• د برجام په اړه د آمریکا د اولسی جرګې او سپینې ماڼۍ ترمینځ د فټ بال لوبه

د ایران د اټومی موافقې د موضوع د شپیته ورځینی مهلت په ختمیدا پسې د آمریکا کانګرس د برجام غونډسکه سپینې ماڼۍ ته شوټ کړه.تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ دغه غونډسکه کانګرس ته شوټ کړی وه.

اوس یو ځل بیا د آمریکا د اولسمشر نوبت رارسیدلی چې د هغه څه په هکله پریکړه وکړی چې د آمریکا د تاریخ تر ټولو بده موافقه یې بللی ده.د آمریکا د کانګرس او سپینې ماڼۍ تر مینځ یوه بل ته د فټ بال د پاس کولو لوبه هاله پیل شوه چې ډونالډ ټرمپ د اکتوبر په ۱۳مه نیټه د نړیوالې ټولنې د غوښتنې په اپوټه اټومی موافقې ته د ایران د اسلامی جمهوریت د پایبندی له تاییدولو ډډه وکړه او د ایران پر خلاف د چټی تورونو په مطرحولو سره یې ادعا وکړه؛برجام ته د ایران د پایبندی د تاییدولو جوګه نه دی؛په داسې حال کښې چې یوازې د اټومی انرژی نړیوال آژانس برجام ته د ایران پایبندی تاییدولای شی او تل یې په خپلو درستو راپورونو کښې اټومی موافقې ته د ایران بشپړه پایبندی تایید کړی ده.سره له دې،د آمریکا اولسمشر له ایران او اټومی موافقې سره د خپلې دښمنی په دوام کښې او د خپل هیواد پر یوه کورنی قانون په استناد سره ادعا وکړه چې برجام ته د ایران پایبندی نه تاییدوی.د جمهوری غواړو تر کنټرول لاتندې کانګرس په ۲۰۱۵ م کال کښې یو قانون تصویب کړ چې اولسمشر ته دا دنده ورکوی په هرو نوی ورځو کښې یو ځل د برجام په اړه راپور ورکړی.د ایران اټومی موافقې ته د بیا کتنې په قانون کښې اټکل شوی چې که د آمریکا اولسمشر برجام ته د ایران پایبندی تایید نه کړای شی نو کانګرس به ۶۰ ورځې مهلت ولری چې د ایران پرضد د ځنډول شویو اټومی بندیزونو د بیرته ګرځولو یا د نویو بندیزونو د لګولو په اړه پریکړه وکړی.دغه فرصت د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر له دیارلسمې پیل شوی،ټرمپ د برجام په باب په خپلې لانجمنې وینا کښې له کانګرس او هم له خپلو اروپایی متحدانو وغوښتل؛د هغه څه په وړاندې اقدامات وکړی چې هغه د ایران له لوری د برجام خلافورزی یا د ایران سیمه ایز او توغندوی فعالیتونه وبلل.په دې ډول د برجام غونډسکه یې د کانګرس او اروپا میدان ته وغورځوله.

د ټرمپ په وینا پسې په لومړنیو ورځو کښې په کانګرس کښې ایرانی ضده فضا جوړه شوه او ځینو استازو په خپلو تندو او لمسونکو خبرو کښې ژمنه وکړه د ایران اتو برجام پرخلاف به پریکړې وکړی چې د باب کورکر او ټام کاټن دوه جمهوری سناټوران یې سرغنې وې.دغو دوو تنو یوه داسې طرحه برابره کړه چې پکښې د واټن په زیاتولو سره د توغندوی آزموینو په بڼه کښې پر ایران د اټومی بندیزونو د بیا له سره پیلو اټکل شوی وو.د کانګرس ځینو نورو استازو د اټومی خبرو اترو د بیا پیلولو او په برجام کښې د نویو موضوعګانو د زیاتولو غوښتنه وکړه.د مثال په توګه  دا غوښتنه وشوه د ایران د اټومی فعالیتونو په اړه په برجام کښې په نظر کښې نیول شوی ځینې محدودیتونه زیات شی یا حتی دایمی کړای شی.یا دا چې مطرح شوه د سانټریفیوژانو د نویو نسلونو د تولیدولو په هکله د ایران تحقیقاتی او پراختیایی پروګرامونه ودرول شی.په دغو کښې د هرې یوې طرحې تصویبیدا د برجام د ختمیدا لامل کیدلای شوه.

د ایران اسلامی جمهوریت په ځلونو اعلان کړی؛چې هیڅکله به بیا اټومې خبرې اترې ونه کړی او هیڅه به پرې زیات نه کړای شی.همدغه راز یې په ډاګه اعلان کړی؛د توغندوی وړتیاو په شمول به د خپل دفاعی توان په اړه هیڅکله خبرې اترې ونه کړی له دې سره هممهاله اروپا هم د آمریکا د کانګرس په شمول نورو چارواکو ته دا خبره کړی چې د برجام په هکله به نورې خبرې اترې ونه کړی.په همدې خاطر اوس کانګرس د دوه لارې پر سر ګرځیدلی چې یا برجام ختم کړی او یا د نړیوالې ټولنې غوښتنې ته غاړه کیږدی.

Dec 18, 2017 14:09 Asia/Kabul
کمنټونه