• بې نقابه امریکا

ګرانو مینه والو د سلامونو په ویلو سره دا دی یوځل بیا په تیره اونۍ کښې د امریکې حالاتو د کتنې او څیړنې پروګرام (بې نقابه امریکا) تیار دی. د هرې اونۍ له معمول سره سم وړومبی په تیره اونۍ کښې د امریکې ډيرو مهمو سیاسي، اقتصادي او اجتماعي بدلونونو ته یوه کتنه کوو.

په تیره ټوله اونۍ کښې د امریکې د سیاستوالانو او مشهورو کلتوري او ورزشي شخصیتونو د اخلاقي فساد موضوع ګرمه وه. په دغې اونۍ کښې د امریکې د کانګرس د ډیر پخواني ډیموکراټ غړي جان کانیرز او د ټیلیویژن د مشهور مجري یا اینکر چارلي روز په شمول د څو مشهورو کسانو نومونه مطرح شول. ورته مهال د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمهوریت غواړي ګوند د مشرانو د نظریې په اپوټه د الاباما ایالت د سناټورۍ په انتخاباتو کښې د روي مور له کاندید کیدو خپل ملاتړ اعلان کړ چې دغه کس د څو ښځو په جنسي ځورونې تورن دی.

د سیاسي رسوائیو په تړاو یو بل خبر کښې تیره اونۍ وویل شول چې د امریکې د ولمسشرۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار مایکل فلین د ډونلډ ټرم پ له وکیلانو سره خپله ملګرتیا او همکاري ختمه کړې او نیت لري چې د امریکې د تیر کال په انتخاباتو کښې د روسیې د احتمالي لاسوهنې د دوسیې له ځانګړي مفتش رابرټ مولر سره همکاري وکړي. دغه پریکړه په داسې حال کښې شوې ده چې رسنیو خبر ورکړی ډونلډ ټرمپ له خپلې لور ایوانکا او زوم جرد کوشنر نه غوښتي چې نیویارک ته کډه شي. ولسمشر ته د کوشنر له ځینو مشورو څخه نارضایتي د ټرمپ د قهر او له سپینې ماڼۍ یې د خپل زوم او لور د ایستلو وجه بلله شوې ده.

له بلې خوا په امریکا کښې تیره اونۍ دوه ملي جشنونه ترسره شول. یو د زړو عسکرو د یاد نمانځلو او بل د شکر د ورځې جشن. د دې دوو پیښو ترڅنګ ځیني سیاسي بحثونه هم مطرح شول، داشان چې ټرمپ د زړو عسکرو د یاد نمانځلو په مراسمو کښې ادعا وکړه چې امریکا په ټولو دفاعي او پوځي ډګرونو کښې د بریالتوب ترلاسه کولو په حال کښې ده. او د شکرګزارۍ د جشن ترڅنګ هم د څلویښت کلن دود په څیر ځايي امریکایانو د سور پوستو د غلې وژلې په یاد کښې مظاهرې وکړې او د خپلو ضایع شویو حقوقو د ترلاسه کیدو غوښتونکي شول. دا په داسې حال کښې وو چې له دې څو ورځې مخکښې هم د پورټوریکو اوسیدونکو د دغې جزیرې طوفان ځپلو ته په مرسته رسونه کښې د امریکې د فیدرل حکومت په کم تحرکۍ او لټۍ باندې په اعتراض کښې د سپینې ماڼۍ مخې ته اعتراضي مظاهرې کړې وې او ورته مهال هم د مدني حقوقو مدافع ډلو په امریکا کښې د کابو شپیتو زرو هائیټیايانو د اقامت د مجوز له تمدیدو د ډډه کونې په هکله د ټرمپ حکومت فیصله وغندله.

                تیره اونۍ د جنسي ځورونې د تورونو سونامي نوي کسان راګیر کړل. د جان کانیرز خلاف د جنسي ځورونې د تور له طرحې وروسته د کانګرس ځینو غړو د دغه ارګان د ترټولو د پخواني غړي او د ډیموکراټ ګوند د مشهور شخصیت د څنګته کیدو غوښتنه وکړه. ورته مهال اعلان وشه چې د امریکې د ټیلیویژن دوه مهم چینلونه (سي، بي، ایس) او ( پي، بي، ایس) د چارلي روز په نامه د ټیلیویژن له هغه مشهور اینکر یا مجري سره خپله همکاري ختموي چې په جنسي ځورونې تورن شوی دی. دا سونامي هغه وخت راپورته شوه چې رسنیو د هالیووډ د تکړه کس هاروي واینسټاین غیراخلاقي کارونه ایشوا کړل. په هغه وخت کښې داسې فکر کیده چې د قدرت لرونکو سړیو لخوا د ښځو ځورونه یوازې په هنري او سینیمايي چاپیریال پورې محدوده ده، حال دا چې د وخت په تیریدو سره اوس معلومه شوه چې په امریکا کښې سیاست او رسنۍ هم د جنسي آزار او ځورونې له ګڼو تورونو سره مخ دي.د کوئینیپیاک موسسې نظرپوښتنه ښئي چې شپیته فیصده پوښتل شوې امریکایانې وايي له جنسي ځورونې سره مخ شوې دي. دا په داسې حال کښې دي چې له کومو سړیو چې پوښتنه شوې په هغو کښې هم شلو فیصدو د داشان تجربې خبر ورکړی دی. د دې مزاحمتونو ستره برخه د کار په چاپیریال کښې د لوړو مدیرانو او چارواکو لخوا د هغوي د ماتحت کسانو خلاف ترسره شوې ده.

دا په داسې حال کښې وو چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنسي ځورونې له تور سره د مخامخیدنې په وجه د آلاباما ایالت د سناټورۍ په کاندید روي مور باندې د اعتراضونو په ګرداو کښې له هغه ملاتړ وکړ. د آلاباما ایالت د سترې محکمې اوسنی مشر روی مور د ښځو په جنسي ځورونې او له قانوني عمره له لاندې جینکو سره په اړیکو تورن دی. تراوسه اتو ښځو پر مور د جنسي ځورونې تور لګولی دی او ځینو پکښې ویلي دي چې دا کار یې ورسره هغه وخت کړی چې دوي له اتلسو کالو کم عمر درلود. البته دا ټول موارد کابو دیرش کاله مخکښې ته ورګرځي او مور هم دا تورونه په کلکه دروغ بللي دي. په همدې وجه هم ټرمپ د مور ملاتړ کړی څو د آلاباما ایالت د سناټورۍ مهمه کرسۍ بلآخره د یو لیبرل ډیموکراټ لاس ته ورنه شي. دا کار د امریکايي سیاستوړالانو د اخلاقي فساد په مهمې موضوع د امریکې د ولسمشر د سترګو پټولو په معنا وبلل شو. واشنګټن پوسټ په دې هکله ولیکل: سپینې ماڼۍ هغو کسانو ته شین څراغ وښود چې خلک په جنسي توګه ځوروي.\

                له بلې خوا تیره اونۍ له واشنګټن څخه نیویارک ته د کډه کیدو لپاره له جرډ کوشنر او ایوانکا څخه د ټرمپ په غوښتنې پورې د اړوندو خبرونو او د رابرټ مولر له تحقیقاتو سره د مایکل فلین د ملګرتیا د موافقې هممهال والي د امریکې د ولسمشر د سیاسي راتلونکي په هکله ځینې ګونګوسې او ګمانونه مطرح کړل.

ونټي فر مجلې تیره اونۍ ولیکل: د امریکې ولسمشر د ناکارنده سلامشورو په وجه له خپل زوم جرډ کوشنر او لور ایوانکا څخه وغوښتل چې په نیویارک کښې خپل کور ته ستانه شي. کوشنر د روان ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په شلمه نیټه د ټرمپ د ولسمشرۍ په پیلیدو سره د ولسمشر د لوړرتبه سلاکار په پوسټ وګمارل شو او بیا (د مینځني ختیځ د سولې) په نامه په ډیره حساسه او سټراټیجکه موضوع کښې د امریکې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه معرفي شو. ویل کیږي چې په تیرو لسو میاشتو کښې د بې تجربې کوشنر ځینو مشورو خپله د ولسمشر ټرمپ او په سپینې ماڼۍ او کانګرس کښې د واکمن جمهوریت غواړي ګوند لپاره ډیرې ستونزې جوړې کړې دي. له هغو نه یوه دا چې کوشنر ټرمپ ته مشوره ورکړې وه چې جیمز کومي د ایف بي آيي له مشرۍ څنګته کړي او دا هغه موضوع وه چې بلآخره د امریکې په انتخاباتو کښې د روسیې د احتمالي مداخلې د دوسیې د ځانګړي مفتش په توګه د رابرټ مولر د ټاکل کیدو سبب شوه.\

په دې مینځومان کښې (روسیه-ټرمپ) نومې دوسیې ته د کوشنر د پښې ارتیدل او د تیر ۲۰۱۶ کال د ولسمشریزو ټاکنو د سیالیو په پړاو کښې کرملین ماڼۍ ته څیرمه له یو روسي وکیل سره د هغه ملاقات هم د ټرمپ لپاره ډیر مشکلات جوړ کړل. د ټرمپ مخالفان کوشش کوي چې په دې کتنې باندې په تمرکز سره د ډونلډ ټرمپ د استیضاح لاره ومومي. ځیني شواهد ښودنه کوي چې ټرمپ له سپینې ماڼۍ د کوشنر په لرې کولو سره نیت لري ځان په دې دوسیه کښې خوندي وساتي. اټکل کیږي چې که له روسانو سره د کوشنر د شکمنو تماسونو په تور باندې دغور په دوران کښې له دې روابطو د ټرمپ په خبرتیا دلالت کونکي شواهد پیدا شي نو د امریکې ولسمشر به د استیضاح او په کانګرس کښې د محاکمې له خطر سره مخ شي. دې موضوع په دې وجه ډیر اهمیت موندلی چې مایکل فلین پس د څو میاشتو له مقاومته بلآخره وویل چې د مولر په تحقیقاتو کښې به ملګرتیا او همکاري وکړي. دا ملګرتیا له روسانو سره د ټرمپ د انتخاباتي کمپین د غړو د مشکوکو او غیرقانوني تماسونو ځیني اړخونه په ډاګه کولی شي.

