می 05, 2019 14:59 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

په تیره اونۍ کښې د امریکې د بدلونونو او مهمو پیښو د څیړنې اونیز پروګرام

د امریکې په مهمو بدلونونو کښې، د ډونلډ ټرمپ له استیضاح د اویا فیصده ډیموکراټانو ملاتړ،

په ونزویلا کښې د کودتا له ماتې خوړو وروسته دغه هیواد ته د امریکې د خارجه وزیر مایک پمپئو د پوځي حملې ګواښ،

په ناټو کښې د شمالي مقدونیې د شاملولو لپاره له سینیټ څخه د ټرمپ غوښتنې

او د امریکې د ولسمشر له خوا د وسلو د تجارت له نړیوالې معاهدې د دغه هیواد د وتلو اعلان ته اشاره کولی شو.

                د تازه نظر پوښتنې پایلې ښودنه کوي چې د امریکې اویا سلنه ډیموکراټان د دغه هیواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح کیدو ملاتړ کوي. د ماریسټ تحقیقاتي موسسې د پي، بي، ایس چینل این، پي، آر راډیو د نظرپوښتنې نتایجو وښودله چې د امریکې د ۲۰۱۶ کال په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د روسیې د لاسوهنې د ادعا د ځانګړي مفتش رابرټ مولر د رپورټ له خپریدو وروسته، په سلو کښې اویا ډیموکراټان د ډونلډ ټرمپ د استیضاح ملاتړ کوي. په دې نظر پوښتنه کښې یوازې پنځو فیصدو جمهوریت غواړو (ریپبلکنز) ګډونوالو د یادې استیضاح ملاتړ کړی دی. په مجموعي توګه په دغې نظرپوښتنې کښې کابو ۳۹ فیصده برخه وال د امریکې د ولسمشر د استیضاح کیدو سره موافق وو.

د دې نظر پوښتنې نتایج په داسې حال کښې خپاره شول چې د امریکې د کانګرس ډیموکراټ غړو او د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو انتخاباتو کاندیدانو د ټرمپ د استیضاح کیدو موضوع مطرح کړې ده. دا نظرپوښتنه د اپریل د میاشتې له ۲۴ نه تر ۲۹ نیټې پورې له یو زر او اوولسو کسانو شوې ده.

د مولر د رپورټ په سر د امریکې د ولسمشر او د کانګرس د ډیموکراټانو ترمینځ شخړه زیاته شوې ده. په دې لړ کښې د امریکې لوې څارنوال ویلیم بار د امریکې په وروستیو ولسمشریزو ټولټاکنو کښې د روسیې د دخالت په هکله د ځانګړي مفتش رابرټ مولر د تحقیقاتو د نتایجو د صحت په هکله د امریکې د کانګرس په وړاندې د شهادت او ګواهۍ پروګرام لغو کړ چې له امله یې د کانګرس د ډیموکراټانو او ولسمشر ترمینځ کشاله سخته شوه.

                ټاکل شوې وه چې ویلیم بار تیره پنجشنبه د کانګرس له قضايي کمیټې سره چې اکثریت یې د ډیموکراټانو په واک کښې دی، یوه ناسته ولري خو پس له دې چې دواړه لوري د شهادت د غونډې د ترسره کولو د طریقې په سر موافقې ته ونه رسیدل، دغه غونډه کینسل شوه. د قضايي کمیټې مشر جرالډ ناډلز په دې هکله خبریالانو ته وویل: روښانه ده چې دا د حکومت له خوا د کانګرس په لاره کښې د خنډ اچونې یوه برخه ده.

دا په داسې حال کښې دي چې د عدلیې وزارت ویاند کري کوپک په دې هکله ویلي دي، د ناډلر دا وړاندیز چې قضايي کمیټه له ویلیم بار څخه ځینې پوښتنې وکړي، بې مخینې او غیرضروري و او پوښتنې باید له قانون جوړونکو څخه وشي.

د عدلیې وزارت هم داشان تیره چارشنبه وویل: د ناډلر له خوا صادر شوې احضاریې ته به ځواب ورنه کړې کومه چې د مولر د تحقیقاتو له نه چاپ شوې نسخې او له ناڅیړل شویو فایلونو وروسته ورغلې ده. ویلیم بار په دغه ورځ د امریکې د کانګرس د قضايي کمیټې په وړاندې څه باندې څلور ساعتونه، له قضايي تعقیبه د ټرمپ د بري کولو او کومې نتیجې ته د نه رسیدو په وجه د مولر د ګرم بللو په لړ کښې د خپلې فیصلې په هکله د ډیموکراټانو له نیوکو د ځان دفاع وکړه. د سینیټ په کمیټه کښې څو ډیموکراټان د بار د استعفا غوښتونکي دي. هغوي په ځلونو بار تورن کړی چې هڅه کوي د جمهوري غواړي ټرمپ ساتنه وکړي کوم چې په راتلونکو انتخاباتو کښې هم خپل بریالیتوب غواړي. هغوي دا پوښتنه کوي چې ولې دوه ورځې پس له هغې چې د مولر ۴۴۸ مخیز رپورټ په مارچ میاشت کښې د ویلیم بار لاس ته ورسید، داسې نتیجه یې ترې واخیستله چې ټرمپ په غیرقانوني توګه کوشش نه دی کړی چې د ۲۲ میاشتنیو تحقیقاتو مخه ونیسي.

                امریکې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په پړاؤ کښې د ونزویلا د کیڼ پال حکومت او د دغه هیواد دولسمشر نیکلاس مادورو د پرزولو په موخه خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړې او له تبلیغاتي او نفسیاته جنګه واخلې تر پراخو اقتصادي بندیزونو او بلآخره د پوځي حملې تر ګواښ پورې پراخ اقدامات یې وکړل. په دې لړ کښې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو تیره چارشنبه فاکس نیوز چینل ته په مرکه کښې د ونزویلا د قانوني حکومت د ګواښلو په ترڅ کښې ادعا وکړه چې د ضرورت په بڼه کښې واشنګټن له دغه هیواد سره جنګ ته چمتو دی. پمپئو مدعي شو چې د ونزویلا خلاف پوځي اقدام ممکن او ضروري دی.

د امریکې خارجه وزیر له دې مخکښې هم ادعا کړې وه چې د ونزویلا ولسمشر نیکلاس مادورو غوښتل چې له هیواده ووځي خو روسانو پاتې کړ البته د امریکې بندیزونو د هغه حکومت فلج کړی دی.

د امریکې دې ګواښ د روسیې سمدستي او سخت غبرګون په ځان پسې درلود. د روسیې خارجه وزیر سرګئي لاوروف تیره چارشنبه د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو سره په ټیلیفوني خبرو کښې د ونزویلا خلاف د واشنګټن د غلیمانه اقداماتو د پایلو په هکله خبرداری ورکړ. لاوروف په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د ونزویلا په کورنیو چارو کښې د امریکې لاسوهنې د نړیوالو قوانینو څرګنده خلاف ورزي وبلله او څرګنده یې کړه: د ونزویلا په وړاندې د امریکې یرغلیز ګامونه به له جدي پایلو سره مل وي.

په ونزویلا کښې سیاسي کړکیچ د اپریل له دیرشمې نیټې څخه یو نوي پړاؤ ته ورسید، کله چې د مخالفانو مشر خوان ګوایدو چې د امریکې له هراړخیزه ملاتړه برخمن دی، په یو ویډیويي پیغام کښې د دغه هیواد له خلکو او وسله والو ځواکونو وغوښتل چې د نیکلاس ماډورو خلاف وسله وال بغاوت وکړي. خو د ونزویلا خلکو او پوځیانو د دغې غوښتنې هرکلی ونه کړ او د ګوایدو او د هغه د انډیوالانو کودتا ماتې وخوړله.

                ګوایدو د جنورۍ په درویشتمه نیټه د امریکې او د هغې د انډیوالانو په څرګند ملاتړ سره ځان د ونزویلا ولسمشر کړ، چې د ونزویلا حکومت او خلکو دغه کار د خلکو د منتخب ولسمشر نیکلاس ماډورو خلاف کودتا وبلله. امریکې او انډیوالانو یې ګوایدو د ونزویلا د ولسمشر په توګه په رسمیت وپیژنده او له هغه وخت راهیسې واشنګټن خپل کوشش له مخالفانو سره ملګري کیدو ته د ونزویلا د پوځ په لمسولو متمرکز کړی دی. دې کار د امریکې د سیالو نړیوالو قدرتونو یعنې روسیې او چین سخت غبرګون په ځان پسې لرلی دی. پر دغو دوو هیوادونو سربیره د ایران او ترکیې په شمول ډرو هیوادونو هم د امریکې دغه کړنلاره غندلې او د ونزویل او حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په احترام یې ټینګار کړی دی.

                د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ تیره دوشنبه د دغه هیواد له سینیټ نه وغوښتل چې په ناټو کښې د شمالي مقدونیې له شاملیدو سره موافقه وکړي او هغه د دغه پوځي سازمان د دیرشم غړي په توګه ومني. ټرمپ په یوه خبرپاڼه کښې وویل: له سینیټ څخه غواړم چې په ناټو کښې د شمالي مقدونیه جمهوریت شاملیدل تصویب کړي. هغه زیاته کړه: د دې پروټوکول بشپړ تصویبیدل به شمالي مقدونیې ته اجازه ورکړي چې د ناټو غړې شي. هغه شمالي مقدونیه د یو کلک امنیتي شریک په توګه یاده کړه.

په ناټو کښې د مقدونیې د شاملیدو پروټوکول د ۲۰۱۹ کال د فرورۍ په شپږمه نیټه په بروکسل کښې د ټولو غړو هیوادونو له خوا لاسلیک شو. دغه پروټوکول اوس د ناټو د ټولو غړو هیوادونو پلازمینو ته لیږل شوی څو د دغو هیوادونو په ملي طریقه تصویب شي. د یونانو د وټو حق ته په پام سره په ناټو کښې د شمالي مقدونیې د شاملیدو یو اصلي خنډ هم دغه مسئله ده. شمالي مقدونیه چې له دې مخکښې د (مقدونیې) په نوم پیژندل کیده، د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کښې یې خپل نوم له یونان سره د (پرسپا) موافقې له مخې بدل کړ. د ناټو او اروپايي اتحادیې غړي هیوادونه او یونان ډیره موده د مقدونیې د نوم مخالف وو ځکه چې یونان په شمال کښې په هم دغه نوم یو ولایت لري. اوس د دواړو هیوادونو په هلوځلو سره دغه مسئله په هواریدو ده.

                په ناټو کښې د مقدونیې شاملیدل ختیځ ته د ناټو د پراختیا د سیاست په چوکاټ کښې دي چې واشنګټن ترې بشپړ ملاتړ کوي. روسیې له مودو راهیسې د ختیځ په لور د ناټو د پراختیا په هکله سختې نیوکې کړې دي او د دې بهیر د بندیدو غوښتونکې شوې ده. په دې لړ کښې د ناټو اقداماتو اوس په دغه پوځي سازمان کښې د د لویدیځ بالکان د هیوادونو په غړیتوب متمرکز شوي دي. په دې لړ کښې په ۲۰۱۷ کال کښې په ناټو کښې مونټې نیګرو غړیتوب د کرملین د خوابدی سبب شوی دی. په عین حال کښې ناټو خپلې هلې ځلې نه دې بندې کړې او اوس د شمالي مقدونیې په شمول په دغه پوځي ائتلاف کښې د سیمې د نورو هیوادونو د شاملولو په لټه کښې ده. د ناټو د لوړرتبه چارواکو له نظره د هر نوي هیواد غړیتوب د خپل شتون او نفوذ د سیمې د پراخولو په لړ کښې د ناټو د کامیابۍ په معنا دی. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین په یولړ څرګندونو کښې، ناټو د پراختیا په حال کښې یو یرغلیز سازمان ګڼلی چې د روسیې د سرحدونو په لور روان دی. هغه له دې مخکښې د ناټو ړنګیدل ګټه ور بللي وو.

په عین حال کښې د روسانو له نظره ناټو د ختیځ په لور د دغه سازمان د پراخولو او هم په ختیځې اروپا کښې د پوځي شتون د زیاتولو په شان اقداماتو سره په دې سیمه کښې د کړکیچ جوړولو هڅه کوي. روسیې ټینګار کړی چې په دې لړ کښې به ناټو ته مناسب ځواب ورکړي او د ختیځ په لور به یې د پراختیا مخه ونیسي.

                د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د بې پروایۍ او د وسلو د تړونونو په شمول له نړیوالو معاهدو د وتلو سیاست غوره کړی دی، اوس یې نړۍ له یو ستر چیلنج یعنې د وسلو د کنټرول له تړونونو د امریکې د وتنې له پایلو سره مخامخ کړې ده. په دې لړ کښې ټرمپ د اپریل په ۲۶ نیټه د امریکې د وسلو د ملي انجمن په غونډه کښې وویل: واشنګټن به د وسلو د تجارت له نړیوالې معاهدې (ای، تي، ټي) څخه وځي او په دغه غونډه کښې یې د وسلو د تجارت له نړیوال تړونه د وتلو حکم لاسلیک کړ چې دغه کار د ملګرو ملتو له منفي غبرګون سره مخ شو.

                په امریکې کښې دننه هم د ټرمپ په دغې فیصلې باندې نیوکې شوې دي. په دې لړ کښې د امریکې د کانګرس مشرې نانسي پلوسي د وسلو د تجارت له نړیوال تړونه د ټرمپ وتل یوه غلطه محاسبه او د امریکې د ملي ګټو په تاوان فیصله وبلله.

ډونلډ ټرمپ په دې پریکړې سره نیت لري چې د متعارفو وسلو د صادراتو په لړ کښې هم په امریکې باندې هرډول څارنه ختمه کړي چې دا کار به د نړیوال امنیت او صلحې په تاوان او د نړۍ په مختلفو سیمو کښې د وسله والو نښتو د زیاتیدو سبب شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه

کمنټونه