• خوږی خبری  ( ۲۴)

حضرت پیغمبر اکرم ص د خپل با برکت ژوند وروستۍ ورځی تیرولی، او د دوی مبارکه څیره د انحضرت د ناروغۍ د سختوالی ښودونکې وه. حضرت پیغمبر ص په سختۍ سره کولای شول پخپلو پښو ودریږی؛ خو جدی تصمیم یی درلود، تر څو ځان مسجد ته ورسوی.

  باالآخره حضرت علی ع او فضل بن عباس، د انحضرت سره مرسته وکړه او له دؤو خواؤ څخه یی ونیول، او مسجد ته یی ورساوه. خلګ د تل په شان په مسجد کی را غونډ شوی ؤو، او علاقمن ؤو چی د پیغمبراکرم ص ویناوی واوری. خو هغه ورځ، د حضرت پیغمبر ناروغې څیرې، خلګ ډیر اندیښمن کړی ؤو. هغو کسانو چی په مسجد کی ؤو؛ په اندیښمنو زړونو او په ځیر سره انحضرت ته کتل، او له ځانونو سره یی ویل؛ ای خدایه! دا ورستئ ځل دئ چی د پیغمبر اکرم ص ښکلی او په زړه پوری ږغ، په مسجد کی انګازی کوی؟

را غونډ شوی خلګ؛ هماغه راز د پیغمبر ص د خبرو اوریدو ته لیوال ؤو.

انحضرت؛ پداسی حال کی چی په سختۍ سره یی خبری کولای شول، د خدای په نامه خپله وینا پیل کړه، او داسی یی وفرمایل: ای خلګو! په نږدی راتلونکی کی به، زه د آخرت سرای  ته لاړ شم؛ هر څوک چی زما په غاړه کوم حق لری، و دی وایی. زه چمتو یم چی هغه حق ادا کړم. په غونډه کی حاضر کسان؛ ډیر حیران شوی ؤو، او یو او بل ته یی وکتل. څو شیبې، په مسجد کی مبهمې چوپتیا سیورئ غوړولئ ؤ.

د حضرت پیغمبر ص نظر او کتنه، د خلګو د حق د ادا کولو لپاره د انحضرت د ټینګار ښودونکې وه.

څو شیبې وروسته؛ یو سړئ د غونډې له منځ څخه پورته شو، او پداسی حال کی چی یی له شرم څخه خپل سر کښته اچولئ ؤ، پیغمبر ص ته وویل: ای پیغمبره! زه دری درهمه په تا پور لرم. د خدای ګران رسول امر وکړ؛ چی د هغه سړی پور ورته ورکړی. له هغه وروسته یو بل کس پورته شو؛ او ویی ویل: ای پیغمبره! د بیت المال څو درهمه زما سره پاتی دی، او غواړم هغه ادا کړم.

څو دقیقې تیری شوې، او یو ځلې بیا په غونډه کی چوپتیا واکمنه شوه، خو لږ څه وروسته؛ د یو سړی آواز دغه چوپتیا له منځه یووړه، هغه وویل: ای پیغمبره! یوه ورځ ته په اوښ سپور وی، همدا چی دی وغوښتل؛ اوښ په شلاخی ووهی، زه په هغو نږدیو کی وم، او ستاسو شلاخه په ما ولګیده، اوس غواړم قصاص وکړم. په مسجد کی شور ما شور شو. د غونډی له منځ څخه داسی  خبری واوریدلی شوې، چی دغه سړئ څه وایی؟ څرنګه کولای شی د پیغمبر ص په نسبت بی احترامی وکړی؟

د خدای د  ګران رسول په آواز سره ټول چوپ شول، انحضرت د هغه سړی په ځواب کی وفرمایل: وروره؛ زه د قصاص لپاره حاضر یم. بیا یی امر وکړ؛ چی لاړ شی او له کوره هماغه شلاخه راوړی، عجیبه حیرانتیا د مسجد په فضا کی واکمنه شوې وه، چی هماغه شلاخه یی راوړه.

حضرت رسول اکرم ص ځان چمتو کړ، په ډیرې خواشینۍ سره د غونډې د برخه والو له سترګو څخه اوښکی بهیدلې، ټولو غوښتل چی وپوهیږی، هغه سړی څه کول غواړی. آیا هغه کولای شی ځان قانع کړی، چی د اسلام د پیغمبر ص په بدن، د شلاخو ګزار وکړی؟ د شاهدانو په ټټرونو کی ساګانی بندی شوی، او سترګی د حضرت پیغمبر خواته ځیر شوی وی. ته به وایی چی د ټولو کتنی او زړونو غوښتل ووایی؛ چی مه وهه، ای سړیه!

نا پیژاندی سړی پداسی حال کی چی شلاخه یی په لاس کی وه، ورو ورو د پیغمبر اکرم خواته لاړ، خو تر اوسه یی لا څو ګامونه له انحضرت سره واټن درلود، چی شلاخه یی لیری وغورځوله، او د اسلام پیغمبر ص یی په مینې سره په غیږ کی ونیو. هغه پداسی حال کی چی ډیر ژړل، وویل: ای پیغمبره! زه به هیکله ستاسی په هکله د بی ادبۍ او  ګستاخۍ اراده ونه کړم، یواځی می غوښتل یقین پیداکړم تاسی څومره د نورو د حقوقو په ادا کولو کی کوښښ کوئ. اوس می ولیدل؛ چی تاسی حتی په ډیرو سختو شرایطو کی، د نورو له حق څخه نه تیریږئ. اوس له تاسی غواړم چی ومی بخښی. حضرت پیغمبر ص پداسی حال کی چی پخپلو مهربانو لاسونو سره یی، هغه سړئ نازاوه؛ د خدای تعالی ج په درګاه کی داسی دعا وکړه: ای پروردګاره! دغه سړئ وبخښه؛ او لکه څرنګه چی زه یی وبخښلم، ته هم د هغه له ګناهونو څخه تیر شه.

پدې توګه؛ د اسلام ګران رسول«حضرت محمد ص» د خپل ژوند په وروستیو ورځو کی هم د خلګو له لارښوونې او موعظې څخه غافل نه شو، او په خبرو کی یی د نورو د حق په ادا کولو تاکید وکړ، او په عمل کی یی په ښکلې توګه وښودل.

د انحضرت په یو حدیث شریف کی راغلی دی: « افسوف دی وی په هغه کس؛ چی د مسلمانانو په حقوقو تیرئ وکړی، او هغه ضایع کړی.»

 

 

 

 

 

 

Dec 25, 2017 14:47 Asia/Kabul
کمنټونه