• بې پَردې  امریکا کورنیو حالاتو ته کتنه

دتهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې دښه ژوند په هيلې سره د بې پَردې امریکانومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو د تیرو پروګرامونو په شان په ننني مطلب کې به هم په پیل کې په تیرې اونۍ کې د امریکا مهمو خبرونو او بدلونونو ته یوه ځغلنده کتنه وکړو،هیله ده تر پایه راسره ملګرتیا وکړئ .

دوستانو  په تیرې اونۍ کې باید  د امریکا  مهمو بدلونونو یعني ،  دامریکا د ولسمشر دمرستیال  مایک پنس  له خوا د  فضائي ځواک  دحوړیدا اعلان، په بریتانیا کې د  روسیې  پخواني جاسوس  سکریپال  ته په زهرو ورکولو کې  د ماسکو  د چارواکو  د لاسوهنې په پلمه  د روسیې په ضد د امریکا د نوو بندیزونو اعلان،د ۲۰۱۸کال د اګست له اوه مې  دایران په ضد دامریکا د ایټمي بندیزونو بیرته اجرا او په  دې موضوع د نړۍمنفي غبرګونونو،  د امریکا  د ۲۰۱۶کال  د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې  د روسیې له چارواکو سره  د ډونالډ ټرمپ د زوي په تماسونو د هغه  اعتراف،دایران دایټمی  پروګرام په باب د نتن یاهو   د ادعاوړ سندونو دجعلی کیدا په باب  د امریکا د پخوانیو اطلاعاتي چارواکوخبرداریو،دایران سیمه ایزو فعالیتونو  دکمیدا او دچلند د بدلولو په باب د امریکا د ولسمشر  نوؤ ملنډو او دړکو ، دایران په ضد د امریکا د تیلی بندیزونو دبې اغیزوالي په باب  دامریکا  د یوه سناتور  ادعا ، د فلوریډا ایالت   په انتخاباتي سسټمونو کې د روسانو دنفوذ   په باب  د امریکا د یوه پخواني  سناتور  او دغه راز  دایران په  پوځي توانمنیو  دامریکاد یوه  لوړپوړي پوځي   قوماندان اعتراف ته اشاره وکړو .

             د امریکا دولسمشرۍ په تیرو انتخاباتو کې د روسیې  دلاسوهنې په زمینې کې  په  هغه نوي بدلون کې  چې  په وروستیو دوو کلونو کې ئې   په امریکا کې ډير جنجالونه راپورته کړي دي ،دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ منلې  ده ، دهغه زوي  په ۲۰۱۶کال کې د هغه دانتخاباتي سیالې میرمن هیلري کلنټن  په باب د اطلاعاتو دغونډولو لپاره  له یوه روسي وکیل سره  لیده کاتۀ کړي دي . البته دهغه په وینا،دغه لیده کاته  په بشپړ ډول قانوني  وو .ټرمپ  په عین حال کې  یو ځل بیا پخپل ټولنیزچینل کې  عمومی رسنۍ د دروغجنو خبرونو په خپرولو تورنې کړي  اوټينګار ئې کړی دی ،  په دې باب  دځينو رسنیو راپورونه چې  هغه   په ترمپ ټاؤر کې  د ۲۰۱۶کال په جون کې   د روسیې له یوه وکیل سره د هغه د زوي  په لیدو اندیښمن دی ،  په بشپړ ډول دروغ او پلان کړائ شوي خبره ده .  ټرمپ روښانه کړې ، دغه ناسته چې  د ما د انتخاباتي سیالې په باب داطلاعاتو د غونډولو په موخې سره شوي ،  په بشپړ ډول قانوني وه ،ځکه  تل په سیاسی ډګر کې دغه شان پیښې کیږي ،  دغه کتنه  کومه بریالۍ نه وه  او  زه په هغه وخت کې په دې باب له هیڅ شي خبر نه وم . 

