• په تیرې اونۍ کې د پآکستان او افغانستان مهم بدلونونه

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږومینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د افغانستان اوپاکستان دمهمو بدلونونو دپيښو په باب درسره غږیږو . په پيل کې هم د دواړو هیوادونو ځينو مهمو خبرونوته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم په دې باب تحلیلی برخې ته رابولو ،نو ترپایه راسره مله ووسئ .

   دوستانو په تیرې اونۍ کې  دافغانستان د ساتنې اوثبات  دشورا مشر عبدالرب رسول سیاف  د سولې د لوړې شورا دخداي بخښلي   مشر  برهان الدین رباني  دترور  دکلیزې په دستورو کې  ووئيل ، حکومت باید   دمخالفو ډلو   له حملو سره په مقابلې  کې   د مجاهدینو دمشرانو پر توانمنیو سترګې پټې نه کړي . . دپاکستان  خارجه وزیر خواجه محمد آصف  هم  په اسلام  اباد کې وئيلي دي و دحقاني ترهه  ګرې ډلې غړي  کابو پنځه ویشت کلونه کیږي چې   د سپينې ماڼۍ له ځانګړي ملاتړه برخمن دي . هغه زیاته کړې ،  امریکا  داسلام اباد لپاره  د باؤر وړ دوست  نه دی .  په تیرې اونۍ کې  د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس او  دناټ، موسسې عمومی منشي ینس سټولتبرګ  په کابل کې  ټينګار کړی،په افغانستان کې دجنګ له  لارې هیڅوک نشي کامیابیدلی  او وسله وال مخالفان باید   د دغه  هیواد دسولې له بهیر سره یو ځای شی . تیره اونۍ  په افغانستان کې دملګروملتود ا نسان دوستۍ  د مرستو غږملونکی دفتر  تیره اونۍ  په یوې اعلامیې کې   دروان میلادي کال له پيل راهسې  په افغانستان  کې د  جنګ له امله  د  کډه په سر شوو   شمیر  دوه لکه  شپیته  زره کسان اعلان کړی   چې  په کندوز کې  کابو دیرش زره  کسان ،، په ننګرهار  او بادغیس کې هم  کابو اته ویشت زره  کسان او   په اورزګان کې هم  اولس  زره کسان  کډه په سر شوي  دی  چې د نورو ولایتونو په نسبت   دولایتونو په سویه دغه زیات شمیر دی . د دوستۍ او اتحاد  په نامې سره  دروسیې اوپاکستان  دګډې مانورې ترسره کیدا ،  او به محرم  میاشت کې  دمسلمانانو ترمینځ  پر وحدت اواتحاد  دافغانستان او پاکستان  دشیعه اوسني  عالمانو  ټینګار  په تیرې اونۍ کې د دغو هیوادونو نوره مهمې موضوعګانې وې .

 اوس هم په دې برخې کې    په تیرې اونۍ کې  دغو مهمو پيښو ته  لږه ژوره کتنه کوو .

            تیره اونۍ د پاکستان خارجه وزیر په یولړڅرګندونوکې چې  ایشواکونکي ګڼل شوي دي ، وئيلی ، امریکا  دحقاني ترهه ګرې ډلې  بشپړ پوځي اومالی ملاتړ کوي . خواجه محمد آصف  ټينګار کړی،  دحقاني ترهه ګرې ډلې غړي  چې پر اسلام اباد باندې  له دغې ډلې  دملاتړ تورونه لګیږي ،، له تیرو کابو پنځه ویشتو کلونو راهسې  دسپينې ماڼۍ له بشپړ ملاتړونو برخمن دي . هغه زیاته کړې ،  امریکا د اسلام اباد لپاره دباؤر وړ دوست   هیواد نه دی او هیڅ صداقت نه لري  او دا موضوع پر تولو ثابته شوې ده .  دپاکستان خارجه وزیر  روښانه کړې ،امریکا  له ترهه ګرۍ سره  دریښتیني  مبارزې په ځاي ،  دپاکستان دمشکلاتو په زیاتولو پسې ده .

 د پاکستان دخارجه وزیر څرګندونې   ښئ   چې  دامریکا اود پاکستان په اړیکو کې   تاؤتریخوالی نه یوازې کم شوی نه دی ،بلکې  لا زیات شوی  هم دی ، او د اسلام اباد چارواکي  هڅه کوي  په سمې کې له ترهه ګرو  ډلو سره  د امریکا  دارتباط په باب  په ایشواکونو سره   له ترهه ګرو دملاتړ په باب  د پاکستان په ضد  دامریکا تورونه یو  ډول  شنډ کړي .  دامریکا او پاکستان  په اړیکو کې  اختلافاتو اوتاؤتریخولو   له افغانستانه  دشوروي د سرۀ پوځ  له وتلو وروسته  له ډيرو ټيټو هسکو سره   دوام درلودلی  او  د پاکستان  له خوا دامریکا  دتورنولو  یو دلیل   دواشنګټن  په سیمه ایز سیاست کې  د دغه هیواد پر رو لاومقام  دسترګو پټول  او  دپاکستان په ځاي  دهند ټاکل دي .  په ۲۰۰۱کال کې  په افغانستان  دامریکا له حملې وروسته  که څه هم   داسلام  حکومت  دامریکا په دباؤنو سره   له واشنګټن سره   ملګرتیا ته محبور شو،خو  له یوې لندې مودې وروسته   دامریکا دوخت ولسمشر زوي جارج بش  پاکستان   په افغانستان  کې  له  امریکائي عسکرو سره  په ملګرتیا نه کولو تورن کړ او   دپاکستان په قبایلی سیمو   دامریکا دبې پيلوټه الوتکو  په وسیله په توغندوي حملو سره  د دواړو  هیوادونو اړیکې ترینګلي شوې .  امریکا ، پاکستان  دافغانستان  په وړاندې  د دوه ګوڼو دریځونو په  غوره کولو   تورن کړی او  داسې بریښوي  چې  دپاکستان پوځ  هماغه راز   په افغانستان کې   له ترهه ګرو او ا فراط پالو ډلو ملاتړ کوی  او  همدا  په افغانستان کې د شخړو اوناکراریو د دوام یو خورا مهم  عامل  دی .

 همداراز  فارس خبری  آژانس  هم راپور ورکړی د افغانستان  دسیاسی چارو یو  کارپوه  رضا پارسا   په دې اړه وائي ،  امریکایانو   په بشپړ محتاط نظر سره ، د پاکستان شرائط له افراط پالنې ، ترهه ګرۍ ،دپوځي ځواک  په فساد، قو م پالنې مشتمل  دی او  دغه را زپه دغه هیواد کې  ډل وژونکو وسلو ته دافراط پالو درسیدو  امکان   هم وینی چې  دپاکستان حکومت ئې ردوي .

دپاکستان حکومت  په دې اند دی چې امریکا پخپله   په سیمې کې د ترهه ګرۍ عامله ده  او  دپاکستان په تورنولو سره په حقیقت کې  پر نورو خبرې تپي .  په سیمې کې  دپاکستان د  ایټمی سیال هندوستان ته  دامریکا ګروهنې  له هرڅه زیات د دغه هیواد حکومت ،  دامریکا په سیمه ایز سیاست خپه کړی دی . امریکا  په افغانستان کې د  هندوستان د نفوذ په باب  دپاکستان  په حساسیتونو په ښې پوهیدا  اوخبریدا سره  هڅه کوي ،  په دغه هیواد کې  هند ته  په میدان ورکولو سره ،   پاکستان   په افغانستان کې  له امریکائي حکومت سره  ملګرتیا ته اړباسي .  داپه داسې حال کې دي  چې  اسلام اباد په دې باب دکابل حکومت ته خبرداری ورکړی  او دافغانستان پر حکومت ئې غږکړی ،  په پوځي اوامنیتی برخو کې دې  له هند سره پخپلو اړیکو کې  احتیاط وکړي . په عین حال کې  پاکستان  له چین اوروسیې سره  دملګرتیا په پراخولو سره ، په لټه کې دی ،  امریکا ته وښئ چې دغه هیواد  داسلام اباد یوازینۍ ټاکنه نه ده  او  په سیمې کې  دپاکستان  دملګرتیا لپاره ډير فرصتونه شته دي .  له روسیې اوچین سره  دپاکستان  دجلاجلا مشترکو  مانورو ترسره کول  هم  په دې لړ کې ترسره شوي دي .

 همداراز  دپاکستان یو شناندی او د دغه هیواد تکړه ژورنالیسټ   رحیم ا... یو سفزي   هم  په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي  په پاکستان  د ایف شپاړس ډوله جنګي الوتکو له خرڅلاؤ  څخه  دامریکا له ډډه کولو وروسته ،  دغه هیواد دخپلې اړتیا وړ  وسلو او دفاعي  تجهیزاتو دتامینولو لپاره  روسیې ،چین اواوکراین  ته سترګې  نیولی دي .   له  روسیې اوچین سره  دخپلو اړیکو   لاپیاوړي کولو لپاره  دپاکستان هڅه به په چورلټ ډول   دامریکایانو په طَبَیعت  نه وي . 

 په هر حال  ، اسلام اباد  ښه پوهیږي چې  دپاکستان له ملګرتیا پرته ،  په افغانستان کې دامریکا موقعیّت  ډير کم دی ،  اوواشنګټن  به له  پاکستان سره ملګرتیا ته  مجبوره وي ، خو  هغه څه چې  مهم دي ،   دپاکستان ولس اوعالمانو  هم   دهغو په باب   اسلام اباد ته خبرداری ورکړی ، دامریکا سپک چلند دی چې   د پاکستان  سیمه ایزه اونړیواله څيره لازیاته  داغي کوي .

***********************

   دوستانو په تیرې اونۍ کې  دافغانستان  ولسمشر  اشرف غني   په کابل کې  د امریکا  له دفاع وزیر جیمز ماتیس  او دناټو موسسې له  عمومی منشي  ینس سټولتنبرګ سره  په ګډ خبري کنفرانس کې  ټينګار کړی ، دجنګ له لارې په افغانستا ن کې هیڅوک نشي کامیابیدلی . اشرف غنی زیاته کړې ، دافغانستان د حکومت  وسله وال مخالفان  باید  په دغه هیواد کې  دسولې له  بهیر سره یو ځاي شي  او له رامینځةشوي فرصته استفاده وکړي . دافغانستان ولسمشر  همداراز  په قطر کې  د طالبانو ډلې ددفتر تړل  یوه  پروپيګنډه  وبلله  او ټينګار ئې وکړ. دغه ډله باید  دسولې لپاره  له  رامینځةشوی فرصت له لاسه ورنکړي . د افغانستان دسولې له بهیر سره  دیوځاي کیدا لپاره  له طالبانو د  دغه هیواد دولسمشر   دغوښتنې تکراریدا  ښئ چې  هغه  هماغه راز   هغه موقعیّت ته هیله مند دی  او  دافغانستان  دسولې له  بهیر سره  دیوځای کیدو لپاره  دطالبانو  دهحولو لپاهر  له هر  فرصته استفاده کوي ، خو دا چې     له دوو بهرنیو پوځي  چارواکو  سره په کتنې کې  د دغې موضوع مطرح کول  تر کومه اندازه  دافغانستان دمشکلاتو له حل سره مرسته کولی شي ،و پوښتنې ځاي لري .ځکه امریکا اوناټو  د طالبانو د جنګ  د دوام  په پلمه ګرځولو سره و  په افغانستان کې خپل پوځي شتون توجیه کوي  او په همداروستیو کې  دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ   دافغانستان په باب د دغه هیواد  دنوي سټراټژۍ په اعلانولو کې  له طالبانو سره  دجنګ پر دوام ټينګار کړی دی .  پر دې اساس  داسې نه ښکاري چې  امریکا او ناټو  دافغانستان  دولسمشر  له سوله  غواړو پروګرامونو  په پرمخ بیولو سره کومه مرسته وکړائ شي ..

  سپوټنیک   خبری آژانس هم راپور ورکړی ،دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی  هم  په همداوروستیو کې په یو لړ څرګندونو کې وئيلي دي ،   دامریکا سټراټژي  دسولې  په ځاي چې  دافغانستان  یوه اساسی   اواصلي غوښتنه ده ،دجنګ په  دوام او پراختیا  ټينګار کوي ،مونږ دامریکا له دغه دریځ سره کلک مخالف یوو  اوپه سخته ئې  رَټو .

 پر دې اساس  داسې نه ښکاري   دافغانستان ولسشمر اشرف غني   د دغه هیواد دسولې  دبهیر دپرمخ بیولو لپاره  دملی اجماع  په رامینځةکولو سره  باید   له  امریکا اوناټو  په جدي توګه    وغواړي  چې  دسولې دخبرواترو  زمینه برابره کړي ،ځکه تر څو چې  دوي په افغانستان کې دجنګ  ډنډورې  ډنګوي  او هماغه راز  په لټه کې دي  افغانستان  په سیمې کې   پخپلې پوځي  اډې بدل کړي ، دافغانستان دسولې خبرواترو بیا پيلیدو ته  کومه هیله  نشي درلودلی.

 همداراز  دافغانستان دسیاسی چارو یو کارپوه  ایمل فیضي  هم  په همداوروستیو کې وئيلی دي ، واشنګټن هیڅکله   هم  په افغانستان کې  دسولې له بهیر ملاتړ  لپاره ګروهنه نه لري  او   له افغان طالبانو سره  دافغان حکومت  له سیاسی موافقې سره  نه پخلاکیږي . طالبان د تیر وخت په څير  دامریکا دښمنان نه دي ، خو   کله   په افغانستان کې  له هغو سره دجنګیدو  خبره مطرح کیږي ، نو  د امریکا اقدامات  دسولې دټينګیدو لپاره نه ،بلکې   یوازې  دطالبانو په وسیله  دافغانستان د  نیولو مخنیوي ته   محدودیږي .

 په هر حال ،  په افغانستان کې د جنګ د دوام پټو اوښکاره  پایلو ته په پام سره ،  چې   په هغو کې  د دغه هیواد د خلکو  دکوچیدا دوام ته  چې  دملګروملتو   دراپور په اساس ، په روان  کال کې  کابو دوه لکه اویا زره کسانو ته رسیدلی  او  همداراز  د داعش ترهه ګرې ډلې  دفعالیتونو زیاتیدا چې    یو ځل بیا ئې په کابل کې د  دتاسوعا او عاشورا په شپو ورځو کې  په یوه بل ستر جنایت لاس پورې کړی ، طالبان  په افغانستان کې د سولې  او امنتی  له ټینګیدا سره  درمرستو لپاره  لازیات دروند مسئولیّت سره مخامخ دي . بې له شکه  د دغه هیوا د خلک  په تیره بیا پښتانه  هیله مند دي چې طالبان   دافغانستان دسولې له بهیر سره    په یوځای کیدو سره  د دښمنانو په مقابل کې  د وحدت او یووالی  له پیاوړتیا  سره مرسته وکړي .

(سیماب)

*********************************************************************************************************************************

 

Oct 03, 2017 16:14 Asia/Kabul
کمنټونه