• د امام صادق ع په سیره او روده کی وحدت 

د ربیع الاول په اوولسمه نیټه، د حضرت رسول اکرم ص د نیکمرغه میلاد د کالیزې سره په یو وخت، د رسالت له پاکی سلسلې څخه یو ماشوم دنیا ته راغئ؛ چی د صفا، نورانیت، علم او پوهې څخه یوه ډکه نړۍ یی خپلو دوستانو ته په سوغات را ؤړه، او د علم؛ فضیلت؛ معنویت او انسانیت په نړۍ کی د بدلونونو سرچینه شوه.

  دوی چی د صادق په لقب یادیده، د امامت او ولایت شپږم ځلانده ستورئ ؤ. تاسو ټولو عزیزانو ته د امام جعفر صادق ع د نیکمرغه ولادت د کالیزې په خاطر د مبارکۍ په ویلو سره، تاسو ته بلنه درکوؤ؛ چی د«امام صادق ع په سیره او روده کی د وحدت» ترنامه خاص مطلب ته پام وکړئ.

د اسلام د ګران پیغمبرص نیکمرغه میلاد، او د امام صادق ع ولادت تاسو ټولو ته مبارک وی.

 د اسلامی امت د وحدت او یوموټی توب موضوع؛ د امامانو ع په نزد، له ډیرو مهمو موضوعګانو څخه وه، دا ډول چی هغوی د مسلمانانو د یووالی د ساتنی په ضرورت د ګڼو سپارښتنو په ضمن کی، له مذهبی مخالفانو سره په برخورد کی،  دغه اصل ته پاملرنه کول؛ د شیعیانو له اصلی دندو څخه ګڼلی دی. لکه څرنګه چی له نورو مسلمانانو سره په سوله او پخلاینه کی د هغو بزرګوارانو او پیروانو روده هم، د هغوی په نزد د دغې موضوع د اهمیت لرلو یو شاهد دئ. دا داسی ټکئ دئ؛ چی کولای شی د شیعیانو د دینی- مذهبی سوچه کلتور په ښودلو سره، زیاتره ناوړه تفاهمات او تورونه چی؛ په شیعیانو لګول کیږی، له منځه یوسی.

د حضرت پیغمبر ص اهلبیت، له هغو الهی لارښوونکو څخه دئ، چی د خدای ګران رسول ص؛ د قرآنکریم ترڅنګ د هغوی وجود، د نیکمرغۍ او ژغورنی سبب وباله. د هغوی وینا د قرآنکریم وینا؛ او د هغوی هدف د الهی آیاتو د دستورونو اجرا کول دی. حضرت امام صادق ع، د الهی پیروانو بشپړ مثال دئ؛ چی له هرڅه زیات یی د خلګو یو زړه توب او یووالی ته پاملرنه کوله، او تل یی ټینګار درلود؛ چی د خلګو ترمنځ باید ژور عاطفی او انسانی اړیکی ټینګی وی. دوی فرمایل:« له یو اوبل سره یو ځای شئ، پخپلو کی مینه او محبت ولرئ، له یو او بل سره نیکې او احسان وکړئ، او د یو او بل په نسبت مهربانی او عطوفت ولرئ.» د خدای د ګران رسول ص د اهلبیت غړیتوب،  د ژورې پوهی او حکمت لرل، نیک اخلاق، او زیاتره نور عوامل، د دی سبب  ګرځیدل؛ چی دغه بزرګواره امام د مسلمانانو ترمنځ ټینګ ارتباطی پل وی، تر څو د هغوی تړاو او یووالئ لا ټینګتیا ومومی.

امام صادق ع، تفرقه او بیلتون، د اسلام د کمزورتیا او د دښمنانو د ناوړې استفادې لامل باله، او له ټولو مسلمانانو سره یی د محبت او دوستۍ کولو سپارښتنه کوله، او د خپلو یارانو یو نږدی کس ته په سپارښتنه کی داسی وفرمایل:«زموږ پیروانو ته سلام ورسوه، او هغوی ته ووایه؛ خدای په هغه بنده رحمت وکړی، چی د خلګو دوستې ځانته جلب کړی.»