                همداشان تیره اونۍ د نومبر په وروستۍ پنجشنبه د شکر ادا کونې جشن ترسره شو. په دغه ورځ د امریکې خلک د موجودو نعمتونو او امکاناتو د شکرانې په توګه سره راغونډیږي او د بوقلمون د خوړلو په شمول د شکر ایستنې مراسم ترسره کږي. په دغه ورځ هم داشان ځینو خیّر خلکو او خیریه موسسو له اړمنو او بې وزله کسانو سره مرسته وکړه.

البته د شکرګزارۍ د جشن له ترسره کیدو سره په یو وخت د امریکې ځايي خلکو هم د خپلو پلار نیکونو یاد تازه کړ چې د اروپايي بریدګرو له ورتګ وروسته وژل شوي وو. د ځايي امریکایانو او مهاجرو امریکایانو لپاره د شکرګزارۍ ورځ دوه بیلې معناوې لري. د ۱۶۲۰ میلادي کال په ژمي کښې نوي ټاټوبي ته تازه ورغلي انګریزان له وژونکې قحطۍ او لوږې سره مخ شول او له لسګونو مهاجرو څخه نیمايي کسان د لوږې له لاسه مړه شول. خو له مهاجرینو سره د سیمې د ځايي اوسیدونکو مرستې چې ځانته یې زیارتوال ویل، پاتې انګریزان له حتمي مړینې وژغورل او سبب شول چې په شمالي امریکا کښې د اروپایانو د استوګنې وړومبنی ځاې پیدا شي. په همدې وجه د ابتدايي مهاجران لمسي کلونه وروسته له لوږې او مړینې د خپلو نیکونو د ژغورل کیدو د شکرانې په توګه د نومبر د میاشتې څلورمه پنجشنبه جشن ترسره کوي.

په عین جحال کښې له حتمي مړینې د انګریزانو ژغورنې د هغو ځايي خلکو نسل وژنه او قتل عام په ځان پسې درلود چې انګریزان یې له لوږې ژغورلي وو. د ۱۶۲۰ کال د سخت اوړي نه راپه دې خوا دریو پیړیو کښې د اطلس او آرام سمندر په مینځ کښې ډیر پراخ ټاټوبی د مهاجرانو په نیواک کښې راغی او د امریکې کابو د ټولو ځايي اوسیدونکو په مړینې سره د انساني تاریخ ترټولو ستره نسل وژنه رامینځته شوه. په دې موده کښې د سور پوټکو په مختلفو قبیلو باندې سلګونه لوې او واړه جنګونه مسلط شول او هغوي له خپلې خاورې قدم په قدم شاته وشړل شول. اروپايي ښکیلاکګرو او بیا د امریکې د متحده ایالاتو د تازه جوړ شوي هیواد خلکو د وسلو او مدني برترۍ نه په ګټه پورته کونې سره میلیونونه ځايي خلک ووژل او یا یې په لوږې سره ختم کړل. البته په دې جنګ کښې هم د سیمې ځايي اوسیدونکو د مقاومت او د خپلو دښمنانو د وژلو لپاره خپلې دودیزې طریقې وکارولې او بوږنونکې پيښې یې هم رامینځته کړې. په عین حال کښې هغه څه چې د یرغلګرو او ځايي خلکو ترمینځ د دوه نیمو سوو کالو له جنګه پاتې شول، ښودنه کوي چې د سور پوستو سر، مال او عزت څنګه لوټ شول او اوس د متحده ایالتونو د پراخ ټاټوبي په ډیرو وړو سیمو کښې محدود او کلابند دي. دا خلک نن سبا په بې وزلۍ، بیکارۍ او د جوارۍ، فساد، نشه ایزو توکو او بې سوادۍ په شان ډول ډول ټولنیزو مسائلو کښې ګیر دي داشان چې دې مسائلو د توکمیز اختلاط د پراختیا او د ځايي خلکو د کلتور په له مینځه تګ سره، سور پوټکي د بشپړې نابودۍ له خطر سره مخ کړي دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

Nov 28, 2017 09:57 Asia/Kabul
کمنټونه