• مینځنی ختیځ په تیره اونۍ کښې

ګرانو او قدرمنو اوریدونکو د سلامونو په ویلو سره دا دی یو ځل بیا (مینځی ختیځ په تیره انۍ کښې) د لړۍ د دې اونۍ په پروګرام سره حاضر شوي یو.

تیره اونۍ په مینځني ختیځ کښې ډیر مهم بدلونونه رامینځته شول خو د سوریې د پوځ د دافع هوا ځواک لخوا د اسرائیلو د جنګي الوتکې نسکوریدل، د بحرین د ولسي انقلاب اومه کلیزه او په کویت کښې د عراق د بیارغاونې کانفرنس له نورو بدلونونه ډیر مهم وو چې په دې پروګرام کښې یې تفصیلي جاج اخلو.

********//////////********

                تیره اونۍ د سوریې د پوځ د دافع هوا ځواک لخوا د اسرائیلو رژيم د یوې ایف-۱۶ ډوله جنګي الوتکې نسکوریدو تل ابیب سخت لالهانده کړ. دا جنګي جیټ د نیواکي ځمکو د شمال په الجلیل سیمه کښې نسکور شوی دی. د اسرائیلو د پوځ ویاند افیخاي ادرعي د ایف-۱۶ جنګي الوتکې له نسکوریدو وروسته وویل چې د دې رژيم ځواکونه بشپړ تیارسي حالت کښې دي. د تل ابیب نورو پوځي چارواکو هم ادعا وکړه چې یوه ایرانی بې پایلټه الوتکه د اسرائیلو هوايي حریم ته له ننوتو وروسته په نښه شوې او نسکوره کړی شو، خو د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو دا خبره دروغ بللې ده.

د ایراني ډرون د نسکورولو ادعا وښودله چې د خپلې ایف-۱۶ جنګي الوتکې نسکوریدل د صهیونیسټي رژيم لپاره دومره سخت وو چې غوره یې وګڼله د نورو په ملامتولو او تورنولو سره عامه افکارو ته القاء کړي چې ګني دا جنګي جیټ د سوریې په شان د یو جنګ ځپلي هیواد لخوا نه بلکې د ایران د اسالمي جمهوریت په شان یو قدرت لخوا نسکور کړی شوی دی.

په سټراټیجک اړک کښې زیاترو شخصیتونو، شناندو او چارواکو وویل چې د ایف-۱۶ الوتکې نسکوریدو وښودله چې د سوریې کړکیچ یوې سټراټیجکې مرحلې ته رسیدلی دی. د سوریې پوځي کارپوه سلیم حربا المیادین خبري چینل ته په مرکه کښې، په دې خبرې سره چې د سوریې د عربي پوځ لخوا د اسرائیلو د جنګي الوتکې نسکوریدل له پوځي او سیاسي نظره یوه سټراټیجکه پیښه ده، وویل: دا پیښه په دې معنا ده چې د سوریې د حکومت له ارادې پرته د دغه هیواد په خاوره کښې د هیڅکوم بهرني ځواک شتون د منلو  وړ نه دی.

عبدالبارې عطوان هم باوري دی چې د ایف-۱۶ جنګي جیټ د نسکوریدو ترټولو خطرناکه نتیجه دا ده چې اسرائیلي خپل پوځي رعب او دبدبه یا د هغې یوه برخه له لاسه ورکړې ده او که یوازې له ایران سره نه بلکې د مقاومت له چورلیز سره د اسرائیلو د نیواکګر رژیم جنګ ونښلي نو اسرائیل به له یو حقیقي او وروستي ازمیښت سره مخ شي او ګمان نه کوم چې دغه رژيم په دغه ازمیښت کښې بریالی شي.

