• په تیرې اونۍ کې د پاکستان او افغانستان بدلونونه

دتهران دپښتو خپرونې دانټرنیټي سایټ خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې په تیرو اونۍ کې د پاکستان او افغانستان دمهمو بدلونونو او خبرونو نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو . په سر کې هم د د دواړو هیوادون ودمهمو خبرونو او وورپسې هم دپه دې باب تحلیلی برخې ته ستاسو پام راغواړو ،نو ترپایه راسره مله ووسئ

 په پيل کې هم دمهمو خبرونو خلاصه درآورو،  له ملګروملتو دافغانستان  غوښتنه ، دپاکستان او افغانستان ترمینځ موافقه،ترکمنستان ته دافغانستان دولسمشر سفر ،  په پاکستان کې د  داعش دشتون ردیدا، دافغانستان  له  ولسمشر سره  دامریکا دمشرانو جرګې دیوه لوړپوړي پلاوي لیده کاته ، دامریکا او پاکستان داړیکو په باب د پاکستان دلومړي وزیر  نوازشریف  څرګندونې ، په پاکستان کې د پوځي  اډو دجوړولو لپاره  دچین دهلوځلو په باب  دراپورونو ردیدا او دغه راز دپاکستان خارجه وزارت ته د هندوستان دسفارت  دسلایار  احضاریدا  ، په تیرې اونۍ کې  دپاکستان او افغانستان   دمهمو بدلونونو برخه   وه . په دوام کې هم  تحلیلی برخې ته ستاسو پام راغواړو .

             دافغانستان  ولسمشر اشرف  غني  دیوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ   دترکمنستان پلازمینې عشق آباد ته  ته  لاړ څو  د دغه هیواد له لوړروتبه چارواکو سره د دوو اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو بدلونونو په باب لیده کاته وکړي . په دغه سفر کې  ددملګرتیا  یوه دوه اړخیزه موافقه هم لاسلیک شوه . اشرف  غني په ۲۰۱۵کال کې هم  ترکمنستان ته  په سفر کې  په بیلابیلوسیاسی، اقتصادي ، انرژۍ ،کلتوري  اوتعلیمي  زمینو کې  ددغه هیواد له ولسمشر سره  پنځه موافقې لاسلیک کړې .

 په دغې کتنې  کې  دافغانستان اوترکمنستان ولسمشرانو  موافقه وکړه  چې  دمبادلاتو اندازه له یوه میلیارډه تر دوو میلیارډ ډالرو پورې زیاته کړي .

 البته باید ووئيل شي چې   دکابل  او عشق آباد په اړیکو کې   خورا مهمه موضوع  افغانستان ،پاکستان اوهندوستان ته  دترکمنستان دګیسو د منتقلونکی پایپ لاین دی چې  په  :تاپې  : ګیس پایپ لاین  مشهور شوی دی .

ټاکل شوې ده،د دغې پروژې په اساس  پاکستان اوهندوستان ته دافغانستان له لارې  په کال کې دیرش میلیارډ میټرمکعب ګیس ولیږدول شي.  دغه پایپ لاین به  د ۲۰۱۸ کال دلومړنیو  داټکل په اساس  افتتاح او  داستفادې وړ شي . 

        افغانستان به  ددې په ترڅ  کې چې دګیسو په وسیله خپلې اړتیاوې  دتاپې پروژې  له لارې تامین کړي .پاکستان او هندوستان ته دګیسو دټرانزیټ  له لارې  په کال کې  کابو سل میلیون ډالرترلاسه کړي .

په عشق آباد کې  دترکمنستان په کوربتوب  د :تل پاتې نړیوال ټرانسپورټ :  په نامې سره   په غونډې کې  دافغانستان دولسمشر  دتیر کال شتون  وښودله چې   له دغه هیواد سره ملګرتیا دمحمد اشرف غني  دلومړیتوبونو یوه برخه ده . په تیره بیا دا چې د دواړو  هیوادونو دریل پټلۍ په افتتاح کولو سره  چې  په ترکمنستان کې  :آتامیراث اوامام نظر : ښارونه   دافغانستان   له فاریاب ولایت سره  ئې یو ځاي کړي دي ،  دغه هیواد هماغه ډول  چې اشرف غني ژمنه کړې ،  په بهرني  تجارت کې  به  دآسانتیاؤ لپاره  په ډول ډول لارو  او په بلې تاکنې سره  له پاکستان سره له اړوندوالي  وژغورل شي .

