• بې نقابه امریکا

په نشه ایزو موادو روږدیدا د امریکا د ټولنې یوه ستره ستونزه ده . په دې زمینه کی وضعیت ډیر خراب دی او داسی اونۍ نشته چی په دغه هیواد کی د روږدیدا په اړه خبرونه او لړزونکی شمیرنې خپرې نشی

ه تیره اونۍ کی د امریکا له پیښو د نړیوال تجارت له  ادارې د امریکا د وتلو په زمینه کی د ټرمپ ګواښ ، په امریکا کی د بې وزلۍ د پام وړ زیاتیدا ، په امریکا کی د نشه ایزو موادو د استعمال په زیاتیدا د ټرمپ اعتراف ، له ټرمپ سره د ضدیت په تور د سپنې ماڼی لخوا د ګوګل ګواښ ، د مودیز باور سنجی موسسې په وسیله د روسیې پرضد د امریکا د بایکاټونو په کم اغیز والی اعتراف ، له اروپا په وارداتی ګاډیو د نوی ټیکس په  لګولود ټرمپ ټینګار ته په پام سره په متقابلو اقداماتو د اروپایی اتحادیې ګواښ  ، د روسیه او چین د نویو وسلو په وړاندی د امریکا د وسله وال ځواک په کمزورتیا د پینټاګون اعتراف ، د سعودی ایتلاف په وسیله د یمن په بمبارولو کی دامریکایی پایلیټانو په ګډون د امریکا د دفاع وزیبر اعتراف او د ټرمپ لخوا د امریکا د لوی څارنوال جف سشنز د ویستلو د احتمال زیاتیدا ته اشاره کولې شو .

«««

په نشه ایزو موادو روږدیدا د امریکا د ټولنې یوه ستره ستونزه ده . په دې زمینه کی وضعیت ډیر خراب دی  او داسی اونۍ نشته چی په دغه هیواد کی د روږدیدا په اړه خبرونه او لړزونکی شمیرنې  خپرې نشی . په همدې زمینه کی د امریکا ولسمشر ټرمپ اعتراف کړی دی چی د نشه ایزو موادو استعمال هره ورځ د لسګونو امریکایانو د وژل کیدا سبب کیږی  . په ۲۰۱۷ میلادی کال کی په امریکا کی د نشه ایزو موادو د زیات استعمال په دلیل په ورځ کی ۱۳۴ امریکایان وژل شوی دی . ټرمپ په امریکا کی د الکل او نشه ایزو موادو  استعمال کړکیچ ته په اشارې سره  یو ځل بیا د قاچاقچیانو د اعدام له سزا ملاتړوکړ . امریکا د نشه ایزو موادو وژونکی کړکیچ تجروبه کوی . په امریکا کی د نشه ایزو موادو استعمال په تیرو کلونو کی ډیر زیات شوی دی . د نشه ایزو موادو د مصرف کړکیچنو شرایطو د امریکا دولت مجبوره کړ د ۲۰۱۷ میلادی تر وروستیو  په درست هیواد کی روغیتیایی امرجنسی وضعیت اعلان کړی . د دغه وضعیت اعلانولو د امریکا دولت ته اجازه ورکوی چی  له روږدیدا سره د مبارزې لپاره  ځانګړی بودجه بیل کړی  او له هغی سره د مقابلې لپاره  د ځانګړو او ماهرو کسانو د ګمارولو شرایط برابر کړی . د نشه ایزو موادو د کلنیزی جاجونې او د امریکا د سلامت د راپور په اساس همدااوس په امریکا کی له ۱۲ کلونو بره څه د پاسه ۲۴ میلیون کسان نشه ایزو موادو مصرفوی او د دغه هیواد ځوانان هم  په نړۍ کی د ماری جوانا تر ټولو زیات مصرفونکی دی . په امریکا کی د نشه ایزو موادو د زیات استعمال له امله د وژل شویو کسانو شمیر هم زیات شوی دی . روغتیایی کارپیژاندو خبرد اری ورکړی دی چی د ټولنیزو شبکو نفوذ په ځوانانو کی د الکلو د مصرف یو مهم دلیل دی . د شمیرنو په اساس له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۰ میلادی کلونو کی د الکل استعمال د څه د پاسه اته اتیا زره امریکایانو د وژل کیدا سبب شوی دی . د موجودو تحقیقانو په اساس  په امریما کی ځلمیان  له نشه ایزو موادو زیات له الکل استفاده کوی  او د الکلو مصرف په کال کی د ۴۳۰۰  زده کونکیو د وژل کیدا سبب کیږی . روغتیایی موسسې د الکل او نشه ایزو موادو د مصرف له پراختیا سره په مقابله کی د امریکا د دولت کړچار  کمزوری او بی نتیجې بولی .

«««

 بله مهم موضوع د امریکا د خلکو د خراب اقتصادی وضعیت په اړه ده . د امریکا د ولسمشر ټرمپ له ادعا سره سره  ډیر زیات امریکایان د خپل ژوند د لګښتونو د تامینولو توان نلری . ټرمپ چی د اقتصادی ودې او روزګار د زیاتیدا ادعا کوی  ، د اربن د تحقیقاتی موسسې جاجونې ښی چی په هرو لسو امریکایانو کی څلور کسان د مسکن او خوراکی موادو په شمول  د خپلو لومړنیو اړتیاو د ورکولو توان لری . دغو تحقیقاتو د نوموړی موسسې څیړونکی حیران او غافلګیر کړی دی ځکه چی دا آتکل یې نه کاوه د امریکایی ټولنې  متوسطه کورنۍ هم د خپلو لومونیو اړتیاو د تامینولو وس نلری . د بی وزلۍ په چارو کی د ملګرو ملتو راپور ورکونکی فیلپ السټون هم  په خپل راپور کی ویلی دی په امریکا کی د هوساینې پرضد د ټرمپ دولت سیسټماتیک اقدام  په دغه هیواد کی په میلیونونو کسان د مالی کندی په لور ورکش ویلی دی  او له خوړو او روغتیا د محرومیت په درشل کی دی . ده همداراز خبرداری ورکړی دی هغه په میلیونونو امریکایان چی نن سبا وخوره چی مړ نشی په بڼه ژوند کوی ، د تباه کیدا په حال کی دی ، که د خوړو کوپن او روغتیایی مرستو ته لاس رسی نه وی او سبسډی هم غوڅه شی نو د هغو کسانو په وضعیت به هم ډیر بد اثروشیندی چی د بې وزلۍ له کرښې بره ژوند کوی .

ټرمپ امریکا په هغه لور هدایتوی چی پکې شتمن نور هم شتمن کیږی خو بې وزله کسان حتی خپلې لوړنی اړتیاوې هم پوره نکړې شی .

امریکایی سناتور برنی سینډز هم د نوموړی راپور له خپریدا وروسته  په خپل ټویټر پاڼه کی ولیکل  ، د تاریخ په ډیر شتمن هیواد کی په میلیونو کسان په بې وزلۍ او ډیر خراب وضعیت کی ژوند کړی ، د سلامتیا بیمه نلری ، هغه درمل چی ډاکټر ورپاره لیکی نشی اخیستلې او د دې توان نلری چی ارزانه مسکن برابر کړی .

په  پراخې بې وزلۍ سربیره په امریکا د بې کوره کسانو مسله هم ډیر پراخه شوی ده . لاس انجلس ټایمز ورځپانۍ په یوه راپور کی ولیکل  په لاس انجلس کی د ۵۷ زره امریکایانو بی کوری د امریکا د دولت لپاره د شرم خبره ده .

«««

د ټرمپ له دغې ادعا وروسته چی ګوګل هغه په اړه منفی خبرونه ورکوی نو سپنې مانۍ او هغه ګواښ وکړ چی دغه موضوع جاجوی . د ټرمپ اقتصادی سلاکار لری کوډلا وویل سپنې ماڼۍ د ګوګل د کړچار جاج اخیستې دی او نیت لری چی په دې زمینه کی تحقیقات او شننې وکړی . که څه هم هغه په دی اړه هیڅ جزیاتو ته اشاره ونکړه ، دا موضوع د ګوګل شرکت پرضد د ټرمپ ګواښ پورې اړونده ده چی هغه لخوا د امریکا له کینړ پالو رسندویوسره په غږملتیا تورن شوی دی . ټرمپ په خپل ټویټری پیغام کی ادعا کړی ده چی ګوګل د ټرمپ خبرونه د عبارت د پلټلو لپاره یوازې  هغه خبرونه ښی چی هغه وریته د دروغو خبرونو د رسندویو خطاب ورکړی دی . د ټرمپ حساسیت له هغه وخته جی امریکایی رسندویو د هغه خصوصی ژوند او اخلاقی فساد جوتولو ته مخه کړی ده  او په عین حال کی له روسیې سره د ټرمپ د ټیم په  اړیکو تمرکز کړی دی ، ډیر زیات شوی دی .

ټرمپ حتی په څوموردونو کی له خبریالانو سره  نیغ په نیغه سخت چلند کړی دی . ټرمپ د ۲۰۱۷ میلادی په فرورۍ میاست کی په خپله ټویټر پاڼه کی ولیکل جالی خبری رسندویې یعنی نیویارک ټایمز ورځبآڼه ، او د این بی سی ، اې بی سی ، سی بی اس  او سی این این  ، دا رسندوی زما دښمنې ندی بلکی د امریکا د خلکو دښمنې دی .

د امریکا ولسمشر ټرمپ ګوګل تورن کړی دی چی هغه په اړه ۹۶ فیصده هغه خبرونه ښی چی د کینړ پالو رسندویو پورې اړونده دی . هغه ګوګل د دغې موضوع په جاجولو وګواښه .

د ګوګل شرکت د ټرمپ د ادعا له مطرح کیدا سملاسی وروسته په یوه بیانیه کی د هغه دا ادعا رد کړه او ویې ویل چی هیڅ سیاسی ایجنډا نلری او د ګوګل د پلټونکی ماشین نتیجې د هیڅ سیاسی ایډیالوجۍ په لړ کی ندی . د امریکا ولسمشر تل د د مخالفو رسندویو له لوری د  هغه د حکومت په اړه د خبرونو په پوښښ نیوکه کړی ده.

«««

د کسټم لګولو په جنګ کی د اوربند لپاره د امریکا او اروپایی اتحادیې ترمینځ له رووستی موافقې او د اوسنی تجارتی اختلافاتو په اړه د حل لارې د موندلو لپاره د خبرو اترو له موافقې سره سره له اروپا په وارداتی ګاډیو د نوی کسټم د اعمالولو په اړه د ټرمپ ټینګار د اروپایی اتحادیې د مقاماتو سخت غبر ګون راپارولی دی . په دې لړ کی د اروپا د کمیشن مشر ژان کلوډ یونکر د جمعې په ورځ وویل که امریکا د شوی موافقې په اپوټه  په اروپایی ګاډیو کسټم ولګوی نو اروپا به هم ورته اقدام وکړی . د ټرمپ د نرمښت په اړه د اروپایی اتحادیې د تمې په اپوټه  اوس ښکار شوی ده چی هغه له دې ډیر سر سخت دی چی اروپایانو یې تمه درلوده .

ټرمپ په ګادیو د کسټم له لګولو د دډه کولو په اړه د اروپایی اتحادیې د وړاندیز رد کړی دی  او مدعی شوی دی چی د اروپا تجارتی او سوداګری سیاستونه د چینیانو د سیاست په اندازه بد دی .

ټرمپ اروپایان ګواښلی دی چی د ګادیواو پرزو  په وارداتو به ۲۵ فیصده کسټم ولګوی . د ټرمپ د دغه ګواښ عملی کیدا به نه یوازې د اروپایی ګاډیو جوړونکیو او په دغه صنعت کی کارکونکیو ته درندو زیان وروسوی بلکې د امریکایی مصرونکیو لپاره به هم د پام وړ لګښتونه او تاوانونه ولری . هغه بله مسله چی د ټرمپ له لوری مطرح او د نړیوال تجارت د راتلونکی په اړه یې اندیښنې زیاتی کړی دی ، د نړیوال تجارت له موسسې د امریکا د وتلو په اړه د هغه ګواښ دې . د امریکا ولسمشر په یوه مرکه کی ګواښ کړی دی د واشنګټن په وړاندی د نړیوال تجارت د موسسې د کړچار د نه بدلیدا په بڼه کی به هغه امریکا له دغه موسسې وباسی . ټرمپ په دې زمینه کی وویل د نړیوال تجارت موسسه له مونږ پرته نورو ټولو د ګټې لپاره جوړه شوی ده ، هغو  له امریکا داسې ګټه کړی ده چی باور به مو ونشی .

دا په داسې حال کی دی چی د بیسو دنړیوال صندوق ، او د نړۍ د مهمو اقتصادونو مشرانو په شان نړیوالو اورګانونو په نړیوال اقتصاد د ټرمپ د تجاری سیاستونو د ډیرو بدو پایلو په اړه خبر داری ورکړی دی . په حقیقت کی ټرمپ نیت لری چی د اوسنی نړیوال اقتصاد نظم له چیلنج سره مخامخ کړی او هغه په بشپړه د امریکا له ګټو سره غږمله کړی .

«««

د امریکا او روسیې اړیکی  له ساړه جنګ وروسته  له ډیرو ټیټو هسکو سره مخامخ دی .  د دغه چلند یو اړخ په بیلا بیلو پلمو د ماسکو پرضد د بایکاټونو اعمالول دی  . دغه بایکاټونه په بیلا بیلو اړخونو لکه سیاسی ، ډیپلوماتیکو ، تجاری ، تسلیحاتی ، اقتصادی ، پوځی او انرژۍ زمینو کی مطرح شوی دی . تازه اعمال شوی بایکاټونه د ۲۰۱۸ میلادی کال په مارچ میاشت کی  په برتانیه کی میشت د روسیې د پخوانی جاسوس سرګی اسکریپال په کیماوی مسمومیت کی د ماسکو د لاس وهنې په  پلمه دی . امریکا نیت لری چی په بیلا بیلو پلمو د روسیې پرضد د دباونو د زیاتیدا او بایکاټونو د اعمالولو سیاست  ته دوام ورکړی . د امریکا هدف دا دی چی ماسکو مجبوره کړی تر څو د واشنګټن غوښتنې ومنی . دا هغه مسله ده چی ټرمپ پرې په وروستیو کی ټینګار کړی دی . ټرمپ وویل د روسیې پرضد د بایکاټونو د لیری کولو نیت نلری او دا کار به یوازې په هغه بڼه کی وکړی چی روسی لورې د واشنګټن د ګټو په لړ کی ګام پورته کړی .

په عین حال کی معتبر راپورونه او جاجونې ښی چی د روسیې پرضد امریکا بایکاټونه هغومره چی واشنګټن یې ادعا کوی ، اغیز من ندی .

په دې زمینه کی د موډیزد اقتصادی باور سنجی موسسې  د یوه راپور په خپرولو سره وویل د روسیې پرضد به د امریکا اقتصادی او تجاری بایکاټونو اغیز محدود وی . د نوموړی موسسې کارپیژاندی باوری دی چی د روسیې دولت  له بهره په مالی تامیندا پورې دومره ندې تړلې ، په دې اساس د روسیې پرضد د امریکا نوی بایکاټونه د دغه هیواد په اقتصاد او مالی تامنیدا زیاد اغیز ونه شیندی .

په دې ډول په دې سره چی د بیلا بیلو هیوادونو پرضد د امریکا د بایکاټونو اعمالول په سیاسی ، اقتصادی او حتی پوځی ډګر کی د خپلو هدفونود اعمالولولپاره اصلی او څرګند اوزار دی ، خو اوس د هغه کارندوالې په تیره بیا د روسیې پرضد په بشپړه تر پوښتنې لتدې راغلی دی .

 

Sep 03, 2018 14:39 Asia/Kabul
کمنټونه