• د بې پردې امریکا دتیرې آونۍ حالات

دتهران دپښتو خپرونې دانټرنیټي خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې د بې پردې امریکا کورنیو حالاتو ته دکتنې له اونیز پروګرام سره ستاسوپه خدمت کې یوو،هیله ده ترپایه راسره ملهّ ووسئ .

دوستانو د دغې لړۍ دننني مطلب په پیل کې  دتیرو پروګرامونو په  څير  په پیل کې په تیرې اونۍکې دامریکامهموداخلی سیاسی،اقتصادي ټولنیزو او کلتوري  بدلونونو اوخبرونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو .

 تیره اونۍ  دامریکا  ولسمشر ډونالډ ټرمپ  دایران،روسیې اوشمالي کوریا  په ضد د بندیزونو دسختولو لپاره  د دغه هیواد دکانګرس  مصوبه  لاسلیک کړه .په دغه اقدام پسې هر درې واړو هیوادونو  له نړیوالې ټولنې سره یو ځاي، د نورو هیوادونو په ضد په بندیزونو کې له پولو د ورآخوا قوانینو په اعمالولو کې   دامریکا  پّه چلند سختې  نیوکې وکړې .  له بلې خوا  په تیرې اونۍ کې  د ډونالډ ټرمپ  رسوائیانو او  سرخوږيو   هم هماغه راز   دوام درلود.له یوې خوا  رسنیو   دمیکسیکو له ولسمشر او د آسټریلیا  له لومړي وزیر  سره  دامریکا د ولسمشر دجنجالی څرګندونو  متن  هم ترلاسه کړی  او  له بلې خوا،  د روسیې ټرمپ  د دوسيې په نامې سره دامریکا په انتخاباتو کې  د روسیې داحتمالي لاسوهنې  په دوسیې دغور لپاره  منصفه پلاوی هم جوړ شوی  دی .  داپه داسې حال کې وو چې  مشرانو جرګې  دایف بی آئي  فیډرل څيړنیزې  ادارې  نوي مشر ته  رائ ورکړه  او  دامریکا لوي څارنوال  هم  ووئيل،یوازې دیرش فی صده  افریقائي توکمه امریکایان  په پولیسو  باؤرکونې ته تیار دي .  په نهایت کې  دامریکا  خارجه وزارت رسما  دپاریس  د آب وهوا  له بدلون سره  دمقابلې  له تړونه  د دغه هیواد وتل اعلان کړل او پيّو افکار سنجونکي موسسې   دامریکا په ګواښونو د نړیوالو داندیښنې  دزیاتیدا خبر ورکړی دی .

=      تیره اونۍ  د ایران ،روسیې اوشمالی کوریا په ضد دبندیزونو دسختولو او زیاتولو لپاره دامریکا  دکانګرس  دمسودې  دلاسلیک کولو موضوع  له پراخوداخلی او بهرنیوغبرګونونوسره مخ شوه.دغه اقدام تردې حده تاؤتریخجن ؤ ،چې پخپله ډونالډ ټرمپ هم په یوې اعلامیې کې  پر ې نیوکې وکړې .  دامریکا ولسمشر  په دغې اعلامیې کې وئيلي دي ، چې  دغه مسوده ئې یوازې د ملی  وحدت دساتنې لپاره لاسلیک کړې ده  او ناکامیدا ئې له همدااوسه مشخصه ده.همداراز ټرمپ دبهرني سیاست په برابرولو او هدایتولو کې   د ولسمشر  د اختیاراتو حوزې ته د کانګرس  په واریدیدو هم نیوکې وکړې .  د ایران ،روسې  او شمالی کوریا  په ضد دبندیزونو دقانون په اساس،دلومړي ځل لپاره،دبندیزونو  دکمولو په باب  دفیصلو لپاره  دامریکا له ولسمشره  مسئولیّت اخستل شوی دی .  په بله وینا،  دامریکا ولسمشر  د روسیې په ضد د بندیزونو دځنډولو او یا بدلولو لپاره باید په پيل کې   د کانګرس  موافقه ترلاسه کړي . دا موضوع  دسپينې ماڼۍ  له نظره   په امریکا کې د قواؤ  د تفکیک (د اختیاراتو  ) له اصل  سره  په تضاد کې ده . په عین حال کې  ټرمپ   په  امریکا کې د روسیې ضد بهیر تراغیزو لاندې  او همداراز   له ایران سره دایټمي موافقې  دچیلنج کولو لپاره  دشخصي دلچسپۍ په دلیل  د کانګرس مسوده  لاسلیک کړه .

