• ایران داونۍ په هینداره کې

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیتي پاڼې خوږو مینه والو دایران داسلامی انقلاب دسباؤن لسیزې دشپو ورځو په درنښت سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې هم څو مهموخبرونو سره خپل دغه پروګرام پیلوو ،هیله ده ترپایه راسره ملهّ ووسئ .

    په تیرې اونۍ کې  ایران  دڅو مهمو پيښو کتونکی ؤ .  داسلامی انقلاب د بریالیتوب د نهه دیرشمې کلیزې ځانګړي دستورې  دحضرت امام خمیني  په سپيڅلي حرم  او دغه راز  داسلامی انقلاب د شهیدانو په هدیرې کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود  په شتون او همداراز  داسلامی انقلاب  له سپيڅلو آئيډیاؤ سره د  اسلامی  ایران د ولسمشر او د حکومت د کابینې  د غړو په بیعّت نوي کولو سره پيل شوې .دروسې په سوچي کې دایران  او روسیې  له سیاسی هلوځلو سره  د سورئې د ملی خبرواترو غونډه،  دایران په ضد دامریکا  دخوځښتونو دوام او  دچټي  تورونو تکراریدا،دایران هغه خورا مهمې خبري  پيښې دي ،چې    دایران  او نړۍ  درسنیو خبري سرټکي ګرځيدلی  دي .   دایران داسلامی  انقلاب د بریالیتوب  کلیزې  او  د دغه لوي بدلون بریاؤ  ته   په کتنې  سره  د ایران ځينی مهمې پیښې سپړو ، هیله  ده راسره ملګري شئ .

         دوستانو  دایران اسلامی انقلاب  دخپل  برکتناک  ژوند  څلویښتم کال ته  په رسیدو دی . یوداسې انقلاب چې   ؛  نه  شرق غواړو اونه غرب غواړو  په شعار سره  پیل شوی او  د   نړۍ  د قدرتونو دسلطې  په مقابل کې  په دریدا سره  ئې خپل عدالت  غواړي پیغامونه    دنړیوالو غوږونو ته  ورسول  او  د نړۍ د مظلومو ملتونو لپاره  په یوې بیلګې بدل  شو.  داسلامی انقلاب تاریخ ښئ ،  د ایران ملت   پخپل وحدت اویووالي سره  د دښمنانو دسیسې  له ماتې سره مخامخ کړي دي ، د ایران د ملت  د اسلامی انقلاب  تاریخ  ښودلې ده ، هغه څه چې  اسلامی ایران نامه ئې  په نړۍ کې  اوچته کړې ده ،   او  دا ئې په نړیوالې بیلګې بدل کړی ،د سوچه  اسلام  د ارزښتونو او اساس  د پوره کیدا په لاره کې   حرکت  او وحدت او  اتحاد دی .

 د اسلامی انقلاب  معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په یوه  ځاي کې فرمائي ؛، د هر یوه انقلاب د رامینځةکیدا لپاره  یو  فکری عنصر او دوو  انساني  عواملو ته ضرورت لري .  فکری عنصر هماغه  مکتبي آئيډیالوژي  ده چې  انقلاب  پرې دریږي  او  انساني عنصر  هم  یو ولس  دی او بل  هم رهبري ،کله دغه درې  عناصر  دیوه بل ترڅنګ  شي ،او یو شان لورنیونه  ولري ،نو  انقلاب راپنځيږي .:::

       دایران  په ضد دامریکا خوځښتونه  یوې نوي مرحلې ته  داخل شوي دي .  په ملګروملتو کې د امریکا  سفیرې نیکي هیلې  تیره اونۍ   د ملګروملتو  د امنیت شورا د غړو هیوادونو سفیرانو ته د ډونالډ ټرمپ  له خوا  د غرمنۍ  لپاره په بلنې سره ، یو ځل بیا  یمن  ته د ایران  له خوا د توغندیو د لیږدولو  ادعا ، په ځينو جعلی شواهدو او  د توغندي دځينو ټوټو  په نمایش سره  تکرار کړه . د امریکا  ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم  په کانګرس کې دخپلې کلنۍ  وینا په  یوې برخې کې  د ایران په ځينو ښارونو کې  وروستیو ناکراریو ته اشاره کړې او وئيلی  ئې دي ،  کله چې  پّه ایران کې   ناکراري رامینځة شول ، نو  زه چُپه خوله  پاتې نه شوم ، امریکا  د آزادۍ لپاره د ایران  د ولس  په میړنۍ  مبارزې  کې د هغوي څرنګ  دریږي .

