Feb 23, 2019 16:37 Asia/Kabul
  • په لویدیځ کې دبشری حقوقو خلاف ورزي له  نصیحته تر واقعیّته

دتهران دپښتو خپرونې او دانټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې په لویدیځ کې د بشري حقوقو دخلاف ورزۍ د لړۍ له ننني شپږم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په ننني مطلب کې دایران د اسلامی جمهوریت د شکایت په باب دامریکا په ضد دهیګ له نړیوالې محکمې څخه د صادرو شوو فیصلو څخه ددغه هیواد سرغړونې ته، له تاسو سره یو ځاي پام کوو ،هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ .

دنړۍ  په ګوټ ګوټ کې نن سبا  یو تر ټولو زیات   هائ هوئي  جوړونکی خبر  له امریکا دایران دشکایت په باب  د نړیوال عدالت  فیصله د ه .  ددغې  مهمې قضائي فیصلې  په اساس ،  دهالینډ په هیګ کې  دنړیوال عدالت  قاضیانو  دامریکا  دوکیلانو  داعتراضونو په ردولو سره  وئيلي دي ، چې دغه  محکمه   د ایران   شتمنیو د ځنډولو  په دلیل  له امریکا د ایران  په شکایت د غور قضائي  صلاحیّت  لري .

Image Caption

 

 

 په امریکا د ایران دشکایت دوسیه  دتیر کال په پسرلي کې  نړیوال عدالت ته  وړاندې شوه . په دغې   دوسیې کې ایران  په امریکا د  دواړو هیوادونو ترمینځ  د دوستۍ د تړون   دخلاف ورزۍ په دلیل چې په ۱۹۵۵کال کې  دتهران او  واشنګټن ترمینځ لاسلیک شوي  او  همداراز د بندیزونو دبیرته  لګولو په دلیل  د هیګ نړیوال عدالت ته شکایت  وکړ . په دغې دوسیې کې  دایران چارواکو ددغې محکمې له قاضیانو غوښتي،څو دمریکا دبندیزونو زرترزره لغوه کولو ته دې رایه ورکړي،ځکه  دغه بندیزونه  دنه جبرانیدونکو تاوانونو لامل کیږي .

               دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  دتیر کال په مئ میاشت کې  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  دامریکا وتل اعلان کړل . ټرمپ دغه تړون،د :امریکا د تاریخ یو ترټولو بد تړون  یادکړی ؤ .  ټرمپ همداراز  له نړیوالې ایټمی موافقې  دامریکا  د  وتلو له اعلان سره په یووخت ، دایران په ضد بندیزونه چې  دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې په لاسلیک کیدا سره لغوه شوي وو، بیرته احیاء کړل .  ددغو بندیزونو لومړنۍ مرحله  د تیر ګال داګست په اتمه نیټّ اجرا شوه  او دایران تیلی بندیزونه هم   په ورپسې میاشتو کې  او  یا  دایران  دتیلو  دیو شمیر زیاتو اخستونکو  دمعافیّت او بخښنې  د وخت  په  کچ کیدا سره  داجرا په حال کې دي .

Image Caption

 

 اروپائي اتحادئې  له جامعې ایټمی موافقې دامریکا  له وتلو او دایران په ضد دبندیزونو له لګیدو وروسته اعلان کړی ،  له واشنګټن سره به دبندیزونو په اجرا کې ملګرتیا ونه کړي .  په عین حال کې   داروپائي اتحادئې  له ضمانتونو سره سره  ډيرو اروپائي شرکتونو  په ایران کې  خپل  فعالیتونه  پاي ته رسولي دي ، ځکه ډونالډټرمپ  ګواښلي  چې  له ایران سره دمعاملې دوام  به  له امریکا سره دمعاملې  دفرصت  دله لاسه ورکولو په معنا وي .

 دایران ا سلامی جمهوریت ، دهغو بندیزونو بیرته ستنیدا چې  دنړیوالې ایټمي موافقې په لاسلیک کیدا سره ختم کړائ شوي وو ،د ایران او امریکا ترمینځ د دوستۍ  دهغې ژمنتیا خلاف ورزي ګڼي  چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ۱۹۵۵ کال د اګست په پنځلسمه نیټه لاسلیک  شوې وه .امریکا،ددغه شکایت  له مطرح کیدا وروسته  وئيلي،چې له ایران سره  دمودت له تړونه وځي .

         ددغه شکایت په باب،دهیګ نړیوالې محکمې دتیرکال  یعني د ۲۰۱۸کال  په اکتوبر میاشت کې  په  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې د ختم کړائ شوو بندیزونو دبیرته ګرځیداپه دلیل  په امریکادایران دشکایت په باب خپله موقتي فیصله صادره کړه .محکمې  په دغه موقته فرمان کې پر امریکا غږ وکړ چې دانسان دوستۍ له شیانو سره  په ارتباط کې  موقعیّت ، دې  له نړیوالې ایټمي موافقې څخه له وتلو مخکې وخت ته وګرځوي  او  ایران ته د درملو ،طبي تجهیزاتو ، خوراکي موادو، دکرهڼيزو  شیانو ،دغیر پوځي مسافري الوتکو دپرزو او لازمو تخنیکي  خدماتو په آزاده توګه  دصادریدو زمینه  برابره کړي .

             دایران بل شکایت  دایران داسلامی جمهوریت  له شتمنیو څخه د دوه میلیارډ ډالر د بلاک کیدا په باب دی.په دغه شکایت  غور په اکتوبر میاشت کې پیل شو.دامریکا لوړې محکمې دایران له تړل شوو شتمنیو کابو دوه میلیارډ ډالر په بم کیښودلو کې دایران د لاس درلودلو په چټي تورونو سره  قربانیانو  او دهغو خپلو خپلوانو ته  دګرمې  د ورکولو  په توګه  ورکړي دي .

بلاخره  د امریکا په ضد دایران دشکایت د دوسیې په باب ددغه نړیوال عدالت  فیصله،د سلواغې دمیاشتې په څلورویشتمه نیټه  اعلان شوه .  ددغې غونډې په پیل کې،دایراني پلاوي مشرمحسن محبي،دایران دمرکزي بانک پشمول  دایرانیو شرکتونو اوموسسو  په وړاندې دامریکاچلند،د دواړو هیوادونو دمودت تړون خلاف ورزي وبلله .ښاغلي محبي دا استدلال درلود، چې ددغه تړون دختمولو لپاره  دامریکا نیّت هم په دوسیې کې  په ارزونې هیڅ اغیزې نه لري .

 په دوام کې  په هیګ کې نړیوالې محکمې،په  امریکا دایران شکایت  دمنلو وړ وبالۀ او فیصله ئې وکړه ،ددغه اپیل ارزول  د دغه  قضائي مرجع اورګان  په صلاحیَتونو کې  راځي .دد نړیوالې  محکمې دقاضیانو مشر عبدالقوي احمد یوسف  ووئيل ، چې  دغې محکمې په یوه خولۀ فیصلې سره  دامریکا له خوا مطرح شوي  مقدماتي اعتراضونه رد کړي دي او د ایران له خوا دغه اپیل باندې غور کیدلی شی .

                دوستانو د هیګ دنړیوالې محکمې دغې منصفانه فیصلې ته په پام سره داپوښتنه مطرح کیږي ،چې آیا امریکا  دنړیوالې محکمې دقاضیانو  د مرجع  ترټولو لوړې فیصلې ته  غاړه کیږدي. ؟

Image Caption

 

  کله چې  دامریکا په وسیله  دنړیوالو قواعدو اوفیصلې  داجرا خبره کیږي ، نو په تاریخ کې د دغه هیواد تورتمه مخینه  له ورایه ښکاره کیږي .

 دغه هیواد له ایران سره  پخپلې حقوقي  شخړې کې  او همداراز  د هیګ  له هماغه نړیوال عدالت  یا نړیوالې څارنوالۍ  سره  دچلند په رودې کې ، د تیر وخت پّ څير  په نړیوالو اورګانونو کې  شتون درلودلی ،خو  ددغو قواعدو  اجرا ته حاضر شوي نه دي . 

 دهیګ دنړیوالې محکمې  دفیصلې  اجرا او دامریکا  درابطې  تاریخي ارزول ،  دپام وړ دي .  ددغه هیواد  تاریخي َرویه  ښئ چې امریکا  معمولا  له هر شکایت یا دحقوقي  شخړې یا دعوا له مطرح کید ا  او  ددغه هیواد په ضد دفیصلې له صادریدا سملاسي وروسته له نړیوالو لازم الاجرا  تړونونو اوموافقو  وځي .   د مودت دتړون  دمادو په اساس  دهیګ نړیوالې محکمې ته دایران  دشکایت له مطرح کیدا وروسته ، ډونالډټرمپ  هم اعلان کړی ، چې  له دغه تړونه  وځي .  دډيپلوماټيکو  اړیکو   دکنونشن  له اختیاري پروټوکوله  دوتلو لپاره  ددغه هیواد فیصله  هم چې  د ایران دبندیزونو  په باب د هیګ دنړیوالې محکمې  د   فیصلې له اعلانه وروسته  د جان بولټن له خوا  اعلان  شوه ،  دپام وړ  ده .   د حقوق پوهانو په اند،  دویانا  دکنونشن  له اختیاري پروټوکولونو  د  وتلو لپاره  دامریکا دغه فیصله، یوازې  دایران دشکایت په خاطر نه ده ، بلکې  په یوه وخت ،  بیت  المقدس ته د خپل سفارت دمنتقلولو لپاره  دامریکا دفیصلې  په ضد  دفلسطین وروستي شکایت  ته  یو ځواب  هم دی . .

د ویانا دډيپلوماټيکو اړیکو کنونشن چې په ۱۹۶۱کال کې  تصویب شوی،په بیلابیلو هیوادونو کې دخارجه وزارتونو ،سفارتونو، کنسولی مرکزونو اوادارو  دفعالیتونو لپاره موجود ترټولو مهم حقوقي متن  دی او د نړیوالو اړیکو دځينو کارپيژاندو  له نظره،په نړۍ کې  د ډيپلوماسۍ یوه تر ټولو ستره بریا ده .

 په همدې دلیل  د هیګ په نړیوالې محکمې کې   دامریکا اوایران  په حقوقي  دعوا یا اپيل کې هم،ددغه کنونشن دنامې مطرح کیدا لامل شوې څو په خبرونو کې دفلسطین ځاي هم پیدا شي .له تل ابیبه بیت المقدس ته  دامریکا دسفارت په منتقلیدا پسې،فلسطین  ددغه کنونشن  په استناد سره،د امریکا  اقدام غیر قانوني وبالۀ . د ویانا دکنونشن  په اساس،دکوربه هیواد په خاورې کې دیوه هیواد یوازې یو سفارت راتللی شي .  دفلسطینیانو استدلال او دلیل دا دی چې   بیت القمدس ،  یو داسې ښار دی ، چې  دم ګړۍ  داسرائيلي پوځ په نیواک کې دی  او داسرائيلو خاوره نه حسابیږي . اسرائيل که څه هم  وائي بیت المقدس  یایروشلم  ئې له خپلې خاورې سره  یو ځاي کړی ، خو دا فیصله هیڅکله هم د ملګروملتو له خوا  په رسمیّت نه ده پیژندل شوې .  فلسطین  ددغه استدلال  په اساس ، دتیر ستمبر میاشت په  اته ویشتمه نیټه ،  د هیګ په نړیوالې محکمې کې دامریکا  په ضد خپل شکایت ثبت کړ .

  هغه پروټوکول  چې  اجرا ئې  له ۱۹۶۲ کال څخه پیل شوې ، مشخصه کوي ، چې  که  دکنونشن داجرا د څرنګوالي په سر،دهیوادونوترمینځ دنظراختلاف رامینځة شي،نو دوي  موضوع  دهیګ په نړیوال عدالت کې مطرح کولی شي  او  ددغو شکایتونو په باب  د عدالت فیصله  لازم الاجرا ده . 

 امریکا که څه هم  له بل هر هیواده زیات د هیګ  دنړیوالې  محکمې  په حقوقي  شکایتونو کې  شتون درلودلی، خو  تل  ئې  د هیواد په داخل کې  ددغې محکمې   دفیصلو  د لازم الا جرا په باب  مقاومت کړی دی . دغه هیواد  په ۱۹۸۶کال کې ، د  نیکاراګوه  په وړاندې په حقوقي ناکامۍ پسې  وئيلی دي ،  چې  نور  د هیګ دنړیوالې محکمې   اجباري صلاحیّت  نه مني . امریکا  همداراز   دنیکاراګوئ  په دوسیې  کې د محکمې  دفیصلې اجرا  له منلو ډډه وکړه .

                 دهیګ د نړیوالې محکمې دریځ  تل د واشنګټن د حقوقي استدلالونو  او توضیحاتو سره په تضاد کې دی .دغه نړیواله محکمه په حقیقت کې  ملګرو ملتو قضایه قوه ده او ددغې نړیوالې محکمې صلاحیّت د ملګروملتو  له منشوره    راپورته کیږي .

 د امریکا لوړپوړي چارواکي وائي چې ایران له  موجوده نړیوال  کړچاره او نړیوالو بدلونونو ناسمه استفاده کوي او په همدې دلیل دوي له دغو لارو چارو او کړنو څنګةکیږي .

 له بل پلوه  دسپينې مانۍ د ملی چارو سلاکار  جان بولټن  وئيلي دي ، چې واشنګټن  دځينو ضروري ګامونو  په پورته کولو بوخت دی ، څو  مجبوره نشي،چې دهیګ  دنړیوالې محکمې  فیصلې اجرا کړي .،ځکه  دهیګ نړیواله محکمه  په یوه  سیاسی اوبې اغیز ه اورګان بدله شوې ده .

 خو  جالب ټکی  دا دی چې    دا یوازې امریکا ده چې  په کرتو ئې  د دغه نړیوالې محکمې  فیصلو ته له غاړه کیښودلو ډډه کړې ده .  دهیګ  محکمې د فیصلو  اجرائي ضمانت  د ملګروملتو د  منشور د  ۹۴بند  په استناد سره  دی ، چې  د هغه په اساس  دملګروملتو درست غړي پابند دي ، چې  د دغې نړیوالې محکمې  درستې فیصلې، په هر هغې دوسیې کې چې  پکې موجودې دي ، اجرا کړي .

 په حقیقت کې   د دغې نړیوالې محکمې  دفیصلو  داجرا لپاره ددغې محکمې   قانوني قدرت ،  دملګروملتو امنیت شورا ده ، چې  دملګروملتو دمنشور په وسیله   ځانګړي اختیارات لري .دغه شورا حتی  دا اجازت هم لري ، چې  په پوځي دخالت او لښکر کشۍ سره ،  خپلې فیصلې ،  اجرا کړي .  په همدې دلیل ،په هغو موردونو کې چې امریکا د هیګ نړیوالې محکمې فیصلې ته غاړه  نه ده کیښودلې ، (لکه چې د امریکا په ضد دنیکاراګوي  دشکایت فیصله)، نو موضوع په امنیت شورا کې مطرح شوه .  دنړیوالې محکمې  بندون ته رسیدا،د هغه ویټو حق دی ،چې دامیت شورا یوازې پنځه غړي ورځيني برخمن دي اوامریکا هم ددغو پنځو غړو  په څير ورځیني استفاده کوي .امریکا یوازې په وروستیو لسیزو کې  لږترلږه دخبر جوړونکو درو دوسیو کې  د هیګ دنړیوالې  محکمې  فیصلې تر پښو لاندې کړي دي .

Image Caption

 

             درسته نړۍ ددې شاهده ده چې  امریکا  په نړۍ کې یوې  مرجعې موسسې او اورګان ته ځواب ویونکي نه ده .خو  ددغې نړیوالې محکمې فیصلې او نړیوال اعتبار ئې،هماغه شان لامل کیږي،څو نور هیوادونه  په دغې محکمې کې دامریکا په ضد دشکایت له مطرح کولو نهیلي اوناامید نه شي او د حقانیّت داثباتیدا په څير یا دنړیوال دباؤ ته  درسیدا په څير په انګیزو سره،دغه شان شکایتونو ته مخه کړي او نه منونکي هیوادونه لازیات رسوا کړي.

(سیماب)

*******************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه