• د هدایت حدیث (157)

د هدایت حدیث ډیرو ګرانو مینه والو! دا دئ اوس د دی لړۍ په یو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کی یو؛ که مو په یاد وی په یو شمیر تیرو مطالبو کی مو، د حضرت رسول اکرم ص د معراج پیښه، او د معراج مشهور حدیث وڅیړه. پدی مطلب کی هم د آخرت د پلویانو یو شمیر نور خصوصیات، چی پدی شریف حدیث کی راغلی دی؛ بیانوو. 

د حضرت امام علی ع د روایت په اساس، حضرت پیغمبر اکرم ص نقل کړئ، چی متعال خدای ج د معراج په شپه دوی ته وفرمایل:« یا أحْمَدُ! إنَّ أهْلَ الْخَیرِ وَأهْلَ الاْخِرَةِ ... لایَشْغَلُهُمْ عَنِ اللّهِ شَئٌ طَرْفَةَ عَیْن ». یعنی: ای احمده! د نیکۍ او آخرت پلویان،  حتی د سترګو د یو رَپ په اندازه هم، له خدای څخه نه غافلیږی.

دغه ځانګړتیا؛ په ټولو هغو کسانو کی چی له خپل محبوب سره زیات محبت لری، په ښه توګه لیدلای شو. د هغوی زړونه په ټولو حالاتو کی خپل محبوب ته متوجه دی، او داسی نه ده چی په نورو کارونو لګیا کیدل؛ هغوی محبوب ته له پام کولو څخه غافل کړی. د متعال خدای په باره کی هم؛ هغه رښتنی مؤمنان، چی پخپلو زړونو کی یواځی د خدای مینه لری، یوه شیبه د هغه ذات له یاد او ذکر څخه نه غافلیږی.

د بحارالانوار په ۱۴ توک کی د دغه مطلب په بیان کی یو ښکلی حدیث راغلی دی؛ چی فرمایی:« یوه ورځ یو چغکی، خپلی جوړې ته چی ورته بی پروا وه؛ وویل: ولی نه غواړی زما سره و اوسی؟ زه دومره توان لرم؛ چی که وغواړم کولای شم د سلیمان بارګاه او دربار، پخپلې نوشکې سره له ځایه پورته کړم، او په سمندر کی یی واچوم، نو بیا ته داسی روده را سره کوې!.  باد؛ دغه خبره د سلیمان غوږ ته ورسوله، انحضرت په مسکا شو، او امر یی وکړ؛ چی هغه دواړه چغکی حاضری کړی.

سلیمان نر چغکی ته وویل:« آیا هغه ادعا چی دی کړې ده، کولای شی سرته ورسوی؟»

چغکی وویل: نه؛ ای د خدای پیغمبره! خو پدې لاپو او خبرو سره می د هر بل موجود په شان غوښتل، ځان د خپلې جفتې په نزد توانمن او ستر وښیم. عاشق؛ د هغه د څرګندونو په خاطر نشو ملامتولای. سلیمان؛ ماده چغکې ته وویل:« ولی هغه څه چی ستا جوړه درڅخه غواړی؛ سرته نه رسوی، پداسی حال کی چی هغه ستا سره د مینې او محبت ادعا کوی؟» ماده چغکی وویل: ای د خدای پیغمبره! هغه زما سره مینه نه لری، درواغ وایی او باطله ادعا کوی. ځکه چی په زړه کی په یوې بلی چغکی هم مین شوئ، او علاقه ورسره لری.

د دغې چغکی خبری؛ د سلیمان زړه دومره غمجن کړ، چی په ژړا شو او څلویښت ورځې له خپل عبادت ځای څخه ونه ووت، او دعا یی کوله؛ چی متعال خدای د هغه زړه، له خپل محبت څخه د غیرو مینو؛ له ککړتیاؤ څخه پاک کړی، او د ځان د محبت لپاره یی ځانګړئ کړی.

د معراج په حدیث کی، د آخرت د پلویانو یو خصوصیت دا دئ؛ چی« النّاسُ عِنْدَهُمْ مَوْتى وَ اللّهُ عِنْدَهُمْ حَىٌّ کَریمٌ » یعنی: خلګ، د هغوی په نظر د مړو په شان دی، او خدای د هغوی په نظر ژوندئ او کریم دئ.

