• بې پَردې امریکاکورنی  حالات

دتهران دپښتو خپرونې دانټرنیټی خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې د بې پردې امریکا کورنیو حالاتو ته دکتنې له اونیز پروګرام سره ستاسوپه خدمت کې یوو،هیله ده ترپایه راسره ملهّ ووسئ .

دوستانو د دغې لړۍ دنننی مطلب په پیل کې  دتیرو پروګرامونو په  څیر  په پیل کې په تیرې اونۍکې دامریکامهموداخلی سیاسی،اقتصادی ټولنیزو او کلتوری  بدلونونو اوخبرونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو .

 تیره اونۍ  دامریکا  ولسمشر ډونالډ ټرمپ  دایران،روسیې اوشمالی کوریا  په ضد د بندیزونو دسختولو لپاره  د دغه هیواد دکانګرس  مصوبه  لاسلیک کړه .په دغه اقدام پسې هر درې واړو هیوادونو  له نړیوالې ټولنې سره یو ځای، د نورو هیوادونو په ضد په بندیزونو کې له پولو د ورآخوا قوانینو په اعمالولو کې   دامریکا  پّه چلند سختې  نیوکې وکړې .  له بلې خوا  په تیرې اونۍ کې  د ډونالډ ټرمپ  رسوائیانو او  سرخوږیو   هم هماغه راز   دوام درلود.له یوې خوا  رسنیو   دمیکسیکو له ولسمشر او د آسټریلیا  له لومړی وزیر  سره  دامریکا د ولسمشر دجنجالی څرګندونو  متن  هم ترلاسه کړی  او  له بلې خوا،  د روسیې ټرمپ  د دوسیې په نامې سره دامریکا په انتخاباتو کې  د روسیې داحتمالی لاسوهنې  په دوسیې دغور لپاره  منصفه پلاوی هم جوړ شوی  دی .  داپه داسې حال کې وو چې  مشرانو جرګې  دایف بی آئی  فیډرل څیړنیزې  ادارې  نوی مشر ته  رائ ورکړه  او  دامریکا لوی څارنوال  هم  ووئیل،یوازې دیرش فی صده  افریقائی توکمه امریکایان  په پولیسو  باؤرکونې ته تیار دی .  په نهایت کې  دامریکا  خارجه وزارت رسما  دپاریس  د آب وهوا  له بدلون سره  دمقابلې  له تړونه  د دغه هیواد وتل اعلان کړل او پیّو افکار سنجونکی موسسې   دامریکا په ګواښونو د نړیوالو داندیښنې  دزیاتیدا خبر ورکړی دی .

=      تیره اونۍ  د ایران ،روسیې اوشمالی کوریا په ضد دبندیزونو دسختولو او زیاتولو لپاره دامریکا  دکانګرس  دمسودې  دلاسلیک کولو موضوع  له پراخوداخلی او بهرنیوغبرګونونوسره مخ شوه.دغه اقدام تردې حده تاؤتریخجن ؤ ،چې پخپله ډونالډ ټرمپ هم په یوې اعلامیې کې  پر ې نیوکې وکړې .  دامریکا ولسمشر  په دغې اعلامیې کې وئیلی دی ، چې  دغه مسوده ئې یوازې د ملی  وحدت دساتنې لپاره لاسلیک کړې ده  او ناکامیدا ئې له همدااوسه مشخصه ده.همداراز ټرمپ دبهرنی سیاست په برابرولو او هدایتولو کې   د ولسمشر  د اختیاراتو حوزې ته د کانګرس  په واریدیدو هم نیوکې وکړې .  د ایران ،روسې  او شمالی کوریا  په ضد دبندیزونو دقانون په اساس،دلومړی ځل لپاره،دبندیزونو  دکمولو په باب  دفیصلو لپاره  دامریکا له ولسمشره  مسئولیّت اخستل شوی دی .  په بله وینا،  دامریکا ولسمشر  د روسیې په ضد د بندیزونو دځنډولو او یا بدلولو لپاره باید په پیل کې   د کانګرس  موافقه ترلاسه کړی . دا موضوع  دسپینې ماڼۍ  له نظره   په امریکا کې د قواؤ  د تفکیک (د اختیاراتو  ) له اصل  سره  په تضاد کې ده . په عین حال کې  ټرمپ   په  امریکا کې د روسیې ضد بهیر تراغیزو لاندې  او همداراز   له ایران سره دایټمی موافقې  دچیلنج کولو لپاره  دشخصی دلچسپۍ په دلیل  د کانګرس مسوده  لاسلیک کړه .

