• افغانستان   او پاکستان  او د تیرې اونۍ بدلونونه

دتهران دپښتو خپرونې او ا نټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې یو ځل بیا په تیرې اونۍکې د افغانستان او پاکستان د ځینو مهموبدلونونونومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په سر کې هم د دواړو هیوادونو د ځینو مهمو خبرونو خلاصه او ورپسې مو هم د تحلیلي برخې آوریدو ته رابولو نو هیله ده چې تر پایه راسره ملۀ ووسئ .

    دوستانو په تیرې اونۍ کې  دافغانستان د ملی وحدت  حکومت داجرائي شورا  مشر عبدا... عبدا....   وئيلي دي ،  د دغه هیواد حکومت  له طالبانو سره  له کوم شرط پرته  خبرواترو ته تیار دی .  دپاکستان  حکومت  هم  دتحارتی  اړیکو دپراختیا په موخې سره   په شمالی وزیرستان قبایلی سیمو  کې  دغلام خان سرحدي ستره لاره پرانیستله . دپاکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف هم  په تیر وخت کې  له واشنګټن سره داسلام اباد  ملګرتیا ستره تیروتنه بللې او وئيلي ئې دي ،  دغې ملګرتیا  نه جبرانیدونکي پایلې درلودلي دي .په تیرې اونۍ کې  همداراز  دافغانستان  ولسمشر اشرف غني  یو ځل بیا له طالبانو ډلې سره  د سولې   دخبرو اترو  د  پلان  ملاتړ وکړ او وې  وئيل ،  د دغو خبرو اترو د ناکامولو لپا ره  د بهرنیو  ترهه ګرو هڅه بې ګټې ده . ملګروملتو  هم   دروان میلادي کال له پیل راهسې تر دې دمه  دافغانستان دجنګ دکډوالو شمیر  څه دپاسه شل  زره اعلان کړ.   نیپال ته د پاکستان  دلومړي وزیر سفر هم  دتیرې اونۍ یو بل خبر ؤ .

=     دتهران دپښتوخپرونې خوږومینه والو اوس هم ستاسو پام په تیرې اونۍکې دمهمو  بدلونونو اوپيښو تحلیل ته راآړوو.

                دوستانو په تیرې اونۍ  کې   دافغانستان دسولې له بهیر سره د طالبانو ډلې  پر یو ځای کیدا په دغه هیواد کې د ټولو حکومتي  او سیاسی ټولنو  ټينګار کړی دی .د افغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائي شورا مشر  عبدا..عبدا....هم ټينګار کړی،دکابل حکومت له طالبانو ډلې سره له کوم  وارمخکې شرط پرته دخبرواترو غوښتنه کوي .هغه چې په کابل کې ئې د میرمنې د نړیوالې ورځې په مناسبت  په یولړدستورو کې ویناکوله،پر طالبانو غږ کړی،جنګ او تاؤتریخوالی دې ختم کړي،ځکه دمیرمنوپشمول د افغانستان درست ولس  سوله او د جنګ   ختمیدا غواړي،څو  په  جنګ   ځپلي افغانستان کې شخړې او جنګ جګړې پاي ته ورسیږي،له دې مخکې  هم  د افغانستان ولسمشر اشر ف غني د لومړي ځل لپاره دسولې دپلان  په اعلانولو سره   په افغانستان کې د یوې سیاسی او قانوني ډلې په توګه  د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې غوښتنه وکړه .که څه هم تردې دمه دطالبانو ډلې د افغانستان د سولې له بهیر سره دیوځاي کیدا  لپاره د دغه هیواد د چارواکو  غوښتنې ته  ځواب نه دی ورکړی ، خو  د اشرف غني له نظره،په دغه هیواد کې د سولې  لپاره شرائط  په بشپړ  ډول برابر دي او طالبانو ډله باید له دغه  فرصته  استفاده وکړي او  ضائع  ئې نه کړي .

 دافغانستان د  چارو یوه تکړه  شناندي او نامتو لیکوال  ښآغلی محمد دزیبر شفیقي  په دې باب   په یولړ څرګندونو کې   وئيلی  دي ،   دافغانستان مشکلات اوشخړې  به یوازې د بهرنیو له لاسوهنې پرته او د پخپله دافغانانو   په لاس حل شي . که  په افغانستان کې  داسې کومه فضا  رامینځةشي  چې   د بهرنیو   له   لاسوهنې او  وسیلې پرته  پخپله   افغانان له یوه بل سره  کیني  او  مشکلات حل  کړي ، نو  دا  د مشکل او شخړې  یوه خورا طبیعي    حل لاره ده.

