• ایران په تیره اونۍ کښې

د تهران راډیو ګرانو مینه والو (ایران د اونۍ په هینداره کښې) د لړۍ د دې اونۍ پروګرام چمتو دی هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.

                د ایران ولس د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۳۹ کلیزې په درشل کښې دی.

د ۱۳۵۷ لمریز کال د سلواغې په دوویشتمه نیټه د اسلامي انقلاب بریالیتوب د یو ستر بدلون پيلامه وه.

اسلامي انقلاب په نړیوالو تاثیراتو او یو نوي تفکر سره له یوې خوا د نړۍ پر کمزورو ولسونو سلطه پال سیاستونه چیلنج کړل او له بلې خوا د کمزورو ولسونو د عدالت غواړو غوښتنو د پیاوړتیا سبب شو او د آزادي غوښتنې او خپلواکۍ لپاره د مبارزې د غورځنګونو او بهیرونو مخې ته یې یولړ نوي فرصتونه وړاندې کړي.

مشهور امریکايي لیکوال نوام چامسکي باوري دی چې د ایران خلاف د امریکې او لویدیځو هیوادونو دښمنۍ، دسیسې او مخالفتونه د د دغه هیواد د خپلواکۍ او د لویدیځ استعمار دسیسو ته یې د سر نه ټیټولو په وجه دي.

خو له دې ټولو دښمنیو سره سره اسلامي انقلاب همهغه شان بریالی او سرلوړی دی. دې انقلاب ایران ته خپلواکي راډالۍ کړې او د خپلواکۍ غوښتنې فطرت یې ژوندی کړی او نړۍ ته یې وړاندې کړ او وتوانیده چې تر ظلم لاندې ولسونو لپاره یو خلاصی بخښونکې بیلګه وګرځي.

د تیرې اونۍ یکشنبه یا د اتوار ورځ د یوې تاریخي ورځې رایادونکې وه. درې کاله مخکښې (د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په ۲۱ نیټه) د اسلامي انقلاب معظم رهبر په فرانسه کښې له ترهګرو پیښو وروسته د اروپا او شمالي امریکې د ځوانانو په نوم په خپل وړومبي پرانیستي لیک کښې د اسلام خلاف د د پراخو دروغو او پروپاګنډا د علتونو په څیړلو او د اسلام د مبین دین په هکله د نیغ په نیغه او بې له واسطې پیزندنې په ضرورت ټینګار وکړ.

دا تاریخي لیک داسې مهال ولیکلی شو چې په پاریس کښې ترهګرو حملو د اسلامي ضده تفکراتو او له اسلامه د ویرونې یوه څپه په لویدیځ په تیره بیا اروپا کښې راپورته کړې وه. د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دغه لیک کښې د افراط پالنې او ترهګرۍ د جرړو په هکله د وضاحت په ترڅ کښې له نورو ولسونو په تیره بیا اسلامي نړۍ سره د لویدیځ د کلتوري غوټو او متقابلو تاثیراتو مسئلې ته اشاره وکړه او د اسلامي نړۍ په حقیقت د سمې پوهیدنې او پيژندنې غوښتنه یې وکړه.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په حقیقت کښې د مهمو او خبرونکو ټکو په یادونې او د آزاد فکر په کړنلارې سره د لویدیځ ځوانانو ته د فکر کولو او د حقیقت د لټولو او موندلو سپارښتنه وکړه او دنیا ته یې وښودله چې د اسلام دین د غور کول او د حقیقت د پيژندلو دین دی. د هغه حقیقت چې د انسان برخلیک بدلولی او د حقیقي صلحې او امنیت په لور یې بوولی شي.

امریکايي جنرلسټ آلیسون ویر په دې هکله وايي: د آیت ا... خامنه اي لیک زمونږ د ټاټوبي ځوانان هغه څه ته رابولي چې ضرورت ورته لري.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر څه موده پس د ځوانانو په نوم په خپل دویم لیک کښې هم یوځل بیا ټول متجسس ذهنونه د تشدد او تندلاریتوب د څرنګوالي دوباره پيژندلو ته راوبلل.

                د فارس خلیج او عمان سمندر په محدوده کښې د (محمد رسول ا...ص-۵) په نوم د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ګډې مانورې ترسره کیدل د ایران د تیرې اونۍ یوه بله پیښه وه.

دغه مانوره د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري، هوايي او ځمکني او همداشان د خاتم الانبیا دافع هوا ځواکونو په ګډون د عمان سمندر په مکران سواحلو کښې ترسره شوه.