دا لومړنی ځل دی چې  دامریکا ولسمشر  په ډاګه ، له روسي چارواکو سره د خپل زوي  د بحث رپارونکي  کتنې په باب  خبرې کړي دي . ډونالډ ټرمپ  د ۲۰۱۸کال دجولائي په یولسمه نیټه هم   په داسې شرائطو کې  چې  دامریکا رسنیو د روسیې له دفاعي وکیل سره د هغه د زوي  له کتنې سره اړونده   خبرونو باندې  غبرګون ښود،یوه هغه اعلامیه چې  دهغه زوي  د  رسنیو د خبرونو  په غبرګون کې  خپره کړې وه ،په  ټولنیز چینل کې ټویټ کړه . په یوه بل بدلون کې  د ډونالډ ټرمپ وکیل  جی سکولو  وئيلي دي ، چې  د امریکا د ۲۰۱۶کال  په انتخاباتو کې  د روسیې  دلاسوهنې په نامې سره  د دوسیې په ارتباط  کې  په ګواهۍ د ولسمشر د  مجبورولو    لپاره هرډول اقدام به ، له حقوقي غبرګون سره مخ شي .سکولو مدعی شوی  دامریکا ولسمشر  د اساسی  قانون له  مخې دا اختیار  لري،چې  د عدلیې  وزارت څيړنې  ودروي. ټرمپ  په همداوروستیو کې  دامریکا له لوي څارنوال جف سشنز څخه  غوښتي دي  ، چې  د امریکا د ۲۰۱۶کال  دانتخاباتي  سیالیو په پړاؤ کې  دې  له روسیې سره  دهغه د انتخاباتي کمیشن  د ملګرتیا د ادعا په باب  دفیډرل   د اپیل ادارې څیړنې ختم کړي . ډونالډ ټرمپ ، دامریکا د ولسمشرۍ  په انتخاباتو کې  د روسیې  د ادعائي  دخالت  په دوسیې کې د ځانګړي سلاکار رابرټ مولر په څيړنو په حملې کې  له څو ټولنیزو پیغامونو لیږدولو وروسته  د ټویټر  په ټولنیزې پاڼې کې  ولیکل ،  دا  یوه  سپیره  او چټي موضوع ده  او  لوي څارنوال جف سشنز ، باید دغه  چټي او جعلي  څيړنې  همدااوس  او له دې مخکې چې  د مونږ د هیواد عزت  په  اوبو لاهوو کړي،ودروي . رابرټ مولر په بشپړ ډول ګډوډ چلندکړی دی اود هغه  اولس  عصباني ملاتړي ډیموکراټان هم  د امریکا د بې عزتۍ لپاره  دهغه سپیرۀ او بې شرم  کار تکراروي .

