• په تیرې اونۍ  کې دپاکستان اوافغانستان بدلونونه

دافغانستان په وړاندې دپاکستان دبهرني سیاست کې پر بیا کتنې ټينګار ، په پاکستان کې د وکیلانو کاربندیز ،دپاکستان دلومړي وزیر په ضددتورونو په دوسیې کې دپوځ پر نه لاسوهنې ټيڼګار ، دافغانستان په چارو کې دامریکا په لاسوهنې غبرګون ، دافغانستان د مشرانو جرګې دمرستیال مشر په وسیله له ترهه ګرو دملاتړ ردیدا،او د وارمخکې پارلیماني انتخاباتو دترسره کیدا لپاره دپاکستان د حکومت داپوزیشن ګوندونو غوښتنه په تیرې اونۍکې د افغانستان او پاکستان خورا مهم بدلونونه دي

   دتهران دپشتو خپرونې  او انټرنیټي پاڼې خوږومینه والو  دخپرونې په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د پاکستان او افغانستان  د مهمو بدلونونو په باب  درسره  په اونیز پروګرام کې غږیږو.په پيل کې هم   د دواړو هیوادونو دمهمو خبرونو خلاصه درآوروو او ورپسې هم  تحلیلي برخې ته  ستاسو پام راغواړو. 

            دطالبانو په لاس   دافغانستان په شمال کې دلسګونو کلو  نیولل،  دافغانستان په وړاندې  دپاکستان دبهرني سیاست کې پر بیا کتنې ټينګار ، په پاکستان کې د وکیلانو کاربندیز ،دپاکستان  دلومړي وزیر په ضد   دتورونو په دوسیې کې  دپوځ  پر نه لاسوهنې ټيڼګار ، دافغانستان په چارو کې  دامریکا په  لاسوهنې  غبرګون ، دافغانستان د مشرانو جرګې دمرستیال مشر  په وسیله   له ترهه ګرو دملاتړ  ردیدا،په افغانستان کې دولسی چورلیز ګوند جوړیدا او د وارمخکې پارلیماني انتخاباتو دترسره کیدا لپاره  دپاکستان د حکومت داپوزیشن ګوندونو غوښتنه په تیرې اونۍکې د افغانستان او پاکستان  خورا مهم بدلونونه  وو،په دوام کې هم تحلیلي برخې ته ستاسو پام راغواړو .

      دپاکستان وکیلانو په درست هیواد کې  دلومړي وزیر  نوازشریف  په مالی فساد  په اعتراض کې  کاربندیز وکړ .

 دپاکستان د وکیلانو دټولنې  دکمیټې  مشر  آفتاب  باجوه   وئيلي دي ، ترڅو چې  لومړی وزیر نوازشریف او  پنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف  استعفی نه وي ورکړي ،  خپل  کاربندیز ته به   دوام و رکړي .

 د پاکستان د لومړي وزیر  په مالی فساد  په اعتراض کې  دپاکستان دوکیلانو  عمومی  کاربندیز  په داسې حال کې دی چې  په همداوروستیو اونیو کې  له قدرته  دڅنګةکیدو لپاره  پر نوازشریف  دباؤنه ډير زیات شوي دي . په تیره بیا دا چې څه موده مخکې   دنوازشریف  دتورونو د دوسیې  (پانامالیکس)په باب دمالی فساد  دڅيړنې   دکمیټې (جې آئي ټي ) دنهائي  راپور د  ارزونې  لپاره دپاکستان دسترې مخکې یا سپریم کورټ لومړنۍ غونډه جوړه شوه او د دغه هیواد دحکومت دپلویانو اومخالفانو  ترمینځ  خاصه اندیښنه اوسټریس  موجود ؤ چې البته  تر اوسه پورې   ټول  د دغې دوسیې په باب  څيړنیزې کمیټې (جې آئي ټي ) دراپور  دارزونې  دنتیجو  او د سترې محکمې دفیصلې   په تمه دي.

