• ایراني شخصیتونه نړیوال ویاړونه ۱۱۴

د لوې او متعال خدای په نامه ګرانو دوستانه د (ایراني شخصیتونه، نړیوال ویاړونه) نومې لړۍ په یو بل پروګرام سره حاضر شوي یو او په دې نني پروګرام کښې درته یو بل ویاړمند ایرانی شخصیت درپیژنو. په دې پروګرام کښې د شپږمې قمري پیړۍ له مشهور او نامتو ایراني عارف، صوفي، محدث او شاعر شیخ نجم الدین کبری سره اشنا کیږو چې د کبرویه لړۍ او طریقت مشر او بنسټګر دی. هیله ده چې ستاسو د خوښې او استفادې وړ وګرځي. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

                په کال ۵۴۰ هجري قمري کښې د ستر خراسان په خیوک یا خیوق سیمه کښې چې بیا وروسته په خیوه مشهوره شوه د علم او فضیلت په خاوندې کورنۍ کښې یو ماشوم وزیږید. احمد نوم یې پرې کښیښوده. دا همهغه ماشوم و چې بیا وروسته د تصوف په عالم کښې ښه وځلید او د اثر سرچینه وګرځید. هغه په (نجم الدین کبری) او (شیخ ولي تراش) مشهور ابو عبدا... احمد بن عمر بن محمد بن عبدا... هیوقي خوارزمي دی. چا چې د کبرویه لړۍ بنسټ کښیښود او د شیدا عارفانو مقتدا او د خدای د لارې د عاشقانو مشر شو. د هغه د لقب په هکله په مورخانو او محققانو کښې مختلف روایتونه شته دي. ځیني باوري دي چې کبری لقب ورته د ځیرکتیا په وجه ورکړی شوی دی او ځیني بیا وايي له دې امله چې په ځوانۍ کښې یې په بحث او احتجاج کښې غیرمعمولي قدرت درلود نو په دې لقب مشهور شو.

د هغه ځینو منونکو دی د ډیر احترام په وجه آیة الکبری نومولی دی چې ورو ورو د وړومبي ټکي په حذفیدو سره کبری پاتې شو. خو شیخ ولي تراش ورته ځکه ویل کیدل چې د صوفیه مشایخو زیاتره مشرانو له ده څخه روزنه ترلاسه کړې وه.

روسي ختیځ پيژاندی او محقق برتلس د نجم الدین کبری په هکله ویلي دي: که څه هم نجم الدین ورته ویل شوي خو هغه ستوری نه بلکې لمر و چې د عرفان د عالم له ختیځه راپورته شو او د معنویت وړانګو یې د اسلامي نړۍ زیاتره سیمې روښانه کړې او له عراق، فارس، خراسان او ماوراءالنهر او نورو سیمو څخه ډیرو مریدانو د هغه په آستانه د ارادت سر ټیټ کړ او د هغه له مسیحایي علم څخه په ګټه پورته کونې سره هر یو د یوې سیمې قطب او د یوې جزیرې حجت شو.

                نجم الدین ابتدايي زده کړې په خپل زیږنځي کښې وکړې. د لنډې مودې په تیریدو سره د هغه علمي شخصیت همهغه د ځوانۍ په ورځو کښې د خوارزم د علمي حوزې د استادانو د ځانګړې پاملرنې وړ وګرځید او د خپل پلار او استاذانو په صلاح او د علم او معرفت د طالبانو له رسم سره سم، په سفر روان شو. نیشابور، اصفهان، همدان، تبریز، خوزستان، حجاز او مصر یې وکتل او د ظاهري او باطني علمونو د ترلاسه کولو ترڅنګ د خپلې زمانې له سترو مشایخو سره اشنا شو. نجم الدین چې له کومې ورځې خپل وطن او زیږنځای پریښود، د خپل عمر ډیر ښه او غوره ورځې یې په دشتو، درو او غرونو کښې په لټون تیرې کړې، هر ځاې چې به یې د کوم عالم او پوهاند صفت اوریده همهغه ټاټوبي ته به روانیده او د هغه عالم له محضره به یې ګټه پورته کوله. په دې وجه نجم الدین کبری یوازې یو غیرفعال عارف نه و بلکې یو عظیم الشان مفسر، زبردست حدیث پيژاندی، تجربه کاره هیئت پوه، عالیقدره څیړاند، لوړ حکیم او فیلسوف، بې ساری لغت پوه او لوړرتبه رجال پيژاندی ګڼل کیده.

