Apr 30, 2019 11:04 Asia/Kabul
  • د بې نقابه امریکا تر عنوان لاندې د امریکې د تیرې اونۍ د مهمو بدلونونو جاجونه.
    د بې نقابه امریکا تر عنوان لاندې د امریکې د تیرې اونۍ د مهمو بدلونونو جاجونه.

د بې نقابه امریکا تر عنوان لاندې د امریکې د تیرې اونۍ د مهمو بدلونونو جاجونه.

=            د ډونلډ ټرمپ د استیضاح په سر د جنجال دوام

=            د ضرورت په بڼه کښې د ایټمي وسلې په کارولو د امریکې څرګند اعتراف

=            او د ایس-۴۰۰ توغندوي سیسټم د اخیستو په صورت کښې د ترکیې خلاف د امریکې د بندیزونو نوی ګواښ، په تیره اونۍ کښې د امریکې مهمې پیښې وې چې په دوام کښې يې په اړه تفصیلي بحث لرو. په دې هیله چې تر پاې راسره ملګري ووسئ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

                د امریکې ولسمشرۍ د خپلې استیضاح لپاره د کانګرس د ډیموکراټانو احتمالي هلوځلو ته غبرګون وښود. په داسې حال کښې چې د امریکې د کانګرس ځینو ډیموکراټ استازو د ډونلډ ټرمپ د استیضاح لپاره کوششونه پیل کړي دي، ټرمپ تیره چارشنبه ګواښ وکړ چې د امریکې په سترې محکمې کښې به له دا ډول هلوځلو سره مقابله وکړي. ټرمپ د یو ټویټ په خپرولو سره یوځل بیا دې مسئلې ته په اشارې سره چې هیڅ غلط کار یې نه دی کړی، ولیکل: که ډیموکراټان مې د استیضاح کولو هڅه وکړي نو زه به وړومبۍ د امریکې سترې محکمې ته رجوع وکړم.

داسې ښکاري چې د ټرمپ له خوا د مطرح شوي ګواښ اجرا ګرانه وي ځکه چې د امریکې اساسي قانون او ستره محکمه په ډاګه وايي چې د ولسمشر د استیضاح په بهیر کښې هیڅ رول نه لري. خو د ټرمپ ټویټونه ښودنه کوي چې سپينې ماڼۍ د استیضاح د بهیر د پیلیدو په هکله د ډیموکراټانو ترمینځ مطرح شوي بحثونه جدي اخیستې دي. ځیني ډیموکراټ استازي د عدالت د اجرا د مخنیوي په تور د ټرمپ د استیضاح غوښتونکي شوي دي.

                ډیموکراټانو د روسیې د دوسیې د ځانګړي مفتش رابرټ مولر په رپورټ کښې په خپرو شویو اسنادو استناد کړی دی. د مولر رپورټ داسې اسناد او شواهد لري چې د عدالت د اجرا کیدو په مخنیوي کښې د ټرمپ اقدام یې پياوړی کړی دی. ډیموکراټ مشران په دې باور دي چې د مولر رپورټ د ټرمپ په هکله د هغوي د تحقیقاتو د دوام لپاره د لارې یوه مهمه نقشه کیدی شي. د ۲۰۱۶ کال په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د روسیې د لاس وهنې د دوسیې په هکله د مولر د تحقیقاتو نتایج ښودنه کوي چې د ټرمپ انتخاباتي کمپین له روسیې سره هیڅ ډول ملګرتیا یا سمون نه درلود خو مولر نه دی توانیدلی دې نتیجې ته ورسیږي چې آیا ټرمپ د عدالت د اجرا کیدو مخه نیولې ده او که نه. د ډونلډ ټرمپ په استیضاح پورې د اړوندو بحثونو د ګرم والي په کمولو کښې د امریکې د پارلیمان د مشرې نانسي پلوسي هلې ځلې، د دغه هیواد د ولسمشر د استیضاح په لړ کښې د ضروري ملاتړونو د جلبولو لپاره په ډیموکراټ ګوند کښې د جدي چیلنج ښودونکې کیدی شي. د ډیموکراټ ګوند د مشرانو د سټراټیجۍ یوه برخه د ټرمپ د استیضاح لپاره د زیاتیدونکو غوښتنو د کمولو کوشش دی. پلوسي په دې باور ده چې استیضاح یو له وخته مخکښې اقدام دی او د استیضاح د بهیر د پيلولو لپاره لا ضروري حالات نه دي برابر شوي. ډیموکراټ مشران په حقیقت کښې د مولر د تحقیقاتو د لازیاتو اړخونو د څرګندیدو په تمه دي.

