• دبې پردې امریکا داخلی حالات

تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې یو ځل بیا دامریکا کورنیو حالاتوته د کتنې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو . هیله ده ترپایه راسره ملګرتیاوکړئ .

   دوستانو په ننني مطلب کې به  هم د تیرې اونۍ په څير   په تیرې اونۍ کې  د امریکا خورا مهمو  اقتصادي ، سیاسی او ټولنیزو بدلونونو ته یوه ځغلنده کتنه وکړو .  له تل ابیبه  قدس شریف ته دامریکا د سفارت   د منتقلولو او دصهونیسټ رژيم  د پلازمینې په توګه د قدس  د په رسمیّت پيژندنې کې   د امریکا  دولسمشر ډونالډ ټرمپ   فیصلې  په تیرې  اونۍ کې  په درستې نړۍ  یو ستر  طوفان راپورته کړ .  دغه اقدام چې دملګروملتو د امنیت شورا د پنځلسو پریکړه لیکونو  سره ښکاره خلاف ورزي  ده ،   تقریبا د ټولو نړیوالو اورګانونو او زیاترو هیوادونو له خوا   په کلکه  محکوم شو .  حتی    دملګروملتو  دامنیت شورا  په دایمي غړو کې  د واشنګټن   د خورا نزدې ملګرو هم دقدس  دسیاسی  وضعیّت په بدلولو کې  دامریکا دولسمشر  اقدام یو خطرناک او لمسونکی اقدام بللی دی .  دغه غبرګونونه  تر دې حده  زیات ؤؤ  چې  دامریکا  خارجه وزارت  مدعي شو  د دونالډ ټرمپ  اقدام  دقدس  په وضعیّت کې هیڅ ډول بدلون نه دی راوستی .  په عین حال کې  دتیرې اونۍ په وروستیو شپو ورځو کې  په درستې  نړۍ کې د امریکا او  صهونیسټ رژيم به ضد پراخ او سخت غبرګونونه او اعتراضونه  راپورته شول .

له بل پلوه ،  په تیرې اونۍ  کې بلاخره   دامریکا  د مالیاتي نظام  داصلاح  مسوده  په مشرانو جرګې کې تصویب شوه .  په دغې فیصلې سره ،  د مالیاتو د  دخورا زیاتو کمیدا  یو اقدام  داجرا کیدا په  درشل کې ورغلی  دی .  ډونالډ ټرمپ او جمهوری غواړو    دمشرانو جرګې فیصله   د ځان او دامریکا  د متوسطې پرګنې لپاره  یو ستر بری ګڼلی دی .  په داسې حال کې چې  ډیموکراټاو  دا   دکم عایده پرګنې  لپاره یو ستر تاوان بللی دی .

 تیره اونۍ همداراز  په امریکا کې  دپيژندل شوو او غوره  سیاستوالانو  اخلاقي رسوایانې  هم هماغه راز  په زیاتیدو وې . دامریکا د کانګرس  یو خورا مخینه لرونکی ډیموکراټ   جان کنیّرز  چې په جنسي کړونې تورن دی ،  تیره اونۍ   ووئيل ،  ځان ریټایرډ کوي .  همداراز  یوه بل ډیموکراټ سناتور  آل فرینکلیّن  هم وئيلی دي ،  له مشرانو جرګې  به څنګةشي .  داپه داسې  حال کې وو  چې   ډونالډ ټرمپ  یو ځل بیا  د الاباما ایالت  د مشرانو جرګې په انتخاباتو کې  د یوۀ جمهوری غواړي کاندید  روي مور ، چې په جنسي کړونې تورن دی ،  ملاتړ وکړ .دغه راز په سیاسی رسوایانو کې ، په تیرې اونۍ  کې د ډونالډ ټرمپ  ټولنیزو پیغامونو،  چې   په هغو کې ئې لیکلی دي  د ملی امنیت د سلاکارۍ  له  څوکۍ  د مائيکل فلین دلیرې کیدا  علت ،   ایف بي آئي  ته   د دروغ وئيلو په دلیل  ده ،  هله ګوله   او شورماشور زیات کړی دی.  همداراز تیره اونۍ  دامریکا حکومت  دملګروملتو دکډوالۍ  له یوه تړونه   ووتله څو وښئ   پر نړیوالو  موافقو  په سترګو پټولو  هماغه راز ټينګ ولاړ دی .  هغه هم   په هغې اونۍ کې  چې   امریکا ته د ځينو مسلمانو هیوادونو  د ښاریزو  سفیر   لغوه کیدا  اجرائي شوي ده .