امام صادق ع باوری ؤ، چی مختلفی دینی پرګنی او ډلی، د اسلامی ټولنی غړی دی، او باید د احترام او ملاتړ وړ وی. ځکه چی هغوی هم  د ستمګرو واکمنانو له آزار او ستم څخه په امن نه دی پاتی شوی. ځکه نو دوی ټینګار کاوه؛ ضروری ده چی مسلمانان پخپلو کی د دوستۍ او اړیکی له ساتلو سربیره، د خپلو اړتیاؤو په پوره کولو کی د ټولو انسانانو ملاتړی اوسی. پخپله امام صادق ع هم همداسی کول.

لکه څرنګه چی تاریخ  ګواه دئ، د حضرت امام صادق ع د امامت دوره؛ د اسلامی علومو او حتی د اسلام په نړۍ کی د تجربی او فلسفې علومو د پرمختګ او ودې له زرینو دورو څخه وه. امام صادق ع له دباؤونو او ساډوبۍ سره سره، چی د هغه وخت د حکومتی ارګانونو له خوا، پر دوی او د انحضرت پر لوړ پوړو شاګردانو باندی عملی کیدله، په دوامداره هڅې او کوښښ سره وکولای شول، اسلامی ټولنه؛ په زیاترو علمی زمینو کی، د سیالو هیوادونو په پرتله، حیرانونکې ودې او غوړیدنې ته ورسوی.

د امام باقر ع، او امام صادق ع په دوره کی، له یونان څخه د زیاترو فکری او فلسفې شک و شبهو له واردیدو سربیره، اسلامی پراخې سیمی هم، په دننه کی له کفری افکارو او ماده ګروهنې سره لاس او ګریوان وې. امام صادق ع پخپل علم او تدبیر سره، د دغو دؤو جبهو په وړاندی، د هغې ورځې په ټولنه کی د یو شمیر اسلامی فرقو غلط فهمیو ته هم ځوابونه ورکول. امام صادق ع، د اسلامی ټولنې شرعی او علمی مسایلو ته د پاملرنې سربیره؛ د هغو چارو په زمینه کی هڅه کول هم، چی یو او بل ته د مسلمانانو د لا زیات نږدیکت سبب کیدلی؛ له پامه ندی غورځولی، او په زیاتی سپارښتنی سره یی هغوی له یو او بل سره یو زړه توب او همکارۍ ته رابلل، او فرمایل یی:« د اهل سنت د ناروغانو پوښتنې ته ورشئ، د هغوی امانت ادا کړئ، په محکمو کی د هغوی په ګټه شهادت ورکړئ، د هغوی د مړو جنازې په مراسمو کی برخه واخلئ، د هغوی په مسجدونو کی لمونځ ادا کړئ، تر څو ووایی؛ فلانی جعفری دئ؛ ووایی فلانی شیعه دئ؛ چی دا ډول کړچار کوی، او دا کار زما د خوشحالۍ سبب ګرځی». 

په حقیقی معنا سره؛ امام صادق ع د اسلامی وحدت په زمینه کی یو اتل او مخکښ ګنلای شو. دوی د مسلمانانو ترمنځ  د یو زړه توب لپاره وفرمایل:« هغه کس چی، د اهل سنت وړونو د جماعت لمانځه په لمړۍ لیکه کی ګډون وکړی، د هغه کس په شان دئ، چی د خدای رسول ص په امامت یی لمونځ ادا کړئ، او انحضرت ته یی اقتدا کړې وی». اسحاق بن عمار هم وایی؛ چی امام صادق ع ماته فرمایلی دی:« ای اسحاقه! آیا له مخالفانو سره په جومات کی لمونځ کوې؟ ومی ویل: هو. امام وفرمایل: « له هغوی سره لمونځ وکړه، چی په لمړۍ لیکه کی له هغوی سره لمونځ کونکئ؛ د خدای په لاره کی د را ایستلې تورې په شان دئ.» د حضرت امام صادق ع د همدغه ښکلې رودې له کبله وه؛ چی د دوی شاګردان، یواځی له شیعیانو څخه نه ؤو، او د اهل سنت او جماعت یو شمیر ستر عالمان هم، د دوی له حضور څخه د استفاده کونکو له جملی څخه ؤو. مالک بن انس؛ ابو حنیفه؛ محمد بن حسن شیبانی؛ سفیان ثوری،ابن عیینه؛ یحیی بن سعید؛ ایوب سجستانی؛ شعبه بن حجاج؛ عبد الملک جریح او داسی نور کسان د هغه بزرګوار له شاګردانو څخه ؤو.

د اهل سنت ټولو عالمانو او تاریخ لیکونکو د امام صادق ع د شأن؛ مقام او سترتوب په هکله خبری کړی دی، او انحضرت یی د ښه او لوړ اخلاق، زیات علم، زیاتی بخښنی، او د اوږد مهال عبادت  په خاطر ستایلئ دئ. د انحضرت د علمی مقام په عظمت کی دومره بس دئ، چی وپوهیږو د اهل سنت څه باندی ۱۶۰ؤ پوهانو، پخپلو کتابونو کی، په عظمت سره د دوی یادونه کړې ده، او د دوی کلمات او روایتونه یی نقل کړی دی. د اهل سنت پیشوایان، په مستقیمه؛ یا غیر مستقیمه توګه د امام صادق ع شاګردان ؤو. مالک بن انس د امام حضور ته تله، او د انحضرت په شاګردۍ یی ویاړ کاوه. ابو حنیفه هم دوه کاله د امام شاګرد ؤو. هغه دغه دوه کاله د خپلی علم او پوهی بنسټ بولی او وایی:« که هغه دوه کاله نه وای؛ نعمان له منځه تله».

امام صادق ع په یو بل ځای فرمایی:«مسلمان د بل مسلمان ورور، او د هغه د سترګو، هندارې او لارښوونکی په شان دئ، او هیڅکله ورته خیانت نه کوی. هغه نه خطا باسی؛ په هغه ظلم نه کوی؛ هغه ته درواغ نه وایی او د هغه غیبت نه کوی». پدی روایت کی امام صادق ع د مسلمانانو ترمنځ په ورور ولۍ، او ډیر دوستانه او نږدی اړیکو باندی په تاکید سره؛ دغه ورور ولې او اړیکې، له یو شمیر ناوړو کړچارونو او بدو اخلاقو څخه پاکی بللی دی. د امام صادق ع عملی سیره هم، د دی بیانونکې ده؛ چی انحضرت هیڅکله ځان، په ځینو ټولنیزو تبعیضاتو او تفرقو کی ښکیل نه کړ، او تل یی له اسلامی فرقو سره پر دوستانه اړیکو ټینګار درلود. شاید ځینی کسان ګمان وکړی؛ چی د امام صادق ع د سپارښتنو دلیل، تقیه کول او یا د اهل سنت وړونو د حالاتو په پام کی ساتل وؤ، دغه اخیستنه او ګمان؛ نه د امام صادق ع له وخت سره سمون خوری، او نه هم اوس د شیعه مراجعو له فتوا ګانو سره سم دئ؛ ځکه چی حاضر دمه هم د شیعه مراجعو فتوا ګانی، د هغه څه په اساس دی، چی امام صادق ع څو پیړۍ وړاندی، زموږ د اهل سنت او جماعت د وړونو په هکله بیان کړی دی.

حضرت امام جعفر صادق ع؛ د علم او فضیلت له نظره، د خپلې زمانې مخکش ګڼل کیده. مالک بن انس؛ چی د دوی یو شاګرد، او د مالکی مذهب پیشوا ؤ، د امام صادق ع په باره کی ویلی دی:« په فضیلت؛ علم؛ عبادت او پرهیزګارۍ کی، د هیچا سترګو د جعفر بن محمد په شان شخصیت نه دئ لیدلئ، او د هیچا غوږونو د هغه ستاینه نه ده اوریدلې، او د هیچا په زړه کی نه ده یاده شوې، انحضرت ډیر سخی؛ خوش اخلاق او ګټور ؤو». همداراز؛ کله چی له ابو حنیفه څخه د ډیر فقیه کس په باره کی پوښتنه وشوه، ویی ویل:« تر ټولو ډیر فقیه کس چی می لیدلئ، جعفر بن محمد دئ».

د مطلب په پای کی یو ځلی بیا د حضرت رسول اکرم ص  مبارک میلاد، او د انحضرت د لمسی امام صادق ع  نیکمرغه ولادت په تاسو ټولو مبارک وی.

 

Dec 05, 2017 16:50 Asia/Kabul
کمنټونه