیواله غونډه کښې وویل: خبرواترو ته د طالبانو له کښیناستو پرته به په دې هیواد کښې سولې ته د رسیدو امکان نه وي.

غني د (کابل پروسه) په نامه غونډه کښې چې په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سولې له ټینګښت سره د مرستې د لاروچارو د څیړنې په موخه د نړۍ د څه باندې شلو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو په شتون سره جوړه شوه، زیاته کړه: که طالب ډله خبرواترو ته تیاره شي نو په هر هیواد کښې حتی که په افغانستان کښې هم وغواړي، ورسره به د خبرواترو فرصت برابر او د هغوي امنیت به تامین شي.

د کابل پروسې په نامه نړیواله غونډه په داسې حالاتو کښې ترسره شوه چې د افغانستان پلازمینه کابل ښار د تاوتریخوالي له زیاتیدونکې څپې سره مخامخ دی.

په افغانستان په تیره بیا کابل ښار کښې د خرابتیا په لور د امنیتي حالاتو تګ د دغه هیواد د حکومت د جدي اندیښنې او په امنیتي برخه کښې د محمد اشرف غني په سیاستونو د مخالفانو د نیوکو د زیاتیدو سبب شوی دی.

په داشان حالاتو کښې چې په افغانستان کښې ناامنی او تاوتریخوالی په زیاتیدو شوی، د دغه هیواد حکومت په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره د مبارزۍ او د سولې د ټینګښت له بهیره د سیمه ایز او نړیوال ملاتړ د جلبولو په موخه په کابل کښې د یوې نړیوالې غونډې په جوړولو سره هڅه وکړه چې په دغه هیواد کښې له افراط پالنې سره د نړیوالې ټولنې د مرسته نه کونې په خبرداري سره هغوي په افغانستان کښې د جنګ او سولې په دوو بهیرونو کښې لازیاتې ملګرتیا ته وهڅوي.

د افغانستان د حکومت له نظره ترڅو چې نړیواله ټولنه په دغه هیواد کښې له افراط پالنې سره له مبارزې جدي او موثر حمایت ونه لري، نو سربیره پر دې چې په افغانستان کښې به ترهګري وده وکړي، دغه ګواښ به له تیرو وختونو په زیاته اندازه د نړۍ د ټولو هیوادونو په وړاندې هم ودریږي.

د کابل چارواکي له ترهګرۍ سره د جدي مبارزې په چوکاټ کښې له افراط پالنې سره په مقابله کښې د پاکستان د لازیاتې ملګرتیا او په دې لړ کښې د اسلام آباد د سیاستونو د رڼیدو لپاره پر دغه هیواد د نړیوالو دباونو د زیاتیدو  غوښتونکي دي.

په افغانستان کښې د سولې له ټینګښت سره د مرستې په لړ کښې هم د دغه هیواد حکومت تمه لري چې سیمه ایز او له سیمې بهر هیوادونه په افغانستان کښې د سولې د خبرواترو په مشرۍ او مدیریت کښې د کابل رول او موقعیت ته په پام سره له طالبانو سره د هرډول نیغ په نیغه خبرواترو د ډډه کونې په ترڅ کښې په دې لړ بهیر کښې یوازې د مرسته کونکي رول ولوبوي.

په تیرو کلونو کښې په افغانستان کښې له موجودې ترهګرۍ سره په چلند کښې د ځینو هیوادونو دوه ګونی سلوک او له طالب ډلې سره د سولې د خبرواترو په مدیریت کښې د دغه هیواد پر رول سترګې پټول د کابل د چارواکو له جدي نیوکې سره مخامخ شوي دي.

 

=            د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل د وروستۍ ترهګرې پیښې په لړ کښې د اسلام آباد خلاف د افغانستان د چارواکو تور رد کړ او زیاته یې کړه چې ښه به دا وي چې افغانستان د دغې حملې عاملان په خپله خاوره کښې دننه ولټوي.