 دکابل حکومت  هڅه کوي ،    دشیانو د صادرولو اوواردولو لپاره   دپاکستان له مځکنیو اوسمندري  پولو سره  خپل اړوندوالی  کم کړي  او ددې  ملاحظې په  اساس  دسیمې له هیوادونو  په تیره بیا  له ګاونډیانو سره دمځکنیو اوریلي ټرانسپورټ  دپراختیا سټراټژي، دافغانستان دچارواکو  په ایجنډا کې شامله شوې ده .

 دترکمنستان  دتجارت او پراختیا دوزارت د  سټراټژيکې پلانونې  دڅيړنځاي  لوړپوړی کارپيژاند  ناتالیا عوض وا  وائي ،دترکمنستان ،افغانستان او  تاجکستان ریل پټلۍ  به  د  سیمې ټرانسپورټي  جغرافیا بدله کړي . 

 که څه  هم  په کابو تیرو درو کلونو کې  د ترکمنستان او افغانستان  اړیکې  په دې ډول  پراخې شوي چې  عشق آباد  دکابل په یوه  اصلي تجارتي  شریک بدل شوی دی ، خو  په ګډو پولو کې   له افغانستانه  ترکمنستان  ته  دناکراریو  دلمن دپراخیدو په اړه اندیښنې  هم شته دي .

 البته کارپيژاندي وآئي ،   د دواړو هیوادونو ترمینځ ژور اقتصادي پیوندونه    دواړه هیوادونه لازیات دهغو امنیتي ملګرتیاؤ په لاره کاږلی شي ، چې  دهغوي د ډول ډول  مناسباتو دپراختیا اوتل پاتیکیدو لازمه به شي .

       دپاکستان لومړي وزیر نواز شریف  له واشنګټن سره  داسلام اباد په اړیکو کې دبیا کتنې لپاره  د دغه هیواد دحکومت دپلان  خبر ورکړی دی .  هغه  دپاکستان دخارجه وزارت  له چارواکو سره  له غونډې وروسته  وئيلي دي ،  اسلام اباد  په نظر کې لري  له امریکا سره  پخپلو اړیکو  کې په بیا کتنې  سره له بیجینګ اوماسکو سره  داړیکو پراختیا په ایجنډا کې  لري .

 له دې مخکې هم  دپاکستان دمشرانو جرګې دمشر پشمول  د دغه هیواد  ځینو چارواکو   داسلام اباد او واشنګټن  په اړیکو کې د  نظر دنوي والي  په باب  ټينګار کړی ؤ .

دنواز شریف  له خوا د امریکا اوپاکستان  په ملګرتیاؤ کې دبیا کتنې موضوع  ددې ښودنه کوي ، چې اسلام اباد  دامریکا داوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ  په پړاؤ کې  د دواړو هیوادونو په اړیکو کې  له موجوده بهیره خوشال نه دی.

داپه داسې  حال کې دي چې  دپاکستان مسلم لیګ ن  واکمن ګوند هیله درلوده چې  دامریکا د  مخکیني ولسمشر اوباما  دولسمشرۍ دپړاؤ   په ختمیدو سره  او  ډونالډ ټرمپ   واک ته په رسیدو سره  به   د  اسلام اباد  واشنګټن  اړیکې  له تاؤتریخوالي او بې اعتمادۍ،په متقابل  اعتماد مشتملې ملګرتیا اوثبات بدلې شي .خو څه موده مخکې  په دې باب د سپینې ماڼۍ په اعلامیې سره چې   دپاکستان پشمول  له ځينو هیوادونو سره پوځي اومالي مرستې کمې شوي  اودغه مرستې به په پور په بدلیدوسره په خاصو شرائطو سره دغو هیوادونوته  ورکړل شي،واشنګټن سره ئې د اړیکو ښه کیدو ته داسلام اباد هیله  تر ډیره حده پيکه کړې ده .

  دامریکا دغې فیصلې چې  دټرمپ په پړاؤ کې  غوره شوې ده ،  ښودلې  دپاکستان  د تمې په اپوټه ، له امریکا سره  د دغه هیواد په اړیکو کې  تاؤتریخوالی به  داوباما دپړاؤ په څير  دوام ومومي .

