• رمضان د خداے میاشت (25)

د رمضان په مبارکه میاشت کښې د روژتیانو یوه ښکلې تجربه د هستۍ له خالق سره د مینې تعلق دے. دغه تعلق له روحی اضطراب او اندېښنو سره په مقابله کښې یو موثره کردار لری. غمجنېدل او اضطراب د انسان د بدن او روح لپاره جدی آقتونه دی.

لکه دې مثال ته پام وکړئ: یوه زړه او پخوانۍ ونه د اوړی په سخته ګرمۍ کښې یا د ویروونکو طوفانونو او یا د ژمی د سختې یخنې په مقابل کښې استقامت کوی خو کله چې یو وړوکے چینجے له دننه څخه تنې او جرړو ته نفوذ پېدا کړی نو په لنډه موده کښې ورته زیان رسیږی او اوچیږی. کله چې دغې ونې ته  ګوروو نو وینوو چې سره له دې چې په مقاومت سره یې سخت او مشکل حالات تېر کړی او زغملی دی خو یو وړوکے چینچے کولې شی هغه له دننه څخه خرابه او ختمه کړی. د انسان حالت هم دا ډول دے. د تشویش، اندېښنې او شک په شان ګڼ شمېر عوامل چې کله د انسان په روح باندې مسلط شی نو له دننه څخه یې خالی کوی او ورو ورو ژوند ته امید او اطمینان له لاسه ورکوی. خو هغه کس چې خپل زړۀ او روح د خداے پاک د رحمت د څپو په وړاندې راولی نو دننه مخرب عوامل هغۀ ته زیان نه شی رسولې، ځکه چې ځان یې له یو مطمئن او آرام ورکوونکی پناه ځاے سره متصل کړے وی.   د بشر د فکری اضطراب او تشویشونو یوه وجه له حده  زیاتې او نامعقوله آرزوګانې او طمعې دی. انسانان په عامه توګه آرزو لری چې د کائناتو ټولې ښکارندې او پېښې دې د هغه خوښې مطابق وی. چې داسې غوښته غېر حقیقت پسندانه ده، ځکه چې د انسان ټولې آرزوګانې او ارمانونه پوره کېدونکی نه دی. کله کله په تېر وخت باندې بې وجې افسوس او د راتلونکی وخت په باره کښې ویره او شک د انسان د اندېښنې سبب کیږی. که یو کس داسې یو حالت سره مخامخ شی نو په ژوند کښې د حقیقت پسندۍ قدرت له لاسه ورکوی. د داسې یو انسان ارزښتناک عمر په چټی، فضولو او رنځونکو شېبو سره تیریږی. خو هغه کس چې زړۀ یې له الهی رحمت سره تړلے وی مطمئن وی چې خداے پاک به په هغه باندې د بې پایانه رحمت له لورولو ډډه ونکړی، ځکه چې له خداے سره تعلق یو طرفه نه وی. مهربان خداے پاک هغه بنده چې هغه یادوی د یوې شېبې لپاره هم په خپل حال کښې نه پرېږدی.

د خداے ګران رسول (ص) په دې اړه فرمائی: «هر هغه انسان چې له خدایه دعا غواړی نو که په دعا کښې د څه ګناه سوال ونکړی نو خداے له دغو دریو نعمتونو څخه یو نعمت یې په برخه کوی: یا یې دعا بې له څه ځنډه قبلیږی  یا په آخرت کښې ورلره ذخیره کیږی او یا دا چې د هغې دعا او رازونیاز په سیوری کښې یوه  حادثه او مصیبت له هغۀ څخه لرې کوی.»

له یو عارف نه پوښتنه وشوه: کله چې دعا کوو نو ولې مو سوالونه نه قبلیږی؟ هغه ورته ځواب ورکړ: په دې وجه چې تاسو خلق په ژوند کښې خداے منئ خو په حکمونو یې عمل نه کوئ، له پېغمبراکرم (ص) سره عقیدت لرئ خو هغه د خپل ژوند لپاره نمونه او بېلګه نه ګرځوئ، قرآن په لاسو کښې لرئ خو احکام یې نه عملی کوئ، په جنت باندې عقیده لرئ خو د حاصلولو لپاره یې کوشش نه کوئ.

د سورۀ فصلت د 30 آیت په تلاوت سره پروګرام ته دوام ورکوو چې فرمائی:

إِنَّ الَّذینَ قالوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ استَقاموا تَتَنَزَّلُ عَلَیهِمُ المَلائِکَةُ أَلّا تَخافوا وَلا تَحزَنوا وَأَبشِروا بِالجَنَّةِ الَّتی کُنتُم توعَدونَ :

«بې له شکه هغه کسان چې وې ویل چې واحد خداے زمونږ  رب  دے او بیا یې استقامت وکړ، نو فرښتې پرې نازلیږی چې مه ویریږئ او مه غمجن کیږئ. تاسو ته دې زېرے وی د هغه جنت چې تاسو ته یې وعده درکړې شوې ده.»

دغه مبارک آیت د ایمان خاوندانو ته اشاره کوی چې د خداے حکم ته تسلیم دی او د خداے پاک په  وړاندې په بندګۍ اعتراف کوی. هغوی د خداے پاک په ربوبیت باندې له اقراره وروسته  تر دومره حده پورې په خپل دنیوی ژوند کښې د حق په لاره کښې استقاومت او ټینګ اودرېدنه کوی چې له ملکوت اعلی سره ارتباط پېدا کوی. یعنې له روحی، فکری او نفسیاتی لحاظه یوه نه ختمېدونکې ذخیره مومی او له هیڅ ویرې اوغمجۍ سره نه مخامخیږی.

ځینې کسان له خداے پاک سره د مینې او عشق ادعا کوی، خو په عمل کښې استقادمت نه لری، هغوی سست او ناتوانه کسان دی چې کله د شهوت د طوفان په وړاندې راشی نو خپل ایمان ترپښو لاندې کوی او مشرکان کیږی او کله چې یې ګټې په خطر کښې راځی نو هم هغه کمزورے او مختصر ایمان هم له لاسه ورکوی. هو، ادعاکول او په خوله خبره کول اسان دی، خو عمل کول ګران کار دے او عمل ته دوام ورکول خو لا زیات ګران کار دے. ځینې له خداے پاک سره د مینې او عشق دعوې کوی او ځینې نور دغه مینه او عشق په عمل کښې هم ښئ او د الهی احکامو تابع وی خو د حادثاتو د عالم، طوفانونو، تمسخرونو، طعنې ورکولو او د غېر منصفانه دښمنیو په مقابل کښې د زغم قوت نه لری، نو ځکه په ټپه اودریږی، ځینې هم له دې نه لا زیات بد، په ټپه له اودرېدو نه پس شا ته ګرځی.

البته پکار دی دا خبره هېره نه کړوو چې استقامت د یو نېک عمل په شان د ایمان نتیجه ده. ایمان چې کله کافی ژورتیا او نفوذ پېدا کړی انسان استقامت ته رابولی. هم هغه ډول چې د حق په لاره کښې استقامت هم د ایمان ژورتیا او کلک والے زیاتوی او دغه دواړه متقابل تاثیر لری. د خداے له ګران رسول (ص) څخه په یو حدیث مبارک کښې راغلی دی یو سړی هغه حضرت ته عرض  وکړ: ما ته یو داسې حکم راکړئ چې په دنیا او آخرت کښې نجات بیامومم. د خداے ګران رسول (ص) ورته وفرمایل: قُلْ رَبِّىَ اللهُ ثُمَّ اسْتَقِمْ " ووایه زما رب او پالونکے خداے پاک دے  او په خپله دې وېنا باندې کلک اودرېږه.

خواجه عبدا... انصاری په خپل ادبی او عرفانی تفسیر کښې د دغه مبارک آیت په تفسیر کښې لیکی: دغه آیت د  اقرار توحید (یعنې په ژبه باندې د توحید اقرار) او د معرفت توحید ته اشاره کوی، د اقرار توحید دا دے چې خداے پاک یو او واحد وګڼې او د معرفت توحید چې هم هغه  استقامت دے دا دے چې په تصدیق کښې د تحقیق نهایت ته ورسې او د صدق او یقین په قدم باندې په ایمان سره په نېغه لاره کښې ګام  اوچت کړې. ( یعنې په هغه څه چې د توحید په اړه په خوله وایوو په عمل کښې د حق په لاره کښې په راتلو سره وکاروو او په صراط مسقیم یعنې نېغه لاره کښې تګ وکړوو.)

د طریقت پیر وویل: له حق سره خبرې دوه حرفه دی: اجابت او استقامت، اجابت ژمنه او وعده ده او استقامت په عمل کښې د ژمنې او وعدې پوره کول دی.

د رمضان مبارکه میاشت د خېر او برکت میاشت، د انسان د اصلاح میاشت او د برکتونو د نازلېدو میاشت ده چې انسان چې هر څومره کامل وی له دغې میاشتې نه زیاته ګټه پورته کوی. ورزش او لوبې چې تل د بدن او روح د سلامتیا لپاره یې په اړه سپارښتننه شوې ده  په دې میاشت کښې زیاته جلوه پېدا کوی او کولې شی په تېره بیا د دغې میاشتې په وروستیو ورځو کښې خپل رول په ښه ډول ادا کړی. ورزش او لوبې نه یوازې له روژې سره څه مخالفت نه لری بلکه که په صحیح او اصولی توګه ترسره شی د روژتیانو د سټرېس د کمېدو او د ارامښت سبب کیږی او د هغوی فکری  استقامت ته تقویت ورکوی.

د روژې په مبارکه میاشت کښې لوبې او ورزش په بدن کښې د وازدې او چربۍ له جمع کېدو څخه مخنیوے کوی او د مېټابولېزم او د هاضمې د سېسټم کار اسانوی. همدارنګ ورزش او لوبې په بدنی توانمنیو باندې د مثبت تاثیر نه علاوه د انسان د یادښت د قوت او ذهنی توانمنیو په زیاتېدو کښې زیاته ونډه لری. له دې امله چې سږ کال هم د روژې مبارکه میاشت له اوړی سره په یو وخت شوې ده، روژتیان پکار دی د خپلې سلامتیا زیات خیال وساتی، کېدې شی له روژه دارۍ نه علاوه توده هوا د لوبو او ورزش په شمول د ورځنینو فعالیتونو ترسره کول هم له مشکل سره مخامخ کړی، خو که تاسو په منظمه او مرتبه توګه له ورزش سره عادت کړے وی نو کېدې شی ونه غواړئ په یو ځل خپل ټول فعالیتونه په ټپه اودروئ.

ورزش ته دوام ورکول د سلامتیا  د روژې له مبارکې میاشتې څخه د لا زیات خوند اخېستو لپاره یوه مناسبه لاره ده. که یو کس په صحیح توګه د خوراک د اصولو خیال وساتی نو کولې شی د روژه دارۍ تر څنګه په منظمه توګه سپک ورزش هم کوی او په دا ډول خپله بدنی سلامتیا رامنځته کړی. د رمضان په مبارکه میاشت کښې له بدنی کمزورۍ څخه د مخنیوی لپاره پکار دی له درنو ورزشی حرکاتو څخه ډډه وکړی. په روژه کښې د انسان زیات فعالیت د ورځې په ساعتونو کښې د زیاتې انرجۍ د خرچ کېدو او د زیاتې خولې د وتلو سبب کیږی چې انسان ته زیاته تنده او د وینې د دباو کمېدل رامنځته کولې شی. د ورزشی پروګرام د سختوالی په کمولو سره کولې شئ فعال پاتې شئ او په عېن حال کښې خپله انرجی له لاسه ورنکړئ. د مثال په توګه که تل منډه وهئ نو هغه په تند پیاده تګ بدله کړئ.

د ایران د  طبی علومو د پوهنتون د ورزشی روغتیا د ډلې تربیتی مرستیال ډاکتر علی مظاهری نژاد وائی: روژه داری د ذهن د تازګۍ، غوړېدنې او بدنی سلامتیا سبب کیږی او ورزش هم نه یوازې له روژې سره مخالفت نه لری بلکه که په صحیح او اصولی توګه ترسره شی نو روژتی کس د روژې د سختیو او ستړتیاو په مقابل کښې په تېره بیا په ګرمه هوا کښې زیاته ټینګتیا پېدا کوی. ډاکټر مظاهری نژاد په روژه کښې د فیزیکی او بدنی تحرک او له عمومی کمزورۍ او کسالت څخه د مخنیوی په باره کښې وائی: ورزش د بدن د وازدو د سوزېدو سبب کیږی او د بدن د وازدې ذخیره کموی. همدارنګ د کاربوهائیډرېټو او وازدو د سوزېدو ترمېنځ یو تعادل رامنځته کوی. د روژه دارۍ په وخت په دې وجه چې کاربوهائیډرېټ بدن ته کم داخل شی بدن وازدې زیاتې سوزوی.

د خوراکونو په ټولو ډلو، یعنې د شېدو، لبنیاتو، ډوډۍ ، غلو، سبزیجاتو، میوو، غوښو، هګیو، او بې پوستکی دالونو استعمال باندې د روژې په مبارکه میاشت کښې د ورزشکارو روژتیانو لپاره تاکید کیږی او هغوی کولې شی د یو روغ خوراکی پروګرام په برابرولو سره د خپل بدن ضرورتونه پوره کړی او د خپلې سلامتیا لپاره د روژې له ګټو برخور شی.

-----------

 

Jun 21, 2017 14:30 Asia/Kabul
کمنټونه