• ایران په تیره اونۍ کښې

ګرانو دوستانو ایران په تیره اونۍ کښې د لړۍ یو بل پروګرام سره مو چمتو کړی، هیله ده چې خوښ مو شي.

په سوریې او عراق کښې د داعش ترهګرې ډلې د وروستیو ځالو نابودي او د مقاومت د جبهې بریا، د بسیج د اونۍ نمانځل او د روسیې سوچي ښار ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سفر د ایران د تیرې اونۍ ډیرې مهمې خبري پیښې وې چې په رسنیو کښې یې پراخ انعکاس درلود.

                تیره اونۍ په یوه بله پیښه کښې د ایران د اسلامي شورا مشر د آسیايي پارلیمانونو په غونډه کښې د ګډون په موخه ترکیې ته لاړ. د استنبول په دغه غونډه کښې د آسیا لوې وچې د ۴۲ او د ۱۶ څارونکو هیوادونو پارلیماني پلاويو ګډون درلود.

                د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا د نومبر په فصلي غونډه کښې په دغه آژانس کښې د ایران د دائمي استازي رضا نجفي څرګندونې او د برجام (ایټمي موافقې) د ټولو لورو په تیره بیا امریکې لخوا د ژمنو په اجرا باندې د هغه ټینګار هم په تیره اونۍ کښې د ایران یو بل خبر و.

اوس د پروګرام په دوام کښې ستاسو پام د ایران د ځینو نورو پيښو څیړنې او شننې ته را اړوو.

                د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان سردار جنرال قاسم سلیماني د تیرې اونۍ په سه شنبه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضور ته د یو لیک په لیږلو سره د داعش د شخره خبیثه د ولکې پاې اعلان کړه او حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي او ټولې اسلامي نړۍ ته یې مبارکي ورکړه.

                د سوريې پوځ او د مقاومت ځواکونو د تیرې اونۍ په یکشنبه یعنې د نومبر په نولسمه نیټه د سوریې د ایرالزور ولایت په سویل کښې البوکمال ښار چې په سوریه کښې د داعش وروستۍ اډه وه، د دغې ترهګرې ډلې له نیواکه په بشپړه توګه ازاد کړ. د البوکمال په آزادۍ سره په سوریه کښې د داعش ترهګرې ډلې ټغر هم ټول شو.

له دې مخکښې یعنې د نومبر په اولسمه نیټه عراقي ځواکونو هم په خپل هیواد کښې د داعش د وروستي مرکز یعنې د الانبار ولایت راوه ښار آزاد کړی و. د دغه ښار په ازادۍ سره په عراق کښې په عملي توګه د داعش جرړه ووتله.

                د سیمې بدلونونو ته یوه کتنه ښئي چې امریکا، عربستان او اسرائیل د عراق او سوریې په جغرافیا کښې د یو نوي ټاټوبي د ویش په نقشه کښې د داعش د تینګښت په تمه وو. په هغه نقشه کښې چې که اجرا شوې وی نو سیمه به له نویو حالاتو سره مخ شوې وه چې ترټولو مهم هدف یې د سیمې له سیاسي او امنیتي معادلاتو د مقاومت ختمیدل وو.

کوم مهم ټکي ته چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د قدس ځواک د قومندان سردار سلیماني د لیک په ځواب کښې په سیمه کښې د داعش د زوال په اړه  اشاره کړې، د همدې بهیر بیانونکی دی.

معظم لارښود ټینګار وکړ: د داعش د خبیې شجرې د سلطې پاې د امریکې تیرو او اوسني حکومت او په سیمه کښې یې هغو پيئلو رژیمونو ته یو ګوذار و چې دا ډله یې جوړه کړه او هرډول ملاتړ یې ترې وکړ څو دپه لویدیځه آسیا کښې خپل سپیره سلطه پراخه کړي او غاصب صهیونیسټ رژیم پرې مسلط کړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: دا یوازې ظالمې او تورمخې داعش ډلې ته ګوذار نه و بلکې هغه له خباثته ډک سیاست ته یو ګوذار و چې د دې بې لارې ډلې د ظالمو مشرانو له لارې یې په سیمه کښې کورنی جنګ جوړ کړی و او د صهیونیسټ ضده مقاومت نابودول او د خپلواکه حکومتونو کمزوري کول یې هدف و.

                د اهل سنت د دیني علومو د مدرسو د پلانونکې شورا د غړو په شمول د ایران مشهور سني عالمانو په یوشمیر پیغامونو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د لارښوونو په قدرونې سره چې د داعش په وړاندې د مقاومت جبهې د جنګیالیو په بریا کښې یې مهم رول درلود، ټینګار وکړ چې له داعش نه په وروسته پړاو کښې د اسلامي امت په ځوانانو کښې د تندلارو ډلو د راتلونکو فتنو له بیانولو به یوه شیبه غفلت او لټي ونه کړي.

                حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په (محبان اهل بیت(ع) او د تکفیریانو مسئله) تر عنوان لاندې غونډه کښې د ګډونوالو میلمنو په کتنه کښې هم چې تیره پنجشنبه د ۹۴ هیوادونو د  اسلامي مذهبونو د اتو سوو علماو، فقهاو، پوهانو او خبرګانو په شتون سره ترسره شوه، څرګنده کړه: که څه هم داعش په عراق او سوریې کښې پاې ته ورسید خو د دښمنانو له چل ول او دوکې غافلیدل نه دي پکار ځکه چې امریکا او صهیونزم او ملګري به یې له اسلام سره له دښمنۍ لاس وا نه خلي او ممکنه ده په یوه بله سیمه کښې د داعش په شان کومه دسیسه طراحي او اجرا کړي.

                لکه څنګه چې اشاره وشوه د بسیج د اونۍ نمانځل او د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره د زرګونو بسیجیانو کتنه په دغه اونۍ کښې د ایران یوه بله خبري پيښه وه.

                د لیندۍ د میاشتې له اولې نه تر اومې نیټې پورې د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د بسیج اونۍ نوموله شوې ده. د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته په داسې حال کښې چې د ایران د ولس د دښمنانو دسیسو ورځ په ورځ نوي اړخونه موندل، د اسلامي انقلاب ستر مشر حضرت امام خمیني(رح) د ۱۳۵۸ لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په پنځمه نیټه د مستضعفینو د بسیج د ولسي ادارې د جوړولو حکم صادر کړ.

بسیج د مقدسې دفاع په کلونو کښې د جنګ په میدان کښې په اوله کرښه کښې او هر چرته چې ضرورت و، شتون درلود او ډیرې سختې ذمه وارۍ یې په غاړه واخیستلې او مخکښ پاتې شو. اوس هم بسیج د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د سلطې د نظام له نرم جنګ سره په مقابله کښې منفرد او خانګړی رول لوبوي. د بسیج کارنامه له زرینو او د اسلامي وطن د بریا او سرلوړۍ له ویاړمنو صفحو ډکه ده او په مختلفو ډګرونو کښې له بسیجې روحیې په رامینځته شوي اقتدار سره همهغه شان ټاکونکی او اغیزشیندونکی رول لري.

                حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د تیرې اونۍ په چارشنبه د ټول ایران د زرګونو بسیجیانو په کتنه کښې په مختلفو ډګرونو په تیره بیا له استکبار سره د مبارزې په میدان کښې د ځوانانو زوږناک شتون د اسلامي انقلاب یوه معجزه وبلله.

معظم لارښود د داعش د سرطاني غدې د نابودۍ او په شا تنبولو یو حقیقي عامل بسیجي روحیه او احساس وباله او زیاته یې کړه: دښمنانو کوشش وکړ چې د دې غیرانساني تکفیري ډلې په وسیله د مقاومت د بهیر خلاف یوه پیښه رامینځته کړي خو مؤمن، او د شوق او انګیزې لرونکو ځوانانو د مجاهدت میدان ته ورودانګل او دښمن یې په ګونډو کړ.

                ایران په تیره اونۍ کښې د سیمه ایزې ډیپلماسۍ په ډګر کښې هم خبر جوړونکی شتون درلود.

د ایران، روسیې او ترکیې ولسمشران تیره چارشنبه د روسیې په سوچي ښار کښې سره غونډ شول څو د سوریې د بدلونونو په هکله خبرې اترې او سلامشورې وکړيږ

د ایران د اسلامي جمهوریت، روسیې او ترکیې ولسمشران حسن روحاني، ولادیمیر پوټین او رجب طیب اردوغا د تیرې پنجشنبې په شپه د سوچي د غونډې په پاییزه خبرپاڼه کښې د سوریې د حاکمیت، خپلواکۍ، وحدت او ځمکنۍ بشپړتیا په یوځل بیا تاییدولو سره موافقه وکړه چې د ترهګرو ډلو تر وروستۍ ماتې پورې به د یوبل ملګرتیا جاري وساتي. د ایران، روسیې او ترکیې ولسمشرانو همداشان موافقه وکړه چې د هیواد د وحدت په ورستنولو او د یو هراړخیز سوري-سوري، ازاد، منصفانه او شفاف بهیر له لارې د دې کړکیچ د هواري لپاره یوې سیاسي حل لارې ته په رسیدو کښې چې د سوریې د خلکو په ملاتړ او د ملګرو ملتو د مناسبې څارنې لاندې په دغه هیواد کښې په شرط د ټولو پوره کسانو په ګډون سره د آزادو او شفافو انتخاباتو سبب شي، د سوریې د خلکو مرسته وکړي.

په همدې چوکاټ کښې ټاکل شوې چې د نومبر په اتویشتمه نیټه د روسیې په سوچي ښار کښې سوري-سوري ملي کنګره جوړه شي. په دغه کنګره کښې د خپل هیواد د راتونکې په هکله د سلامشورې لپاره د سوریې د حکومت مخالفان او موافقان شامل دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

Nov 28, 2017 09:54 Asia/Kabul
کمنټونه