 د دغه اقدام په وړاندې   درو واړو هیوادونو یعنی  ایران،روسیې اوشمالی کوریا اعلان کړی دی ، په دې اړه به مناسب غبرګون وښئ .  دروسیې حکومت  اعلان کړی،له امریکا سره  د اړیکو ښه کولو په نسبت  په بشپړ ډول نهیلی شوی دی .  او اسلامی ایران هم  دجامعې ایټمی موافقې  په وړاندې  دامریکا بدقولَیو لپاره  دمتقابل اومناسبو اقداماتو خبره کړې ده.بلاخره دا چې  شمالی کوریا د نوی توغندوی آزموینو په ترسره کولو سره دامریکایانو غلیمانه اقدام ته ځواب ورکړی دی .

        تیره  اونۍ په یوه وخت  د ډونالډټرمپ   د رسوایانو اوسرخوږیو  بهیر  هم   هماغه راز دوام درلود.سره له دې چې تصورکیدۀ،د سپینې ماڼۍ  دکارمندانو  د کمیټې د مشر په توګه د یوه  ریټایرډ جنرال،جان کلې  منصوبیدا،په نهایت کې  نظم،دامریکا حکومت ته  ورستنوی،خو  د آسټریلیا او میکسیکو له  مشرانو سره د ډونالډ ټرمپ  ډڅرګندونو د متن خپریدا  وښودله  په سپینې ماڼۍ کې  اړۍ ګړۍ  هماغه راز  دوام لری .  امریکائی رسنیو تیره اونۍ  خبر ورکړی ، چې  ټرمپ   دآسټریلیا له لومړی وزیر  سره په ټیلیفونی خبرو کې  دجامعې ایټمی موافقې  په  څیر له موافقو سره   یوځل بیا پخپل مخالفت ټینګار کړی  ، اووئیلی ئې دی ،  دغه شان موافقې  هغه وژنی . ټرمپ  همداراز  دمیکسیکو له ولسمشر  سره په خبرو کې  هم وئیلی وو ، حتی  که میکسیکوسیټی نیّت  نه لری ، چې  دسرحدی دیوال یا کلائې  دجوړولو  په باب  لګښت ورنکړی ،  نو په څرګنده دې  د دغې موضوع له  اعلانولو ډډه وکړی . د دغو دوو خبرونو خپریدا  ددې ښودنه کوی  چې   له سپینې ماڼۍ   بهر ته  دامریکا دولسمشر  دمکالماتو دمتن  پشمول  دپټو اطلاعاو  دلیک کیدو بهیر  هماغه راز دوام لری  او دامریکا دولسمشر دفتر  هماغه راز  له اړئ  ګړئ  سره  لاس او ګریوان دی .  داپه داسې حال کې دی چې   دمیکسیکو   او امریکا دولسمشرانو  دمکالمې  ایشوا شوی متن  ښئ ، چې  دټرمپ  په کړنو او عمل کې  ښکاره  تضاد شته دی . په بله وینا،  ټرمپ،له میکسیکو سره د سرحدی کلائې   دجوړولو   او د دغه هیواد له حکومته ئې  د لګښت  داخستو په باب  پرخپلې انتخاباتی ژمنې  په  دوامدار ډول  له تکرارولو سره په یووخت،په ټیلیفونی مکالمو کې  په دغې غوښتنې سترګې پټې کړی دی . په عین حال  ټرمپ   دعمومی افکارو  په  نزد  دخپل شخصیّت او څیرې دساتلو لپاره  له خپلو همڅنګو غوښتی دی ، دا موضوع دې څرګنده نه کړی . خو بیا هم رسوا شو .

    له بلې خوا   تیره اونۍ اعلان وشو ، چې  دامریکا په انتخاباتو کې  د روسیې داحتمالی لاسوهنې   په دوسیې  د غور لپاره  یو منصفه پلاوی جوړ شوی دی .   رسنیو دغه اقدام ،  دامریکا دولسمشر دخپلو خپلوانو په محاکمه کولو او  احیانا  دهغه په  مواخذه کولو کې     یو وارمخکې ګام ګڼی.   ټاکل  شوې ده  په نزدې راتلونکی کې  د ټرمپ  دانتخاباتی  کمپاین دټیم  دځینو غړو په ضد   له روسیې سره  دپټو رَمَنډو   په څیر  په تورونو  دغور لپاره  یو شمیر  غونډې جوړې شی .   په دغو کسانو کې ، د جونیّرټرمپ  او جراډ کوشنر  نامې هم ترسترګو کیږی .  له دې سره په یووخت تیره اونۍ   اعلان وشو چې   پخپله  د ډونالډ ټرمپ  په وسیله    د روسیې له وکیل سره  د دوڼالډ ټرمپ جونیّر    دجنجالی لیدوکاتو دپیښې په باب   دهغه داعلامیې متن  برابر شوی دی .  په داسې حال کې چې   ویل کیږی ،  په دغې اعلامیې کې  ځینی دروغجن او دوکه ورکونکی موردونه  هم لیدل کیږی .  داموضوع   دامریکا ولسمشر  د محکمې   دغړولو  اوغولولو لپاره    په  هڅې او  د دروغجنو تورونو  له بهیر سره مخامخ کړی . داسې تورونه چې ممکنه ده  په نهایت کې ټرمپ  په رسمی ډول  دامریکا په انتخاباتو کې  د  روسیې  داحتمالی لاسوهنې  دوستې ته  وکاږی او  دهغه  دمواخذې  لپاره زمینه برابره کړی .

البته  ډونالډ ټرمپ   هم تراوسه پورې غلی ناست نه دی.  دامریکا ولسمشر  دځینو مشهورو وکیلانو په ګمارلو  او درسنیو په ضد دټولنیزو چینلونو په وسیله  دکمپاین  په پیلولو سره  هڅه کوی ،  د دغې جنجالی دوسیې  باندې غور کول  څنډې  ته کړی .  په دې  اساس تیره اونۍ  دجمهوری غواړی ګوند  مشرانو باندې هم نیوکې وکړې  او هغوی  ئې احمقان وبلل .  ډونالډ ټرمپ  پخپل ټویټر ټولنیز چینل کې  چې  جمهوری غواړی سناتوران  تراوسه پورې نه دی توانیدلی  ددرملنې دبیمو قانون  چې  اوباماکر نومیږی ، حذف کړی ، احمقان وبلل.  هغه همداراز  دامریکا دجمهوری غواړو دحکومتونو په شمول  مخکینی حکومتونه ،دچین  دشتمن کیدو  په مخنیوی کې  دبې وسۍ په دلیل  احمق وبلل.  داسې ښکاری ،  دامریکا په انتخاباتو کې  دروسیې د  احتمالی  لاسوهنې  د دوسیې دموضوع    پشمول د ډونالډ ټرمپ پر حکومت  د دباؤنو  دبهیر  لاجدی کیدا ،ټرمپ دخپلو  ګوندی مشرانو او وګړو په ضد لایرغلیزو دریځونو غوره کولو  ته اړ کړی دی .

         له بلې خوا د امریکا  خارجه وزارت تیره اونۍ  دآب وهوا له بدلون سره  دمقابلې  له  هغه  تړونه   دوتلو لپاره چې په پاریس کې لاسلیک شوی دی ، د دغه  هیواد د حکومت د رسمی لیک  ملګروملتو ته ولیږۀ .په دغه اقدام سره، د  ګلتونی  ګیسونو دتولید له څو سترو  هیوادونو یوه هیواد ،یعنی       د امریکا له خوا  د آب وهوا له  بدلون سره   دمقابلې  د خورا غوره نړیوال  تړون څخه د وتلو لپاره اصلی ګام پورته شو .  پوهان په دې اند دی  چې  دآب وهوا دبدلون  په اندازه یو عامل هم ، د انسان او دمځکې بر مخ د ژوند  راتلونکی  نه ګواښی .د وچکالیو زیاتیدا، ددښتو پراختیا، دکرهڼیزو مځکو له مینځه  تلل ،  د خوراکی موادو دتولید کمیدا ، د آبی سرچینو او زیرمو په سر   جنګ جګړې او جنجالونه ، دقطبی یخچالونو  اوبه کیدا،  دسمندرونو  سطحې  راپورته کیدا ،د ویجاړونکو توپانونو اوسیلابونو  راپیښیدا او نوره په لسګونو ویجاړونکی پیښې  اوقضیې  ، په نړۍ کې  د آب وهواد بدلونونو  دنتیجو  یوازې یوه برخه  شمیرل کیږی .  په عین حال کې  ډونالډ ټرمپ  دامریکا دتجارتی موقعیّت  دساتنې او  په دغه هیواد کې  د څو لکه کارکسب  د  موقعو  دژغورنې لپاره   دپاریس دآب وهوا له بدلون سره دمقابلې  له تړونه   وتلی دی .  البته  دکیوټو تړونو په اپوټه  چې  دامریکا په  وتلو سره  نابود شو ،  دې ځل  دنړۍ  دهیوادونو مشرانو وئیلی دی ،  له ګلتونی ګیسونو د مځکې دکُرې  د نجات په خاطر  به  له امریکا پرته خپلې لارې ته دوام  ورکړی .  په عین حال  کې  دپاریس  دتړون په  ژمنتیاؤ  له عمل کولو دامریکایانو  سرغړونه  لامل کیږی ،  په کال کې  د فرسوده صنائعو  په وسیله   د ګلتونی  ګیسونو دپام وړ اندازه  دمځکې  په فضا کې دامریکائی ګاډو او د ډبرینو سکارو  د بټیو خوراک شی او په درستې نړۍکې د سوونو میلیونو انسانانو  ژوند تراغیز لاندې راولی .په همدې دلیل،هم د پیّو نظرسنجۍ موسسې تیره اونۍ  دڅیړنو  نتیجې  خپرې کړې  چې ښئ ،  په متوسط ډول  هغه اته دیرش فی صده خلک چې   په څه دپاسه  دیرشو هیوادونو کې ورسره مرکې شوی دی ،  باوری دی ، دامریکا نفوذ اوقدرت  دهغوی د هیواد لپاره  یو جدی ګواښ  حسابیږی .  دغه اندازه   په ۲۰۱۳کال کې  پنځه ویشت فی صده وه  چې  په وروستیو  څلورو کلونو کې  کابو دیارلس فی صده زیاتوالی ښئ .

        دوستانو   دبې پردې امریکا داونیز پروګرام دننۍ برخې وخت هم همدومره ؤ نوتر بلې اونۍ پورې ،څو  له نوی پرورګام سره ستاسو په خدمت کې حاضر شو، په نیاؤمن خدای مو سپارو   ، ا.... مو مل اوملګری .

(سیماب)

*******************************************************************************************************************

 

Aug 07, 2017 16:21 Asia/Kabul
کمنټونه