 د دغه اقدام په وړاندې   درو واړو هیوادونو یعني  ایران،روسیې اوشمالی کوریا اعلان کړی دی ، په دې اړه به مناسب غبرګون وښئ .  دروسیې حکومت  اعلان کړی،له امریکا سره  د اړیکو ښه کولو په نسبت  په بشپړ ډول نهیلی شوی دی .  او اسلامی ایران هم  دجامعې ایټمي موافقې  په وړاندې  دامریکا بدقولَیو لپاره  دمتقابل اومناسبو اقداماتو خبره کړې ده.بلاخره دا چې  شمالی کوریا د نوي توغندوي آزموینو په ترسره کولو سره دامریکایانو غلیمانه اقدام ته ځواب ورکړی دی .

        تیره  اونۍ په یوه وخت  د ډونالډټرمپ   د رسوایانو اوسرخوږیو  بهیر  هم   هماغه راز دوام درلود.سره له دې چې تصورکیدۀ،د سپینې ماڼۍ  دکارمندانو  د کمیټې د مشر په توګه د یوه  ریټایرډ جنرال،جان کلې  منصوبیدا،په نهایت کې  نظم،دامریکا حکومت ته  ورستنوي،خو  د آسټریلیا او میکسیکو له  مشرانو سره د ډونالډ ټرمپ  ډڅرګندونو د متن خپریدا  وښودله  په سپینې ماڼۍ کې  اړۍ ګړۍ  هماغه راز  دوام لري .  امریکائي رسنیو تیره اونۍ  خبر ورکړی ، چې  ټرمپ   دآسټریلیا له لومړي وزیر  سره په ټيلیفوني خبرو کې  دجامعې ایټمي موافقې  په  څير له موافقو سره   یوځل بیا پخپل مخالفت ټينګار کړی  ، اووئيلي ئې دي ،  دغه شان موافقې  هغه وژني . ټرمپ  همداراز  دمیکسیکو له ولسمشر  سره په خبرو کې  هم وئيلی وو ، حتی  که میکسیکوسیټي نیّت  نه لري ، چې  دسرحدي دیوال یا کلائې  دجوړولو  په باب  لګښت ورنکړي ،  نو په څرګنده دې  د دغې موضوع له  اعلانولو ډډه وکړي . د دغو دوو خبرونو خپریدا  ددې ښودنه کوي  چې   له سپینې ماڼۍ   بهر ته  دامریکا دولسمشر  دمکالماتو دمتن  پشمول  دپټو اطلاعاو  دلیک کیدو بهیر  هماغه راز دوام لري  او دامریکا دولسمشر دفتر  هماغه راز  له اړئ  ګړئ  سره  لاس او ګریوان دی .  داپه داسې حال کې دي چې   دمیکسیکو   او امریکا دولسمشرانو  دمکالمې  ایشوا شوی متن  ښئ ، چې  دټرمپ  په کړنو او عمل کې  ښکاره  تضاد شته دی . په بله وینا،  ټرمپ،له میکسیکو سره د سرحدي کلائې   دجوړولو   او د دغه هیواد له حکومته ئې  د لګښت  داخستو په باب  پرخپلې انتخاباتي ژمنې  په  دوامدار ډول  له تکرارولو سره په یووخت،په ټيلیفوني مکالمو کې  په دغې غوښتنې سترګې پټې کړي دي . په عین حال  ټرمپ   دعمومی افکارو  په  نزد  دخپل شخصیّت او څيرې دساتلو لپاره  له خپلو همڅنګو غوښتي دي ، دا موضوع دې څرګنده نه کړي . خو بیا هم رسوا شو .

    له بلې خوا   تیره اونۍ اعلان وشو ، چې  دامریکا په انتخاباتو کې  د روسیې داحتمالي لاسوهنې   په دوسیې  د غور لپاره  یو منصفه پلاوی جوړ شوی دی .   رسنیو دغه اقدام ،  دامریکا دولسمشر دخپلو خپلوانو په محاکمه کولو او  احیانا  دهغه په  مواخذه کولو کې     یو وارمخکې ګام ګڼي.   ټاکل  شوې ده  په نزدې راتلونکي کې  د ټرمپ  دانتخاباتي  کمپاین دټیم  دځينو غړو په ضد   له روسیې سره  دپټو رَمَنډو   په څير  په تورونو  دغور لپاره  یو شمیر  غونډې جوړې شي .   په دغو کسانو کې ، د جونيّرټرمپ  او جراډ کوشنر  نامې هم ترسترګو کیږي .  له دې سره په یووخت تیره اونۍ   اعلان وشو چې   پخپله  د ډونالډ ټرمپ  په وسیله    د روسیې له وکیل سره  د دوڼالډ ټرمپ جونیّر    دجنجالی لیدوکاتو دپيښې په باب   دهغه داعلامیې متن  برابر شوی دی .  په داسې حال کې چې   ویل کیږي ،  په دغې اعلامیې کې  ځیني دروغجن او دوکه ورکونکي موردونه  هم لیدل کیږي .  داموضوع   دامریکا ولسمشر  د محکمې   دغړولو  اوغولولو لپاره    په  هڅې او  د دروغجنو تورونو  له بهیر سره مخامخ کړي . داسې تورونه چې ممکنه ده  په نهایت کې ټرمپ  په رسمي ډول  دامریکا په انتخاباتو کې  د  روسیې  داحتمالی لاسوهنې  دوستې ته  وکاږي او  دهغه  دمواخذې  لپاره زمینه برابره کړي .

البته  ډونالډ ټرمپ   هم تراوسه پورې غلی ناست نه دی.  دامریکا ولسمشر  دځينو مشهورو وکیلانو په ګمارلو  او درسنیو په ضد دټولنیزو چینلونو په وسیله  دکمپاین  په پیلولو سره  هڅه کوي ،  د دغې جنجالي دوسیې  باندې غور کول  څنډې  ته کړي .  په دې  اساس تیره اونۍ  دجمهوری غواړي ګوند  مشرانو باندې هم نیوکې وکړې  او هغوي  ئې احمقان وبلل .  ډونالډ ټرمپ  پخپل ټویټر ټولنیز چینل کې  چې  جمهوری غواړي سناتوران  تراوسه پورې نه دي توانیدلي  ددرملنې دبیمو قانون  چې  اوباماکر نومیږي ، حذف کړي ، احمقان وبلل.  هغه همداراز  دامریکا دجمهوری غواړو دحکومتونو په شمول  مخکیني حکومتونه ،دچین  دشتمن کیدو  په مخنیوي کې  دبې وسۍ په دلیل  احمق وبلل.  داسې ښکاري ،  دامریکا په انتخاباتو کې  دروسیې د  احتمالي  لاسوهنې  د دوسیې دموضوع    پشمول د ډونالډ ټرمپ پر حکومت  د دباؤنو  دبهیر  لاجدي کیدا ،ټرمپ دخپلو  ګوندي مشرانو او وګړو په ضد لایرغلیزو دریځونو غوره کولو  ته اړ کړی دی .