خو په عین حال کښې د صهیونیسټي رژيم چارواکو هڅه وکړه چې دا موضوع یوه معمولي او تیریدونکې پیښه وبولي چې د سوریې په کړکیچ او د مینځني ختیځ په کچه د کوم بدلون سبب به نه شي. امریکا هم د تل په شان له امنیت شورا څخه په اوزاري استفادې او د سوریې لخوا د کیمیاوي وسلو د کارولو په تکراري ادعا سره د سوریې د پوځ د دافع هوا ځواک اقدام ته غبرګون وښود خو د امنیت شورا د تیر زیارت په شپه د امنیت شورا غونډه د امریکې او روسیې په لفظي شخړې بدله شوه او بې له نتیجې پاې ته ورسیدله.

********//////////********

                تیره چارشنبه د بحرین د خلکو د انقلاب له اومې کلیزې سره برابره وه. د بحرین ولسي انقلاب د ۲۰۱۱ کال د فرورۍ له ۱۴ نیټې پیل شو، هغه انقلاب چې هیڅ بهرنی ملاتړی نه لري، حال دا چې آل خلیفه رژيم پیاوړي سیمه ایز او نړیوال ملاتړي لري. د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د جزیرې سپر د طرحې په چوکاټ کښې په بحرین باندې د سعودي عربستان لشکر کشي چې د ۲۰۱۱ کال د مارچ له ۱۱ نیټې پیل شوې، له هرڅه زیاته ښودنه کوي چې آل خلیفه رژيم د عرب باچاهانو د کلب له ملاتړه برخور دی.

آل خلیفه حکومت د بحرین د خلکو د پاڅون په وړاندې له امنیتي سټراټیجۍ کار واخیسته او د اعتراضونو په ځپلو کښې یې هره طریقه وکاروله. د بحرین د ولسي انقلاب د شهیدانو کره شمیره نه ده معلومه خو په تیرو اوو کالو کښې د دې کوچني هیواد کابو درې سوه ښاریز شهیدان شوي دي. مهمه خبره دا ده چې د آل خلیفه امنیتي ځواکونه چې د اعتراضونو د ځپلو دنده په غاړه لري، زیاتره بحریني اصالت نه لري او د بنګله دیش او پاکستان او ځینو افریقايي هیوادونو خلک پکښې شامل دي چې آل خلیفه ورته د بحریني تابعیت په ورکولو سره هغوي د بحرین په امنیتي سیسټم کښې استخدام کړي او داسې امکانات یې ورکړي چې د بحرین زیاتره اصیل خلک یې هم نه لري.

د بحرین د خلکو د ولسي انقلاب اووم کال په داسې حال کښې پاې ته ورسید چې په تیر یو کال کښې د دې هیواد د ښاریزو او فعالانو لپاره د اعدام او د عمر یا اوږدې مودې د بند سزا د احکامو صادریدل ډیر زیات شوي دي، د بحرین مشهود عالم شیخ عیسی قاسم په کور کښې نظربند کړی شوی او همداشان د بحرین د سترې محکمې لخوا د هغه د تابعیت د سلبیدو او د یو کال بند تعلیقي حکم یې هم تایید شوی دی. په همدې حال کښې له ګڼو بحرینیانو د تابعیت اخیستل او نورو هیوادونو ته په زور د هغوي لیږد هم په تیر یو کال کښې تعقیب شو. په همدې لړ کښې د بحرین د بشري حقوقو څارونکي په دغه هیواد کښې یوازې د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ میاشت کښې د بشري حقوقو او د ټولنیزو قوانینو د خلاف ورزۍ د ۹۹۵ پيښو خبر ورکړ.

د بحرین د خلکو د انقلاب په اووم کال نه یوازې د بحرین له خلکو څخه د نړیوالې ټولنې په تیره بیا د ملګرو ملتو او د هغه د غړو د ملاتړ هیڅ درک ونه لګیده بلکې د بحریني معترضانو خلاف د آل خلیفه رژيم له تشدد څخه د لویدیځو قدرتونو مستقیم او غیرمستقیم ملاتړونو هم دوام لرلی دی. د بحرین د بشري حقوقو ټولنې هم په یو رپورټ کښې ویلي چې د فرورۍ د څوارلسمې د انقلاب په اوومه کلیزه کښې د غیرقانوني نیونو، د سوله ایزو مظاهرو د ترسره کولو، سړي تښتونې، په کورونو د حملې او د غیرقانوني محاکمې په شمول د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ ۱۴۵ پیښې ثبت شې دي. د بحرین د بشري حقوقو د دغه مرکز د خبر له مخې، د ۲۰۱۸ کال د فرورۍ په څوارلسمه نیټه د بحرین په څه باندې څلویښتو سیمو کښې له سلو زیاتې سوله ایزې مظاهرې وشوې او له معترضانو سره د بحرین د امنیتي ځواکونو په نښته کښې لس کسان زخمي شول.

