• خوږی خبری ( ۲۵ )

د اسلام د ګران رسول ص، یوه ورځ حضرت علی ع ته دنده ورکړه، چی بازار ته لاړ شی او یو کمیس دی د دوی لپاره واخلی. حضرت علی ع په خوشحالۍ سره چی وکولای شی د انحضرت لپاره یو خدمت وکړی، بازار ته لاړ.

 

علی ع په بازار کی په ځیر سره کالیو او دکانونو ته کتل؛ تر څو د حضرت پیغمبر لپاره داسی یو مناسب او ښایسته کمیس واخلی، چی ښه کیفیت هم ولری. باالآخره؛ یو کمیس د حضرت علی ع نظر جلب کړ، او هغه یی په ۱۲ درهمه واخیست. وروسته؛ په خوشحالۍ سره د حضرت پیغمبر حضور ته لاړ، او کمیس یی انحضرت ته وړاندی کړ. حضرت پیغمبر ص له علی ع څخه مننه وکړه، او بیا یی د کمیس د بیې پوښتنه وکړه. علی ع هم وویل: ای د خدای رسوله! دغه کمیس می په ۱۲ درهمه اخیستئ دئ. کله چی انحضرت د کمیس له بیې خبر شو؛ له لږ تامل وروسته یی وفرمایل: ای علی! زه له دې څخه لا ارزانه کمیس غواړم، آیا پلورنکئ به؛ دغه کمیس بیرته واخلی؟

حضرت علی ع، کله چی د حضرت پیغمبر ص خبری واوریدلې، او د دوی له نظر څخه خبر شو، په چټکۍ سره یی کمیس بازار ته یووړ، او هغه یی بیرته ورکړه. وروسته یی ۱۲ درهمه د خدای رسول ته راوړل. انحضرت، علی ته وفرمایل: که غواړی دواړه بازار ته لاړ شو، تر څو له دې څخه لا ارزانه جامه واخلو. حضرت علی ع ومنل؛ او هر دواړه، بازار ته رهی شول.

*******

د اسلام ګران پیغمبر ص د حضرت علی ع په ملګرتیا، د مدینې ښار په کوڅو کی د تګ په حال کی ؤ؛ چی سترګی یی په یوې وینځی باندی ولګیدلې، چی ژړل یی. حضرت پیغمبرص ورته نږدی شو، او د هغې د ژړا علت یی وپوښت. وینځه هم چی د خدای رسول یی ولید، ته به وایی د امید رڼا د هغې په زړه وځلیده، پورته شوه؛ سلام یی وکړ او ویی ویل: زما د بادار د کورنۍ غړیو، ماته څلور درهمه راکړل؛ او زه یی د شیانو د اخیستو لپاره، بازار ته ولیږمه. خو زما څخه څلور درهمه ورک شول، او اوس ویریږمه چی کور ته ور وګرځمه.

د اسلام ګران پیغمبر ص په مسکا سره وینځې ته وفرمایل: پورته شه لورې! اندیښنه مه کوه، زه تاته څلور درهمه درکوم، دغه پیسی واخله او هرڅه چی غواړی واخله، او کور ته لاړه شه.

وینځه، چی ډیر زیات خوشحاله وه؛ پورته شوه، پیسی یی واخیستلې او له پیغمبر ص څخه یی مننه وکړه.

حضرت پیغمبر ص او علی ع هم خپلې لارې ته دوام ورکړ، تر څو چی بازار ته ورسیدل. حضرت محمد ص یو کمیس په څلور درهمه واخیست، او دواړه د کور خواته رهی شول.

حضرت پیغمبر ص او حضرت علی ع د ستنیدو په وخت، یو مسکین سړئ ولید چی کمیس یی نه درلود، او یواځی یی خپل بدن په یو ټوکر پوښلئ ؤ. کله چی د حضرت پیغمبر ص سترګی په هغه ولګیدلې، ورته نږدی ورغئ او ډاډینه یی ورته ورکړه، بیا یی هغه کمیس چی د ځان لپاره اخیستی ؤ، دغه مسکین سړی ته ورکړ. د خوشحالۍ نښې د مسکین سړی په څیره کی را څرګندی شوې، او حضرت رسول اکرم ص پداسی حال کی له خپلې بخښنې څخه خوشحاله ؤ، بیا بازار ته لاړ او یوه بله جامه یی په هماغې بیې واخیستله.

کور ته د ستنیدو په مهال؛ یو ځلې بیا حضرت پیغمبر او حضرت علی ع هماغه وینځه ولیده، چی په غصې او خواشینۍ سره، په یوه ګوښه کی ناسته وه. حضرت محمد ص هغه ته وفرمایل: ولی کور ته نه لاړی؟ وینځې د انحضرت په ځواب کی وویل: ای د خدای رسوله! ډیر نا وخته شوئ دئ، که کور ته لاړ شمه؛ بادار می را باندی په قهریږی. 

حضرت پیغمبر ص وفرمایل: اندیښنه مه کوه. را شه دواړه لاړ شو، زه منځګړیتوب کوم چی کوم کس ستا مزاحم نه شی.

وینځه؛ د حضرت پیغمبر ص او حضرت علی ع په ملګرتیا رهې شوه؛ تر څو د کور وره ته سره ورسیدل. د اسلام ګران رسول ص په لوړ آواز د دروازې تر شا د کور اوسیدونکو ته سلام وکړ؛ هغوی هم د خدای د پیغمبر ص په ځواب کی زیات احترام ادا کړ، او دکور د دروازې له خلاصولو وروسته یی وویل: ای د خدای رسوله! ستاسو سلام زموږ د کورنۍ لپاره خیر او برکت راوړی. حضرت پیغمبر ص وفرمایل: ستاسو وینځه ناوخته کور ته راغلې ده، زه دلته راغلئ یم، ترڅو منځګړیتوب وکړم، چی هغه ملامت نه کړئ. هغوی د خدای رسول ص ته وویل: ای د خدای پیغمبره! ستاسو د ګران حضور په خاطر دغه وینځه له همدې شیبې څخه آزادوؤ، بیا یی هغې وینځې ته مخ واړاوه، او ویی ویل: ته آزاده یی لاړ شه.

د اسلام ګران رسول ص د دغې پیښې له لیدلو څخه ډیر خوشحال شو، د خدای شکر او قدرونه یی وکړه، او ویی فرمایل: عجیبه، له برکت څخه ډک ۱۲ درهم ؤو، چی یو بربند مسکین یی وپوښه، او یوه وینځه یی هم آزاده کړه،

د اسلام ګران پیغمبر ص؛ تل د مسکینانو او بی وزلو سره د مینې او مرستې په کولو کی مشهور ؤ، او د هغوی له حقوقو څخه د دفاع لپاره یی، په خبرو او عمل کی کوښښ کاوه. دوی؛ تل د خپل ژوندانه د چارو کچه، د عامو خلګو سره سم ټاکله، او له هغوی سره یی ژورې او معنوی اړیکی درلودلې. انحضرت، د ابوذر په نامه خپل یو یار ته په خطاب کی وفرمایل: ای ابوذره! تل هغو کسانو ته چی له مادی نظره له تا څخه کښته دی وګوره، او بی وزلان دوست ولره، او هغوی ته نږدی اوسه.

 

Jan 01, 2018 12:54 Asia/Kabul
کمنټونه