په افغانستان کښې دننه د ترهګرو د لټون د ضرورت په هکله دغه هیواد ته د پاکستان د پوځ سپارښتنه په کابل کښې له ترهګرې چاودنې وروسته د افغانستان د چارواکو لخوا په دغه ترهګره حمله کښې په دخالت باندې د پاکستان د استخباراتي ادارې له تورنیدو نه پس وشوه.

په افغانستان کښې په ترهګرو بریدونو کښې په لاس لرلو باندې د پاکستان د اطلاعاتو د ادارې تورنیدل هغه رویه ده چې له معمول سره سم په افغانستان کښې د ترهګرو حملو له کیدو وروسته بڼه نیسي.

د افغانستان د حکومت له نظره د پاکستان د اطلاعاتو اداره تورنه ده چې په دغه هیواد کښې د تندلارو ډلو له اقداماتو په ملاتړ سره غواړي چې د افغانستان په ناامنه کولو سره د اسلام آباد سیاستونه پر کابل وروتپي.

په بله وینا، د کابل چارواکي په دې باور دي چې پاکستان په افغانستان کښې د خرابونکو سیاستونو په غوره کولو سره نیت لري چې د جنګ او سولې په دوو ډګرونو کښې د خپل قدرت په ښودلو او د دغو دواړو په کمزوري کولو او پیاوړي کولو سره دغه هیواد مجبور کړي چې د اسلام آباد له سیاستونو سره موثره ملګرتیا ولري.

البته ځیني کارپوهان هم وايي چې پاکستان غواړي د افغانستان په مختلفو سیاسي برخو او پریکړو کښې ټاکونکې اغیزه ولرلی شي او د دې هدف په پوره کښې کښې د دغه هیواد د اوزارونو یوه برخه، غیرسیاسي هم کیدی شي.

له طالبانو په تیره بیا د پاکستان  لخوا په افغانستان کښې د طالبانو د پخواني حکومت په رسمیت د پيژندنې په لړ کښې د دغه هیواد د ملاتړ مخینه له هغو مصداقونو ده چې په افغانستان کښې سیاسي او رسندوي ټولنې یې له کابل سره د اسلام آباد د دښمنۍ نښه ګڼي.

د پاکستان په وړاندې د افغانستان د چارواکو او حتی خلکو د دې لید او د دغه هیواد د سیاستونو په مقابل کښې اسلام آباد په افغانستان کښې له ترهګرو بریدونو د ملاتړ د تورونو په ردولو سره په ځلونو ویلي دي چې د دغه هیواد امنیت د خپل هیواد د امنیت په لاره کښې ګڼي او په دې وجه ناامنه افغانستان، پاکستان هم ناامنه کوي.

په داسې شرایطو کښې چې ټول هیوادونه د سیمې او نړۍ لپاره د یوه ګډ ګواښ په توګه له ترهګرۍ سره مقابلې ته ضرورت لري، له افراط پالنې سره د مبارزې د طریقې په لړ کښې د افغانستان او پاکستان لانجه او له ترهګرۍ د ملاتړ په هکله پر یو بل د هغوي متقابل تورونه به په دغو دواړو هیوادونو کښې د ورانکارو عملیاتو د ترسره کولو په موخه د ترهګرو لپاره د لازیات فرصت رامینځته کیدو سبب شي.

پاکستان او افغانستان چې په خپله د طالبانو او داعش په شمول د ترهګرو ډلو د فعالیت په اصلي جبهې بدل شوي دي، له دې پرته بله چاره نه لري چې په ملګرتیا او تعامل او د متقابلو تورونو د بې نتیجې بهیر په پریښودو سره د ترهګرۍ له هغه ګډ ګواښ سره مقابله پیل کړي چې د دغو دواړو ګاونډي هیوادونو امنیت یې په نښه کړی دی.

 

=            د افغانستان د کابینې د اجرايي مشر عبدا... عبدا... سره د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د یو پلاوي له سلامشورې وروسته هغه د ځینو امنیتي چارواکو د څنګته کولو او د ملي وحدت د حکومت د سیاسي موافقې د تطبیق لپاره له دغه ګوند څخه مهلت وغوښته.

د افغانستان د کابینې له اجرايي رییس سره د دغه هیواد د جمعیت اسلامي ګوند د یو پلاوي ملاقات او د هغوي د غوښتنو د تعقیبولو لپاره له دغه ګونده د عبدا... عبدا... د مهلت غوښتنه د دغه هیواد د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو د سیاسي موافقې د بشپړې اجرا لپاره پر ډاکټر عبدا... د جمعیت اسلامي ګوند د دباونو د زیاتیدو بیانونکې ده.

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د لوړرتیه غړو له نظره چې عبدا... عبدا... هم د دغې سیاسي ډلې یو تکړه کس ګڼل کیږيړ د دغه هیواد کابینې اجرايي رییس ونه توانیده د ملي وحدت د حکومت له جوړیدو د څه باندې دوو کالو په تیریدو سره د دغې موافقې په چوکاټ کښې د خپل ګوند هیلې پوره کړي.

جمعیت اسلامي ګوند چې د ۲۰۱۴ کال د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې یې له عبدا... عبدا... هراړخیز ملاتړ وکړ، په دغه هیواد کښې د ډاکټر عبدا... او محمد اشرف غني لخوا د ملي وحدت د حکومت له جوړیدو وروسته یې تمه درلوده چې د افغانستان په نیمايي سیاسي او اجرايي قدرت کښې ونډه ولري.

دا په داسې حال کښې دي چې د جمعیت اسلامي ګوند مشران وايي د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د فعالیت له څه باندې دوو کالو په تیریدو سره د افغانستان په حکومت کښې د دغه ګوند ونډه، د ملي وحدت حکومت د جوړولو په هکله د غني او عبدا... ترمینځ په شوې موافقه کښې له اټکل شوې اندازې ټیره کمه ده.

دغه ګوند غواړي چې د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو د موافقې له مخې د افغانستان د ملي وحدت په حکومت کښې د سیاسي او اجرايي قدرت پنځوس فیصده په واک کښې ولري خو د هغو احصائيو له مخې چې دغه ګوند خپلو لوړرتبه غړو ته د ملي او سیمه ایزو مسئولیتونو له سپارل کیدو وړاندې کړې دي، د حکومت په جوړښت کښې له موجودو منصبونو څخه جمعیت اسلامي ته ډیره کمه ونډه ورکړی شوې ده.

د جمعیت اسلامي ګوند له نظره په ۲۰۱۴ کال کښې په افغانستان کښې د ملي وحدت د حکومت له جوړیدو راهیسې د قدرت په ډګر کښې د دغه ګوند لپاره د مناسبې ونډې په ترلاسه کولو کښې د عبدا... عبدا... کړچار د رضایت وړ نه دی او په همدې وجه د کابینې اجراییه رییس په تیره بیا له تیر یو کال راهیسې د خپل ګوند د کسانو له سختې نیوکې سره مخامخ شوی دی.

ډاکټر عبدا... اندیښمن دی چې د ملي وحدت په حکومت کښې د ونډې د اندازې د زیاتولو لپاره د افغانستان له ولسمشر سره نیره په نیغه خبرواترو ته د جمعیت اسالمي ګوند کښناستل او یا له هغه سره سیاسي مقابله، د کابینې د اجراییه مشر د موقعیت د کمزوري کیدو او د دغه حکومت په پاتې موده کښې له غني سره د هغه د احتمالي شخړې سبب شي.

 

=            د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې د دریمګړي له دخالت پرته په مستقیمه توګه له پاکستان سره خبرواترو ته د خپل هیواد د چمتووالي خبر ورکړ.

سشما سوراج زیاته کړه: هندوستان چمتو دی چې له پاکستان سره د ټولو مشکلاتو په تیره بیا د کشمیر په لړ کښې خبرې اترې وکړي او خپلې ستونزې هوارې کړی.