 دپاکستان له نظره   له دغه هیوادسره دامرکیا دمرستو کمیدا  د اسلام اباد په ضد دسپيڼې ماڼۍ  دغیر عادلانه سیاست په چوکاټ کې   ده .

   دامریکا دکانګرس اوحکومت په اند، دپاکستان  حکومت سره له دې چې   دهغو هیوادونوپه لیسټ کې شامل  دی چې  له سپینې ماڼۍ  په ال کې خورازیاتې مالي مرستې ترلاسه کوي ،خو  دواشنګټن له سیاست سره  ملګرتیا نه کوي اوحتی په ځينو موقعو کې   دافغانستان  ا و له طالبانو سره  دمبارزې پشمول  په سیمې  کې  دامریکا له موخو سره  په تضاد کې   ئې ګامونه پورته کړي دي .

دامریکاد پوځ  لوئ درستیز پخواني مرستیال  جنرال  جان ایم کین  وئيلی دي، دپاکستان پوځ په اطلاعاتي روزنیزو او اکمالاتي مرستوسره،دکابل د حکومت  دمخالفانو  دعملیاتو دکړچار   له ښه کولو سره مرسته کړې ده . داپه  داسې حال کې دي چې  اسلام اباد  له ترهه ګرۍ  سره  په مبارزې کې دپاکستان د جدي  اوشفافې ملګرتیا دنه کولو په باب  دامریکا د ادعاپه ردولو سره  ځان  په نړۍ کې  دافراط پالنې  خورا ستر قرباني معرفي کوي .

  په افغانستان  کې  دسولې   او جنګ دموضوع او له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او همداراز  له اسلام اباد سره دواشنګټن  دپوځي اومالي مرستو  دغوڅیدو په باب دپآکستان اوامریکاپه اړیکوکې پرتاؤتریخوالوسربیره،له هندوستان  سره  دسپینې ماڼۍ  دسټراټژيکې ملګرتیا  پراختیا هم  دپاکستان  لپاره ډيره اندیښمنونکي ده . په همدې باب   دهند ترکنټرول لاندې  کشمیر کې  دبشری حقوقو دخلاف ورزۍ په باب  دامریکا چُپتیا،له نوي ډیلي څخه د هغه  هیواد د ملاتړي  سیاست په چوکاټ کې ارزول شوې ده .

 دسیمې  دچارویو کارپوه  عبدالغفور لیوال  هم وائي ، دپاکستان موخه دا ده چې  امریکا ته وښئ ،  که تاسو له موسره سازباز نه کوئ ،  او زمونږ اړتیاوې نه پوره کوئ  ،نو مونږ مجبوره یوو  دتاسو له حریفانو اوسیالانوس ره دوستي وکړو.

    په ملګروملتو کې دافغانستان  دایمي  نماینده محمود صیقل  د دغې موسسې له امنیت شورا غوښتي  طالبان دې دترهه ګرو ډلو په  تورلیسټ کې راولي . 

  دترهه ګرو ډلو په لیسټ کې  د طالبانو ډلې دنامې   د شاملولو لپاره په ملګروملتو کې  دافغانستان  د دایمي استازي غوښتنه   په دغه هیواد کې  دجنګ دختمولو او  دسولې له بهیر سره  دیوځای کیدو لپاره  پرطالبانوډلې ددباؤ داچولولپاره مطرح شوې  ده .

  دغه غوښتنه په داسې حال  کې مطرح شوې ده ، چې  دافغانستان دپخواني  ولسمشر حامد کرزي په پړاؤ کې   دهغه په غوښتنې  سره   دسولې  دخبرواترو له بهیر سره  دیوځاي کیدو  لپاره د طالبانو دهڅولو  په خاطر د طالبانو دیوشمیر  لوړپوړو  غړو نامې  د ملګرملتو له تورلیسټه  حذف شوې وې .

دترهه ګرۍ له تورلیسټه دطالبانو دیوشمیرلوړپوړو مشرانو دنامو له ویستلو سره سره  ،  البته  په دې زمینې  کې دافغانستان د حکومت  هدف پوره نه شو  او دغې ډلې  له خپل پلوه  دجنګ    د ختمولو او  دسولې  دخبرواترو له بهیر سره د  په یوځاي کیدو کې  دکابل دتمې وړ غبرګون   ونه ښود.