                   تیره اونۍ  ډونالډ ټرمپ  له مخکې  اعلان شوو   خبرداریو  سره سره ،  نیواکي قدس  د صهونیسټ رژيم دپلازمینې په توګه په رسمیّت وپيژنه او  وې وئيل ،  دامریکا سفارت به له تل ابیبه  قدس ښار ته منتقل کړي .  هغه دخپلې فیصلې په توجیه کې  دامریکا دمخکینیو حکومتونو ژمنې ته مخه کړې  او ادعائې کړې ،  په  دغه اقدام سره  به په لویدیځي آسیا کې  له سولې سره مرسته وکړي .  په داسې حال کې  چې  دملګروملتو دامنیت شورا د لږترلږه پنځلسو  پریکړه لیکونو په اساس  قدس ،   دعربو اواسرائيلو ترمینځ  یو ویشل شوی ښار دی  او دنړیوالې ټولنې  له نظره ،  د د مسلمانانو دسپيڅلو ځایونو پشمول  د هغه  ختیځه برخه  د فلسطین  دپلازمینې په توګه پيژندل کیږ ي . 

 په عین حال کې ،  په ۱۹۹۵ کال کې  دامریکا کانګرس ، په یوه یواړخیز اقدام کې او  دنړ یوالو قوانینو په اپوټه ،   دامریکا حکومت پابنده کړ،څو  په نیواکي فلسطین کې  د دغه  هیواد سفارت  له تل ابیبه  قدس ته منتقل کړي . خو   دامریکا د وخت حکومتونو د مسلمانانو د کرکې اوغوسې  او  دغه راز د سازباز  دخبرواترو    په خرابیدو د اندیښنې  په دلیل  د دغه قانونه  سروغړاوۀ . قدس  ته  د امریکا د سفارت  دمنتقلولو  د قانون تر شپږمیاشتو پورې د ځنډولو  سنت او دود   د ډونالډ ټرمپ په حکومت کې هم   یو ځل  تکرار شو ، څو  دا چې  تیره اونۍ  بلاخره    دامریکا ولسمشر  دیوه فرمان په لاس لیک  کولو سره ،   دقدس سیاسی  وضعیّت بدل کړ .  اوس   امریکا  په نړۍ کې  لومړنی هیواد دی چې  دقدس  نیواکي اوویشل شوی ښار   داسرائيلو  دپلازمینې  په توګه  ګڼي .  امریکایان  هیله مند دي ،  په دغې فیصلې سره، دتاریخي جنګ په لور ځي او  دقدس   اسلامی –عربی هویّت  بدلوي .  په داسې حال  چې   دغه ښار   دتاریخ د نه انکاریدونکو  سندونو په اساس  هم له مسلمانانو سره اړه لري ، او هم  دملګروملتو د امنیتی شورا پریکړه لیکونو  دا تضمین کړې ده .  له دې امله  حتی  د ډونالډ ټرمپ  د حکومت فیصله  هم  نه ده توانیدلې ،  دامریکا  اواسرائيلو   د ځينوډير و نزدو متحدانو  ملاتړ  ترلاسه کړي ..  دملګروملتو دامنیت شورا په بیړنۍ غونډې کې  هم د دغې شورا ټولوڅوارلسو   دایمي غړو د ټرمپ له فیصلې سره مخالفت وکړ او حتی دبریتانیا حکومت هم  چې  سل کاله مخکې ئې  په بالفور  اعلامیې  سره ،  په اسلامی ټاټوبو کې  دیوه  یهودي حکومت  دجوړولو  اقدام کړی ؤ ، اعلان کړی ،  خپل سفارت  به قدس ته منتقل نه کړي .  دغه شان دریځونو ښودلې ده چې    د ټرمپ امریکا تر کومه اندازه په دنیا کې منزوي   شوي ده .