         له بلې خوا د امریکا  خارجه وزارت تیره اونۍ  دآب وهوا له بدلون سره  دمقابلې  له  هغه  تړونه   دوتلو لپاره چې په پاریس کې لاسلیک شوی دی ، د دغه  هیواد د حکومت د رسمي لیک  ملګروملتو ته ولیږۀ .په دغه اقدام سره، د  ګلتوني  ګیسونو دتولید له څو سترو  هیوادونو یوه هیواد ،یعني       د امریکا له خوا  د آب وهوا له  بدلون سره   دمقابلې  د خورا غوره نړیوال  تړون څخه د وتلو لپاره اصلی ګام پورته شو .  پوهان په دې اند دي  چې  دآب وهوا دبدلون  په اندازه یو عامل هم ، د انسان او دمځکې بر مخ د ژوند  راتلونکي  نه ګواښي .د وچکالیو زیاتیدا، ددښتو پراختیا، دکرهڼيزو مځکو له مینځه  تلل ،  د خوراکي موادو دتولید کمیدا ، د آبی سرچینو او زیرمو په سر   جنګ جګړې او جنجالونه ، دقطبي یخچالونو  اوبه کیدا،  دسمندرونو  سطحې  راپورته کیدا ،د ویجاړونکو توپانونو اوسیلابونو  راپيښيدا او نوره په لسګونو ویجاړونکي پيښې  اوقضيې  ، په نړۍ کې  د آب وهواد بدلونونو  دنتیجو  یوازې یوه برخه  شمیرل کیږي .  په عین حال کې  ډونالډ ټرمپ  دامریکا دتجارتي موقعیّت  دساتنې او  په دغه هیواد کې  د څو لکه کارکسب  د  موقعو  دژغورنې لپاره   دپاریس دآب وهوا له بدلون سره دمقابلې  له تړونه   وتلی دی .  البته  دکیوټو تړونو په اپوټه  چې  دامریکا په  وتلو سره  نابود شو ،  دې ځل  دنړۍ  دهیوادونو مشرانو وئيلي دي ،  له ګلتوني ګیسونو د مځکې دکُرې  د نجات په خاطر  به  له امریکا پرته خپلې لارې ته دوام  ورکړي .  په عین حال  کې  دپاریس  دتړون په  ژمنتیاؤ  له عمل کولو دامریکایانو  سرغړونه  لامل کیږي ،  په کال کې  د فرسوده صنائعو  په وسیله   د ګلتوني  ګیسونو دپام وړ اندازه  دمځکې  په فضا کې دامریکائي ګاډو او د ډبرینو سکارو  د بټیو خوراک شي او په درستې نړۍکې د سوونو میلیونو انسانانو  ژوند تراغیز لاندې راولي .په همدې دلیل،هم د پيّو نظرسنجۍ موسسې تیره اونۍ  دڅيړنو  نتیجې  خپرې کړې  چې ښئ ،  په متوسط ډول  هغه اته دیرش فی صده خلک چې   په څه دپاسه  دیرشو هیوادونو کې ورسره مرکې شوي دي ،  باوري دي ، دامریکا نفوذ اوقدرت  دهغوي د هیواد لپاره  یو جدي ګواښ  حسابیږي .  دغه اندازه   په ۲۰۱۳کال کې  پنځه ویشت فی صده وه  چې  په وروستیو  څلورو کلونو کې  کابو دیارلس فی صده زیاتوالی ښئ .

        دوستانو   دبې پردې امریکا داونیز پروګرام دننۍ برخې وخت هم همدومره ؤ نوتر بلې اونۍ پورې ،څو  له نوي پرورګام سره ستاسو په خدمت کې حاضر شو، په نیاؤمن خداي مو سپارو   ، ا.... مو مل اوملګری .

(سیماب)

******************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

Aug 07, 2017 16:22 Asia/Kabul
کمنټونه