Apr 28, 2019 14:51 Asia/Kabul
  • ایران په تیره اونۍ کښې

په تیره اونۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت مهم بدلونونه.

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د تیرې اونۍ په چارشنبې په هغه کتنه کښې چې د کار او کارګر د اونۍ د پیلیدو په مناسبت د مختلفو صنایعو له زرګونو کارکونکو سره یې درلوده، په یولړ مهمو څرګندونو کښې يې له ایران سره یې د دښمنۍ په لړ کښې د امریکې اهداف په ګوته کړل.

 

د اسلامي انقلاب ستر لارښود په هم دې لړ کښې د ایران د تیلو د صادراتو د لارو بندولو لپاره د امریکې هلوځلو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د ایران فعال ولس او هوښیارو مسئولانو ښودلې ده چې که همت وکړي نو ټول بندونونه ماتیږي او جوته ده چې د امریکې کوششونه هم نتیجه نه ورکوي او د ایران اسلامي جمهوریت چې هره اندازه ضرورت ولري او وغواړي، تیل به صادر کړي.

 

دوي په عین حال کښې د ایران د ولس دښمنانو ته په خطاب کښې د یو مهم ټکي په یادونې سره ټینګار وکړ: پوه شئ چې ستاسو دښمنۍ به بې ځوابه پاتې نه شي او د ایران ولس داسې ولس نه دی چې په خلاف یې کار او دسیسې وکړئ او هغه دې کښیني او تماشه دې کوي.

امریکا هڅه کوي چې په ځورونکو اقداماتو سره ایران د تیلو د صادراتو د بندولو په شمول له یولړ چیلنجونو سره مخامخ کړي خو د ایران له اسلامي جمهوري نظام او د ایران له مقتدر ولس سره د مقابلې تاوان خپله دوي ته ونه رسیږي او هغه د سیمې د ځینو حکومتونو په غاړه ورواچوي.

د ایران د دفاع وزیر جنرال امیر حاتمي چې تیره اونۍ د ماسکو په اتمه نړیواله امنیتي غونډه کښې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ، په یولړ څرګندونو کښې یې د امریکې له خوا د ترهګرۍ د ملاتړو په توګه د ځینو هیوادونو او د هغوي د قانوني ارګانونو د خپلې اندې لیسټ برابرول یو بې شرمانه او توکمپال اقدام وباله او څرګنده یې کړه: د ویښ انساني ضمیر لپاره په دې حقیقت پوهیدل بیخي اسان دي چې د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک په لویدیځه آسیا کښې له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې ترټولو مخکښ سازمان دی.

د ایران دفاع وزیر د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خطرناکو اقداماتو په هکله په خبرداري سره ټینګار وکړ چې د امریکې په وړاندې د لویدیځ د پریکړې کونې تشه، د سپينې ماڼۍ د چارواکو د سپين سترګې د هڅولو سبب شوې ده.

                د امریکې حکومت د ایران د تیلو د صادراتو د بیخي بندولو د سیاست د اجرا لپاره په عربستان باندې ډیره ملا تړلې ده خو د تیر کال په اکتوبر میاشت کښې د بندیزونو د بیا لګیدو سره هم مهاله چې د تیلو په قیمت کښې کوم سخت زیاتوالی راغی هغه ښودله چې عربستان او په سیمه کښې د امریکې نور انډیوالان او اوپیک په بازرا کښې د ایران د تیلو کمی نه شي جبیره کولی.

بلومبرګ او نورو څیړنیزو ویب سایټونو هم په ځلونو ټینګار کړی دی چې د عربستان د تیلو د تولید وړتیا محدوده ده او د بازار مخ په زیاتیدا تقاضا او په لیبیا، ونزویلا او نایجیریا کښې د تیلو د تولید شرایطو ته په پام سره دغه هیواد حتی په خپل بشپړ ظرفیت سره هم د نړیوال بازار اړتیا نه شي پوره کولی او دا هغه موضوع ده چې د عربستان د انرجې وزیر خالد الفالح هم پرې په ډاګه اعتراف کړی دی او تیر کال یوازې دوه اونۍ پس له هغې چې سعودي ولیعهد محمد بن سلمان بازار ته د تیلو د ۱۲ میلیون بیرلو د ورکولو لپاره د ریاض د توانمنۍ خبره وکړه، ویې ویل چې هیواد یې د ایارن د تیلو د وړاندې کولو کمی نه شي پوره کولی.

له بلې خوا  د امریکې وروستي اقدام د ایرن د تیلو د څو سترو اخیستونکو منفي غبرګون هم په ځان پسې لرلی دی. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په یولړ څرګندونو کښې د امریکې دا کار د سیمې د امنیت او ثبات لپاره ډیر خطرناک وباله او په سخته لهجه کښې یې په واشنګټن باندې په نیوکې سره وویل: امریکې یواړخیزه فیصله کړې ده او نورو هیوادونو ته هم وايي چې باید پيروي یې وکړي او لګښت ورکړي. د ایران پر ځاې له یو بل هیواده د تیلو د پیرلو وړاندیز تشې لاپې دي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم وویل چې د امریکې دا پریکړه به د انرجۍ په نړیوال بازار او په مینځني ختیځ کښې ګډوډی او کړکیچ رامینځته کړي.

هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې له ایران سره د چین ملګرتیاوې رڼې، قانوني او روا دي او په دې وجه یې باید احترام وشي، زیاته کړه: د چین حکومت د چیني شرکتونو د روا ګټو او حقوقو په ساتنې ژمن دی او د انرجۍ د بازار د ثبا په ساتنه کښې به مثبت او رغنده رول ولوبوي.

                د ایران د تیلو د تولید او صادراتو د بشپړ مخنیوي په هکله د امریکایانو ادعا له دې زیات چې تر دباؤ لاندې د ایران د راوستلو لپاره یوه عملي لاره وي، زیاتره یو د ایران د څلویښت کلنو بندیزونو د تنور د ګرم ساتلو لپاره یوه سیاسي باټه ده.

ایکسپریس امریکايي ویب سایټ په یوه شننه کښې ولیکل: د امریکې متحده ایالتونه به صفر ته د ایران د تیلو د صادراتو د رسولو توان ونه لري. امریکا نه شي کوی چې د ایران د تلو ټول اخیستونکي د ایران د تیلو له بازاره سترګو پټولو ته تیار کړي. چین او هندوستان چې د ایران د اومو تیلو ترټولو ستر اخیستونکي دي، له ایران سره سټراټیجکې اړیکې لري او د دغه هیواد د انرجۍ په سرچینو متکي دي. لرې ښکاري چې امریکا دې په بندیز سره چیني او هندي ریفاینرۍ او بینکونه وګواښلی شي.

بلومبرګ خبري سایټ هم په خپله یوه شننه کښې د ټرمپ په کابینې کښې موجودو اختلافاتو ته په اشارې سره د بولټن، پمپئو او برایان هوک د تیرو میاشتو دریځونه جاجولي دي او دې ټکي ته یې اشاره کړې ده چې د ټرمپ له خوا هره پریکړه به په نړیوالو بازارونو کښې د قیمتونو د زیاتیدو ستر ریسک په ځان پسې ولري.

                د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف تیره چارشنبه (د نیویارک په آسیايي ټولنه) کښې د نړۍ د ځینو هیوادونو په وړاندې د امریکې په دوه ډوله سیاستونو باندې په نیوکې سره وویل: له ایټمي موافقې او له نورو نړیوالو موافقو د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وتل سبب شوي چې په امریکایانو باندې د نړۍ د هیوادونو باور پاتې نه شي.

ظریف په دې خبرې سره چې د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس تراوسه په خپلو څوارلسو رپورټونو کښې په ایټمي موافقه کښې پر خپلو ژمنو د ایارن پابندي تاییده کړې ده، زیاته کړه: امریکایي چارواکي نه شي کولی چې خپلې غوښتنې نورو هیوادونو ته ډیکټی کړي.

محمد جواد ظریف د هرمز تنګي د بندولو په هکله هم زیاته کړه: فارس خلیج د نړۍ شهرګ دی خو ترڅو چې د ایران ملي ګټې پوره کیږي، هرمز اوبلاره به خلاصه وي.

د ایران خارجه وزیر د خپل هیواد د تیلو د صادراتو د بندولو لپاره د امریکې هلوځلو ته په اشارې سره څرګنده کړه: ایران د خپلو تیلو خرڅون جاري ساتي ځکه چې د ایران اسلامي جمهوریت خپل مشتریال لري.

                د امریکې د غلیمانه سیاستونو په غبرګون کښې د ایران د اسلامي شورا استازو هم تیره اونۍ د یوې طرحې په تصویبولو سره د هیواد د اطلاعاتو وزارت او نورو اطلاعاتي ارګانونو ته دنده وسپارله چې د سنټکام او د هغو سازمانونو او ارګانونو د قومندانانو لیسټ چې د دغې امریکايي قومندانۍ تر واک لاندې دي او د ترهګرو ملاتړ کوي، د قضايي تعقیب لپاره اعلان کړي.

د ایران د پارلیمان استازو هم داشان د هیوا د حکومت ته دنده وسپارله چې د امریکايي ځواکونو د هغو ترهګرو اقداماتو په وړاندې چې د ایران ګټې په خطر کښې اچوي، د دې قانون له مخې متقابل او پریکنده اقدامات وکړي.

                د پاکستان وزیراعظم عمران خان تیره اونۍ تهران ته په یو سفر کښې د ایران له چارواکو سره مهم مذاکرات وکړل. کومي مهمې موافقې چې د دواړو هیوادونو د لوړرتبه پلاویو په خبرواترو کښې وشوې، د تهران او اسلام آباد اړیکې یې یو نوي پړاؤ ته ورسولې.

د دې سفر یوه مهمه برخه د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره د پاکستان د وزیراعظم ملاقات او د دواړو هیوادونو د اړیکو په اهمیت باندې د معظم رهبر ټینګار و.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د پاکستان د وزیراعظم او ورسره د ملګري پلاوي په کتنه کښې د ایران او پاکستان د ولسونو تړاؤ یو ژور او د زړونو تړاؤ وباله او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هیوادونو اړیکې باید د دښمنانو د دسیسو باوجود لاپیاوړې او مضبوطې شي.

معظم لارښود د دواړو هیوادونو په ګډو پولو کښې امنیتي مسائل مهم وبلل او زیاته یې کړه: کومې ترهګرې ډلې چې په سرحدونو کښې ناامنۍ جوړوي د دښمنانو په پيسو او وسلو سنبالیږي او د ایران او پاکستان په پولو کښې د امنیت ضده خوځښتونو یو هدف د دواړو هیوادونو د اړیکو خرابول دي.

په دغه ملاقات کښې د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم په دې خبرې سره چې ځیني نه غواړي چې د اسلام آباد او تهران اړیکې لاښې او نزدې شي، ټینګار وکړ: اسلام آباد به له دې وروسته هیڅکله په کوم جنګي ائتلاف کښې شامل نه شي. د پاکستان وزیراعظم څرګنده کړه: زه له اوله په افغانستان او عراق کښې د امریکې د لاسوهنې او پوځي شتون مخالف وم او نن هم په کلکه د جولان د نیواک او د اسرائیلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د اعلانیدو او له ایټمي موافقې د امریکې له یواړخیزې وتنې سره مخالف یم او هغه د نړیوالو اصولو خلاف ګڼو.

تهران او اسلام آباد په دغه سفر کښې په یوې سټراټیجکې موافقې کښې وویل چې په سرحدونو کښې له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې لپاره د چټک غبرګون ځواک جوړوي.

د امنیتي ملګرتیا په لړ کښې د ایران او پاکستان موافقه په سیمه کښې د امریکې تحرکاتو ته یو کلک ځواب دی. ایران او پاکستان په دې موافقې سره وښودله چې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په لړ کښې یوه ګډه سټراټیجي او د سیمه ایزو کړکیچونو د هواري په تیره بیا له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې ملګرتیا لري.

هر کله چې په پاکستان کښې کومه پیښه شوې د ایران خلک یې د مرستې لپاره په ډګر کښې حاضر شوي دي او هر کله چې په ایران کښې کومه پیښه رامینځته شي لکه د دې وروستي سیلاب په دوران کښې، د پاکستان خلک د مرستې او ملاتړ لپاره رامخکښې شوې دي.

د انرجۍ، مختلفو صنایعو، اقتصادي، تجاري، سرحدي، کرهڼیزو، روغتیا او درملنې ، ټرانسپورټ، دفاع او سپورټ په شان نورو بیلابیلو برخو کښې د دواړو هیوادونو پریمانه او د یوبل بشپړونکي ظرفیتونه سبب شوي چې ایران او پاکستان په مجموعي تقریباً درې سوه میلیون نفوسو سره د یو بل لپاره ډیر ښه سوداګري شریکان وي او دا پوټینشل او وړتیا شته چې دواړه هیوادونو د خپلو مبادلاتو اندازه چې نن سبا څه باندې یو میلیارډ ډالر ده، څو چنده زیاته کړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه

کمنټونه