 نواز شریف  چې کابو دوه  کاله مخکې راهسې  او دپاناما سندونو په مطرح کیدو  سره  چې  دهغو په اساس  دپاکستان لومړی وزیر او دهغه کورنۍ  د ملی شتمنیو پر نغرلو  او  دمالیاتو  دنه ورکولو پشمول  په مالی فساد تورن شوي دي ،دتحریک انصاف ګوند پشمول  دمخالفو سیاسی ګوندونو په دباؤ کې دی . 

 دپاکستان دلومړي وزیر او دهغه دکرونۍ په ضد  دمالی فساد  دتورونو په باب  دپاناما لیکس سندونه ،  د موسک فونسکا  په نامې سره د پاناما حقوقوقي موسسې  سره اړونده  دي چې  دهغوپه اساس  دبیلابیلو هیوادونو  زیات شمیرسیاسی اوغیر سیاسی  چارواکي اوشخصیتونه  په مالی فساد تورن شوي دي  چې ځینوهیوادونو  لوړپوړو حکومتي چارواکو له دغو تورونو وروسته  استعفی ګانې هم ورکړي دي .

که څه  هم  پاکستان کې  ځيني حقوقي ټولنې  دپاناما سندونو  د سموالي په باب ډير زیات شکونه مطرح کوي ،  خو  دپاکستان دلومړي وزیر مخالفان  هیله مند دي چې  د دغو سندونو په اساس  له قدرته دنوازشریف  دڅنګةکولو زمینه برابره شي . 

  ممکنه ده  په پاکستان کې  دهمدغو حقوقوي ټولنو  له خوا  درامینځةشویو شکونو  په دلیل  وي ، چې  نوازشریف  د  مالی فساد  دڅيړنیزې کمیټې (جې آئي ټي ) دنهائي راپور  په نتیجې   او  دغه راز دسپریم کورټ  په نهائي فیصلې  اندیښمن  نه دی او په کرتو ئې وئيلي دي ،  چې  دتورونو په ثابیتیدو سره  حاضر دی ،  له قدرته څنګة شي  البته  د  عدالت دروازه به  ټَکَوَي . په تیره بیا دا چې  د  نوازشریف  وکیلانو  ټينګار کړی دی ، چې نوازشریف به  په دغې  دوسیې کې محکوم  نشي .

دپاکستان دوکیلانو  پشمول د نوازشریف مخالفانو  چې عمومی کاربندیز ئې پیل کړی دی ،هڅه کوي په واټونو کې په غونډيدو اومظاهرو او لاریونونو  سره  دنوازشریف دمالی فساد دتورونو د دوسیې په باب  د دغه هیواد دسترې محکمې پر نهائي فیصلې   په نفسیاتي اغیزو شیندلو سره  داسلام اباد  د حکومت اقتدار هم  له چیلنج سره مخامخ کړي .

 دپاکستان دوکیلانو  کاربندیز یا هړتال  په داسې حال کې دی چې  تحریک انصاف ګوند  هم اعلان کړی دی ،  دحکومت په ضد پراخې مظاهرې کوي . که  څه هم  دوکیلانو کاربندیز  په هغه څه په  اعتراض کې  چې  دپاکستان د  لومړي وزیر  مالی فساد بلل شوی دی ،یو شمیر سیاسی انګیزې  هم لري ، خو  د  دغه هیواد   په حقوقي نظام کې  د دغو کسانو ځاي ځایګئ لامل کیږي  څو  دپاکستان  دخلکو زیاتره برخه  د لومړی وزیر  په باب دهغوي  دریځونو ته پام وکړي  او د هغه په ضد تورونه   نه  دسیسه وګڼي او  نه ئې  هم په بشپړ ډول  سیاسی انګیزې و ارزوي .

