• بې نقابه امریکا

ګرانو دوستانو د سلامونو په ویلو سره (امریکا په تیره اونۍ کښې) د لړۍ د دې اونۍ له پروګرام سره مو په خدمت کښې یو. د تل په شان نن هم د پروګرام په سر کښې د امریکې د تیرې اونۍ ډیر مهم خبرونه او سیاسي، اقتصادي او اجتماعي بدلونونه درته وړاندې کوو.

تیره انۍ د امریکې او شمالي کوریا ترمینځ شخړه زیاته شوه. د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په غیرمستقیمه توګه شمالي کوریا په ایټمي حملې وګواښله او شمالي کوریا هم ګواښ وکړ چې په ګوام جزیرې به توغندوي حمله وکړي. هممهاله د امریکې ولسمشر، ونزویلا هم د پوځي انتخاب په کارولو وګواښله. د هغه دا ګواښونه او څرګندونې د امریکې دننه او بهر ډیر سخت غبرګونونه په ځان پسې لري.

له بلې خوا روسیې د خپلو یوشمیر سفارتکارانو د ایستلو په لړ کښې د امریکې د حکومت د څو میاشتې مخکښني اقدام ځواب ورکړ او ټرمپ هم له روسیې څخه د امریکايي ډیپلماټانو د ایستلو په وجه د روسي ولسمشر ولادیمیر پوټین مننه وکړه او دې کار هم په امریکا کښې ډیر اعتراضونه راپارولي دي.

دا په داسې حال کښې وو په مینه سوتا ایالت کښې په یو جومات باندې د ترهګرې حملې د غندنې په وړاندې د ټرمپ د حکومت چپتیا له یولړ اعتراضونو سره مخ شوه او ډونلډ ټرمپ هم په امریکا کښې د نشه ایزو موادو د مصرف له زیاتیدو سره د مقابلې لپاره بیړنی حالت اعلان کړ. د اوباما کیئر قانون په حذفولو کښې د ناتوانۍ په وجه د جمهوریت غواړي ګوند پر مشرانو د ټرمپ ټویټري حملې هم په تیره اونۍ کښې د امریکې یو جنجالي خبر و.

له بلې خوا د امریکې لوې څارنوال او د عدلیې وزیر جف سشنز رسنۍ د حکومتي اطلاعاتو د ایشوا کولو په تور په توقیف وګواښلې.

 

                تیره اونۍ د شمالي کوریا خلاف د پوځي اوزار د کارولو په هکله د ډونلډ ټرمپ ګواښ د آسیا په ختیځ کښې شخړه ډیره زیاته کړې ده. د امریکې ولسمشر په بالسټک توغندي باندې د نصبولو په موخه د مینیاتوري ایټم بم په جوړولو کښې د شمالي کوریا د بریالیتوب د خبر له خپریدو وروسته وویل چې که دغه هیواد د امریکې خلاف ګواښ ته دوام ورکړي نو له داسې قهر او اور سره به مخ شي چې تراوسه به نړۍ نه وي لیدلی. رسنیو د ټرمپ دا خبره شمالي کوریا ته د ایټمي حملې ګواښ وباله.

د دغه ګواښ په وړاندې پيونګ یانګ هم اعلان وکړ چې په آرام سمندر کښې د ګوام جزیرې په لور یې په یووخت د څلورو توغندیو د توغولو طرحه برابر کړې ده. دغه جزیره د امریکې په ولکه کښې ده او د شمالي کوریا توغندوي حمله په ختیځه آسیا کښې د یو ورانونکي جنګ اور بلولی شي.

البته دغه لفظي شخړه د امریکې دننه او بهر له ډیرو غبرګونونو سره مخ شوه. د نړۍ د ډیرو هیوادونو مشرانو د دې پیښې په لړ کښې خصوصاً له ټرمپ څخه وغوښتل چې د پوځي اقدام له ګواښه ډډه وکړي. د امریکې د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو هم د ټرمپ له جنګي لهجې په اپوټه څرګندونو کښې هڅه وکړه چې دغه هیواد د کړکیچ د سوله ایز هواري پلوي معرفي کړي. د امریکې خارجه وزیر رکس ټیلرسون د خپل هیواد له خلکو وغوښتل چې د شپې کرار اوده شي ځکه چې د شمالي کوریا ایټمي ګواښ فوري نه دی.

د امریکې د سینیټ د وسله والو ځواکونو د کمیټې مشر جان مک کین د ډونلډ ټرمپ په لمسونکو څرګندونو باندې په نیوکې سره وویل: دا لاپې بې بنیاده دي او د دوو هیوادونو ترمینځ د شخړو له کمي سره هیڅ مرسته نه کوي ځکه چې قهرجنې او بدماشانه لاپې د امریکې او شمالي کوریا ترمینځ د کړکیچنو حالاتو له سمولو سره هیڅ مرسته نه کوي.

هممهاله هم ځینو رسنیو خبر ورکړی چې د امریکې او شمالي کوریا حکومتي چارواکي له څو اونیو راهیسې له تبلیغاتي لاپوشاپو ورتیر، په خبرواترو بوخت وو. ځیني شواهد ښودنه کوي چې امریکا او شمالي کوریا غواړي د جنګ د احتمال په زیاتولو سره د لاښو خبرواترو او له مقابل لوري د لازیاتو امتیازاتو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي. که څه هم پر شمالي کوریا د ایټمي حملې د احتمال په هکله د ټرمپ تندې څرګندونو د امریکې په حکومت کښې دننه موجود درزونه هم په ډاګه کړل.لکه د ونزویلا خلاف د پوځي انتخاب د امکان لپاره د ټرمپ د ګواښونکو څرګندونې، چې د پينټاګان غبرګون یې راوپاروه او اعلان یې وکړ چې په دې لړ کښې د سپینې ماڼۍ لخوا د امریکې پوځ ته هیڅ حکم نه دی صادر شوی.

 

                تیره اونۍ د امریکې د مینا سوتا ایالت په یو ښار کښې پر یو جومات د اسلام دښمنه ډلو حمله وشوه. په دغه پیښه کښې بریدګرو د الفاروق نومي جومات د ملا امام په دفتر حمله وکړه. د مینه سوتا ګورنر دغه کار یو ترهګر عمل وباله. په عین حال کښې ډونلډ ټرمپ چې تیره اونۍ یې په رخصتیو کښې تیره کړه، د مسلمانانو پر مسجد ترهګرې حملې ته هیڅ اشاره ونه کړه. دا په داسې حال کښې وو چې د امریکې ولسمشر تیره اونۍ تقریباً د ټولو کورنیو او بهرنیو موضوعاتو په هکله نظر څرګند کړ. په دې مینځومان کښې د مسلمانانو پر عبادتځي د ترهګرې حملې په وړاندې د ټرمپ چپتیا د ترهګرۍ خلاف د هغه د لیدتوګې په هکله یوشمیر پوښتنې رامینځته کړې. د امریکې په کانګرس کښې د مینه سوتا ایالت استازې او د دغه ارګان یوازنی مسلمانې غړې کیټ الیسون پر دغې چپتیا نیوکه وکړه. هغې وویل: د مینه سوتا د جومات د چاودنې په وړاندې د ټرمپ چپتیا مسلمانانو ته د هغه د بې احترامۍ ښودنه کوي. ټرمپ له دې مخکښې د اروپا په مختلفو ښارونو کښې د ترهګرو حمله په هکله نظر څرګند کړی و. دغه حملې په داسې کسانو پورې تړل شوې وې چې د مسلمانانو ادعا یې کوله. حال دا چې د اسلام مبین دین هیڅکله په بې دفاع ښاریزو باندې هرډول حمله په کلکه محکوم کړې ده. خو ټرمپ د دغو بریدونو په هکله د تندلارو اسلام پالو ترهګرو خبره کړې ده. خو د امریکې په خاوره کښې د اسلام د دښمنانو په لاس د دغه هیواد دمسلمانانو د قرباني کیدو په وړاندې یې خوله ګنډلې او حتی تش په خوله یې هم دا کار ونه غنده.

 

                تیره اونۍ د امریکې په کانګرس کښې د جمهوریت غواړي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د دغه ګوند د غړو ترمینځ کشاله روانه وه. ټرمپ په یو ټوئیټ کښې د سینیټ د جمهوریت غواړي اکثریت پر مشر میچ مک کانل باندې په ډاګه حمله وکړه. هغه په دغه ټوئیټ کښې ولیکل: باور کولې شئ چې میچ مک کانل چې اوه کاله یې د اوباما کیئر د بدلولو چغې وهلې، دغه کار یې ونه کړی شو.

د امریکې ولسمشر همداشان له دې مخکښې په یو بل ټوئیټ کښې په سینیټ کښې د جمهوریت غواړو مشران د اوباما کیئر په نامه ارزانو درملیزو بیمو د قانون په حذفولو او پر ځاې یې د دغه شان یو بل قانون په جوړولو کښې د ناتوانۍ په وجه (کم عقل) بللي وو. که څه هم له ډیموکراټ ګونده د امریکې د تیر ولسمشر باراک اوباما له ډیر مهم ټولنیز میراث سره په مخامخیدنه کښې د کانګرس د جمهوریت غواړو ناتواني، هغوي ته یو سخت تاوان ګڼل کیږي خو بیاهم تراوسه داسې نه دي شوي چې د امریکې یو ولسمشر په کانګرس کښې د خپل ګوند کسان داسې سپک کړي. ټرمپ په عین حال کښې په مختلفو طریقو ګواښ کړی چې د اوباما کیئر د بدلولو د طرحې دمخالف جمهوریت غواړي سینیټران به د راتلونکي کال په مینځ پړوه انتخاباتو کښې خپلې څوکۍ له لاسه ورکړي. په دې حال سره د امریکې د جمهوریت غواړي ولسمشر لخوا دا ګواښونه او سپکاوي تراوسه نه دي سبب شوي چې په ټولنیزه برخه کښې د ټرمپ ترټولو ستره ژمنه د هغه د ګوند د کسانو په مرستې سره تصویب شي. دا چاره ښودنه کوي چې د جمهوریت غواړي ګوند د حکومتي اړخ او د دغه ګواند د پارلیماني اړخ ترمینځ څومره اختلافات موجود دي. تیره اونۍ جمهوریت غواړو سینیټرانو په سینیټ کښې له خپل مشر مک کانل څخه د ملاتړ په ا علانولو سره وښودله چې په سپینه ماڼۍ کښې د خپل ګوند له کسانو سره ملګرتیا ته غاړه نه ږدي. د سپینې ماڼۍ او کانګرس په تیره بیا د سینیټ د څانګې ترمینځ دا شخړه د ټرمپ د حکومت د پروګرامونو د پرمخ بیولو لاره سختوي.

 

                تیره اونۍ ډونلډ ټرمپ په امریکا کښې د نشه ایزو توکو د مصرف د پراخیدو په وجه ملي بیړنۍ حالت اعلان کړ. د امریکې ولسمشر دا پریکړه یوه اونۍ وروسته له دې وکړه چې یو حکومتي کمیشن د نشه ایزو توکو د استعمال د اندیښمنونکې پراختیا او د دې موادو په تیرا بیا درملیزو افیوني موادو د ناوړه استعمال په وجه د مړینې د زیاتیدو خبر ورکړی و. دغه کمیشن په یو رپورټ کښې اعلان وکړ چې هره ورځ څه باندې سل امریکایان د نشه ایزو موادو د استعمال په وجه سرونه خوري او امریکا په هرو دریو اونیو کښې د دغو موادو د بې حده استفادې په وجه د ستمبر د یولسمې د پيښې هومره قربانیان ورکوي. د امریکې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکزونو د احصائیو له مخې په ۲۰۱۵ کال کښې د نشه ایزو مواد استعمال د دغه هیواد د څه باندې ۳۳ زره کسانو د مړینې سبب شوی دی. ویل کیږي چې د ۳۳۰ میلیون نفوسو لرونکې امریکا هیواد کښې د نړۍ د ټولو هیوادونو په اندازه نشه دارويي نشه ایز توکي استعمالیږي او په دغه هیواد کښې تقریباً دوه میلیونه کسان د دغو داروګانو په مصرف روږدي شوي دي. همدا چاره سبب شوې ده چې نن سبا امریکا په تاریخ کښې د نشه ایزو مواد د زیات استعمال په وجه له ډیر خونړي کړکیچ سره مخامخ شي. داشان چې یوازې په ۲۰۱۶ کال کښې د مواده له حده وتلي مصر د ویتنام د ټول جنګ په اندازه امریکایان ووژل. په ۲۰۱۵ کال کښې هم د نشه ایزو موادو د زیات استعمال په وجه د وژل کیدو اندازه د تصادفونو، وسله والو شخړو او حتی د ایچ، آيي، وي (ایډز) په وجه د مړو شویو له شمیره زیاته وه.

دا په داسې حال کښې دي چې هممهاله نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یو رپورټ کښې په امریکا کښې د سختو طبقاتي نابرابریو خبر ورکړ او ویې لیکل: په کال ۲۰۱۴ کښې د ډیر زیات عاید لرونکې پرګنې نه علاوه د مختلفو پرګنو د عاید د زیاتوالي اندازه تقریباً ناڅه او صفر ته نزدې وه او د زیات عاید لرونکې پرګنې د طبقه بندۍ په وروستۍ ډله کښې ناڅاڅه ډیر زیاتوالي راځي. دغه ناڅاپي زیاتوالی ښودنه کوي چې په وروستیو لسیزو کښې ډیر شتمن کسان او یوازي ډیر مالدار کسان د عاید د ډیر زیاتیدو کتونکي وو. په داسې حال کښې چې په ۱۹۸۰ کال کښې دا بهیر اپوټه و او د لږ عاید لرونکي کسان به په عاید کښې ډیر زیاتوالی تجربه کوه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

Aug 16, 2017 10:58 Asia/Kabul
کمنټونه