• له نیکو خلکو سره ناسته پاسته

انسانان په دوستی او ملګرتیا پسې پر یوه بل حیرانونکی اغیزې شیندی.له ښو نیکو کسانو سره ناسته پاسته انسان ښو او خیر کارونو ته ګروهمنوی خو د بدو کسانو ملګرتیا یې تباهی او فساد و خوا ته ورکاږی،لکه په پشتو کښې دا متل لرو؛ چې اوسی،په خوی به د هغوئ سی.

محترمو دوستانو!د ښه او نیک دوست درلودل په انسان کښې اصلاح او کمال ته ګروهنه پیاوړی کوی او ورسره د نیکمرغۍ لارې په کچ کولو کښې مرسته کوی او د دې په اپوټه له بدو خلکو سره ناسته پاسته انسان تباهی او فساد ته ورکاږی.کله چې باد او شمال  له ډیرانو او نیاڼو تیریږی ،نو بدبوی له ځانه سره راوړی خو کله چې له ګلبڼه تیریږی،نو خوشبوداره وږمې راوړی،له خلکو سره ناسته پاسته هم همداسې ده.هم نیک او ښه خلک پر مونږ اغیز کوی او هم بد خلک. له نیکو خلکو سره ناسته پاسته او تګ راتګ ،انسان نیکو کارونو ته ورکاږی او که له بدو خلکو سره راشه درشه ولرل شی نو د انسان اخلاق،افکار او شخصیت تباه کوی.

یوه ورځ حواریونو له حضرت عیسی(ع) وپوښتل:ای روح الله!له چا سره ناسته پاسته او راشه درشه ولرو؟هغه مبارک ورته په ځواب کښې وویل:له هغه چا سره چې ورسره کتنه تا د خدای په یاد کښې راولی،وینا یې ستا پوهه زیاته کړی،او عمل یې تا د آخرت لپاره د توښې برابرولو ته وهڅوی.

د انسان شخصیت  په کورنی،ښوونې،کارکسب او دوستی څلورو چاپیریالونو کښې جوړیږی او پکښې د دوستی او ملګرتیا چاپیریال ډیر په زړه پورې او خوږ دی.په فطرتی توګه انسان په خپل درست ژوند کښې دوستی او ملګرتیا ته ګروهنه لری او د دوستانو په چاپیریال کښې کرارتیا احساسوی او ورسره خوښې او تاندې شیبې تیروی.خبره دا ده چې له دوستانو سره په ناسته پاسته کښې د وګړی پر اخلاقو،خویونو او عقیدو اغیز شیندی نو ځکه د دوستانو او ملګرو خوښول ډیر اهمیت لری .

 لکه څنګه چې وړاندې وویل شول،انسانان له نورو سره په ناسته پاسته او ملګرتیا پسې پر یوه بل حیرانونکی اغیز لری،ښه او نیک ملګری په بنیادم کښې نیکیو ته ګروهنه پیاوړی کوی خو له بدو خلکو سره ناسته پاسته یې تباهی او فساد ته ورکاږی.همدغه اغیز منې او اغیزشیندنې ته په پام سره دیچې د حق پیشوایانو خپل پیروان له بدو خلکو سره له ناستې پاستې منع کړی دی او له ځینو کسانو سره یې د ملګرتیا او له ځینو د ډډې کولو  سپارښتنه کړی ده ځکه چې د وګړیو په نیکمرغی او بد مرغی کښې خپل رول لری.د خدای د ټولو پیغمبرانو او دینی پیشوایانو دا سپارښتنه ده چې انسان باید د دوستانو او انډیوالانو په خوښولو کښې ډیره ځیرتیا وکاروی او غوره،ایمانداره او ښو اخلاقو درلودونکی کسان خپل دوستان کړی.ځکه چې ښه دوستان او ملګری یې پر کړچار غوره اغیز شیندی او ورسره په ناستې پاستې سره کمال ته رسیږی او اخلاق یې ښه کوی،لکه  وییل شوی؛                ای بچیه له نیکو خلکو سره ناسته پاسته ولره

او تل له فاسقانو او بدانو لرې واوسه.

-په قران مجید کښې د دوستۍ مسئلې ته ځانګړی پاملرنه شوی ده؛ځکه چې په ښځې او خاوند پسې  دوست د انسان په برخلیک کښې خورا زیات اغیز لری،په همدې خاطر د قران په آیتونو کښې له بیلابیلو اصطلاحګانو په استفادې سره د دوستی مسئلې او اړخونه بیان شوی دی.

د قران حکیم له نظره،هر څوک داسې کس د  دوستی لپاره خوښوی چې له روحیاتو سره یې سمون خوری او په بله وینا په خپله د هغه په شان دی.دا ورته والی په هغو روحیاتو او کمالاتو کښې دی چې هر یو یې غوره بولی.ځکه خو په روایتونو کښې راغلی ؛یو کس باید د هغه دوستانو او ملګرو ته په کتنې سره وپیژندل شی.                پیغمبر اکرم(ص) فرمایی:بنی آدم  د خپل دوست پر دین دی؛نو بس هر څوک دې پوره خیال وساتی چې له چا سره دوستی کوی.

 خدای پاک د قرآن مجید د نساء سورې په ۶۹ م آیت کښې فرمایی:او څوک چې د خدای او پیغمبر اطاعت وکړی،(په قیامت ورځ)به له داسې کسانو سره هم ناستی وی چې خدای پرې خپل نعمت تمام کړی،لکه پیغمبران  او ریښتونی(صادقان) او شهیدان او صالحان؛ او هغوئ ښه ملګری دی.                                                                                  له دغه آیته پوهیږو چې له پیغمبرانو،صالحانو او صدیقانو  پرته د دوستۍ لپاره غوره کسان نشته. د دې په اپوټه د قران له نظره ترټولو بد کسان هغه څوک دی چې د شیطان پیروی کوی او ورسره دوستی منع کړی شوی ده.په داسې کسانو کښې  کافران،بې لارې کسان،پر باطلو ولاړ کسان او داسې نور بد خلک شامیلیږی چې د ترټولو بدو کسانو په توګه شمیرل کیږی او ورسره ناسته پاسته منع کړی شوی ده.                      په اسلامی روایتونو کښې له بیلابیلو ډلو سره ناسته پاسته او پر وګړی یې اغیزې بیان کړی شوی دی؛لکه له شتمنو سره د ناستی پاستې په اړه راغلی دی؛څوک چې له شتمنو کسانو سره کښینی پاڅی،متعال خدای په هغه کښې له دنیا سره مینه او ګروهنه زیاتوی. ځکه چې تل د شتو د ترلاسه کولو د لارو چارو او پیسو ټولولو په فکر کښې وی.همیشه به د خپلې شتمنۍ د زیاتولو د رودو  او ساتلو د څرنګوالی په باب خبرې کوی او په همدې لړ کښې خپل کړچار ښئ.په اصولی توګه و کله چې څوک  په ښکلو جامو،ګاډیو،کورونو او خدمتکارانو سره شتمن او پیسه داره خلک وینی،نو په زړه کښې یې وسوسه راځی چې هغه هم باید د هغو په څیر هوسا او سوکاله ژوند ولری.په همدې خاطر یې په زړه کښې له دنیا سره مینه پیدا کیږی او د شتمنیو برابرولو او پیسو ټولولو ته لمسول کیږی  او د قناعت احساس یې کمیږی .همدغه راز له خدای او آخرته غافل پاته کیږی او نور دې ته زړه نه ښه کوی  او ورته ګرانه ده چې له کوم بیوزله سره مرسته وکړی.                                                                                        د اسلام ګران پیغمبر پر پیسو میّن شتمن مړه زړونه بللی او فرمایی:له مړیو سره له ناستې پاستې ډډه وکړئ!ورته عرض وشو،یا رسول الله!دا مړی څوک دی؟ویې فرمایل:هر هغه شتمن چې شتمنی مست کړی وی.

- په اسلامی تعلیماتو کښې ،مسلمانان له شتمنو او پیسه دارو کسانو سره له ناستې پاستې منع کړی شوی او له بیوزلانو سره راشه درشه ته هڅول شوی دی او اغیز یې دا ډول بیان شوی دی:څوک چې له بیوزلو کسانو سره ملګرتیا او راشه درشه  ولری نو د لوی خدای له لوری  د ویش په اړه پکښې خوښی او شکر زیاتیږی.   بیوزله او فقیر هغه څوک دی چې په یوازې سر د خپل ژوند مالی پیټی نه شی زغملی او مالی مرستو ته اړمن وی؛هغه د انګور د تاک په شان دی چې  د پاتیدا لپاره باید پر یوڅه تکیه ولری .لکه څنګه چې داسې کسان  زیارکښ وی او دومره عاید نه لری چې د ژوندانه اړتیاوې پرې پوره کړی نو بس په ژوند کښې قناعت کوی.په همدې خاطر له داسې کسانو سره ناسته پاسته په انسان کښې  د  پالونکی  د مننې  او قناعت احساس پیاوړی کوی.

 د اسلامی تعلیماتو یوه اخلاقی سپارښتنه،له عالمانو او پوهانو سره ناسته پاسته ده.په دینی تعلیماتو کښې راغلی:څوک چې له عالمانو سره کښینی نو د هغه له پوهې به  برخمن شی.حضرت امام علی(ع) فرمایی:له پوهانو سره کښینه څو پوهه دې زیاته ،ادب دې نیک او نفس دې پاک شی.                                                                                       له پرهیزګارانو او زاهدانو سره ناسته پاسته  هم د ملګرتیا خورا غوره ډول دی او پر انسان یې اغیز دا دی چې  آخرت ته یې ورسره ګروهنه زیاتیږی.زهد په ژوند کښې پر لږ څه د بسنه کولو په معنا دی.زهد هماغه په دنیاوی پېلتیاو پورې د نااړوندولی په خاطر دی او څوک چې زاهد وی ،په دنیا پورې هیڅ اړه نه لری،په داسې حال کښې چې ممکنه ده،شتمن هم وی.پر دې اساس زهد د څه نه درلودلو په معنا نه دی بلکې له هر څه درلودلو سره سره له هر ډول تجملاتو لرې پاتیدل دی. ښایی پرهیزګاران  شتمن او مالداره وی ،خو په دنیا پورې یې زړونه تړلی نه وی او زیاتره د آخرت،عبادتونو او د خدای د رضا او خوښې په حاصلولو پسې وی.له داسې کسانو سره ناسته پاسته  په انسان کښې تقوا لوړوی او انسان د بندګی وادۍ ته ورکاږی.

 یوه ترټولو غوره او ښه ناسته پاسته له صالحانو سره ملګرتیا او دوستی ده. صالحان د خدای هغه بندګان دی چې د نیکو عملونو او لوړو خویونو په وجه د داسې عنوان وړ ګرځیدلی دی.قران کریم د صالحانو ځینې ځانګړنې بیان کړی  او راپیژندلی یې دی.د قران د نورانی آیتونو له مخې صالحین هغه کسان دی چې ایمانداره دی او نیک کارونه ترسره کوی.دا د صالحانو څرګنده ځانګړتیا ده.             د قران پاک  د اعراف سورې په  ۱۷۰ م آیت کښې راغلی دی:هغوئ چې له  کتاب  سره  متوسل شول او لمونځ یې قایم کړ،مونږ به د صالحانو اجر ضایع نه کړو. دا آیت د صالحانو د یوې بلې ځانګړنې خبره کوی،دا چې د قرآن په آسمانی کتاب پوره اعتقاد ولری او پکښې پر راغلیو حکمونو عمل کوی.په دغه آیت کښې د صالحانو دغه ځانګړتیا هم بیان شوی چې خضوع  او خشوع ده.

د آل عمران سورې په ۱۱۴م آیت کښې د صالحینو نورې ځانګړنې هم بیان شوی او فرمایی: پر خدای او قیامت  ورځې ایمان راوړی د ښو چارو حکم کوی او له بدو کارونو منع کوی  او نیکو او ښو  کارونو ته وردانګی  او هغوئ له صالحانو دی.        لوی خدای په دغه آیت کښې د صالحانو څو ځانګړنې مطرح کړی؛لکه هغوئ په خیر او نیکو کارونو کښې بیړه کوی یعنی خلکو ته په خیر رسولو کښې تر ټولو مخکښې دی.

= وروستۍ خبره دا چې  صالحان په ایمان او اخلاقو کښې تر ټولو غوره کسان دی او څوک چې له داسې کسانو سره ناسته پاسته ولری،نو دا هڅه کوی چې د هماغو په شان په غوره کسانو کښې وګرځی.د حضرت ابراهیم (ع) په یوې دعا کښې راغلی دی چې وائی:رب هب لی حکماً و الحقنی بالصالحین.ای پالونکیه!ما ته علم او پوهه راوبخښې او له صالحانو سره مې مل کړی.

 

Jul 02, 2018 16:29 Asia/Kabul
کمنټونه