پر دې اسیاس ،  ویل کیدلی شي  چې   دسیاسی کارندوالي  په ماهیّت سره  دحکومت  اپوزیشن ګوندونه دواټيزو  اعتراضونو  په اپوټه د وکیلانو  کاربندیز  په دې دلیل چې  دپاکستان  دولس له نظره   دحقوقي مقام له لرلو برخمن  دي ،  د دغه هیواد د لومړي وزیر  په ضد مطرح شوي تورونه  دپآکستان  دعمومی افکارو لپاره  لازیات ډاډمن کړي .

       دافغانستان  ولسی جرګې   لومړي مرستیال  چې  د دغه ملی اورګان  د شپیته کسیز پلاوي په سر کې  دافغانستان جنوب ته  تللی ؤ ، خبرداری ورکړی ،که دحکومت   له  اختیاراتو ورآخوا  اقدامات دوام وکړي ، نو د دغاه هیواد ولس  به سپینه کودتا وکړي .

 دافغانستان  دولسی جرګې لومړي مرستیال  همایون همایون  ددې خبرې په اعلانولو سره  چې  دکندهار پشمول  د دغه هیواد  جنوب ته  ئې له سفره موخه دافغان امنیتي ځواک  قدرونه ده ، ووئيل ؛دافغانستان د ولسمشراشرف غني  نمایشي اقداماتو  سیاسی ،اقتصادي  اوامنیتی ثبات ته ډير تاوان رسولی دی .

همایون زیاته کړې ،  دافغانستان  دولسمشر پروژې   یوازې  پر  کاغذ موجودې دي ،په داسې حال کې چې تراوسه پورې  دحکومت   دیارلس فی صدي بودجه هم  نه ده مصرف شوي . 

 دافغانستان  دولسی جرګې لومړی مرستیال   په دوام کې وئيلي دي ،  د دغه هیواد  ولسمشر  او دهغه شاوخوا  یاران  ،په افغانستان کې  قومي اختلافاتو ته  لمن وهي .

 ددغه ولسی اورګان   دمرستیال مشر  په  ریاست کې  دافغانستان   جنوب ته  د ولسی استازو دشپیته کسیز پلاوي سفر په داسې حال کې دی چې  دغه سفر،  د  ولسی  جرګې د یوشمیر استازو له جدي  نیوکو سره  هم مخامخ شوی دی .

نیوکه کونکي  د دغه  ولسی اورګان مرستیال مشر او  ځيني نور غړي  له قدرته  په ناسمې استفادې  تورن کړي د ي .

 دافغانستان پر ولسمشر اشرف غني  په نیوکو کې د  د غه هیواد د  ولسی جرګې  دمرستیال  مشر  څرګندونې   هغه بې مخینې نیوکې دي  چې  دافغانستان دپارلیمان له خوا  په کابو تیرو درو کلونوک ې  دغني په باب مطرح شوي دي .

 دغه شپیته کسیز پلاوی  په داسې حال کې   دافغانستان د ولسی جرګې  دلومړي مرستیال   په  مشرۍ  د دغه هیواد  په جنوب کې د امنیتي ځواک دستاینې لپاره  له هغو سره دلیدوکاتو لپاره  تللی ، چې   دوسله وال پوځ  یو شمیر قوماندانان  په تیره بیا  له طالبانو اوداعشیانو سره  په ښکیلو ولایتونو کې ، له  ترهه ګرو سره  په مخامخیدو کې  دامنیتي ځواک لپاره په موقعې د تجهیزاتو دلیږدولو او دلازمې پشتیبانۍ  په باب  دافغانستان  دحکومت  په بې پامۍ  په اړه ئې  پرکابل حکومت سختې نیوکې کوي .

ممکنه ده  په همدې دلیل وي چې  دافغانستان دولسی جرګې ځيني استازي  د دغه پلاوي سفر  سیاسی ارزوي .