   له دغو لمسونکو او  لاسوهونکو اقداماتو سره په یو وخت ،  د امریکا د استخباراتي ادارې  سی آئي اې  مشر میاک پومپئو  هم  د ایران په ضد د امریکا د همیشنیو تورونو  په تکرارولو سره مدعي شوی چې  د ایران سیمه ایز  فعالیتونه د ایران  دګټو په لړ  کې نه دي . 

         یوه کال مخکې  چې ډونالډټرمپ     د ولسمشرۍ  په څوکۍ په کیناستو سره په امریکا کې  د چارو واګې ترلاسه کړې ،  نو   په سیمې کې   ئې خپلې کړنې ،   له ایرانه د  ویرولو  په پروژې سره  پيل کړې .  ټرمپ  دخپلې ولسمشرۍ په پیل کې   پخپل لومړني بهرني سفر   کې  د ریاض  له چارواکو سره د لیدو لپاره  سعودي عربستان ته  لاړ ، ا و  د  عربی ناټو د جوړولو  آئيډیا ئې  مطرح کړه  او  په همدغه سفر کې ئې  له سعودي چارواکو سره  دڅه دپاسه څلور سوه میلیارډ  ډالرو په ارزښت  تړونونه  لاسلیک کړل .  چې  زیاتره ئې  د وسلو  د پير پلور  په ارتباط وو .

 له امریکا سره د  فارس خلیج  د حوزې د عربو هیوادونو   د سیاسی اوپوځي مناسباتو  په باب د  ایران د درستو قواؤ د کمانډر انچیف  ځانګړي سلاکار سردار  یحی رحیم صفوي  هم وئي ؛،واقعیت دادی چې د سپینې مانۍ پخواني  او اوسني مشران  په دې موضوع ډير ښه پوهیږي  ، چې  په سیمې کې د ترهه ګرۍ  سرچینه او جرړې  چرته دي ، خو  سیاستونه او مالی انګیزې،   د  امریکا د اوسني  ولسمشر  په دریځونو او خبرو کې  د روښانه بدلون   لامل شوي دي  او  په حقیقت کې  په سیمې  کې په اسلامی هیوادونو کې  د ناکراریو او  تاؤتریخوالو په رامینځةکولو کې  د امریکا ډیره  زیاته ګټه ده .

 په ایټمی موضوع کې  هم امریکا  له همدې رودې استفاده کړې ده او  په دوام دار  ډول  القاء کوي چې  ایران  په ایټمي  وسلو پسې دی  او  د ایران بالسټیک توغندي  د ایټمی   خولیو د  وړلو لپاره  پلان شوي دي . دامریکا چارواکو  د دوکه باز سیاست په چوکاټ کې پخپلو دوکه ورکونکوڅرګندونو سره  د سیمې  په ناکراره کولو   د  ایران په تورنولو سره  هڅه کوي ، څو   په لویدیځي آسیا کې  د  امریکا د رول  یو مثبت اړخ انځور کړي . .

 

         له ترهه ګرۍ  څخه   دملاتړ  بهیر سره دایران    دسیمه ایز رول   اړوندول ،  په حقیقت کې د ایران په باب د امریکا ،صهونیسټي رژيم او سعودي عربستان   یوه ګډه فکري کرښه ده . دا  په داسې شرائطو کې  ده چې  د سیمې  ناکراره کول ، د داعش او القاعدې  په څير د بهیرونو رامینځةکول او له ترهه ګرو ډلو ملاتړ،  په عراق او سورئې کې  دجنګ رامینځةکول  او  د یمن د ویشلو لپاره  په دغه هیواد د سعودي عربستان  یرغل او په بشپړ  ډول ئې کلابندول ، د مینځني ختیځ   د نقشې د بدلولو لپاره  د امریکا د پلان  ځيني برخې دي .  امریکایان   پخپلو کې سره د اسلامی هیوادونو   په ناکراره کولو او   ښکیلولو پسې دي ، چې دهغو  خورا ښه مثال ئې ،   دادی همدااوس   د نړیوال استکبار  او دصهونیسټي لابۍ  دفکر   د کوټو (تینک ټینک)  په پیچلو سیاستونو سره   د عربستان په شان هیواد  په سیمې کې د امریکا د پلانونو په مجري او اجراکونکي بدل کړی دی .