د دواړو لورو د لانجې وړ ټولو مسائلو په هکله له پاکستان سره د هندوستان د خبرواترو لپاره د دغه هیواد د خارجه وزیرې د چمتووالي اعلان په داسې حال کښې دی چې نوي ډیلي په دې وروستیو کلونو کښې له اسلام آباد سره هرډول خبرې اترې له ترهګرۍ سره د پاکستان په حقیقي مبارزې او د هغو ترهګرو خلاف اقدام پورې شرطمنې کړې وې چې د هند د حکومت په وینا یې د بمبئ، د پټانکوټ هوايي اډې او د کشمیر په شمال کښې د هندي پوځ د یوې اډې په شمول په دغه هیواد کښې په ترهګرو بریدونو کښې لاس درلودلی دی.

که څه هم له ترهګرۍ سره د مقابلې موضوع د هند او پاکستان په اړیکو کښې یوه جدي شخړه ګڼله کیږي خو د دغو دواړو هیوادونو ترټولو مهمه سټراټیجکه لانجه د کشمیر د مالکیت په سر ده.

سره له دې چې هند او پاکستان د ترهګرۍ او د اباسین د اوبو د استعمال د طریقې او اندازې په لړ کښې لانجه لري او دغه دواړه هیوادونه د وسلو او ایټمي وسلو په سیالۍ لګیا دي خو د کشمیر مسئله او د هغه مالکیت د دغو دواړو هیوادونو اصلي مسئله ده چې تراوسه یې د دواړو هیوادونو ترمینځ دوه ځله جنګ هم شوی دی.

سره له دې چې د هند خارجه وزیرې د کشمیر د مسئلې په هکله له پاکستان سره خبرواترو ته د چمتووالي ادعاې کړې ده خو حقیقت دا دی چې نوی ډیلی په دغه سیمه کښې د کشالې ختمولو ته هیڅ ګروهنه نه لري.

کارپوهان وايي: د هندوستان د خارجه وزیرې لخوا اعلان شوی دریځ، له دې زیات چې له پاکستان سره د دغه هیواد په اړیکو کښې د کشمیر د کړکیچ د هواري لپاره د یوې سیاسي، جدي او پریکنده ارادې په وجه وي، یو تبلیغاتي سیاست دی چې هڅه کوي د کشمیر د کړکیچ د نړیوال کیدو او د دغه کړکیچ هواري ته د نړیوالې ټولنې د داخلیدو مخه ونیسي.

په تیره بیا دا چې سواراج د هندوستان د حکومت د تیرو درځونو په څیر د کشمیر په لړ کښې له پاکستان سره په دوه اړخیزو، نیغ په نیغه او د دریمګړي له دخالت پرته خبرواترو ټینګار کړی دی.

د هندوستان حکومت اندیښمن دی چې د کشمیر په هکله د پاکستان په فعالې ډیپلماسۍ او په ۲۰۱۶ کال کښې د ملګرو ملتو په عومي اسمبلۍ کښې د دغه هیواد د وړاندیزي لایحې له تصویبیدو وروسته چې د خپل برخلیک د ټاکلو د حق په اعمالولو کښې د کشمیر د خلکو د آزادۍ په ضرورت یې ټینګار کړی دی، نوی ډیلی د کشمیر د کړکیچ د هواري په لړ کښې د نړیوالې ټولنې لخوا له لازیاتو دباونو سره مخامخ شي.

په همدې وجه د هندوستان د بهرنیو چارو وزیره د کشمیر په هکله له پاکستان سره د خبرواترو لپاره د خپل هیواد د چمتووالي د ادعا په طرحې سره د کشمیر د مسئلې په وړاندې پر نوي ډیلي د بهرنیو احتمالي دباونو د کمولو په لټه کښې ده.

البته دا نظریه شته چې د کشمیر په هکله له پاکستان سره د خبرواترو لپاره د هند د خارجه وزیرې ادعا، په دغه سیمه کښې له وروستیو بدلونونو او نښتو سره هم تړاو لري چې د نوي ډیلي د همیشنۍ ملاحظې له مخې چې اسلام آباد په کشمیر کښې له تاوتریخوالي په ملاتړ تورنوي، د دغو نښتو په بندولو کښې د پاکستان د رول لوبونې غوښتونکې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

Jun 15, 2017 05:00 Asia/Kabul
کمنټونه