هغه ډیر کم عمره و چې مصر ته لاړ او څه موده هلته له پاتې کیدو او زده کړې وروسته د شیخ روزبهان وزان مصري ملاقات ته لاړ چې په هغه زمانه کښې یو ستر عارف و او له هغه نه د علمونو زده کول پیل کړل. د نجم الدین لپاره د دغه ستر عارف ترڅنګ زده کړه، لکه څنګه چې یې په خپل کتاب جواهر الاسرار کښې لیکلي دي، یو داسې فرصت و چې د دوامداره ریاضتونو او د استاذ د لارښوونو په برکت لوړو عرفاني درجو ته ورسیږي او د معنویت د عالم ځینې درجې درک کړي. نجم الدین د شیخ روبهان غوره شاګرد و او په ډیره لږه موده کښې د ښو مرتبو د ترلاسه کولو لپاره د شیخ دومره خوښ شو چې خپل لور یې ورته نکاح کړه. خپله یې په دې هکله ویلي دي: زما حالات د شیخ په نظر ښه او غوره راغلل او زه یې په فرزندی قبول کړم او خپله لور یې ما ته راکړه چې له هغې نه بیا خدای دوه ځامن راکړل.

                نجم الدین په مصر کښې اوسیده تر دې چې خبر شو په تبریز کښې ابومنصور حفده چې د حدیثو یو ستر عالم و، د حدیث پيژندنې د مسائلو په اړه درس ورکوي. خپله يې په دې هکله ویلي دي: چې څنګه مې دا واوریدل نو د هغوي خوا ته د ورتګ لیواله شوم او غوښتل مې چې شرح السنه کتاب له دوي سره ووایم. له شیخ روزبهانه مې اجازه وغوښتله، تبریز ته لاړم او په عتیق میدان کښې زاهدیه خانقاه ته مې ځان ورسوه.

نجم الدین د ابومنصور د درس په ټولګي کښې له مشهور عارف بابا فرج تبریزي سره اشنا شو او د دغه کامل عارفل په محضر او روزنه کښې نجم الدین لوړو عرفاني درجو ته ورسید. نجم الدین له دې وروسته د ډیرو بزرګانو حضور ته لاړ او د علومو په حوزه کښې د زده کړې وړ ټول علمونه یې زده کړل او د معرفت، کشف او شهود د حوزې په هرڅه یې ځان پوه کړ. د نجم الدین کبری وروستی استاد چې د هغه پير او مراد و، شیخ اسماعیل قصري و چې د ارشاد عبا یې اغوستې وه. دغه ستر استاد نجم الدین ته امر وکړ چې مصر ته لاړ شي او خپله میرمنه او اولادونه ځان سره کړي او د شاګردانو د روزلو او د خلکو د ارشاد لپاره خوارزم ته لاړ شي. د طریقت د شیخان رسم پاتې شوی چې خپلو شاګردانو ته به یې عبا وراغوستله. دا خلته یا عبا دوه ډوله وه. یوه د تبرک او بله د ارشاد. د تبرک عبا هغه وه چې د عرفان شیخانو به د یولړ مرتبو ترلاسه کړو زیارمنو سالکانو ته د سالک د ارادت په نښه ورکوله چې د مینې نښه وه. په همدې وجه د تبرک عبا د طریقت له څو شیخانو هم ترلاسه کیدی شي. خو د ارشاد او خلافت خلته بیله ده. دغه خلته یا عبا یوازې د یو بشپړ او کامل شیخ له لاسه اغوستله کیدی شي او ورسره هغه کس ته د سالک لخوا د ارشاد او هدایت او تربیت اجازه ورکوله کیږي.