 یوه خورامهمه مسئله ،  له طالبانو ډ لې سره  دافغانستان د سیاسی ډلو او ټولو مذهبی او قومي  لورو  ترمینځ  دنظر   د  یووالي رامینځة کیدا ده .   له دې مخکې  ځینو سیاسی لورو ،  عبدا... عبدا...  او دهغه  ډله    دسولې په بهیر کې  په کارړنګونې تورنوله ، خو   د سولې له بهیر سره د یو ځاي کیدا لپاره   له طالبانو ډلې  د هغه بیا بیا غوښتنې ښئ ، چې  نه یوازې  هغه او دهغه  ډله  ټپله   له طالبانو سره   له سولې سره مخالفه نه ده ،بلکې  دافغانستان د ولس  د خورامهمې  غوښتنې په اجرا کولو پسې  دي ، چې  په دغه هیواد کې  هماغه د آرامښت او ثبات  ټينګول دي .   په افغانستان کې له طالبانو ډلې سره  دسولې لپاره ، پر ملی تفاهم سربیره ،  له جنګ جګړو اوناکرایو د دغه هیواد  د ولس  ستري کیدل ،  هم لامل شوي دي ،  طالبان  دافغانستان په ټولنې په تیربیا  په پښتنو کې   خپل  حیثیت او ځاي ځایګئ  له لاسه ورکړي  او  له بهر سره  د  اړونده یوې ډلې په  توګه  مطرح شي .

  همداراز  دافغانستان د سیاسی چارو یو بل کارپوه  کاکوجان نیازي هم   وائي ، د طالبانو ځيني  لوري  حاضر نه دي ،   له دغه  هیواده حکم ترلاسه کړي ، ځکه  طالبان وائي  ، مونږ افغانان یوو  باید   دکابل له حکومت سره  په تماس کې شو ، خو  پاکستان  د دغې چارې خنډ کیږي  او  نه پریږدي ،  دهغو تر نفوذ لاندې ډلې ټپلې   دافغانستان  له حکومت سره نیغه په نیغه خبرې اترې وکړي. 

د طالبانو ډله  ځانونه ، یوه ځاي ډله او دافغانستان  له پښتنې ټولنې سره  اړونده ګڼي ، خو  په دغه هیواد کې د خونړيو  تاؤتریخوالو   دوام  لامل شوی، څو په افغانستان کې د داعش   په څير  ترهه ګرې ډلې  راوپنځيږي  او  د کندهار پشمول   پښتون میشته سیمو ته    د تاؤتریخوالي او ترور په کاږلو سره    د طالبانو ډلې د فعالیت  حوزه   هم ناکراره کړي .  پر دې اساس  دافغانستان د ولس له نظره ،  طالبان  چې  ځانونه  دملی ګټو  ساتونکي ګڼي ، له  ترهه ګرو سره   په مخامخیدا کې  دافغانستان   دپوځ  له پیاوړتیا  سره مرتسه وکړي ، ځکه  د دغه هیواد پوځ اوامنیتي ځواک په بیلابیلو جبهو کې  د  ترهه ګرۍ او  تاؤتریخوالي  له رامینځةکونکو سره   په جنګ بوخت دی  ، چې    دهغو  دکمزوری کیدا لامل  کیږي . له دې امله   دافغانستان  دسولې له بهیر سره د  طالبانو یو ځای کیدا  نه   یوازې   د دغه هیواد په سیاسی او  ټولنیز ډګر کې  د طالبانو موقعیّت    لوړوي ، بلکې  په افغانستان کې د دترهه ګرۍ د پيزواني کولو لپاره  له ملی اجماع سره هم مرسته  کولی شي .

            دپاکستان حکومت   له افغانستان سره د دغه هیواد ددوو اړخیزو اړیکو اوتجارت  دپیاوړي کولو په موخې سره،په شمالی وزیرستان قبایلی سیمې کې   دغلام خان   سرحدي سیمې د  ستره لارې دپرانیستو خبر ورکړی دی . دځاي چارواکو په وینا، په دغې سترې لارې کې  دتجارتي کاروانونو دامنیت د تامینولو لپاره  لازم اقدامات  غوره شوي دي . د غلام خان قبایلی سیمې  سردحدي ستره لاره ، په ۲۰۱۴کال کې  د پاکستان دپوځ  له خوا د :ضرب عضب : نومې   دپاکونکو پوځي عملیاتو په پيلید ا سره  تړل شوې  وه .  له دې مخکې هم  د طورخم او چمن   دسرحدي لارو په تړلو سره  دپاکستان  ا اوافغانستان په     دغو پولو کې    د درملو او نورو شیانو  په سلګونو  واړۀ  او ستر ګاډي او ټریلې    دریدلي  وې . 