د بحرین د خلکو انقلاب د روانې فرورۍ له څوارلسمې نیټې په داسې حال کښې خپل اتم کال پیل کړ چې د تاوتریخوالو زیاتیدل د دې انقلاب د مخنیوي لپاره د آل خلیفه رژیم د عاجزۍ او ناتوانۍ بیانونکي دي.

********//////////********

د عراق د بیارغاونې نړیواله غونډه له تیرې دوشنبې د کویت په پلازمینه کښې پیل شو او تر چارشنبې یې دوام درلود. د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول د نړۍ د څه باندې اویا هیوادونو او د مختلفو هیوادونو د پانګونې کابو دوه زره شرکتونو په کویت کښې د عراق د بیارغاونې په غونډه کښې شتون درلود.

د کویت د خارجه وزیر د مرستیال خالد الجار ا... په وینا، د دې غونډې وړومبۍ ورځ د کویت او نورو هیوادونو غیرحکومتي موسسو او دویمه  ورځ یې خصوصي برخې یا پرائیویټ سیکټر ته بیله شوې وه چې په دې غونډه کښې د ګډون لپاره کابو ۱ زر ۸۰۰ شرکتونو او تاجرانو نومومه ولیکل او دریمه ورځ یې هم د سیاسي چارواکو په ګډون د رسمي افتتاحیه مراسمو لپاره وه.

العربي الجدید ویب سایټ د خالد الخالدي په قلم یو رپورټ کښې، د دې غونډې له ترسره کولو د کویت د اهدافو په هکله ولیکل: د عراق د بیارغاونې له غونډې د کویت یو هدف په عراق کښې د دې هیواد سیاستي شتون او د یو داسې بې پلوه شریک په توګه ځان معرفي کول دي چې د عراق په پرتشدد اقداماتو کښې هیڅ ونډه نه لري. له دې نه علاوه، کویټ ځان د یو هوښیار ګاونډي په توګه معرفي کړی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم په دې غونډه کښې ګډون کړی و. هغه په دغه غونډه کښې په دې خبرې سره چې ایران په ۲۰۰۳ کال کښې په ماډرید کښې د عراق د بیارغاونې په وړومبۍ غونډه کښې د ګیس او بریښنا په برخو کښې د مرستې ژمنه کړې وه او په دې لړ کښې یې پر خپلې ژمنې عمل هم کړی دی، ټینګار وکړ چې ټول زیار ایستونکي چې د مسئولیت احساس کوي، باید په عراق کښې سیاسي او کلتوري مختلفوالي ته غاړه کښیږدي او د دغه هیواد د بیارغاونې د کامیابۍ لپاره د ډیر مهم وارمخکښي شرط په توګه  د ملي اجماع د پراختیا په لړ کښې هڅه وکړي.

د دې غونډې په پاې کښې د کویت د بهرنیو چارو وزیر شیخ صباح خالد الصباح وویل چې عراق له خپلو انډیوالانو څخه د دیرش میلیارډ ډالرو په ارزښت د پانګونې او پراختیا ژمنې اخیستې دي. له بلې خوا د عراق د بهرنیو چارو وزیر وویل: کومې پيسې چې په کویت کښې د عراق د بیارغاونې په غونډه کښې بیلې شوې، زمونږ اړتیا نه پوره کوي خو لږې هم نه دي او شک نشته چې د عراق په ملاتړ کښې به ډیره اغیزه وکړي.

*********////////////**********

 

Feb 21, 2018 11:17 Asia/Kabul
کمنټونه