            امریکا خپل جنګ غواړی  کړچار ته په پام سره  په مځکنیو ،سمندري او هوائي  ډګرونو کې  د ډول ډول  وسلو د دیره کولو پراختیا ته مخه کړې ده  او اوس په لټه کې ده ، څو  دخپلو مخکینیو  پلانونو  په لړ کې  فضا  د توغندوي ضد دفاعي  وسلو پشمول د جنګي تجهیزاتو اوسازوسامان  د دیره کولو او  عملیاتي کولو لپاره  په یوې ځالې بدله کړي .  په دې باب  دامریکا د  ولسمشر مرستیال مایک پنس  د دغه هیواد له دفاع وزیر جیمز ماتیس سره  یو ځاي  د پنجشنبې په ورځې  په رسمي توګه  د دغه هیواد د وسلوال پوځ  دیوې برخې په توګه دامریکا دفضائي ځواک  جوړیدا اعلان کړه.  مایک پنس ټینګار وکړ، فضا  د مځکې ، هوا او سمندر په څير  د جنګ یو  ډګر حسابیږي . هماغه ډول چې  د مونږ دښمنانو اقداماتو روښانه کړې ده ،  دوي  همدااوس  فضا په یوه جنګي ډګر بدله کړې ده او امریکا  له دغه چیلنجه  شاتګ نه کوي .  کافی نه  ده امریکا یوازې په فضا کې   تش شتون ولرل شي ،مونږ  باید په فضا کې برلاسی  ولرو. 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  د جون پّه اتلسمه نیټه ووئيل ، پنټاګان ته ئې  د امریکا د وسلوال ځواک  د یوې څانګې په توګه د  فضائي ځواک  د جوړولو حکم ورکړی دی . ټاکل شوې ده دامریکا فضائي ځواک د مځکني ، هوائي ، سمندري ځواکونو او دغه راز  دساحلي ګارډ ترڅنګ  دامریکا دپوځ  شپږمه څانګه  شي . امریکایان مدعي  دي ، چې  د امریکا د  : تش په نامه دښمنانانو: له خوا  فضائي ګواښونه  په همداوروستیو کلونو کې زیات شوي دي  او دوي په دې پسې  شوي دي  چې په فضا کې ماډرن جنګي تجهیزات دیره کړي . دامریکا دسټراټژيکې قوماندانۍ پخواني مشر ایډمرل سیسل  هینې  وائي ، امریکا باید د دښمنانو د  احتمالي  ظرفیّتونو  موضوع لازیاته مطالعه کړي  او د فضائي پروګرامونو بودجه او کُلي تیارئ لازیات کړي .  په عین حال کې  د امریکا پراخ اقدامات  دهغو د سیالانوله سختونیوکو سره مخامخ شوي دي.  د امریکا موخه دا ده چې  خپل اصلي سیالان، یعني   روسیه اوچین  هم  په فضا کې  د وسلوالو اوپوځي سیالیو ډګر ته وکاږي . روسیې  په فضا کې  د پوځي فعالیتونو دمنع کولو لپاره  دماسکو له پلان سره  د  واشنګټن  د مخالفت    په دوام  په نیوکو سره د دغه کړچار دلیل ، په فضا کې  د وسلوالو  تجهیزاتو د دیره کولو  لپاره  دامریکا دپلان اجرا ګڼلې ده .  روسیې اوچین  په ۲۰۰۸کال کې  د جینوا د وسلو دبندیز کنفرانس ته  په فضا کې د وسلو د  ځاي په ځاي کولو د مخنیوي  په خاطر د یوۀ نړیوال تړون مسوده  وړاندیز  کړې  چې  امریکا تر اوسه پورې  په بیلابیلو پلمو سره پرې چُپه  خولۀ ده . اوس  دامریکا د فضائي ځواک  د جوړیدا په اعلان سره،دفضائي وسلو په تیره بیا د لیزري وسلو پشمول  دتوغندوي ضد دفاعي وسلو د دیره کولو ،آزمویلو او پراخولو  په خاطر   دپنټاګان  دجنګ غواړو چارواکو لپاره    ډ ګر برابر  شوی دی . په دې تربیب سره  امریکا  دفضا په پوځي کولو سره   دیوه برلاسه نړیوال پوځي قدرت په توګه  دخپل  موقعیّت  دتثبیتولو لپاره  دنړۍ دامنیت  دکمزوري کولو او  د ناکراریو دزیاتولو په لا ره کې یو بل ګام پورته کړی دی .

 =     په وروستیو څو کلونو کې د امریکا اوروسیې اړیکو ډيرې ټيټې هسکې درلودلي دي .  د دغو اړیکو  یوه مهمه  جنبه، په بیلابیلو پلمو سره  د ماسکو په ضد د بندیزونو  لګول دي .   امریکا په دې زمینې کې  پخپل یوه وروستي مورد کې  د انګلستان  له  روسیې   ضد دریځه  په ملاتړ کې د روسیې په ضد   نوي بندیزونه اعلان  کړي دي . دامریکا خارجه وزارت  دتیرې چارشنبې په ورځې  په یوې اعلامیې کې  مدعی شوی ،امریکا دیوه پخواني جاسوس سرګئ سکریپال په کیمیکل مسمومیّت کې د روسیې د رول په دلیل  دماسکو په ضد  بندیزونه لګوي . لندن  د روسیې په ضد د نوو بندیزونو په لګولو کې  د واشنګټن د فیصلې هرکلی  وکړ .  د روسیې په ضد دامریکا د نوو بندیزونو   د یوې برخې په لومړني چوکاټ کې  به  روسیې ته د  حساسو امنیتی شیانو  د صادراتو مجوز لغوه شي .  دروسیې په ضد نوي بندیزونه  د  اګست په دوه ویشتمې نیټې  اجرائي کیږي .  په دغې اعلامیې کې روښانه شوې ده ،  چې  د روسیې په ضد  به دامریکا دنوو بندیزونو  دوهمه برخه هم  درې میاشتې وروسته  اجرا شي ، مګر دا چې  روسیه ضمانت ورکړي  ،نور به په راتلونکي کې  له کیمیائي وسلو استفاده نه کوي .

