• دقدس نړیواله ورځ

دتهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې دقدس د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړیوالې ورځې په ټاکلو سره دفلسطین موضوع ته په پام کې د حضرت امام خمیني د رول په باب له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو هیله ده تر پایه راسره مله ووسئ

دوستانو د قدس نړیواله ورځ،دحضرت امام خمیني یو هوښیار او په موقعې نوښت دی  چې  هماغه راز  ئې دقدس اوفلسطین  موضوع  دنړیوالو په ذهنونو کې  ژوندۍ ساتلې ده .

 دایران داسلامی جمهوریت ارواښاد بنسټګر دقدس دنړیوالې ورځې  په نومولو سره  دفلسطین موضوع او آئيډیا  د اسلامی نړۍ یوه لومړنۍ موضوع وبلله  څو  دصهونیسټ نیواکګر رژیم  په وړاندې دفلسطینی ولس  ټول روا حقوق پوره  شي .

 حضرت امام خمیني  د ۱۳۵۸لمریز کال د  زمري دمیاشتې  په  شپاړسمه نیټه   په لبنان کې  دصهونیسټ نیواکګر رژيم  دبې رحمه جنایتونو  دنوي مرحلې  له پيلیدو سره په یو وخت   په یوه پیغام کې  د روژې دمبارکې میاشتې   وروستۍ جمعه  د قدس  دنړیوالې ورځې په  عنوان سره وټاکله .دهغه پیغام په یوې برخې کې راغلي دي؛زه  دنړۍ له  درستو  مسلمانانو  او  اسلامی حکومتونو غواړم  چې  د صهونیسټ غاصب رژيم اودهغوي دملاتړو دلاسونو دلنډولو لپاره دې سره یوو شي او دنړۍ ټولومسلمانانوته بلنه ورکوم،دروژې دمبارکې میاشتې  وروستۍ جمعې ورځ  دې  چې دقدر یوه ورځ ده،او دفلسطین د ولس د برخلیک  ټاکونکي هم کیدلی شي ،دقدس   ورځې په  عنوان سره   وټاکي او  په مختلفو دستورو کې   د فلسطین  دخلکو دقانوني حقوقوڅخه په ملاتړ کې دې د مسلمانانو  نړیوال پيوستون   اعلان کړي .

 حضرت امام خمیني  په کرتو  پخپلو ویناؤ اوپیغامونو کې  دقدس دنړیوالې ورځې اهمیّت بیان کړی دی . دهغو یو مثال ،  هغه بزرګوار  په یوه ځاي کې  فرمائي ؛  دقدس ورځ  ،یوه نړیواله ورځ ده ، داسې کومه ورځ  نه ده چې  یوازې قدس ته بیله  شوي  وي ، له مستکبرانو سره دمستضعفینو دمبارزې ورځ ده . دهغو ملتونو دمقابلې ورځ ده چې  دامریکا او یا دغیر امریکا دظلمونو تر دباؤ لاندې دي  او د زبرځواکونو په مقابل کې دي . دقدس ورځ ،داسلام ورځ ده ،د قدس ورځ هغه و رځ ده چې  اسلام باید احیاء کړو  او اسلامی قوانین    په  اسلامی هیوادونو کې اجرا شي،قدس ورځ هغه ورځ ده چې باید ټولو زبر ځواکونو ته  خبرداری ورکړو  چې  اسلام  به نور دتاسو دخبیثو عملونو    له امله د تاسو تر سلطې لاندې   درنشي ، دقدس ورځ داسلام دحیات ورځ ده .::::

          دحضرت امام خمیني  پیغام اولیدتوګې  ښئ ،  دقدس اوفلسطین موضوع د ځينو  عربو  هیوادونو موضوع نه ده ،بلکې  داسلامی نړۍ لومړنۍ موضوع  ده ، او اسلامی نړۍ باید  د دغې حیاتي موضوع  په وړاندې  متحد اوغږمله شي . دقدس نړیوالې ورځې ، دصهونیسټو جنایتکارو اوغاصبانو  په وړاندې  د  فلسطین د ملت   مظلومیّت   نړیوال کړ . او اوس  دحضرت امام خمیني  د نوښت  له امله  له لودیځي آسیا رانیولې تر امریکا لوئې وچې  او تر تورې  وچې  پورې د مځکې دکُرې  په ګوټ ګوټ کې  دقدس اوفلسطین  له مظلومیّته  د ملاتړ چغې  پورته کیږي .

 د فلسطین موضوع ته  په پام کې  دحضرت امام خمیني  غوره رول  بیلابیلو متفکرانو او ولسونو  ډير وستایهّ اونن سبا دامام خمیني نامه دفلسطین له موضوع سره یوځاي اخستل کیږي .هرڅوک هرچرته چې وي دفلسطین  مسئلې ته مخه کوي،نو په ژبه به ئې  دقدس اوفلسطین  دموضوع  په ژوندي  ساتلو کې  د  حضرت امام خمیني  د ارزښتمنو هلو ځلو   نامه هم اخستل کیږي.  د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته  دفلسطین  بدلونونو ته پام لازیات شوی او دنړۍ درست خلک اوملتونه دحضرت امام خمیني دتل پاتې لیدتوګو په سیوري کې د ایران په هلوځلو سره په فلسطینیو ټاټوبو کې روانو ډيرو زیاتو بدلونونو ته  متوجه  شول او  پوه شول چې  دفلسطین دمظلوم ملت په حق کې  څومره ظلم شوی دی . 

 د حضرت امام خیمني  په رهبرۍ   سره اسلامی انقلاب ،د فلسطین  دموضوع تاریخي  بهیر بدل کړ او  نړیوال متوجه شول چې   کومو قدرتونو  او په کوموسیاستونو سره  دفلسطین  د ولس  مادري  ټاټوبی غصب  کړی اوپه دوام کې،ئې څومره ظلمونه کړي دي  او  دفلسطین مظلوم خلک ئې  وکوچول او  د ژوند له ډيرو بدو شرائطو سره ئې  مخامخ کړل . بې شکه ، اسلامی انقلاب  او  د فلسطین له  موضوع  سره  دحضرت امام خمیني حساسیّت،دفلسطین  د مبارزو تاریخ ته  نوي روح  ورپوو کړ او پرهغوي ئې ثابته کړه چې  دصهونیسټ غاصب  رژیم په وړاندې  یوازینۍ ټاکنه  مقاومت دی څو   دهغه په  سیوري کې  د فلسطینیانو ټول غصب شوي  حقوق  پوره شي .

حضرت امام خمیني  دصهونیسټ رژيم له جعلي موجودیّت  او  دمقاومت  په معادلاتو کې له بدلونونو سره په مخالفت  کې دمینځني ختیځ  جیوپولیټيک ډګر  د فلسطینیانو په  ګټه بدل کړ او دغه بهیر،نن سبا هم  د فلسطین  د هیواد  د نیواک له اویاکلونو تیریدو سره سره دصهونیسټ رژیم مشران او ملاتړي ئې هماغه شان   د وحشت او ویرې په  سیوري کې ژوند کوي .

=    دصهونیسټ رژیم  د نیواکګرۍ په وړاندې د فلسطین د ولس دانتفاضې  له  جنسه  مقاومت،داسلامی نړۍ په زړه د استکباري  قدرتونو ټول معادلات  سره ګډ وډ کړي دي .  الاقصی جومات او قدس شریف  هماغه راز  داسلام او فلسطین  د زړۀ حیثیت لري  او  د هغه ژوندي ساتل  د قدس  د نړیوالې ورځې په ټاکلو سره  دفلسطین له موضوع سره  دحضرت امام خمیني  له حساسیّته  اغیزمن شوي دي .د قدس له موضوع سره  نن سبا هم د اسلامی نړۍ او  هم د فلسطین د ولس  حساسیّت ،د امریکا چارواکي  له صهونیسټ رژيمه   په ملاتړ کې  د اساسی اقداماتو  دغوره کولو لپاره  بې وسه کړي دي   او اوس  د امریکا جنجالی ولسمشر  ډونالډ ټرمپ  هم مجبوره کیږي  له تل ابیبه قدس  ته  د دغه هیواد دسفارت  له  منتقلولو  ډډه وکړي .

 دفلسطیني ټاټوبي  اوسنی وضعیّت  دفلسطنیانو  دبرلاسه کیدا  ښودنه  کوي  او دوي  په لازیات وحدت او  د مقاومت د  لارې په دوام سره  داسلام د دښمنانو  سپيره نقشه شنډولی شي .دفلسطین دموضوع د حل لپاره  بیلابیل پلانونه  مطرح شوي دي،خو یوه هم د فلسطنیانو حقوق  په بشپړ ډول  نه دي   پوره کړي . دسازباز خبرې اترې هم داسې تاکتیک دی څو دهغو په ورستیدو سره   د فلسطین ولس  دصهونیسټ رژيم په وړاندې   دمقاومت    له اساسی اصله لیرې  وساتي،په داسې حال کې چې مقاومت یا انتقاضه،دفلسطین  د موضوع  دحل اساسی ټکی دی .نن سبا  دقدس انتفاضې،د کاڼو  دانتفاضې او  د ۲۰۰۰کال د انتفاضې په ستر ملاتړسره دفلسطین معادلات سره ګډوډ کړي دي او په میداني ډګرکې د دغې لارې دوام دفلسطین دټولوحقوقو او آئيډیا تضمینونکی دی .

 د اسلامی  انقلاب  معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمي سید علی خامنه اي  په تهران  کې  په فرورۍ میاشت کې  دفلسطین له انتفاضې  د ملاتړ  په شپږم نړیوال کانګرس کې له صهونیسټ رژيم سره دسازباز  دبهیر  ماتې ته په اشارې سره  وفرمائيل؛ دا دی اوس  دفلسطین ولس  پخپلو تیرو درو لسیزو کارنامې کې دوې بیلابیلې بیلګې تجروبه کړې،دسازباز دبهیرپه مقابل کې،د سپيڅلي انتفاضې  د دوامدار او اتل مقاومت  بیلګه ده چې  د دغه ملت لپاره ئې لوئې بریاوې  درلودلي دي .  

     دفلسطین سیاسی ډګر هم د میداني ډګر ترڅنګ مهم دی او په دې مینځومیان کې د بیلابیلو پلانونو ماته خوړلي اویو اړخیز پلانونو ترڅنګ  ، د ایران اسلامی جمهوریت  دفلسطین د موضوع دحل لپاره یوه مهمه عملي نقشه مطرح کړې ده او داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي پرې  ټينګارکړی دی .دایران اسلامی جمهوریت تل په ډيموکراټيکې حل لارې سره پخپل لاس دفلسطینیانو دبرخلیک د ټاکلو په ضرورت ټينګارکړی دی.خوله بدهمرغه لویدیځي هیوادونه چې د دیموکراسۍ مدعيان دي،پر دې موضوع سترګې پټوي .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په ۱۳۷۹لمریزکال د عادلانه،حقوقي او انساني وړاندیز په توګه چې  دنړیوالو  منل شویو  اصولو په تیره بیا دملګروملتو دمنشور داصولو په اساس  دي ، د فلسطین  دبرخلیک د ټاکنې د ټول پوښتنې  موړاندیز  وړاندې کړی دی .

 داسلامی  انقلاب ستر لارښود  په کرتو  د دغه وړاندیز په  بیانولو کې   ټينګار کړی دی ،  دفلسطین دموضوع یوازینۍ حل لاره داده چې  غاصب او نیواکګر  مهاجران  نه بلکې    دفلسطین   واقعي ولس،هغه  که دفلسطین په داخل  کې دي اوکه  له فلسطیني ټاټوبي بهر دي،پر خپل هیواد واکمن نظام پخپله وټاکي .که په دنیا کې د ډیموکراسۍدمدعیانوله نظره  دیوه ملت  په رایو تکیه کول سمه خبره ده،نودفلسطین ملت هم یوملت دی اوباید پخپله فیصله وکړي.  هغه غاصب رژیم چې نن سبا دفلسطین په ټاټوبي قابض شوی دی،پر دغه ټاټوبي هیڅ حق نه لري ، یو جعلي ، دروغجن  او دظالمو قدرتونو  جوړ کړائ شوی  رژیم دی . پر دې اساس  باید دفلسطین له  ولسه ونه غواړي  چې ،دغه رژیم په رسمیّت وپيژني .

 (سیماب)

***********************************************

 

Jun 21, 2017 10:54 Asia/Kabul
کمنټونه