 شک نشته چې   دکابل او اسلام اباد  دحکومتونو ترمینځ  تاؤتریخوالی   اقتصادي  پایلې هم لري ،ځکه   پر افغانستان د  لازیاتو دباؤنو د اچولو لپاره  تل  سترې اوسرحدي لارې تړلي دي ، چې    د دغه بهیر دوام لامل شوی ، څو دافغانستان حکومت  دخپلو شیانو دصادراتو لپاره  په نوو لارو پسې شي .  داسې ښکاري ،  د پاکستان حکومت  دا خیال نه کاوۀ ، د افغانستان حکومت  دومره زر ،  وتوانیږي ،  نړیوالو بازارونو  د رسیدو او دخپلو شیانو د انتقالو لپاره   د دې په ځاي نوره  لارې ومومي ،  یو داسې وضعیّت چې   د پاکستان  اقتصاد ته  دلازیاتو تاوان رسونې لامل شوی دی .

 په  اسلام اباد کې دافغانستان سفیر او دپاکستان په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړي استازي   عمر زاخیلوال هم  په یولړ څرګندونو کې   وئيلی دي ، دپاکستان حکومت    له افغانستان سره  دسرحدي سترو لارو په بیابیا تړلو سره  په افغانستان  داقتصادي دباؤنو په زیاتولو پسې شوی دی ، خو دغه هیواد نور  له اقتصادي پلوه   له پاکستان سره اړونده نه دی . 

 دا په دې معنا ده چې  که څه هم   دافغانستان بازارونه د پاکستان لپاهر  مهم دي ،  او  دپاکستان   دصادراتي شیانو یوه مهمه برخه   دافغانستان بازارونو ته  لیږدول کیږي ، خو  دغه هیواد  نور   دشیانو د  منتقلولو لپاره دپاکستان  سرحدي سترو لارو ته اړیتا نه لري .  پر  دې اساس  دافغانستان حکومت بریالی شوی دی ،د پاکستان د حکومت  ددباؤنو یوه مهمه برخه  چې   له اقتصادي پلوه  دکابل پر حکومت تپل کیدله شنډه  کړي .

 همداراز  د افغانستان  د تجارت او صنائعو  دکوټې ویندوي  صیام ا لدین  هم   په همداوروستیو کې په یولړ څرګندون  کې وئيلی دي،د سترو سرحدي لارو په تړل کیدا سره   دپاکستان  او افغانستان  ترمینځ  دتجارتی مبادلاتو  اندازه  صفر کیږي .که څه هم  په سرحدي سیموکې دځينو شیانو پر بیّو اغیزې  شیندي،خو افغانستان بریالی شوی دی ،  نوره ارتباطي لارې  پیدا کړي . 

 په هرحال  د  افغانستان  او پاکستان د تجارت او صنائعو  دګډې کوټې مشر زبیر  مطیع ا ....  په وینا ،  دغه هیواد  په تیرو دوو کلونو کې  د ا فغانستان په بازارونو کې خپله  څه  د پاسه  پنځوس فی صدي  ونډه  له لاسه ورکړې ده . .  په دې ډول چې  په د غې مودې کې  د دواړو هیوادونو دمبادلاتو اندازه  له دوه اعشیاریه اوه میلیارډ ډالرو  یو اعشاره  دوه میلیارډ ډالرو ته راټيټه شوې ده .  پر دې اساس ، داسې ښکاري ، دپاکستان حکومت   دخپلو سرحدی سترو  لارو  په تړلو سره  نه یوازې  په سیاسی برخې کې  د افغانستان له حکومته   دکوم امتیاز په ا خستو کې بریالی  نه شو  ، بلکې  د دغه هیواد بازارونه  ئې هم  له لاسه ورکړي دي  چې  دپاکستان پر اقتصاد  منفي  اغیزې شیندلی شي .

(سیماب)

*************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

Mar 14, 2018 17:46 Asia/Kabul
کمنټونه