        د ایران لپاره د امریکاسیاستونه کومه نوي  خبره  نه ده  او   د امریکا حقیقي ماهیّت   د ایران  ملت  ته اثبات شوی دی .    په دې زمینې کې   یو روښانه سند  د امریکا د غلیمانه کړچارڅه دپاسه   نیمه پيړۍ  ژوند دی .   د اسلامی   انقلاب  معظم لارښود حضرت آ يت ا... العظمي سید علی خامنه اي  د تیر کال په جون میاشت کې  د اسلامی انظام د  درو واړو قواؤ له مشرانو ،مسئولانو او چاروالو سره   په کتنې کې د خپلې وینا په یوې برخې کې  د داعش ډلې په رامینځةکیدا  او  له دغې تکفیری ترهه ګرې ډلې  په هراړخیزو   او تدارکاتي  ملاتړونو  کې  د امریکایانو جوت رول ته په اشارې سره  وئيلی دي ،  څرګنده ده چې  امریکا  د ایران د اقتدار د عناصرو دحذفولو لپاره   له سپاه پاسدارانو او  د قدس ځواک   له موجودیّته ویره ولري   او پرې خپه  شي  او   ځيني  شرطونه  ولګوي ، لکه چې  مثلاًسپاه پاسداران  دې نه وي ، بسیجي ځواک دې دخالت نه کوي ،  په سیمه ایزو کړنو کې باید داسې چلند وکړئ  او دغه شان ځيني نوره خبرې ، خو  ټول مسئولان باید  د دښمن په اپوټه  د ایران د  عزت اواقتدار عناصر ، یعني  وسلو ال پوځ، سپاه پاسداران ، بسیجي ځواک او  او درست انقلابي او مومن عناصر  پیاوړي کړي ::::: 

   د امریکا واکوالان  حتی  له ډونالډ ټرمپه  مخکې   چارواکو  په سیمې کې دوه ګوڼه  سیاستونه تعقیب کړي  او لویدیځي آسیا  ئې   له اسرائيلو څخه   د ملاتړ په چورلیز سره  د خپلو  لاسوهونکو اقداماتو په ځالې  بدله کړې ده .  خو هغه څه چې  د ډونالډ ټرمپ   په پړاؤ کې   د سعودي عربستان  په څير د سیمې   د ځينو رژیمونو پر رول  په تکیې سره لا زیات څرګندیږي ،  په سیمې کې  د شتون د دوام  د توجیه لپاره  پر سیمې  د تپل شوو شخړو او لانجو څخه  استفاده ده .

د نړیوالو چارو یوکارپيژاند محمود قاسمي د دغه بهیر په تحلیل کې وائي، امریکایان پخپلو کې سره د اسلامی هیوادونو دښکیلولو او په دغو هیوادونو کې  د  ناکراریو  په رامینځةکولو پسې دي ، چې ګواکې  خورا  تر ټولو څرګند مثال ئې دا چې دا دی  همدااوس ئې د نړیوال استکبار  او صهونیسټي لابۍ د تفکر د کوټو په پيچلو سیاستونو سره د سعودي عربستان په څير هیواد په سیمې کې د امریکا دپلانونو په مجري اواجرا کونکي بدل کړی دی . 

دوستانو تیره اونۍ  دورسیې په سوچي کې   دسوریاوالو  دملي خبرواترو کنګره ترسره شوه .په ځانګړو سیاسی چارو کې د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزیر ځانګړي سلاکار او  د آستانې په خبرواترو کې د اسلامی ایران  لوړپوړي مرکچي  حسین  جابری  انصاري   په دغې غونډې کې ګډون وکړ .