سکریپال  چې  د انګلستان  د سالزبري  ښار اوسیدونکی دی ،  د ۲۰۱۸کال په مارچ کې  له خپلې لور سره یو ځاي  د کیمیکل موادو  په وسیله مسموم شو . لندن ، ماسکو د دغه اقدام منظمونکي وبلله ، خو روسیې دغه تورونه په بشپړ ډول  رد کړي دي .  په بریتانیا کې د روسیې سفیر  الیګذنډر  یاکوونکو  وئيلي دي ، د سرګئ سکریپال  له دوسیې سره  داړونده   سندونو په له مینځه تلو سره ،که د موضوع ارزونې ته اړتیا شي ، نو  دا چاره به ممکنه  نه وي .  د سکریپال په  کیمیائي موادو سره په  مسمومولو  کې  په مستقیمې لاسوهنې  د بریتانیا له خوا د  روسیې تورنول، دماسکو په ضد د رټونکو اقداماتو په اړه  د امریکا لپاره  په یوې پلمې بدل شوي دي . له دغه اقدامه د لندن  موخه له  دې زیات  چې  یوه انساني  اړخ  او حتی  امنیتی اړخ  ،یعني  په یوه اروپائي هیواد کې  دکیمیکل وسلو  کارول   هماغه ډول چې ادعا ئې  کړې ، دماسکو په ضد د لازیاتو او هراړخیزو  بندیزونو د اعمالولولپاره  ئې   لازمه پلمه برابره کړې ده .  د روسیې دخارجه وزارت د ویندوئې  میرمن  ماریا زخارووا  په وینا، د دغه اقدام تر شا، په امریکا او بریتانیا کې  قدرتمند  کسان دي .  سره له  دې چې د روسیې اوبریتانیا ترمینځ دسکریپال دموضوع په سر سیاسی او ډيپلوماټیک تاؤتریخوالی رامینځة شوی دی،خو امریکا له دغې موضوع  په ناسمې استفادې سره  هڅه کوي څو  په لویدیځ کې  د روسیې  ضد فضا رهبري  پخپل لاس کې واخلي  او له دې  د ماسکو دنړیوالې  څيرې او موقعیّت  دکمزوري کولو او هم د  روسیې په ضد ددباؤنو  دزیاتولو لپاره  آوزاري استفاده وکړي .

په ډيرو نړیوالو موضوعګانو  کې  د  ماسکو او واشنګټن په دریځونو  کې  د درز او اختلافاتو  دوام  او اوس د سکریپال  دکیمیائي مسمومیدا په پلمه   د بندیزونو اعمالیدا ته په پام سره،د روسیې او امریکاپه دوو اړخیزو اړیکو کې دیوه نوي سپرکي دپیلیدا اود اوسني وضعیّت ښه کیداته هیڅ هیله  نشته. 

              د امریکا  نولسو پخوانیو استخباراتي چارواکو  دایران په باب  د اسرائيلو سندونو ته  دمخه کولو په باب  په خبرداري ورکولو سره  دغه سندونه جعلي بللي دي . دامریکا  په خارجه وزارت ،داستخباراتو په مرکزي ادارې  او د ملی امنیت  په شورا کې دامریکا دغو نولسو  پخوانيو چارواکو، ډونالډ ټرمپ ته په یاددښت کې لیکلي دي،تل ابیب هڅه کوي،څو له جعلي اطلاعاتو څخه په استفادې سره ،واشنګټن  له ایران سره  مخامخیدا ته وکاږي . دامریکا دغو متخصصانو  دایران دایټمي پروګرام په باب  د ادعائي سندونو  دښودلو لپاره  په اپریل میاشت کې  دنتن یاهو پروپیګنډیز نمائش ته اشاره کړې او لیکلي ئې دي ، داسرائيلو لومړي وزیر   په دغه نمائش کې  له هغو سندونو چې  ثابته شوي جعلي دي ،  اطلاعات لټول . دغو کسانو  په عراق کې د ډل وژونکو وسلو دشتون په باب  دجارج ډبلیو بش دحکومت ادعائي سندونو ته په اشارې سره  خبرداری ورکړی ، چې  دایران  د ایټمي پرورګرام په باب د اسرائيلو د رژیم  ادعائي سندونه هم  د عراق  په باب ادعائي سندونو ته ورته دي .د دغه یاددښت لاسلیکونکي  چې   پخواني استخباراتي متخصصان دي ،  ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی، د اسرائیلو لومړي وزیر  بین یامین نتن یاهو دایران په باب  د تاسو د غولولو هڅه کوي .د صهونیسټ رژيم  لومړي وزیر د ۲۰۱۸کال د اپریل په وروستیو کې  په یوه خبری کنفرانس کې  له ملنډو په ډک یوه تکراري نمایش سره  چې  له دې مخکې ئې  د ملګروملتو  په عمومی اسمبلۍ کې هم  اجرا کړی ؤ،دیو شمیرعکسونو،سي ډي ګانو او فائلونو  په ښودلو سره ،مدعی شوی ، چې نیّت لري،د ایټمي وسلو دپټ پروګرام په باب نوي او چورلټ  واقعیّتونه  ایشوا کړي .  نتن یاهو ادعا کړې ، چې  ایران  په ۲۰۱۵کال کې  دایټمی موافقې  له لاسلیک کولو وروسته دخپلو مهمو ایټمي فائلونو دپټولو لپاره ډیرې زیاتې هلې ځلې  کړي دي .

د عربو دسیاسی چارو دکارپوه،ولید العمري په وینا،نتن یاهوپه دغه کنفرانس کې  غوښتل ووائي،چې  هغه  د ایران دایټمي پروګرام  په باب   له هرڅه خبر دی  اوهغه څه چې ایران  ئې دخپل ایټمی پروګرام په باب بیانوي ،  یا نور ،لویدیځوال  او  د ایټمي موافقې لاسلیک کونکي ورځیني خبر دي،  د قضیّې  د حقیقت پاي  نه دی . د نتن یاهو موخه  دا وه چې   له جامعې ایټمي موافقې   له امریکا پرته د ۵+۱ ډلې  دغړو  ملاتړ ته په پام سره  دغه هیوادونه قانع کړي ،چې  ایران،پټ  ایټمی پروګرام لري . د۲۰۱۸کال د اګست په اوه مه نیټه  دایران په ضد  د ایټمي بندیزونو د نوي پړاؤ  په اعمالیدا سره ، د ډونالډ ټرمپ د حکومت  د دغه کم عقله  اقدام نتیجې، په امریکا کې داندیښنو د زیاتیدا لامل شوي دي اوپه همدې دلیل پخوانیواستخباراتي چارواکو  دهغو سندونو  په باب  په خبرداري ورکولو سره  چې ټرمپ    هغه ، له جامعې  نړیوالې ایټمي موافقې  د امریکا د وتلو یو دلیل اعلان کړی ، په لټه کې دي ، د ډونالډ ټرمپ  سټراټژیکه تیروتنه  او  د هغه محاسباتي  غلطي  اصلاح کړي ، په عین حال کې   دغو  خبرداریو ته  د ټرمپ د توجه   په باب  څه خاص امید نشته .

         دوستانو د بې پردې امریکا نومې اونیز پروګرام وخت همدومره  ؤ په بلې اونۍ کې یو ځل بیا د بې پردې امریکا دنووبدلونونو په باب  له یوه بل مطلب سره تر حاضریدو پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ، ا... مو مل او ملګری .

(سیماب)

*************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

Aug 14, 2018 11:17 Asia/Kabul
کمنټونه