د نړیوالو حقوقو له نظره د هرډول تیري په وړاندې د خپلو د خپل حریم او سرحدونو د دفاعي تیارۍ لرل یو روا حق دی. په دې بنیاد د ایران اسلامي جمهوریت د ګواښونو په وړاندې ضروري دفاعي قدرت لري. په دې لړ کښې د ایران په ټولو سرحدونو کښې د پایداره امنیت واکمنول د د پوځ او د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر په شمول د اسلامي ایران د ټولو وسله والو ځواکونو ګډ هدف دی.

د ایران اسلامي جمهوریت دښمنانو او تیري ګرو ته تل دا پیغام ورکړی دی چې په خپل مقتدرانه شتون سره هیڅ تیري ګر ته د سیمې د امنیت د خرابولو اجازه نه ورکوي.

د ایران اسلامي جمهوریت د دودو دفاعي اقداماتو په حدودو کښې په پوره چمتووالي ټینګار لري او د د دودو دفاعي تجهیزاتو په جوړولو او کارولو کښې یوه شیبه ځنډ او شک نه کوي.

                په تیره اونۍ کښې تهران ته د عراق د کردستان سیمې د ځايي ادارې د مشر نیچروان بارزاني د سفر خبر هم پوره ګرم و.

دغه سفر ذ ۲۰۱۷ کال د ستمبر په ۲۵ نیټه له عراقه د کردستان سیمې د بیلتون د ټولپوښتنې له ترسره کیدو وروسته د بارزاني وړومبنی سفر و. د ټولپوښتنې په هکله د عراق د کردستان سیمې د مشر مسعود بارزاني اقدام د عراق د حکومت او مختلفو ډلو او د ایران او ترکیې په شمول د سیمې او نړۍ د مختلفو هیوادونو له پریکنده مخالفت سره مخامخ شو. د عراق د پارلیمان استازو هم د دغه هیواد د کردستان سیمې د جدایۍ ریفرنډم غیرقانوني اعلان کړ. مسعود بارزاني د دې ریفرنډم یا ټولپوښتنې په کولو سره له عراقه د کردستان د بیلولو خوب ډیر نزدې او اسان ګڼه خو ډیر زر یې دغه خوبونه د عراق د کردستان د داخلي حالاتو د سخت کړکیچنیدو سبب شول او دا حقیقت څرګند شو چې ټولپوښتنه یو بې لارې کونکی بهیر او یوه ډیره خطرناکه او ګرانه لوبه ده چې هیڅ ګټه به ونه لري. بارزاني د ځینو پردیو عناصرو په غلط ایډرس سره او په داسې حال کښې چې پوهیده د عراق د ویشلو یوازنی ملاتړی اسرائیل دی خو بیا یې هم پر دغې بلاغوښتنې ټینګار وکړ خو دغه خیالي دوران یې ډیر لنډ و.

نیچروان بارزاني تهران ته له راتګ مخکښې د سیمې بدلونونو او د عراق حالاتو ته په یوې حقیقت پسندانه کتنې سره بغداد ته لاړ څو له مرکزي حکومت سره له اختلافاتو وروسته خپله وړومبۍ کتنه په بیل ډول خبرو سره پيل کړي.

په حقیقت کښې تهران ته د هغه سفر د اربیل نویو سیاستونو ته په پام سره او له بغداد سره په خبرواترو او ملګرتیا باندې په تمرکز سره ترسره شو.

                د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني د عراق د کردستان سیمې د ځايي ادارې له مشر نیچروان بارزاني سره په خپله کتنه کښې د دغې سیمې د ټولپوښتنې غلطې سټراټیجۍ ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: دا ټولپوښتنه د عراق د کردستان د خلکو او د ګاونډیو هیوادونو لپاره د پراخو اقتصادي، سیاسي او امنیتي لګښتونو سبب شوه ځکه چې ځیني باوري وو چې د کُرد قام امنیت د عراق او سیمې له نورو ښاریزو بیل دی او د داعش او ترهګرۍ د ګواښ د مدیریت امکان په خبرواترو او تعامل سره شونی دی.

شمخاني همداشان امنیت د ایران د اسلامي جمهوریت سره کرښه وبلله او ویې ویل: د ایراني عسکرو او ښاریزو د د وژلو لپاره له کردي سیمو د ځینو انقلاب ضده ډلو استفاده او د عراق د کردستان تر ولکې لاندې سیمو ته د هغوي ستنیدل هیڅکله د زغم وړ نه دي.

د عراق د کردستان پلاوي تهران ته په خپل دوه ورځني سفر کښې د ایران د ولسمشر حسن روحاني او د اسلامي شورا (پارلیمان) له مشر علي لاریجاني سره هم ملاقاتونه وکړل.

                خو د سیمه ایزو بدلونونو په ډګر کښې تیره اونۍ په سوریه کښې د اوربند درې ضامن هیوادونو یعنې ایران، روسیې او ترکیې د دغه هیواد د وروستیو بدلونونو په هکله سلامشورې وکړې.

په ځانګړو سیاسي چارو کښې د ایران د خارجه وزیر لوړرتیا مرستیال او د آستانه په بهیر کښې د ایران لوړرتبه مرکچي حسین جابري انصاري په دې لړ کښې د سوریې لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي الیکزینډر لاورنتیف او د ترکیې له مرستیال خارجه وزیر سِدات اونال سره خبرې اترې وکړې.

د سوچي په غونډه کښې ګډون ته د سوري مخالفانو هڅول د دې غونډې یو چورلیز و. د سوریې د ملي خبرواترو غونډه ټاکل شوې د روانې جنورۍ په ۲۹ او ۳۰ نیټه د روسیې په سوچي ښار کښې ترسره شي.

                په داسې حال کښې چې د سوریې د کړکیچ د هواري لپاره د مذاکراتو بهیر تعقیبږي، په سوریې کښې ځینو بهیرونو یولړ اندیښنې رامینځته کړې دي. د دې اندیښنو ستره برخه د سوریې په شمال کښې د حالاتو د کړکیچنیدو له امله ده. امریکې ویلي دي چې د سوریې په شمال کښې د خپلو پوځیانو د دیره کولو نیت لري. امریکې اعلان وکړ د سوریې د کرد ځواکونو په مرسته به دغلته یو پوځ جوړ کړي.

په واشنګټن کښې د مینځني ختیځ موسسې مرستیال مشر پل سالم په پولیټیکو خپرندویه کښې یوه مقابله کښې لیکلي دي: اوس پوره په ډاګه شوې ده چې د دمشق، ماسکو، تهران چورلیز په سوریې کښې بریالی شوی دی او ډونلډ ټرمپ د سوریې په ډګر کښې له ولادیمیر پوټین څخه ماتې خوړلې ده.

امریکا اوس د تحولاتو د بهیر د بدلولو او د سوریې د کړکیچ د سیاسي هواري له معادلې د ایران او روسیې په ایستلو پسې ده چې د تل ابیب او ریاض لپاره یو سټراټجک هدف ګڼل کیږي.

د امریکې د ولسمشر مرستیال مایک پنس تیره اونۍ سیمې ته په خپل سر کښې په یولړ ملامتونکو څرګندونو کښې ایران د سیمې په ناامنه کولو او د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ.

                د برجام او د امریکې د لوظ ماتونو موضوع لاهم د رسنیو او سیاسي ټولنو د بحثونو چورلیز دی.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني تیره اونۍ العالم ټي وي چینل ته په مرکه کښې د برجام (ایټمي موافقه) د چیلنجولو لپاهر د امریکې د وروستیو اقداماتو په هکله څرګنده کړه: برجام له ۵+۱ ډلې سره موافقې ته د رسیدو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت ډیرې لږې غوښتنې دي.

شمخاني د برجامي ژمنو په اجرا کښې د امریکې کارړنګونو ته په اشارې سره زیاته کړه: د برجام د بیاکتنې په هکله خبره یوه سپکه خبره او د امریکې د ولسمشر د توهم نتیجه ده.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنورۍ په دولسمه نیټه پر ایران ایټمي بندیزونه تمدید کړل خو د برجام د ځینو مفادو د بدلون، پوځي سایټونو ته د لاسرسۍ او د ایران د توغندوي بایکاټ په شمول یوشمیر شرطونه یې په برجام کښې د پاتې کیدو لپاره اعلان کړل او ویې ویل: تکه کانګرس او اروپا دا شرطونه عملي نه کړي نو له برجامه به ووځي.

اوس ځینې رسنۍ وايي چې اروپایانو د ټرمپ په ځواب کښې هغه ته د امتیاز ورکولو او په ایران باندې د دباو زیاتولو په لټه کښې دي. دې موضوع د ایراني چارواکو غبرګون په ځان پسې لرلی دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي څه موده مخکښې د ایران د یوه ډله محصلینو او علمي پوهانو په ټول کښې یولړ څرګندونو کښې، اروپایانو ته سپارښتنه وکړه چې: اروپایان باید د برجام د خلاف ورزۍ لکه د هغو بندیزونو چې تمه لري کانګرس یې ولګوي په شمول د امریکې د حکومت د اقداماتو په وړاندې  ودریږي او د ایران د دفاعي قدرت او په سیمه کښې د ایران د شتون په شان مسائلو کښې له امریکایانو سره له ملګرتیا ډډه وکړي ځکه چې مونږ د امریکې له زور وینو سره د اروپایانو همغږي بیخي نه منو.

*********////////////***********

 

Jan 31, 2018 11:06 Asia/Kabul
کمنټونه