                د میرمن پلوسي په باور، د عامه افکارو د ملاتړ جلبول به د ټرمپ د استیضاح لپاره ترټولو مهم کار وي. لکه څنګه چې جمهوريت غواړي (ریپبلکنز) له دې مخکښې د عامه افکارو د ملاتړ له جبلولو پرته د امریکې د هغه وخت د ولسمشر بل کلنټن د استیضاح نیت درلود او دغه کار د جمهوریت غواړو لپاره سختې سیاسي پایلې ولرلې. پلوسي او نور ډیموکراټ مشران غواړي دغسې غلطي تکرار نه کړي. خو په عین حال کښې ځیني ډیموکراټان د ټرمپ د استیضاح غوښتونکي دي.

                د پينټاګان د سیاست جوړونې په چارو کښې د امریکې د دفاع وزیر مرستیال ډیویډ ټریچ ټنبرګ په بروکینګز موسسه کښې په یولړ څرګندونو کښې داده شو چې دغه هیواد ایټمي وسلې جوړې کړې دي او که ضرورت شو نو استعمالوي یې.

هغه وویل: امریکا د ایټمي وسلو د ګواښونو یا د ایټمي وسلو د کارولو د تفکر په وړاندې په ټوله نړۍ کښې د خپلو انډیوالانو او شریکانو ملاتړ کوي او له داشان ګواښونو سره مقابله کوي. امریکې د تاکتیکي په شمول ایټمي وسلې جوړې کړې دي او د ضرورت په بڼه کښې په مناسبو ځایونو کښې د هغوي د کارولو نیت لري. امریکا له خپلو انډیوالانو او دوستانو سره په خپلو اړیکو کښې د ایټمي دفاع سیاست اجرا کوي او د ایټمي دفاع د توان په زیاتولو ژمنه ده.

امریکې د ۲۰۲۰ کال لپاره په خپلې دفاعي بودجې کښې د خپل ایټمي توان د پراختیا او د ایټمي وسلو په توانمنۍ کښې د ناټو د غړو هیوادونو د ګډون او اروپايي هیوادونو ته د دغو وسلو د منتقلولو لپاره د ۲۵ میلیارډ ډالریزې بودجې غوښتنه کړې ده. امربکا د ایټمي وسلو د ځاې پرځاې کولو په هکله له بریطانیې او فرانسې سره چې خپله د ایټمي وسلو خاوندان دي، غږمله عمل کوي. امریکا په تیرو لسو کلونو کښې په نړۍ کښې د ایټمي امنیتي چتر د پراخولو په حال کښې ده.

                دا په داسې حال کښې دي چې د بریطانیې د سینیټ د نړیوالو اړیکې کمیټې په دې وروستیو کښې په یو رپورټ کښې خبرداری ورکړی چې د ایټمي وسلو د لرونکو هیوادونو ترمینځ د سفارتي ملګرتیاو د ماتې او هم داشان د ماډرن ټیکنالوجیو او توانمنیو ورځ په ورځ زیاتیدونکې پراختیا په نړۍ کښې د ایټمي جنګ د رامینځته کیدو خطر زیات کړی دی. د دغې کمیټې مشر ډیویډ هووِل د بریطانیا له حکومته غوښتي چې د ایټمي جنګ د نښلیدو په هکله د نمایندګانو جدي اندیښنو ته پام وکړي. هغه همداشان د ایټمي هیوادونو ترمینځ د خبرو اترو او شفافیت د زیاتیدو غوښتونکی شو. دغه نماینده همداشان خبرداری ورکړ چې د نړۍ خلک نن سبا په خطرناک ډول، د وسلو د کنټرول د تړونونو نه لرونکې نړۍ ته نزدې کیږي ځکه چې د دا ډول موافقو نشتوالی د وسلو د سیالۍ لپاره لاره خلاصوي او د ایټمي وسلو د استعمال خطر هم زیاتوي.

د ایټمي جنګ د کیدو د خطر په هکله د بریطانیا د سینیټ د نړیوالو اړیکو د کمیټې رپورټ څو میاشتې پس له هغې خپریږي چې امریکې او روسیې په خپلو کښې د وسلو یوه ډیره مهمه موافقه لغو کړه. امریکې د روسیې له خوا د مینځ واټنه ایټمي ځواکونو د تړون د مفادو د خلاف ورزۍ په پلمه وویل چې واشنګټن د ۲۰۱۹ کال د فرورۍ له دویمې نیټې څخه د دغه تړون په چوکاټ کښې د خپلو ژمنو اجرا ځنډوي او له دغه تړونه د وتلو بهیر چې شپږ میاشتې وخت اخلي، پیلوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین هم ټینګار وکړ چې د واشنګټن دا اقدام به بې ځوابه پرې نږدي او ماسکوهم د دغه تړون د ژمنو اجرا بندوي.