په  عین حال کې   له تورلیسټه  دطالبانود  یوشمیر لوړپوړو غړو  دنامو په حذفولو کې  دملګروملتو دامنیت شورا  دفیصلې  له کابو په شپږو کلونو تیریدو سره سره  دافغانستان حکومت  دغه لیسټ ته د دغې ډلې د ځينونوروسرغنو  او  هماغو کسانو دنامو دبیرته شاملولو غوښتنه کړې ده .

  دافغانستان دولسمشر اشرف غني  په پړاؤ کې  چې  د ۲۰۱۴کال له ستمبره ئې  دچارو واګې په اختیار کې اخستي دي ،  ډيرې هلې ځلې شوي دي ،څو طالبانو ډله   دسولې په خبرواترو کې  شتون  ته وهڅول شي ، چې  البته  دغه هلې ځلې تر دې ډمه ترډیره  حده بې نتیجې پاتې دي .

 دافغانستان  حکومت دملګروملتو په تورلیسټ کې د طالبانو دلوړپوړو  سرغنو  دنامو دبیرته  شاملولو  لپاره دغوښتنې په مطرح کیدو سره  هیله کیږي چې   د دغه هیواد  د سولې په بهیر کې  له  موجوده بندونه  دوتلو لپاره  دغه سیاست  اغیزمن شي .

 دغه لیدتوګه هم شته چې  طالبانو ډله  دې ته له پامه پرته چې   دملګروملتو  په تورلیسټ کې  د دغې ډلې دلوړپوړو سرغنو  نامې  شمالې شي اوکه  نه ، دافغانستان دحکومت دهرډول هڅې  او په دغه هیواد کې  دتاؤتریخوالي  او جنګ جګړو  دختمولو لپاره  دسیمه ایزو اوله سیمې دبهرولوبغاړو په وړاندې روښانه دریځ  نه لری ، او لږترلږه  دهغه څه په اساس  چې په ځلونو ئې وئيلی دي ،  له افغانستانه د درستو بهرنیو عسکرو  په وتلو سره  دسولې له بهیر سره دطالبانو دیوځاي کیدو لپاره  زمینه برابریږي .

 البته  طالبانو دوه کاله مخکې  اعلان کړی ؤ چې  په افغانستان کې  د سولې لپاره دهغوي یو شرط   ملګروملتو له تورلیسټه   ویستل دي چې  له  هغو په مخکې کلونوکې  د دغه شرط له پوره کیدا سره سره ، البته  دغې ډلې   ورته څه  دمنلو وړ او  مثبت  غبرګون نه دی ښودلی .

 کارپيژاندي وائي  طالبان   په افغانستان کې  دسولې په وړاندې  ثابت او تل پاتې  دریځ نه لري  او سره له دې سره،چې  شپږکاله مخکې  دملګروملتو له تورلیسټه   د دغې ډلې د یوشمیر غړو نامې  ویستل شوي دي،خو دوي  په دې زمینې کې دخپل شرط په اپوټه په افغانستان دسولې دټينګیدو او د آرامښت  د راوستولپاره  هیڅ ګام  نه دی پورته کړی .

 په همدې دلیل ده چې  په افغانستان کې ځيني  سیاسی اورسانئ ټولنې وائي ،حتی که  له  دغه هیواده  دبهرنیو عسکرو دوتلو په څير   دطالبانوشرطونه  هم   ومنل شي ، نو بیا هم داسې کوم ضمانت نشته چې  دغه ډله دسولې له بهیر سره یو ځاي شي . 

         دپاکستان دپوځ  ویندوي جنرال آصف   غفور   په دغه هیواد کې  دداعشي ترهه ګرو  شتون ردکړی دی .

 په پاکستان کې د داعش ډلې شتون یوه داسې موضوع ده چې په  تیرو کابو څلورو کلونو کې د دغه  هیواد د لوړپوړو چارواکو  له ضد ونقیض دریځونو سره  مخامخ شوې ده .

دپاکستان  دپوځ پخواني عمومی قوماندان ریټایرډ جنرال راحیل شریف  کابو دوه کاله مخکې  په یو لړ ګډووډو څرګندونو کې ددې په ترڅ کې چې مدعي شوی ؤ د دغه هیواد پوځ به اجازت ورنکړي ،  حتی په پاکستان کې د داعش سیوری راڅرګند شي ، له دغې ترهه ګرې ډلې سره  ئې دمبارزې لپاره   دپوځ لومړیتوب  خبر ورکړی ؤ .

  په هماغه وخت کې  دا پوښتنه مطرح شوې وه چې  که جنرال راحیل شریف  په تلویحي ډول  په پاکستان کې د داعش ډلې  شتون رد کوي ،نو بیاهغه ولې   له دغې ډلې سره  مبارزه د دغه هیواد د  پوځ اصلی لومړیتوب معرفي کوي ؟

دپاکستان رسنیو  اوسیاسی ټولنو  دجنرال راحیل شریف دڅرګندونو په تحلیل کې  داپوښتنه مطرح کړې ده ، چې که  داعش په دغه هیواد کې شتون نه لري  ،نوبیا ولې  پوځ   له طالبانو سره  دمقابلې په ځاي   له دغې ترهه ګرې  ډلې  سره  مقابله خپل لومړیتوب  ګرځولی دی ؟

  دپاکستان  دپوځ  پخوانی عمومی قوماندان   دغه دریځ  په داسې حال کې مطرح شوی دی  چې له دې مخکې  داسلام اباد  دلال جومات  ځينو طالبانو  په یوه ویډیوئي پیغام کې  د داعش ډلې له مشر ابوبکر بغدادي سره بیعت کړی دی .

   دپاکستان د اهل تشیع  دټارګټ کلینګ  لپاهر  د داعش  یا لښکر جهنګوي  ترهه ګرو ډلو  دملګرتیا په باب د پاکستان دسند دپولیسو دمشر څرګندونې  هم ،  په دغه هیواد کې د داعش تفکیری ډلې د شتون په باب  د دغه هیواد پولیسو اوپوځ  دلوړپوړو چارواکو  په څرګندونو کې  د لوړو ژورو   یو بل مصداق  دی .

 په  عین حال کې     دپاکستان  دبلوچستان صوبائي حکومت د ۲۰۱۴کال  داکتوبر په یویشتمه نیټه  ، د دغه هیواد فیډرل حکومت اودقانون مجري اورګانونو ته  دیوه پټ لیک په استولو سره   په دغه هیواد کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  دنفوذ دپراختیا په باب  خبرداری و رکړی .

  په داسې شرائطو کې  د پاکستان دپوځ ویندوي    په  دغه هیواد کې د داعش  ترهه ګرو شتون رد کړی  چې   دکورمې ایجنسۍ قبایلی سیمې په پاره چنار کې  د وروستیو دوو ترهه ګرو چاودنو  مسئولیّت  چې کابو یو سل پنځوس کسان پکې  شهیدان او ک ابو څلور نیم سوه نور ټپیان شوي وو ، په غاړه اخستی دی .

 په پاکستان کې د داعش  دشتون په باب  د دغه هیواد  دپوځ دویندوي په تیره بیا  د دغه هیواد دپوځ دلوړپوړو چارواکو  متضاد  دریځونه چې  په پاکستان کې  د دغې ډلې شتون  ردوي ،  له هغه څه سره چې   د دغه هیواد په رسنیو کې   په بیلابیلو ښارونو کې  دپولیسو دراپورونو په اساس او  په مستند ډول  خپریږي ،  په  اساسی ډول فرق    شته دی .  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې پولیسو دوه کاله مخکې    په یوه راپور کې وئيلي وو ،  د پاکستان  د داعش  ترهه ګرې ډلې  له یوه غړي  کامران ګجر څخه دپلټنې په وخت  ، په کراچۍ ښار کې   له داعش سره داړونده  یو سل یویشت ښځو لیسټ هم ترلاسه شوی دی .

 داسې ښکاري  دپاکستان پوځ نیّت لري ،  په دغه هیواد کې د داعش ترهه ګرې ډلې  دشتون په پټولو سره   ددې په ترح کې چې  دپوځ   دامنیت توان   مناسب وګڼي  اومعرفي ئې کړي ،  د ترهه ګرو ډلو  دزیاتیدو په باب    د خلکو اندیښنې زیاتې نه شي او پر پوځ  او امنیتي اورګانونو ئې اعتماد  ختم نشي .

(سیماب )

******************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

Jul 12, 2017 17:02 Asia/Kabul
کمنټونه