 جابر انصاري  د دغې غونډې  په پاي کې له المینار ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې  ووئيل ، هغه څه چې  د آستانې   او سوچي په خبرواترو کې  ترسره شول ،  له بحرانه د سوریاوالو  د وتلو لپاره    د سوریاوالو ترمینځ د جدي خبرواترو   په اړه   سم ګامونه او یو  ښه پیل کیدلی شي .  جابر انصاري  د دې خبرې په کولو سره چې د سورئې  د خلکو د بیلابیلو پرګنو  د استازو ګډون  ، پخپله  د دغې غونډې  د بریالیتوب لپاره  کافی د ی ،   هغو لورو ته چې  دغه غونډه ئې پریښودلې اوبایکاټ کړې ئې ده ،اشاره کړې او وئيلی ئې دي ،  دوي هم  په خبرواتبرو کې بیرته  برخه اخستلی شي . 

  د سورئې  دملی خبرواترو د کنګرې  غونډه ، د دغه هیواد په داخل او بهر کې  د سورئې د څه دپاسه   یو زر پنځه  سوه  مخالفانو په شتون سره  د روسیې په سوچي کې ترسره شوه . 

      دسوچي کنفرانس وښودله،چې دسورئې دبحران د حل لپاره   احساسیدونکی  پرمختګ   شوی  دی او  دا حرکت ، په سورئې کې  د  حاکمیّت  او  د مځکنۍ  بشپړ تیا  د ساتنې  په چوکاټ  کې  تل پاتې آرامښت او  ثبات  ته د رسیدو لپاره  په نړیواله سویه  دڅو اړخیزوتعاملاتو  غوټه پرانیستونکی کیدلی شي .

 د نړیوالو  چارو  لوړپوړی کارپيژاند او د روسیې  د دوما (پارلیمان )  پخوانی مرستیال  سرګئ بابورین  وائي،دا چې نن سبا  ترهه ګرو په سورئې کې  لازیاتې مورچلې له لاسه ورکړي دي   او دغه بهیر هماغه راز دوام لري ،دا د تهران او ماسکو او تر یوه حده د ترکیې  د هلوځلو  نتیجه  ده .

 د ۲۰۱۶کال په دسمبر کې  ایران ،روسیې اوترکیې  په هلو ځلو سره ، په سورئې کې  د اوور بند د   درو ضامنو هیوادونو په توګه  د سوریا والو ترمینځ  د خبرواترو زمینه برابره شوه .

       دایران اسلامی جمهوریت ،  دسیمې د هیوادونو دویشل کیدا مخالف دی  او  د  مسئلو او اختلافاتو دحل لپاره  پر  ډيپلوماسۍ او سوله  ایزو خبرواترو ټينګار کوي .

 اوس څوم کال دی چې  ترهه ګرو ډلو   په نیمې لویدیځي آسیا کې امنیت  ډير زیات له چیلنجونو سره مخامخ کړی دی . په دې مینځومیان کې  امریکا او  د بریتانیا پشمول  ځيني متحدانو ئې  په سیمې کې  امنیتي  غږملتیاوې  ډير سختې او ناهموارې کړي دي .   د ایران د اسلامی جمهوریت چارواکي باوري دي ، چې  په رغنده غږملتیا  او پیوستون  سره  د ترهه ګرۍ پشمول  له ګډو ګواښونو سره  مقابله کیدلی شي . له بده مرغه   له ترهه ګرو سره  د حقیقي مبارزې په ځاي  له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره د تش په نامه ائيتلاف په نامې سره  ځيني هیوادونه ورځیني ملاتړ کوي .د تاؤتریخوالي اوافراط پالنې  د بلا یوازینی حل لاره ،  په نړیواله سویه   د هیوادونو له رغنده ملګرتیا  سره اړه لري  او ترڅو چې  تاؤتریخوالي ته رسیدونکي درستې لارې  غوڅې نشي ، نو  د نړۍ  د سولې او امنیت لپاره روښانه لرلید  په خیال کې  هم نشي راوستل  کیدلی .

 د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو   ایران  داونۍ په هینداره   کې نومې  اونیز پرورګرام وخت همدومره ؤ ، تر بلې اونۍ پورې  چې  له نوي پروګرام سره  یو ځل بیا ستاسو په خدمت کې حاضریږو ، په نیاؤمن او لوي خدای مو سپارو ،  ا..... مو مل او ملګری .

 

 (سیماب)

*********************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

Feb 04, 2018 16:12 Asia/Kabul
کمنټونه