                د انقرې او واشنګټن اړیکې په وروستیو دریو کالو کښې یعنې د ۲۰۱۶ کال د جولایۍ د پنځلسمې نیټې له ناکامې کودتا راهیسې کړکیچنې شوې دي. د ډونلډ ټرمپ په ولسمشر جوړیدو سره د دواړو هیوادونو د اړیکو د ښه کیدو په هکله د ترک چارواکو د هیلې په اپوټه، د دواړو هیوادونو اختلافات لازیات شوي دي. د امریکې او ترکیې یو مهم اختلاف له روسیې څخه د ایس-۴۰۰ ډوله دفاعي توغندوي سیسټم په اخیستو باندې د انقرې ټینګار دی. د ۲۰۱۷ کال په دسمبر کښې ترکیې له روسیې سره د دغه سیسټم د اخیستو تړون لاسلیک کړ او ورپسې په انقرې باندې د دغه تړون د لغو کولو لپاره د امریکې دباؤونه پیل شول. د ا کار نه یوازې د امریکې د کانګرس او دفاع وزارت له سخت مخالفت سره مخ شو بلکې واشنګټن د دغه تړون د مخنیوي لپاره عملي ګامونه هم پورته کړي دي. ترکیه د ناټو یو غړی هیواد دی او واشنګټن مدعي دی چې د ناټو دافع هوا شبکې ته د ایس-۴۰۰ سیسټم راتلل د ناټو د غړو هیوادونو د جنګي الوتکو په تیره بیا د ایف-۳۵ ډوله پنځم نسل د جنګي الوتکو د کمزورۍ ټکي روسیې ته څرګند کړي.د ټرمپ حکومت همداشان انديښمن دی چې د روسي وسلو اخیستل او په روسیې پورې د وسلو پیئلتیا انقرې له مخکښې نه زیاته د روسیې په لور بوځي.

خو د امریکې له دباؤنو سره سره انقره هم هغه شان له روسیې د دغه توغندوي سیستم په اخیستو ټینګار کوي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د امریکې ګواښونو ته په اشارې سره وویل: د ترکیې او روسیې ترمینځ د ایس-۴۰۰ میزایل سیسټم د اخیستو تړون فاینل شوی دی او هیڅوک انقرې ته دا نه شي ویلې چې د لویدیځ او روسیې ترمینځ یو غوره کړي.

                د ایس-۴۰۰ میزایل سیسټم د اخیستو لپاره د انقرې له خوا مطرح شویو دلایلو ته په پام سره واشنګټن له څه مودې مخکښې نه د خپلې پریکړې بدلولو ته د ترکیې د مجبورولو په موخه یولړ اقدامات ترسره کړي دي. د ټرمپ حکومت ترکیې ته د ایف-۳۵ ډوله پنځم نسل جنګي الوتکو له ورکړې د ډډه کولو په ترڅ کښې د هغې خلاف ځیني نوي ګواښونه هم مطرح کړي دي. له دې مخکښې ټاکل شوې وه چې ایف-۳۵ ډوله جنګي الوتکې په روان ۲۰۱۹ کال کښې ترکیې ته وسپارلې شي.

واشنګټن هم دا شان له ناټو د ترکیې د ایستلو خبره مطرح کړې ده. د امریکې د ولسمشر مرستیال مایک پنس د اپریل په دریمه نیټه، د روسیې د ایس-۴۰۰ ډوله توغندوي سیسټم په اخیستو د ټینګار په وجه ترکیې ته خبرداری ورکړ او ویې ویل: ترکیه دې په ناټو کښې د پاتې کیدو او د ایس-۴۰۰ سیسټم د اخیستو ترمینځ یو کار غوره کړي. البته د امریکې دا غبرګون د ترکیې د لوړرتبه چارواکو له منفي غبرګون سره مخامخ شوی دی.

                د امریکې لوړرتبه ډیموکراټ سینیټر رابرټ میننډز د ترکیې خلاف یو نوي ګواښ کښې ویلي چې که ترکیه د روسیې د ایس-۴۰۰ سیسټم د اخیستو فیصله بدله نه کړي نو امکریا به په ترکیې باندې ځیني بندیزونه ولګوي او د ایف-۳۵ ډوله جنګي الوتکو ورسپارل به بند کړي. هغه ټینګار کړی دی: هیڅکله نه شو کولی چې ایف-۳۵ الوتکې د ایس-۴۰۰ سیسټم ترڅنګ راولو ځکه چې دغه سیسټم په ایف-۳۵ ډوله جنګي الوتکو کښې استعمال شوې ټیکنالوجي کشفولی شي.

رابرټ میننډز د دې پوښتنې په ځواب کښې چې آیا امریکا به له ترکیې سره د خپلو اړیکو د لاخرابیدو په بڼه کښې خپلې پوځي اډې له دغه هیواده وباسي؟ وویل: که څه هم ګمان نه کوم چې داسې وشي خو امریکا د خپل ملي امنیت د ساتنې لپاره هر اقدام کولی شي چې د یو هیواد له خاورې د خپلو اډو ایستل هم په کښې شامل دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه