• رمضان د خداے میاشت (21)

د روژې یا رمضان د مبارکې میاشتې یویشتمه نېټه د امیرالمومنین حضرت امام علی (ع) د شهادت له کلیزې سره سمون خوری. هغه حضرت چې د رمضان د مبارکې میاشتې په نولسمه نېټه له خوارجو څخه د ابن ملجم مرادی نومې یو کس د تورې په یو ګوزار سره زخمی شو ؤ د څلوېښتم هجری قمری کال د دغې میاشتې په یویشتمه نېټه په شهادت ورسېد.

امام حسن مجتبی (ع) د خپل قدرمن پلار خاورو ته له سپارلو وروسته په جومات کښې په خپله یوه وېنا کښې وفرمایل: « نن شپه داسې سړی رحلت وکړ چې تېرو خلقو یې  حقیقت ونه پېژندۀ او راتلونکی خلق به هم د هغه په شان څوک ونه وینی.....»

د حضرت امام علی (ع) د شهادت د کلیزې په مناسبت د تسلیت په وړاندې کولو سره د نن ورځې د روژې په دې خاص مطلب  کښې د هغه حضرت یو شمېر وصیتونه له تاسو قدرمنو دوستانو سره شریکوو.

«بسم اللَّه الرحمن الرحیم ، دا دی هغه څه چې علی د ابوطالب زوے یې وصیت کوی. علی د خداے پاک په وحدانیت او یووالی شهادت او ګواهی ورکوی او اقرار کوی چې حضرت محمد مصطفی (ص) د خداے پاک بنده او پېغمبر دے. بې له شکه زما نمونځ، عبادت، ژوند او مرګ له خداے پاک څخه او هغه لره دے، د هغۀ لپاره څه شریک نشته، ما ته د دې دستور امر راکړے شوے دے او خداے پاکت ته تسلیم یم.

اے زما حسن زویه! تا او زما اولاد او اهلبېتو ته او هر هغه کس ته دا لیک ورته ورسیږی د دغو چارو نصیحت او سپارښتنه کوم:

هیڅکله الهی تقوا مو له یاده ونۀ ځی، کوشش کوی چې تر مرګه پورې د خداے پاک په دین باقی پاتې شئ. ټول په شریکه د خداے پاک په رسئ منګولې ښخې کړئ او په خداے پاک باندې د ایمان په بنیاد یو موټے اوسئ او له یوبله جدا نه شئ. په تحقیق سره د خداے له ګران رسول (ص) څخه مې واورېدل چې وې فرمایل: د خلقو ترمېنځ اصلاح له دائمی نمونځ او روژې نه افضله ده او هغه څیز چې دین تباه کوی او ختموی یې فساد او اختلاف دے. خپل خپلوان او رشته داران مو له یاده ونۀ ځی او صله رحم کوئ. د خداے لپاره د یتمیانو په باره کښې چې هسې نه اوږی او بې سرپرسته پاتې شی. د خداے لپاره، د ګاونډیانو په باره کښې چې ورسره ښۀ سلوک کوئ... د «قرآن مجید» په باره کښې له خدایه وویریږئ، هسې نه نور خلق درنه په قرآن باندې په عمل کولو کښې وړاندې شی! د نمانځه په باره کښې له خدایه وویرېږئ چې «نمونځ» ستاسو د دین ستنه ده. د خداے پاک د کور «کعبې» په باره کښې له خدایه وویریږئ. هسې نه حج تعطیل شی. که کعبه خالی پاتې شی او حج پرېښودل شی نو نور مهلت به ونه لرئ او دښمنان به درباندې غالب شی. د «رمضان» د میاشتې په باره کښې له خدایه وویریږئ چې دغه میاشت د دوزخ د اور لپاره یو ډال دے. امربالمعروف او نهی عن المنکر پرې نږدئ چې د پرېښودو نتیجه یې دا ده چې بدان او ناپاک کسان به درباندې مسلط شی او درباندې به ظلم وستم  کوی، هغه وخت که ستاسو نېک خلق دعا کوی دعا به یې نه قبلیږی. د یو بل په مرستې سره او اجتماعی توګه نېک کارونه کوئ او په ګناهونو او هغو څیزونو کښې چې د کینې او دښمنۍ سبب کیږی له ملګرتیا څخه ډډه وکړئ.

د وصیت په آخر کښې  امام خپل اولاد ته په خطاب کښې وفرمایل:

«اے د عبدالمطلب اولاده! تاسو ونه ګورم چې د مسلمانانو په وینو لاسونه رنګ کړې او د هغوی په قتل عام لاس پورې کړئ په دې بهانې سره چې  ووائئ امیرالمومنین وژل شوے دے او پوه شئ چې زما په بدله کښې بې زما له قاتله بل څوک پکار دی ونه وژل شی. پام وکړئ که زۀ د هغه د ګوزار په وجه له دنیا لاړم  نو تاسو هم ورته یو ګوزار ورکړئ. خداے دې ستاستو کورنۍ ساتندویه وی او ستاسو په حق کښې د پېغمبر اکرم (ص) د حقوقو حفاظت وکړی، اوس زۀ له تاسو سره خداے په امانی کوم او تاسو په لوے خداے سپارم او په تاسو باندې د هغه د سلام او رحمت دعا کوم.»

د وصیت له ختمېدو وروسته هغه حضرت په متواتره توګه تر آخری سلګۍ پورې او د پاس ملکوت ته یې د پاک روح د تلو تره وخته پورې ویل: «لا إله إلاّ اللَّه»

د متقیانو مولا حضرت امام علی (ع) په درې شپېته کلنۍ کښې له دې خاکی نړۍ سره خداے په امانی وکړه.

د پروګرام په دې برخه کښې د سورۀ قصص 78 آیت  اوروو چې فرمائی:

" قالَ إِنَّما أوتیتُهُ عَلیٰ عِلمٍ عِندی ۚ أَوَلَم یَعلَم أَنَّ اللَّهَ قَد أَهلَکَ مِن قَبلِهِ مِنَ القُرونِ مَن هُوَ أَشَدُّ مِنهُ قُوَّةً وَأَکثَرُ جَمعًا ۚ وَلا یُسأَلُ عَن ذُنوبِهِمُ المُجرِمونَ "

(قارون) وویل: دا سرمایه مې د هغې پوهې په وجه چې مې لرله ترلاسه کړې ده! آیا هغه ته معلومه نه  وه چې خداے له هغه مخکې هغه قومونه هلاک کړل چې له هغه نه زیات طاقتور او ثروتمند وو؟ (او کله چې الهی عذاب راورسې) نو له مجرمانو څخه د هغوی د ګناهونو پوښتنه نه کیږی.»

د قرآنی آیتونو یو مهم ټکے د انبیاو علیهم السلام او د هغوی د ملګرو د ژوند حالات دی چې زیات له عبرته ډک دی. د حضرت  موسی (ع) او قارون واقعه له هغو آیتونو څخه دی چې پکې غور او فکر پکار دے. قارون د حضرت موسی (ع) یو ملګرے ؤ چې د وخت په تېرېدو سره یې مال او دولت ترلاسه کړ او د خداے د پېغمبر په مقابل کښې اودرېد او ادعا یې وکړه چې دا مال او دولت یې په خپل علم او پوهې، تدبیر او کار کسب له لارې ترلاسه کړے دے. هغه خپلو پخوانیو ملګرو ته په واضحه توګه وویل چې زما دا ټوله سرمایه او شتمنی د زما د قابلیت، فکر او په وجه ده او دا زۀ وم چې د داسې سرمائې او شوکت لیاقت او استحقاق لرم، نو زۀ یې خپله مالک یې او څوک حق نه لری زما په کار کښې مداخله وکړی.

خداے پاک په دې مبارک آیت کښې د قارون د غرور او بې وقوفۍ په بیانولو سره فرمائی: ولې هغه ته معلومه نه ده چې هغه کسان چې له هغه نه زیات قدرتمن او ثروتمن وو چې کله یې د حق په مقابل کښې سرکشی وکړه نو په همدې دنیا خپله او مالونه یې تباه شول. که علم ، چالاکی او هوښیاری یې د مال او دولت اصلی عامل وو نو تېر شویو امتونو هم پکار دی په هغه علم او ثروت سره  چې یې لرۀ ځانونه له هلاکته ژغورلی وې، په داسې حال کښې چې علم ، شتمنی او طاقت هیڅ یو یې پکار رانغلۀ.

د آیت په دوام کښې خداے پاک الهی سنت بیانوی او فرمائی: له مجرمانو به د هغوی د ګناهونو پوښتنه نه کیږی. یعنې د مجرمانو د جرم او ګناهونو په وجه د هغوی په سزا کولو او هلاکولو کښې الهی سنت داسې دے چې هغوی ته مهلت نه ورکوی او د عذات د لرې  کولو لپاره د هغوی عذر او بهانې ته توجه نه کوی او بې له څه ځنډه د هغوی په اړه یوازې د عذاب حکم جاری کیږی،یو داسې عذاب چې په هیڅ وجه نه ستنېیږی.»

خواجه عبدا...  انصاری له دغه آیت څخه په خپل یو عرفانی بیان کښې د قارون دنیا دوستی او د سرمائې  رغونډول د سرکشۍ او طغیان سبب بولی او لیکی: د دنیا دوستی د ټولو ګناهونو راز دے او د مال جمع کول هم د طغیان او سرکشۍ سبب دے چې نېکانو ویلی دی: هغه څوک چې له خداے څخه پاتې شو له دنیا سره د مینې په وجه پاتې شو (یعنې له دنیا سره د مینې او دوستۍ په وجه له خداے څخه لرې کیږی.)

د ایرانیانو په کلتور کښې د مختلفو مناسبتونو په موقع نذر و نیاز ورکول پخوانۍ مخینه لری او د روژې مبارکه میاشت هغه ورځې دی چې پکې زیات نذرونه ورکړې کیږی. په دغو ورځو کښې زیاتره نذرونه د پخ شویو خوراکونو په صورت کښې د خلقو ترمېنځ وېشل کیږی او البته د ایران په ښارونو او کلیو کښې په دې ورځو کښې د آش او شعله زرد په شان نذری خوراکونو پخول د دې مبارکې میاشتې په یو خاص دود بدل شوی دی.

په اسلامی کلتور کښې نذر ورکول د دینی ارزښتونو او اعتقاداتو د بنیاد جوړېدو او په خپلو کښې سره د ملګرتیا، د ډله ایزو عقائدو د پیاوړتیا، له خداے پاک سره د زیات نزدېکت او د پاکو اهلبېتو له شخصیتونو سره د عقیدت او ارادت سبب دی چې دغه مسئله د حضرت علی (ع) د شهادت په ورځو کښې زیاته څرګندیږی.

شوله زرد او آش له دغو نذرونو څخه دی. البته د رمضان د مبارکې میاشتې په دوران کښې دغه خوراکونه د روژه ماتی د دسترخوانونو ښکلا ده. شوله زرد د وریجو، شکروو د ګلابو د اوبو، لاچو، زعفرانو، دارچینو او بادامو یو ترکیب دے. وریجې، زعفران او بادام له خوراکی نذره زیات اهمیت لری. دغه خوراک که بادام ولری نو زیات کلېشیم لری خو د خوراکو ماهرین لبنیات یا د شودو جوړ څیزونه د کېلشیم یوه ښه سرچینه معرفی کوی.  د دغې غوړې دانې هضمېدل  ګران دی او که په زیاته اندازه په شوله زرد کښې واچول شی مو د دې سبب کیږی چې د زیات وخت لپاره په معده کښې پاتې شی. شوله زرد د زعفرانو  د لرلو په وجه یو خوشحالی رامنځته کونکے خوراک دے او استعمال یې د ارامښت سبب کیږی خو شکر او زعفران د قبض سبب کیږی. لاچی هغه دانه ده چې شین ډول یې زیات ګرم دے او له نورو ډولونو څخه زیات تیز او خوندور او تنده لګونکے ډول دے. لاچی معده تقویتوی او له حده زیات استعمال د زړۀ درزا زیاتوی او د زړۀ او سږی د بیمارانو لپاره مضر دے. د شوله زرد د ګلابو اوبه د روژې په  وجه د سر درد او د خولې بوی کموی. له دارچینو څخه د دغه خوراک د شکلا لپاره استفاده کیږی خو پکار نه دی دغه مساله زیاته استعمال شی، ځکه چې دارچینی د روژې په وختونو کښې تنده زیاتوی. د پېشمنی وخت د شوله زرد د استعمال سپارښتنه کیږی، ځکه چې خوږوالے یې د تندې له رامنځته کولو نه علاوه د وینې د شکرو د غورزېدو سبب کیږی او په هم هغو وړومبنیو ساعتونو کښې انسان له لوږې او سختې کمزورۍ سره مخامخ کیږی. د روژې په مبارکه میاشت کښې د خلقو یوه عقیده دا ده چې پکار دی په دغه میاشت کښې زیات ثواب وګټی او او ثواب ګټل د خلقو په خدمت او ورته په روژه ماتی کښې بولی. له هغو کارونو څخه چې په دغه میاشت کښې رواجچ لری دا دی چې له افطاره مخکې هر کس د خپل وس مطابق څه خوړۀ اماده کوی او له نمانځه نه وروسته یې پ جومات کښې د خلقو ترمېنځ ویشی چې ثواب یې په برخه شی. دغه کار په پراخه توګه او په جوماتونو کښې د رژوه ماتی د دسترخوان د غوړېدو په صورت کښې ترسره کیږی.

-----------

 

Jun 15, 2017 14:22 Asia/Kabul
کمنټونه