• د هدایت حدیث (۱۵۶)

د هدایت حدیث په یو بل مطلب سره ستاسو ګرانو دوستانو په خدمت کی یو. په څو تیرو مطالبو کی مو د حضرت رسول اکرم ص د معراج مسئله مو وڅیړله، او ومو ویل؛ چی د قرآنکریم د آیتونو سره سم، حضرت پیغمبر ص په د معجزې په توګه له مسجد الحرام څخه مسجد الاقصی ته لاړ، او له هغه ځایه د آسمانونو په لور رهی شو، او په هغه ځای کی یی؛ چی د هیڅ مقربی فرشتې د حضور امکان نه ؤ؛ له خدای تعالی ج سره خبری اترې وکړې.

دغه پیښه د معراج په شریف حدیث کی راغلې ده. په تیر مطلب کی مو د آخرت د پلویانو یو شمیر خصوصیاتو؛ او د هغوی له خوا نورو خلګو ته د ګټې رسولو مسئلې ته اشاره وکړه. اوس د هغوی یو شمیر نور خصوصیات بیانوؤ.

د امام علی ع له قوله په یو روایت کی راغلی دی: چی حضرت پیغمبر اکرم ص نقل وکړ؛ چی متعال خدای ج د معراج په شپه، دوی ته وفرمایل:«یا أحْمَدُ! إنَّ أهْلَ الْخَیرِ وَأهْلَ الاْخِرَةِ ... دُعاؤُهُمْ عِنْدَ اللهِ مَرْفُوعٌ وَکَلامُهُمْ مَسْمُوعٌ». یعنی: ای احمده! د خدای په درګاه کی د خیر او آخرت د پلویانو، دعاګانی قبولی او خبری یی د خدای په نزد منلی دی.

دغه خصوصیات؛ چی د آخرت د پلویانو ځانګړنی دی، د دنیا د پلویانو د خصوصیاتو په وړاندی را وستل شوی دی. د دنیا هغه پلویان چی په ټول توان هڅه کوی؛ ترڅو په دنیا کی خوشحاله وی، او خپل دغه هدف ته د رسیدو لپاره، ټول الهی قوانین تر پښو لاندی کوی. له همدې رویه؛ متعال خدای ج نه یواځی پدې دنیا کی هغوی پخپل حال پریږدی، بلکه په آخرت کی هم ورته پام نه کوی. متعال خدای ج د آل عمران د مبارکی سورې په ۷۷ آیت کی فرمایی:« لاَ یکَلِّمُهُمُ اللّهُ ولاَ ینظُرُ إِلَیهِمْ یوْمَ الْقِیامَةِ » یعنی:( خدای د قیامت په ورځ، له هغوی«د دنیا له پلویانو» سره خبری نه کوی، او هغوی ته نه ګوری ). 

دا چی، اوریدونکئ او لیدونکئ خدای؛ په هغه ورځ کی د الهی قهر د ښودلو لپاره، هومره د دنیا غوښتونکو ویناؤو ته بی پروا دئ، چی ګواکی هغوی نه وینی؛ او خبری یی نه اوری؛ د دنیا د پلویانو لپاره د قیامت ورځې له ډیرو دردونکو او سختو سزا ګانو څخه ده. ځکه چی دغه بی پروایی د هغه خدای له خوا ده، د خاورې په دننه کی د یو میږی ږغ اوری، او قبلوی یی. حضرت امام صادق ع د دغه مطلب په بیانولو کی فرمایی:«هغه مهال چی حضرت داوود په عرفات کی توقف او دمه وکړه، او خلګو ته یی وکتل، او د هغوی له ګڼ شمیر څخه خبر شو، د عرفات غره سر ته وخوت، او په دعا یی پیل وکړ. کله چی دعا یی ختمه شوه؛ جبرئیل په هغه نازل شو او ویی ویل: ای داووده! خدای تعالی فرمایی: ولی غره ته وختی او مناجات دی وکړ؟ وویریدی؛ چی د غره له لاندی څخه ستا آواز به وا نه ورم. بیا جبرئیل؛ حضرت داوود د سمندر غاړې ته بوت، او له هغه سره د سمندر ژورو ته لاړ. د اوبو په تل کی یوه ستره ډبره وه، هغه یی وکیندله او د هغې له منځ څخه یو چنجئ را ووت. جبرئیل؛ حضرت داوود ته وویل: ای داووده! متعال خدای فرمایی: زه د دغه چنچی ږغ؛ چی د سمندر په تل کی د ډبرې په دننه کی اوسی، اورم. نو تا ګمان وکړ چی د هغه کس ږغ؛ چی زما په درګاه کی دعا وکړی، زما غوږ ته نه رسیږی؟»

د معراج د حدیث په دوام کی؛ یو بل مطلب بیان شوئ چی ډیر جالب، او په حقیقت کی پوهیدل یی هم لږ څه ګران دی. ځکه چی فرمایی:« یا أحْمَدُ! إنَّ أهْلَ الْخَیرِ وَأهْلَ الاْخِرَةِ ... تَفْرَحُ بِهِمُ الْمَلائِکَةُ وَیدُورُ دُعاؤُهُمْ تَحْتَ الْحُجُبِ ». یعنی: ای احمده! د آخرت پلویان؛ کله چی دعا کوی ملائیکی د هغوی له آواز څخه خوشحالیږی،( او له دې څخه لا اوچته؛ دا چی هرکله د هغوی دعا عرش او کرسې ته رسیږی) دغه آواز تر هغو حجابونو و پردو لاندی، چی هلته شته څرخی، او متعال خدای د خپلو دغو بندګانو د ږغ  اوریدل خوښوی.

لکه څنګه چی د جابر بن عبدالله انصاری له خوا روایت شوئ، چی د خدای ګران رسول ص وفرمایل:«یو بنده؛ د خدای درګاه ته دعا کوی، پداسی حال کی چی هغه په خدای باندی ګران دئ، نو خدای تعالی جبرئیل ته فرمایی:« زما د بنده اړتیا ور پوره کړه، خو هغه وځنډوه؛ ځکه چی زه غواړم هغه لا زیاته دعا وکړی، ترڅو د هغه آواز لا زیات واورم». 

د معراج د حدیث په دوام کی یوه تشبیه شوې ده، چی له پخوا څخه په زیاته اندازه انسان حیرانیږی. ځکه چی فرمایی:« یا أحْمَدُ! إنَّ أهْلَ الْخَیرِ وَأهْلَ الاْخِرَةِ ... یحِبُّ الرَّبُّ أنْ یسْمَعَ کَلامَهُمْ کَما تُحِبُّ الْوالِدَةُ الْوَلَدَ ». یعنی: ای احمده! د خیر او آخرت پلویان، هغه کسان دی، خدای د هغوی د کلام اوریدوته علاقمن دئ، لکه څرنګه چی مور علاقه لری د خپل اولاد کلام واوری».

متعال خدای ج د مؤمنانو په هکله د خپلی مهربانۍ او رحمت د ښودلو لپاره، دغه عبارتونه او جملې په کار وړلی دی، ترڅو بندګان یی لا ښه د هغه ذات پیژندګلوی لاسته راوړی. ځکه چی متعال خدای ج پخپله د قرآنکریم د شوری د مبارکی سورې په ۱۱ آیت کی فرمایی:«لَیسَ کَمِثْلِهِ شَیءٌ». یعنی: هر څومره صفتونه چی د خدای تعالی لپاره په کار وړل کیږی، کیدای شی هغه ته ورته د انسانانو په منځ کی پیدا شی، لیکن هیڅ څیز او موجود خدای ته ورته نه دئ. خو له دې کبله چی کلمې او مفهومونه د انسان له پوهې څخه لا زیات ظرفیت نه لری، د خدای تعالی د صفاتو د بیانولو لپاره؛ له همدغو کلمو څخه له کار اخیستو پرته، بله چاره نشته.  

په یو بل حدیث کی، د خدای تعالی ج د دغی بی حده او اندازې مینې د بیانولو لپاره راغلی دی: چی متعال خدای ج داوود ع ته وحی وکړه:« ای داووده! هغه کس چی له خپل دوست سره مینه لری، خبری یی تصدیقوی او که له هغه راضی وی کړچار یی هم تائیدوی. او پخپل دوست په باور سره په هغه اعتماد پیدا کوی، او که په هغه مینه ولری، هاند او هڅه کوی چی ورته لاسرسې پیدا کړی. ای داووده! زما یاد او ذکر زما د ذاکرینو لپاره دی، او جنت می د اطاعت کونکو؛ او مینه او محبت می، زما د مینه والو او لیوالو لپاره».                                

 

Jan 01, 2018 17:48 Asia/Kabul
کمنټونه