                  دامریکا مشرانو جرګې تیره اونۍ  بلاخره  له میاشتو میاشتو بحثونو او کشمکشونو وروسته  په دغه هیواد کې د  مالیاتي نظام  اصلاح ته رایه ورکړه .  د دغې مسودې په اساس ،  دامریکا فیډرل  حکومت  مالیاتي عائدات به ،  په  یوې  لسیزې کې  یو نیم ټریلیّن ډالر  کم شي .  سپينې ماڼۍ دغه پلان     د درو  لسیزو  د مالیاتو دکمیدا خورا غوره  پلان بللی دی . دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  هیله مند دی ، څو د روان کال تر پاي پورې ،  دکانګرس او مشرانو جرګې  استازي مسوده   په قانون بدله کړي  څو هماغه ډول چې  پخپله ئې وئيلی دي ، دا د امریکا ولس  ته  دکریسمس  ډالۍ ده .

په عین حال کې ، دامریکا په مشرانو جرګې کې  دمالیاتو د اصلاح  مسودې ته  د کمزورو رایو ورکولو وښودله  چې  ورسره مخالفتونه زیات دي .  یوه داسې مسوده چې د راتلونکو کمو هیوادونو لپاره  دامریکا  مالیاتي نظام  بدلولی شي ، په مشرانو جرګې کې  په ګوندي ویشل کیداسره تصویب شوه . په بله  معنا ، له سلو سناتورانو  یوازې یو پنځوس سناتورانو،  هغه هم  یوازې جمهوری غواړي سناتورانو  په مالیاتو کې د بدلون لپاره   دټرامپ وړاندیز ته  رایه ورکړه .  په داسې حال کې  چې  د ډیموکراټیک لوري ټولو شپږڅلویښتو سناتورانو ، سره د وو آزادو  او یوه جمهوری غواړي سناتور  ورسره مخالفت وکړ .  د دغو مخالفتونو علت  هم ،  د متوسطې پرګنې  باندې د دباؤنو او مالی سرچینو دکمښت  په دلیل   دحکومت  دهوساینې  دپروګرامونو بندیدا بلل شوې ده  .

په مشرانو جرګې کې  دلږکي  لوري  مشر سناتور چاي شومر د دغې  مسودې په باب وائي ،  دغه مسوده په بشپړ ډول  د شتمنې پرګنې ملاتړ کوي او  دهغې په اساس  به   دامریکا دمتوسطې پرګنې  دښاریزو دمیلیونونو  کسانو مالیات  زیات شي .

 البته  ډونالډ ټرمپ  او دهغه سلاکاران ټينګار کوي  چې  د مالیاتوپه کمیدا او دهغو داخستو په بهیر کې په آسانتیاؤ سره به د ټيکدارانو په وسیله  دتولید لپاره پانګونې زیاتې شي  او د کارکسب نوي فرصتونه به  رامینځة شي . دوي همداراز باؤري دي ، چې   دمتوسطې پرګنې  لپاره  دمالیاتو   دکمولو  اعمالیدا به  ، هغوي د لازیاتو شیانو اخستو اوخدماتو ته وهڅوي ،  یو داسې اقدام چې  داقتصادي غوړیدا  لپاره ګڼل کیږي ، خو  نیوکه کونکي اوکرکتونکي ،  دټرامپ  مالیاتي  پلان ، سترو کمپنیانو  او شتمنو  کسانو لپاره  یوه ډالۍ ګڼي  چې تر شپیته فی صدو پورې  له مالیاتي کمښتونو  برخمن کیږي ، حتی  ویل  کیږي ، دامریکا  دولسمشر کورنۍ  د مالیاتي اصلاح د پلان  په اجرا سره  تر یو میلیارډ ډالرو پورې کم  مالیات ورکوي   .  داپه د اسې حال کې  دي چې   په امریکا کې د ټرمپ د کورنۍ او  د ټرمپ له  ادارې  لازیات شتمن  او ډيرزیات  ستر شرکتونه او  ادارې  او کسان  فعالیتونه کوي .