 دافغانستان  پر ولسمشر  په نیوکه کونکو څرګندونو کې  د دغه  هیواد دولسی جرګې  مرستیال مشر  دوو مهمو موضوعګانو ته اشارې کړې ده ، چې د دغه هیواد دملی وحدت دحکومت لپاره  یو چیلنج  کیدلی شي . 

 په تیره بیا دا چې  دافغان ولسمشر دپراختیائي  پروژو یوازې پر کاغذ د لیکل کیدا په  باب   دهمایون  دڅرګندونو یوه برخه  د وزارتونو دبودجو  نه مصرف کیدا هم تائيدوي . 

 دهغه څه په اساس  چې  دولسی جرګې مرستیال مشر   دخپروشویو احصایو له قوله  اعلان کړي دي ،د کال دڅو میاشتو په تیریدا سره   د وزارتونو د بودجې  یوازې دیارلس فی صدي برخه  مصرف شوې ده چې  دا  موضوع ښئ چې  په بیلابیلو  برخو کې  دحکومت دپلانونو اوپروژو  زیاتره برخه   اصلا اجرا شوې   هم نه ده . 

 البته اشرف غني  هم  دبودجې په مصرف کې  د وزارتونو په کمزوري کړچار باندې  نیوکې کوي . هغه  تیرکال  د ولسی جرګې له استازو سره   په ګډې غونډې کې   وئيلی وو،په داسې حال کې چې دافغانستان پنځلس فی صده   خلک   وږي  ویده کیږي، او  له ۳۷فی صدو رانیولې تر ۶۵ فی صدو پورې  خلک  هم  دخواړو خوندیوالی نه لري،دبودجې نه مصرفول،نالایقتوب دی .

         دغه شان وضعیّت ته په پام سره ، نیوکه کونکي استازي   تمه لري ، څو  د افغانستان ولسمشر،  هغه وزیران، چې  دهغه په تعبیر ،دبودجې دنه مصروفولو په دلیل بې کفایته اونالایق دي ، له کاره ګوښه کړي  او دهغوي په ځآي  دې لایق او کارجوړي  کسان   د باؤر درای داخستولپاره  ولسی جرګې ته ورمعرفي کړي .

  دافغانستان  د ولسی جرګې   دمرستیال مشر  په څرګندونو کې بله مهمه موضوع  ،دافغان ولسمشر  دخوا وشا دکسانو له خوا  ځیني شخړو ته لمن وهل دي چې  په دغه هیواد کې ځيني سیاسی ا و رسانئ ټولنې ئې  ،  دولسمشر له  لومړي مرستیال سره داشرف غني  او دغه راز  دکابینې له اجرائي مشر  سره   دهغه  داختلافاتو  نتیجه ارزوي .

 د دغو موردونو ټولګه،لامل شوې،څو د ولسی جرګې مرستیال مشر  دافغانستان  دحالاتو په باب   دخپګان   نندارې ته په وړاندې کولو کې د دغه هیواد دولسی دسپینې کودتا  په باب خبرداری ورکړي .

            دپاکستان دجمعیت علمای اسلام  س څانګې  مشر مولانا سمیع الحق  په اسلام اباد کې  دافغانستان له سفیر  محمد عمر زاخیلوال سره  په کتنې کې  د کابل  په وړاندې   د دخپل هیواد په   بهرني سیاست  دبیا کتنې غوښتنه کړې.

ډان  ورځپاڼې  د دغې کتنې  دخبر په خپرولو سره  لیکلي دي ،  زاخیلوال  له مولانا سمیع الحقه غوښتي دي څو  دپاکستان او افغانستان ترمینځ دتاؤتریخوالي دکمولو لپاره  خپل رول ولوبوي .

دپاکستان  دجمعیّت  علمای اسلام س څانګې له مشر مولانا سمیع الحق سره  په دغه هیواد کې دافغانستان د سفیر  خبرې اترې  په افغانستان کې  دجنګ  ختمولو  او  د سولې بهیر سره  یوځاي کیدا ته  دطالبانو ډلې  داړباسلو لپاهر  له سیمه ایزو ظرفیّتونوڅخه  داستفادې لپاره  دکابل دهلوځلو  په  چوکاټ کې ترسره شوي دي .په تیرو څو میاشتو کې  په اسلام اباد کې  د افغانستان دسفیر له خوا  له سمیع الحق سره  درې ځله لیده کاتۀ ښئ  چې د دغه هیواد  د حکومت  له نظره ، دجمعیت علمای اسلام  مشر  دسولې له بهیر سره دیوځاي کیدو  ته  دجنګ له دوامه دطالبانو  دپروګرامونو  په بدلولو کې  اغیز من رول لوبولی شي .

په تیره بیا  دا چې   په پاکستان مولانا سمیع الحق  دطالبنو معنوي پلار پیژندل کیږي  اوحتی دا موضوع لامل شوې څو  دافغانستان  پخوانی  ولسشمر  حامد کرزی  په قدرت کې دخپل  شتون په پړاؤ کې  دپاکستان دجمعیت علمای اسلام س څانګې مشر  او  د دغه هیواد یو شمیر سیاسی او مذهبی  شخصیتونو ته  لیک  ولیږي  او له هغوي وغواړي   له طالبانو سره  دسولې په بهیر او له دغې ډلې سره په خبرواترو  کې دې  خپل اغیزمن رول ولوبوي . 

دافغانستان  په وړاندې  پخپل بهرني سیاست کې دپاکستان  دبیا کتنې  د ضرورت په باب   دمولانا سمیع الحق  څرګندونې  ښئ چې  هغه  د د دغه هیواد  دداخلی بدلونونو په ډګر کې  دیوه مطرح سیاسی اومذهبی  شصخیت په توګه ، دې نتیجې ته رسیدلی دی چې  دکابل  په وړاندې  داسلام اباد  داوسني سیاست دوام  دپاکستان دملی ګټو په چوکاټ کې نه  دی .

 دافغانستان   په وړاندې  دپاکستان په بهرني سیاست کې  دبیا کتنې  ضرورت،  یوه داسې موضوع ده چې په کرتو   د داغه هیواد له مسئلو  سره دښکیلو بیلابیلو هیوادونو چارواکو  او حتی  د دغه هیواد  ّځينو  سیاسی چارواکو هم  دا مطرح  کړی دی .

  په پاکستان کې  دسیاسی اومذهبی  شخصیتونو اوټولنو له پلوه ،  دافغانستان په وړاندې د داغه هیواد  د اوسني  سیاست دوام   ددې په ترڅ کې چې  داسلام اباد اوکابل په اړیکو کې  به  د درز  لامل شي ، په پاکستان  دسیمه یزو او سیمې دورآخوا   قدرتونو  بې اعتمادي اوبې باوري به هم په ځان پسې ولري . 

 که څه  په پاکستان کې ځيني سیاسی اومذهبی  ډلې دافغانستان  په باب د دغه هیواد د اوسني سیاست دوام ، دخپل هیواد لپاره  له منفي نتیجو سره یو ځای ګني ، خو باید  پام ولرل شي  چې  پر حکومت سربیره ، په پاکستان کې دپوځ اورګان   له ګاونډیانو سره په تیره بیا   له افغانستان سره  دمناسباتو په ټاکلو کې  مهم رول لري . 

 دافغانستان  دسیاسی چارو یو کارپوه  حشمت  غني احمدزئ  وآئی،  په افغانستان کې سوله  دپاکستان له پوځ سره غوټه خوړلې ده اوترڅو چې  د دغه هیواد  پوځي اواطلاعاتي اورګانونه  ګروهنه ونه لري ،  دافغانستان  جنګ  به هم  هیڅکله  پاي ته ونه رسیږي .  

(سیماب)

 

ټیګونه

Jul 23, 2017 15:10 Asia/Kabul
کمنټونه