• دبې پَردې امریکا کورنیو حالاتو ته کتنه

دتهران دپشتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږومینه والو د خپرونې په دې شیبو کې د بې پَردې امریکا د تیرې اونۍ مهمو بدلونونو نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو . دتیرو پروګرامونو په شان نن درته په تیرې اونۍ کې د امریکا د ځينو مهمو خبرونو او بدلونونو په باب درسره غږیږو او بیا مو هم تحلیلي برخې ته رابولوو ،نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

         په تیرې اونۍ کې د امریکا  په مهمو پیښو کې باید  له ناټو د امریکا   د وتلو په باب  د ډونالډ ټرمپ ګواښ ،د ټرمپ د دوو پخوانیو سلاکارانو د محکومیّت   او د هغه پر سیاسی راتلونکي  د هغو د جدي  اغیزو،  دامریکا په  انتخاباتو کې د روسیې  د  لاسوهنې  پر پروژې  د اغیزشیندنې لپاره  د ټرمپ د هڅې په سر  د ډونالډ ټر مپ او د امریکا  د عدالې وزارت  دخولې شخړې ، نیواکي فلسطین  ته  د امریکا د ملی امنیت د سلاکار  جان بولټن  له سفر سره د  واشنګټن  او تل ابیب د ایراني ضد سلامشورو،  له سویئفټ څخه  د ایران د ویستلو د سریزو  د برابرولو لپاره  د امریکا د شپاړسو سناتورانو    غوښتنې  ،له اروپا د وارداتي ګاډو د ټِرف  په زیاتولو د ټرمپ ټينګار او  د اطلس سمندر د دواړو غواړو ترمینځ د تجارتي جنګ  د بیا زیاتیدا دخطرې  او  ورسره  د  روسیې په ضد د ا مریکا  نوو بندیزونو ته هم اشاره وکړو .

                ډونالډ ټرمپ  په ۲۰۱۶کال کې  د امریکا د ولسمشرۍ  دانتخاباتو دسیالیو  له وخت راهسې  او   دغه راز سپینې ماڼۍ ته په رسیدا پسې ،  په کرتو او په بیلابیلو مناسبتونو ،  د ناټو  د لګښتونو په تامینیدا کې  د ناټو   په ناکامي ګډون او  پوځي او دفاعي چارو ته د هغوي د داخلی  ناخالصو  تولیداتو د  دوو فی صدو  د پیلولو پشمول  د  خوښې وړ  موخو ته   د رسیدا په باب د  ناټو د یوشمیر اروپائي غړ و په بې پامیو نیوکې کړي دي .  ډونالډټرمپ  له دې مخکې هم وئيلي  وو  ، چې د ناټو  له ۲۹غړو څخه ،  ۲۳ غړو، تر دې دمه   پوځي چارو ته د  خپلو داخلی ناخالصو تولیداتو دوه فی صدي برخه هم نه ده بیله کړې ،  هغه دغه راز  ګواښ کړی  چې که د ناټو  په وړاندې دغه هیوادونه  پخپلو ژمنو عمل ونه کړي ، نو  له دوي سره  به سخت چلند  وشي . ټرمپ  په کینیډا کې  د اوه ډلې  په وروستۍ سرمشریزې کې  هم یو ځل بیا پر ناټو  په سختو نیوکو سره سخټ ټکونه کړي  او دا ئې یو  ډير  بد او   د امریکا لپاره ډير زیات لګښت لرونکی اورګان بللی ؤ .  ټرمپ  د ناټو د غړو  هیوادونو په وسیله د  لازیاتو پوځي لګښتونو  د لګولو  دضرورت په باب  دخپلو څرګندونو په دوام کې  په دې باب  خپرۀ شوي راپورونه ، چې  هغه ګواښ کړی ، ممکنه ده ، امریکا  له دغه  تړونه ووځي ، تائيد  کړل . 

 دامریکا ولسمشر  د لویدیخي ویرجینیا  ایالت په  چارلسټن  کې   دخپلې تیرې سه شنبې ورځې  په انتخاباتي غونډې کې  چې  د  کانګرس د  انتخاباتو د جمهوری غواړو  کاندیدانو  د ملاتړ لپاره  ترسره شوي،ټينګار کړی ،هغه  د ناټو غړي هیوادونه ګواښلي دي،چې  په دغه لویدیځي پوځي ائيتلاف کې  د خپلو دفاعي او پوځي  لګښتونو د  نه زیاتولو په بڼه کې  به    له ناټو  امریکا ووځي . ټرمپ  په تلویحي ډول  په بروکسل کې د ناټو  وروستۍ سرمشریزې ته په اشارې سره  وئيلي دي ،د ناټو مشرانو ته  مې وئيلي دي ، ګورئ! موضوع ډیره آسانه  او روښانه ده ،  تاسو باید  خپل پوځي اودفاعي لګښتونه زیات کړئ  او  لازیات لګښتونه هم ورکړئ . دغه راز  مو درستو غړو هیوادونو ته په ډاګه ووئيل ،  که پیسې ورنکړئ ،نو   له دغه تړونه به ووځو . 

 دناټو ډیری غړي دغې موسسې ته د ډونالډ ټرمپ   منفي فکر ته  متوجه  شوي دي .  دنړیوالو اړیکو  یوه کارپيژاند  ایرج  مزارعي  په وینا، د ناټو په وړاندې د  ټرمپ دوه ګوڼی  سیاست ،  چې تر ډیره حده  د هغه د ګټه غواړی  نظر له  امله دی ،  د دغه تړون  غړي  ئې  سربداله کړي دي. او  لامل شوي څو  د دغې موسسې  د اجرا وړ  ځيني   فیصلې او سټراټژۍ ، له یولړ چیلنجونو سره  مخامخ کړي،چې  په نزدې راتلونکي کې  به  د دغو اختلافاتو د لازیاتې رابرسیره کیدا کتونکي هم وو .

                 د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ له هغه وخت راهسې چې  واک ته رسیدلي،  د امریکا په داخل کې  او دغه راز د  دغه هیواد د واکمن جوړښت په مقابل کې  له ډيرو ستونزو او مشکلاتو سره لاس اوګریوان  شوی دی .  د ټرمپ  نوی مشکل  اوچیلنج، د هغه د پخوانیو کارکونکو محکمې ته کاږل کیدا و محکومیّت دی  چې  د ټرمپ لپاره  لازیاتې سختې اوجدی نتیجې درلودلی شي .  په دې لړ کې  ټرمپ   د خپل ا نتخاباتي کمیشن د  دوو پخوانیو سلاکارانو  په ضد د جرم  په اعلان  سخت غبرګون ښودلی  او   دځان په ضد ئې تورونه   تش دوروغ بللي دي .

 د ټرمپ   د انتخاباتي کمیشن  پخواني مشر  پل مانافورټ  د تیرې سه شنبې په ورځې ، د  مالیاتي او بانکي درغلۍ  په باب د اتلسو تورونو لګیدو په دلیل   په یوې  محکمې کې   محکوم وپيژندل شو .  دا په داسې حال کې دي  چې   د ټرمپ پخواني وکیل مائيکل کوهن  هم   په نیویارک کې د  فیډرل په یوې محکمې کې ،  د ۲۰۱۶کال   د ولسمشرۍ د  انتخاباتو  په سیالیو کې  د انتخاباتي کمیټیو  د مالی قوانینو  د خلاف ورزۍ په باب پخپل جرم اعتراف  وکړ، خو هغه څه چې   دغه  اعتراف لازیات  مهم بریښوي ،په دې باب د کوهن اعتراف دی ، چې  هغه  دغه  خلاف ورزي ، د ټرمپ په اجازت  او د ولسمشرۍ  د انتخاباتو پر تیجې  د اغیزشیندنې په  موخې سره  کړې ده .  ټرمپ دچارشنبې په ورځې د دغو دواړو کسانو په مجرم  پيژندل کیدا ،خپل لومړني   غبرګون ،  په ټولنیز چینل کې په  پیغام سره  خپور کړی ، چې   یو ځاي   کوهن  پکې  رټل شوی  او د مانافورن  پکې ستاینه شوې ده .  ډونالډترمپ  پخپل ټولینز چینل  کې  لیکلی دي ،  که څوک  په یوه  ښه وکیل پسې  ګرځي ،نو زه ورته سپارښتنه  کوم ،  په  مائيکل کوهن پسې دې ونه ګرځي . ټرمپ  د مانافورت   په باب هم لیکلي دي ،  محکمې پر  مانافورټ ډير زیات دباؤنه اچولي دي څو محکوم ئې کړي .

که څه  هم    د مانافورټ  محکومیّت  له ټرمپ سره  څه  خاص ارتباط  نه لري ، خو  د مائيکل کوهن   محکومیّت او  مجرم پيژندل کیدا  به د ټرمپ لپاره   جدي  نتیجې  ولري . کوهن  په پنځو موردونو کې  په مالیاتي فرار ، د انتخاباتو د مالی قوانینو  په خلاف ورزۍ او بانکي  درغلۍ  اعتراف کړی دی . دکوهن دوسیه  هم  د رابرټ مولر   د څيړنو  یوه برخه ده .  رابرټ مولر ،  دامریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ  په انتخاباتو کې د   روسیې د لاسوهنې  په باب د څيړنو ځانګړی پلټونکی  دی .کوهن،د غیراخلاقي فلمونو دوو لوبغاړو  یا  ایکټرانو ته  چې له ډونالډ ټرمپ سره  ئې پټې ا ړیکې درلودې ،په  حق السکوت  ورکولو باندې اعتراف  کړی دی .  په   عین حال کې  ډونالډټرمپ  مدعی شوی ، چې  دغه کار  دهغه له خبریدا پرته شوی دی .

یو لوړپوړي  ډيموکراټ  ایډم شیف  دامریکا د کانګرس  داطلاعاتو په کمیشن کې  وئيلي دي ،  هغې ښځې  ته د  حق السکوت د ورکولو پشمول چې  له ټرمپ سره  ئې رابطه درلوده ،  له انتخاباتی کمپایّن سره  د اړونده مالي قوانینو د خلاف ورزیو ، د بانکي دوکو او  له ما لیاتو ورکولو دتښتې  په باب  د مائيکل کوهن  څرګندونې ، د ولسمشر  دیوه  ډیر نزدې  کس  په اعترافاتو کې شاملې دي .  د انتخاباتي کمپاین  په پړاؤ کې   په مالی او حقوقي خلاف ورزیو کې د    ولسمشر ښکیلیدا  د هغه   قضائي  مشکلاتو ته لمن  وهي .

ډیری شناندی وائي ، چې اوس  د ډونالډ ټرمپ  لپاره  یو تورتم  راښکاره شوی دی . ټرمب   که څه هم  د مانافورټ  دمحاکمې په باب له خپلې خوا غبرګون ښودلی ، خو  د کوهن د اعترافاتو په باب ئې فی الحال  چپتیا ته ترجیح ورکړی دی .دا  احتمال شته چې  کوهن ، مولر  ته د ټرمپ  د انتخاباتی کمیټې په باب  کوم  اطلاعات ورکړي .د امریکا استخباراتی چارواکي  وائي،چې  دامریکا په انتخاباتو کې  روسانو ګوتې وهلی دي  او  د ترمپ له ټاکل کیدا سره ئې مرسته کړې ده . ډونالډټرمپ  له روسانو سره هرډول لاس یو کول  رد کړي دي . روسیی  چارواکو هم  وئيلي چې  د امریکا په انتخاباتو کې ئې هیڅ ډول دخالت نه دی کړی .  د ۲۰۱۸کال  دنومبر په شپږمه   دکانګرس په مینځ پړاوه  انتخاباتو کې  پر کانګرس  د ډيموکراټانو  دسلطې او بریالیتوب   ډير احتمال ته په پام سره ، د ډونالډ ټرمپ  د انتخاباتي درغلیو او خلاف ورزیو  رابرسیره کیدا په دلیل دهغه د ولسمشرۍ دلومړني پړاؤ  له  ختمیدا مخکې  د ټرمپ د مواخذه کیدا احتمال ، دمائيکل کوهن  اعترافاتو ته په بام سره  تر ډيره حده زیات شوی دی .

                 په تیرې ا ونۍ کې د  امریکا  دوهمه مهمه پيښه  نیواکي فلسطین ته د امریکا د ملی  امنیت د سلاکار جان بولټن دوه ورځنی سفر ؤ .  هغه   په دغه سفر کې د  صهونیست رژيم له چارواکو سره په لیدوکاتو  کې  دسورئې  د شخړې ،  او دغه راز د ایران د توغندوي فعالیتونو او سیمه ایز نفوذ پشمول  د سیمه ایزو مسئلو په باب  سلامشورې وکړې.امریکا داسرائيلو  د سټراټژيک  متحد په توګه ،تل  په تیرو څلویښتو کلونو کې  د ایران په ضد  له تل ابیب سره  تل غږمله کړچار درلودلی ،  د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد ئې  ډيرې زیاتې  ناکامې دسیسې پلان او اجرا کړي دي .اسرائيل هم د ایران   د خورا ستر سیمه ایز دښمن په توګه د ایران  ضد دریځونو  په غوره کولو او  د ایران په ضد د بندیزونو د اعمالولو پشمول ډیرو ډول ډول دباؤنو اعمالولو ته  د لویدیځوالو په تیره بیا د امریکا  د لمسولو لپاره  ډيرې هلې ځلې کړي دي .  دا  موضوع  د ایران او ۵+۱ ډلې ترمینځ  له جامعې ایټمي موافقې  وروسته  نوره  هم سخته شوې ده .  د ۲۰۱۷کال په  جنورۍ کې  د ډونالډ ټرمپ  واک ته په رسیدا سره  چې  د نړیوالې ایټمی موافقې ډ ير زیات خلاف دی ، هغه په نهایت کې  د صهونیسټ رژيم   دغوښتنې په اساس، د  تیر مئ په اتمه نیټه   اعلان وکړ ،امریکا له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې وتلې او  د ایران په ضد  به ایټمی بندیزونه بیرته په دوو مرحلو کې  اعمال شي .  دغه اقدامات  چې  په بشپړ ډول   د صهونیسټ رژیم د مشرانو له غوښتنو سره برابر دي ،  د هغوي ډيره خوشالي ئې په ځان پسې درلودلې ده . جان بولټن  دغه راز له نتن یاهو سره په کتنې کې مدعي شوی ، چې   د ایران  ایټمی پروګرام او   بالیسټیک توغندوي پرورګرام  د  هغو چیلنجونو د لیسټ په سر کې دی ، چې  امریکا او اسرائيل  ورسره  مخامخ دي .د ایران داسلامی جمهوری نظام  د نسکورولو لپاره  د تل ابیب  په یوزړتوب سره  د واشنګټڼ له دسیسو سره سره ،  جان بولټن په سپین سترګیتوب سره  مدعي شوی ، چې    د ایران په وړاندې د واشنګټن  سیاست ،  د هغو د نظام بدلول نه دي . بولټن   د یروشلم پوسټ ورځپاڼې  په یو سیمنار کې پخپلې وینا کې وئيلی دي ، امریکا پر اقتصادي بندیزونو سربیره ، پر ایران د لازیاتو دباؤنو د اچولو لپاره  نور کارونه هم  ترسره کوي . هغه په دې خبرې کولو سره چې  د ایران د نظام  د بدلولو سیاست  دسپینې ماڼۍ  په ایجنډا کې نشته ، توضیح ورکړ،  مونږ  د ایران  د نظام نه بلکې دچلند په  بدلولو پسې یوو .. همداراز  په سیمې کې دایران  د پرشا کولو  او ورځيني د ډاډ ترلاسه کولو  د څرنګوالي په باب   د  جان بولټن او نتن یاهو  مشورې ، د هغه په ادعا ،  ایټمی وسلو ته د  هغوي (ایرانیانو)   نه پریښودل دي . نتن یاهو  د تیر اپریل په وروستیو کې هم  ادعا کړې وه چې  ایران   په ۲۰۱۵ کال کې له  جامعې ایټمي موافقې وروسته   دخپلو ایټمي  فعالیتونو د فایلونو  د پټولو لپاره  خپلې هلې ځلې زیاتې  کړي دي .  په   عین حال کې   هیچا  پر دغو ادعاګانو باؤر ونه کړ.  د امریکا د ملی امنیت د  ادارې ، د مرکزي استخباراتي ادارې (سی آئي اې ) او د خارجه وزارت پخوانیو نولسو چارواکو  ډونالډ ټرمپ  ته  دخطاب په یوه یاددښت کې  ولیکل . تل ابیب  هڅه کوي ، څو   له جعلي اطلاعاتو څخه په استفادې سره ، واشنګټن  له ایران سره َډغَرې ته وکاږي . همداراز  د  ایران دایټمي وسلو د پروګرام    دشتون په باب دامریکا او اسرائيلو د دغو دواړو چارواکو دروغجنې ادعاګانې  په داسې حال کې وړاندې شوي ، چې     پر جامعې نړیوالې  ایټمی موافقې د  څارونکي  نړیوال  او مرجع اورګان په توګه د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس   دایران  بشپړپابند کیدا ا و  د ایټمي وسلو  د جوړولو په لور  د هغوي نه انحراف تائيد کړی دی .

                    دامریکا ولسمشر  ډونالډټرمپ  دخپلو انتخاباتي شعارونو  لپاره ،یعني  لومړی امریکا او د دغه هیواد د قدرت  د احیاء په پلمه  په اقتصادي ډګر کې  ملاتړ پال  سیاست  خپل کړی دی .  په دې زمینې کې  د هغه یو خورا مهم اقدام  امریکا ته  په  وارداتي مصنوعاتو  او موادو باندې  د ټِرفونو زیاتیدا ده چې   د نړۍ له ډيرو سترو اقتصادی قدرتونو سره د ستر تجارتي جنګ لامل شوي دي . اروپا،دټرمپ د تجارتي سیاستونو اواقداماتو په دلیل ډیر زیات تاوانونه زغملي دي  او حتی   دواړو لورو  په یوه وخت کې د ټِرفونوپه زیاتولو سره  تجارتي جنګ ته وارد شول . په  عین حال کې   واشنګټن ته د اروپائی کمیشن د مشر  ژان کلوډ یونکر  له سفر  او  له ټرمپ سره د هغه  له خبرواترو وروسته ،  د دواړو لوروتر مینځ لږترلږه  په موقته توګه   یوه موافقه  وشوه .  دغه موافقه  په داسې  حال کې شوې ده ، چې   د اروپائي اتحادئې او امریکا ترمینځ  ترینګلتیاوې په وروستیو څو میاشتو کې  د زیاتیدا په حال کې شوي  او ټرمپ حتی اروپائي ا تحادیه   د امریکا یو تجارتي دښمنه بللې وه .  په  عین حال کې  تر دې دمه  په دې زمینې کې  لاډيرې اندیښنې شته دي . ټرمپ  پخپل وروستي دریځ کې ټينګار کړی  چې  له اروپا څخه د  وارداتي ګاډو  دپنځه ویشت  فی صدي ټرف  په لګولو پسې  دی . ډونالډ ټرمپ  وئیلي دي ، پر هغو ګاډو  د ۲۵فی صدي ټرف  په لګولو پسې  یوو چې له اروپائي اتحادئې امریکا ته واردیږي .

  ډونالډټرمپ   د لومړي ځل لپاره په تیر مئ میاشت کې ،  له اروپا  پر وارداتي ګاډو  د ټرف  د لګولو په باب  خبرداری ورکړی ؤ .  د  ټرمپ د دغه ګواښ پوره کیدا  به که څه هم  اروپائي  ګاډو جوړونکو ته   او په دغه صنعت کې     کارکونکو ته ډير زیات تاوانونه  واړوي ، خو  دامریکا مصرفونکو  لپاره به هم  ډير زیات  لښګتونه  په ځان پسې ولري . ددې په ترڅ کې چې  ا روپائي اتحادیه  به هم په ورته  او غچ اخستونکي اقدام کې ، لږترلږه  په همدې  اندازه  له امریکا د ګاډو  د وارداتو  ټرف  زیات کړي  او دغه اقدام به د امریکا د جوړو شوو  ګاډو  د تمامې شوي بیّې  او د دغه هیواد  دګاډو  جوړونکو دلګښت  دزیاتیدا لامل شي ، په دې توګه چې  دهغوي دسیالۍ قدرت به ډ ير کم  کړي .  که امریکا  د ګاډو  پر وارداتو دټرف د لګولو اقدام وکړي ، نو  نه یوازې به په دغه هیواد کې  د څه دپاسه یولک پنځه نوي کارکسبونه  له مینځه لاړ شي ،بلکې  له اروپا  د وارداتي ګاډو بیّې به هم  له  کابو یو نیم زر ډالرو  تر اوه زره ډالرو پورې  زیاتې شي . تر اوسه پورې مشخصه نه  ده چې دغه فیصله به کله  عملی شي .  دامریکا دتجارتي چارو وزیر ویلبر  راس  له وال سټریټ ژورنال   سره په مرکې کې وئیلی دي ،  له اروپائي اتحادئې ، مکسیکو اوکینیډا سره   روانو خبرواترو  دنوو ټرفونو   اعمالیدا ځنډولې  ده . امریکا  تیر کال هم  د څه ډپاسه دوه سوه میلیارډ ډ الرو په ارزښت بهرني ګاډي او ټریلرې  وارد کړي دي ، چې   له هغو اتیا فی صدي واردات ،  له جرمني ،مکسیکو ، کینیډا او جاپان په څير له هیوادونو  وارد شوي  دی . اروپایان باؤري دي  ،  په امریکا کې دهغوي د ګاډو دتولید کارخانې  نه یوازې د  امریکایانو لپاره  دکارکسب  درامینځةکونې  لامل شوي ، بلکې  دغه هیواد ته  ئې د ټيکنالوجۍ   له منتقلولو سره  هم ډيره مرسته کړې ده . 

          دوستانو د بې پَردې امریکا   کورنیو حالاتو ته  دکتنې اونیز پروګرام   وخت هم همدومره ؤ نو تر بلې ا ونۍ پورې چې  له یوه بل نوي پروګرام سره به ستاسو خدمت ته  حاضر شوو، په  لوي اونیاؤمن خداي مو سپارو،،،، ا..مو مل اوملګری . 

(سیماب)

********************************************************************************************************************************

 

Aug 29, 2018 15:34 Asia/Kabul
کمنټونه