         په امریکا کې تیره اونۍ هم  د سیاسی او اخلاقي رسوایانو سریال اولړۍ  هماغه راز دوام درلود. د مثال په توګه ، یو ډیموکراټیک سناتور  آل فرانکلیّن  دجنسی  کړونې د تورونو په وړاندې  له مودو مودو  مقاومت وروسته  بلاخره هم ووئيل،له مشرانو جرګې څنګةکیږي .جان کانیّرز هم  چې  په کانګرس کې  یوه پيژندل شوي  یوې ډيموکراټيکې څيرې  په توګه  پيژندل کیږي ، او په دغې جرګې کې  دشتون ستره مخینه لري ، وئيلی دي ، په  ۸۸ کلنۍ کې  ځان ریټایرډ کوي .   له کانګرسه  د دغو دوواغیزمنو ډيموکراټانو څنګةکیدا  دغه ګوند ته دروند ګوزار  او  تاوان ګڼل کیږي . په عین حال کې  ډيموکراټيک ګوند   مشران هیله مند دي ،  په جنسی کړاؤ  شکمن اوتورنو کسانو  په وتلو سره  دامریکا د  رایو ورکونکو  په نزد خپله څیره   ورغوي  او  دراتلونکی کال  په نومبر کې  دمینځ پړاوه انتخاباتو  کې  لازیاتې څوکیو دترلاسه کولو  لامل شي . په داسې حال کې چې  ډونالډ ټرمپ  په  جنسی کړاؤ  دتورن یوه کاندید   په ملاتړ کې  په څو ځله ټينګار سره ،  یوه بله لاره کچ کوي . ټرمپ  تیره اونۍ یو ځل بیا  د الاباما ایالت  له راي ورکونکو غوښتي ،  له :روي مور: څخه دې ملاتړ وکړي ،څو دامریکا کانګرس ته  یو بل لیبرل ډيموکراټ لاره ومومي .  دجمهوری غواړي  ګوند  ځيني مشران  اندیښمن دي ، له  :روي مور ة څخه د ډونالډ ټرمپ  ملاتړ  په نهایت کې  د میرمنو له جنسی کړاؤ څخه  د  جمهوری غواړي ولسمشر  د ملاتړ په معنا وبلل  او  په ورپسې انتخاباتو کې  د د دغه ګوند د رایو  دکمیدا  لامل  شي ، په تیره بیا دا چې پخپله ډونالډ ټرمپ  د  میرمنو ضد کس په توګه وپيژندل شي .

   البته  د ټرمب مشکلات  په تیرې اونۍ کې یوازې  دامریکا د سیاستوالانو  داخلاقي موضوع   ته محدود نه  وو ، هغه تیره اونۍ  په یوه ټولنیز پیغام کې  د مائيکل فلین  په باب   ځان یو ځل بیا  د  ټرمپ – روسیې  په نامې   دوسیې  کې راوست . هغه په دغه ټویټري پیغام کې  په فرورۍ میاشت  کې  د ولسمشر دملی  امنیت دسلاکارۍ له څوکۍ دمائيکل فلین  دڅنګةکیدا  علت ،  دایف بي آئي مامورانو ته  د هغه  وروغ وئيل وو .  ډونالډ ټرمپ   هاله  مائيکل فلین   دایف بی آئي  مامورانو ته په دروغ وئیلو تورن کړی  چې له دې  څو ورځې مخکې  دسپینې مانۍ  دملی امنیت  پخواني  سلاکار  وئيلی وو چې  دامریکا دتیر کال  په انتخاباتو کې    د روسیې د  احتمالي  لاسوهنې د دوسیې  له پلټونکو سره به ملګرتیا وکړي .  دمائيکل فلین دغه فیصله ، د ډونالډټرمپ  په ضد  دتورونو دمطرح کیدا  داحتمال  د پیاوړي کیدا لپاره  یو مهم ګام شمیرل کیږي ، په تیره بیا دا چې  نیوکه کونکي د ټرمپ د ټولنیز پیغام په استناد سره  ټينګار  کوي  چې هغه  دمائيکل فلین له څنګة کیدا  مخکې  دهغه له   دروغو  خبر ؤ .  په همدې دلیل  هم  تیره اونۍ  د ټرمپ د مواخذه کول   په کانګرس کې  رایو ته  وړاندې  شول چې  تصویب نه شو. 

          په نهایت کې  دا چې تیره اونۍ  دامریکا حکومت اعلان وکړ  دغه هیواد به دکډوالو دچارو د نړیوال مدیریّت  دښه کولو لپاره    دملګروملتو   له نړیوال تړونه ووځي .  په ملګروملتو  کې  دامریکا دنمایندګۍ  پلاوي  مدعي شوی ،  هغه تړون چې  په ۲۰۱۶کال کې  دملګروملتو  ۱۹۳غړو  تصویب کړی ،   دامریکا ګټې او د دغه هیوغاد دحکومت د کډوالۍ سیاستونه نه تامینوي . 

 دغه تړون چې  په حقیقت کې  دکډوالو  لپاره  دنیویارک  اعلامیه  نومل کیږي ،لاسلیک کونکي هیوادونه  ژمن کوي ، چې  دکډوالو  حقوق  رعایت کړي او  دهغوي د دیره کیدا ځاي برابر کړي  او کار کست او زده کړو ته د  هغوي   دلاس رسی تضمین کړي .  د نیویارک  اعلامیې  ضرورتونه او پابندکیدا،  د ډونالډ ټرمپ  دکډوالۍ ضد سیاستونو سره په توپیر کې دي  او په همدې دلیل ، امریکا   له  سیمه ایزو اونړیوالو تړونونو څخه د وتلو په دوام کې  د کډوالۍ هراړخیز تړونه  هم وتلې ده . . البته  په ملګروملتو کې  دامریکا دنمایندګۍ پلاوي  مدعي شوی دی چې  دغه هیواد به هماغه راز له پناه غوښتونکو  کډوالو  څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي . په  عین حال کې ،  دسپینې ماڼۍ   دکابو یوه کلن  کړچار  دوام ښودنه کوي  چې امریکا  نوره ګروهنه نه لري ،   د کډوالۍ غوښتونکي  او ورسره د دلچسپۍ لرونکي  هیواد په توګه وپيژندل شي  . په همدې دلیل  هم په تیرې اونۍ کې ووئيل شول چې   ا مریکا ته د څو اسلامی هیوادونو دښاریزو  دسفر په منع کولو کې  د ټرمپ حکمونه   ، له سپينې ماڼۍ  سره  د فیډرل  دلوړې محکمې  له ملګرتیا وروسته   اجرا شوي دي .

=  دوستانو د بې پردې امریکا   کورنیو  حالاتوته د کتنې   اونیز پروګرام  وخت  همدومره ؤ ،نو تر بل پرورګرام پورې مو په نیاؤمن خداي  سپارو،ا....مو مل او ملګری  

(سیماب)

*********************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

Dec 11, 2017 17:46 Asia/Kabul
کمنټونه