• خوږی خبری (۲۳)

د اسلام د رامنځته کیدو له هماغه لمړنیو کلونو څخه، هر څوک چی یی د قرآنکریم روح بښونکی آیتونه اوریدل، بی اختیاره د هغو د حقایقو لیوال کیده، او په فکر کی لویده.

دغه جذابیت او حیرانتیا د هغو کسانو په منځ کی، چی پخپله ادیبان او د فصیح ژبې خاوندان ؤ؛ په لا زیاته اندازه تر سترګو کیده. د دغو کسانو له جملې څخه یو تن،«ولید بن مغیره» ؤ. نوموړئ شاعر، او د عربو له مشرانو څخه شمیرل کیده. خلګو د قضاوت کولو لپاره؛ ده ته مراجعه کوله، او خپل شعرونه یی د نظر ورکولو لپاره، د هغه په نزد لوستل، هر شعر چی د هغه له خوا منل کیده، غوره شعر ؤ.

یوه ورځ د قریشو مشران؛ هغه ته ورغلل او پوښتنه یی وکړه؛ هغه ویناوی او خبری چی محمد کوی، څه دی؟ آیا جادو دی او که خطابه؟ ولید د هغوی په ځواب کی وویل: زه باید پخپله د محمد په نزد لاړ شم، او له نږدی څخه د هغه خبری واورم، او پسله هغه نظر څرګند کړم. ولید، د خدای کور ته نږدی ورغئ، محمد ص یی په حجر اسماعیل کی ولید، انحضرت ته نږدی شو، او ورته وویل: ای محمده! خلګو ته څه وایی؟ غواړم د خپلو شعرونو یوه برخه ماته هم ولولې.

حضرت محمد ص د هغه په ځواب کی وویل: ای ولیده! قرآنکریم شعر نه دئ، بلکه د هغه خدای خبری دی؛ چی پیغمبران یی مبعوث کړی دی. ولید وویل: ډیر ښه، د قرآن یوه برخه ماته ولوله. حضرت پیغمبرص، د فصلت د مبارکې سورې د آیتونو په لوستلو پیل وکړ، او ۱۳ آیت ته ورسید؛ چی متعال خدای فرمایی: ای پیغمبره! ووایه زه تاسی د هغې تالندې په شان، تالندې څخه ویروم؛ چی د عاد او ثمود په قوم باندی وشوه.

ولید؛ کله چی دغه آیت یی واورید، په کلکه له ویرې ولړزید، او په فکر کی ډوب شو، په وارخطایۍ سره له ځایه پورته شو، او پرته له دې چی د قریشو مشرانو خواته لاړ شی، خپل کورته ستون شو، مشرکو مشرانو ابوجهل ته وویل حتماً ولید، د محمد دین منلئ دئ، ودی لیدل چی زموږ خواته را نه غئ، د محمد خبری یی واوریدلې، او خپل کورته لاړ.

مشرکین، له دغې پیښې څخه سخت غوصه شول. بله ورځ  ابو جهل د ولید بن مغیره کتنی ته ورغئ، او ویی ویل: موږ دی وشرمولو. ولید وویل: څه شوی دی؟ ابو جهل ځواب ورکړ: د دی لپاره چی د محمد دین ته لیوال شوئ یی. ولید پورته شو او څو ګامه مخته لاړ. وروسته، پداسی حال کی چی اندیښمن ؤ، ابو جهل ته وویل: باید ووایم؛ هغه څه چی می واوریدل، شعر نه ؤ- خطابه هم نه ؤ- خبری یی خاصه ښکلا درلوده. ای ابو جهله! که رښتیا وپوښتی؛ غواړم د قرآن په هکله درست سوچ او دقت وکړم. ابو جهل په ټینګار سره وویل: اوس زه قریشو مشرانو ته څه ځواب ورکړم؟ هغوی ته څه ووایم؟ ولید؛ څو ګامه د ابوجهل خواته لاړ، د هغه په وړاندی ودرید، او پداسی حال کی چی یی د هغه سترګو ته کتل؛ ویی ویل: هغوی ته ووایه؛ جادو ده. ځکه چی عجیب شانته د خلګو زړونه، ځانته جلبوی.

******

هغه ورځ چی د غافر سوره په پیغمبر ص نازله شوه، انحضرت د الهی آیاتو د ابلاغولو په منظور، په ښکلی او جذاب آواز سره هغه لوستله. ولید؛ پیغمبر ته نږدی ناست ؤ، او دغه آیتونه یی واوریدل، او سخت یی پری اغیزه وشینده. هغه په فکر کی ډوب شوئ ؤ، او له ځانه سره یی ویل: دا څه ډول کلام ؤ؛ چی می اوریده. د ولید د کنجکاوۍ حس، یو ځلې بیا محمد ته د هغه د ورتلو سبب شو. کله چی د پیغمبر ص حضورته ورسید، ویی ویل: ای محمده! بیا هم ماته د قرآنکریم یو شمیر آیتونه تلاوت کړه. حضرت پیغمبر ص، د نحل د مبارکی سورې، ۹۰ آیت داسی قرائت کړ:«خدای؛ د عدل او احسان، او خپلو نږدیو کسانو ته د بخشش امر کوی، او له فحشا، منکر، ظلم او ستم څخه نهی کوی، خدای تاسو ته نصیحت او موعظه کوی شاید پوه شئ.»

ولید بن مغیره، کله چی یی دغه آیت واورید؛ وویل: ای محمده! یو ځلې بیا هغه ولوله، حضرت پیغمبر ص بیا دغه آیت تلاوت کړ. پدی وخت کی ولید؛ بی تابه شو او سره له دې چی کافر ؤ، په ستر حقیقت یی اعتراف وکړ، او ویی ویل: دغه ویناوې خاص خوږوالئ لری، او ځانګړې ښکلا پکی ځلانده ده. دغه ویناوې د هغې ونې په شان دی، چی څانګی یی له میوې ډکې، او تنه یی له برکت څخه ډکه ده، دا داسی وینا ده؛ چی بشر نشی کولای هغه په ژبه جاری کړی.

 

 

 

 

 

Dec 24, 2017 16:10 Asia/Kabul
کمنټونه