                نجم الدین مصر ته ستون شو. څه موده یې د مصر د طریقت له شیخانو او د شریعت له علمي شخصیتونو سره په ملاقاتونو کښې تیره کړه. بیا په ۳۵ کلنۍ کښې یعنې په ۵۷۵ قمري کال کښې خپل زیږنځي ته روان شو. خیوې ته په رسیدو سره چې نن سبا جرجانیه یادیږي، له دیره کیدو او د ښار له مشرانو او بزرګانو سره له لیدو کتو وروسته په یوه خانقاه کښې د اسلامي علمونو په ښوونه بوخت شو. د اسلامي علمونو او معارفو طلابو یې د درس د حوزې داسې تود هرکلی وکړ چې په لږه موده کښې یې خبر د هغې زمانې علمي مرکزونو ته ورسید. علمي شخصیتونه د دغه تازه دمه استاد د لیدو لپاره خوارزم ته تلل او د نورو شاګردانو په شان به یې په هغه علمي حوزه کښې شاګردي کوله. شیخ نجم الدین به د اسلامي علومو د تدریس او ښوونې ترڅنګ ا... تعالی ته د نزدې کیدو د لارې مینه وال هم روزل. د سیر او سلوک میئنان به د اسلامي ټاټوبو له ګوټ ګوټه خوارزم ته تلل څو د هغه په محضره کښې د طریقت آداب زده کړي. شیخ به د طالبانو ښوونه او روزنه کوله او د طریقت د مشایخو د دود سره سم به یې ورته د ریاضت او مجاهدت آداب ورزده کول او کله چې به یې روزنه پاې ته رسیدله او د سیر او سلوک پړاونه به یې وهل نو اسلامي ټاټوبو ته به لیږدول کیدل څو د طریقت او عرفان مینه وال وروزي او هدایت یې کړي.

                د کبرویه طریقت لړۍ مشر نجم الدین کبری په ۶۱۸ قمري کال کښې په ۷۸ کلنۍ کښې د مغولو له لوټمار لښکر سره په مخامخیدنه کښې په میړانې سره مرګ ته هرکلی ووایه او دنیا یې دنیاوالو ته پریښوده او شهید شو. کله چې لوټمار مغول قوم خوارزم ته ورسید نو شیخ نجم الدین خپلو ملګرو او مریدانو ته چې د هغه د ستر عرفان میراث داره وو، حکم ورکړ چې خپلو خپلو ښارونو او هیوادونو ته ستانه شي. هغوي له شیخ څخه وغوښتل چې له دوي سره له خوارزمه ووځي خو هغه وویل: ما ته د تګ اجازه نشته، باید دلته شهید شم.

نقل شوي دي چې چنګیر او اولادونه یې خوارزم ته له رسیدو مخکښې په بخارا کښې لږ تم شول او قاضي خان یې چې د هغه ټاټوبي له علماو خبر و، له ځان سره خوارزم ته بوتله. کله چې خوارزم ته ورسیدل نو قاضي خان ورته وویل چې سلطان المشایخ نجم الدین کبری دلته دی، له دوي او د دوي له مریدانو سره ګستاخي نه شئ کولئ، د چنګیز ځامنو چې د دغه لښکر مشران وو، قاضي خان حضرت شیخ ته ورواستوه چې مونږ په تا او ستا په مریدانو کار نه لرو. شیخ دې مهرباني وکړي چې کسان او مریدان یې بهر راووځي چې هسې نه په بې خبرې کښې ورته تاوان ورسي. قاضي ورغی او پيغام یې ورورسوه. شیخ یې په ځواب کښې وویل: اویا کاله په خوشالۍ او سوکالتیا کښې د خوارزم له خلکو سره وم او اوس په بد وخت کښې ترې بیلیدل بې حرمتي ده. لښکر په خوارزم حمله وکړه. شیخ نجم الدین کبری په میړانې او ذاتي ایمان له دښمن سره وجنګید تر دې چې په سینه د یو غشي په خوړلو سره شهید شو.

 

Nov 28, 2017 10:24 Asia/Kabul
کمنټونه