د دنیا پلویان؛ د آخرت د مینانو په خلاف، تل د خلګو د بدبینه کیدو په هکله اندیښنه لری، او د دی لپاره چی موقعیت او  مقام یی په ټولنه کی خوندی پاتی شی، د نورو د پام او علاقې د جلبولو لپاره په جدیت سره هڅه کوی؛ چی یو کس د هغوی په عیبونو پوه نه شی، او ورته بد ګمان نه شی. هغوی د عامه خلګو افکار جدی ګنی، او له دې کبله خپل عیبونه پټوی. البته خدای تعالی ج هم؛ نه غواړی د مؤمن عیب څرګند شی، لیکن د دنیا پلویان د خلګو د پام جلبولو په منظور، نه د خدای د رضا لپاره؛ او پدی منظور چی په ټولنه کی یی احترام وساتل شی، خپلی بدۍ پټوی؛ او ظاهراً ښیګنی له ځانه ښیې.

په مقابل کی د آخرت پلویان، دنیا ته بی پروا دی، او هر کله چی د خدای تعالی ج غوښتنه او اراده، د خلګو د نظر په مقابل کی راځی، بیله شک او شبهې څخه د دانا او حکیم پروردګار غوښتنه غوره کوی. له همدې کبله؛ یواځی په الهی درګاه کی د دندې د ترسره کولو په لټه کی دی، او د نورو غلطو خبرو او قضاوت کولو ته بی پروا دی.

د معراج د شریف حدیث په دوام کی، متعال خدای ج د آخرت د پلویانو یو بل خصوصیت او صفت بیان شوئ، لکه څنګه چی فرمایی:« یا أحْمَدُ! إنَّ أهْلَ الْخَیرِ وَأهْلَ الاْخِرَةِ ...یَدْعُونَ الْمُدْبِرینَ کَرَماً وَ یُریدونَ الْمُقْبِلینَ تَلَطُّفاً ». یعنی: ای احمده! د خیر او آخرت پلویان، هغه کسان چی یی مخ ور څخه اړولئ دئ، د بزرګوارۍ له مخی ځانته را غواړی، او هغه کسان چی یی پام او مراجعه ورته کړې ده، په مهربانۍ سره قبلوی.»

پدې برخه کی ستاسو ګرانو دوستانو پام دی ټکی ته را ګرځوو؛ چی د دې سره سره؛ چی د آخرت د پلویانو ټول پام د خدای تعالی ج خواته دئ، خو که خلګ له هغوی څخه مخ واړوی، نه وایی پریږده لاړ شی؛ بلکه د خدای د رضا او خوشنودۍ په خاطر، او د خپل دینی ورور د حقوقو د ادا کولو لپاره، د هغوی پسی ورځی،  ترڅو پخپل محبت سره د هغوی زړونه ګرم او نرم کړی.

ځکه چی د آخرت یو پلوی او ایمانداره کس ښه ترا پوهیږی، چی هماغه ډول چی متعال خدای ج خپل اطاعت او بندګې په هغوی فرض کړې ده، د نورو مسلمانانو د حقوقو ادا کول یی هم واجب کړی دی. د امام علی ع له په یو روایت کی راغلی دی:« سبحان خدای، د خپلو بندګانو حقوق، تر خپلو حقوقو مخته کړی دی. نو هر څوک چی د بندګانو حقوق ادا کړی، همدغه چاره د دی سبب ګرځی؛ چی هغه د خدای حقوق هم ادا کړی.»

امام صادق ع، په یو مرغلری شانته روایت کی داسی فرمایی:« متعال خدای ج وفرمایل: ټول مخلوقات زما روزی خواران او زما تر ولایت لاندی دی، نو هرڅوک چی هغو ته لا زیاته رسیدګی وکړی، اوپه مهربانۍ سره د هغو د اړتیاؤو په پوره کولو کی هڅه وکړی، زما په نزد عزیز او د علاقی وړ دئ». 

 

Jan 08, 2018 13:06 Asia/Kabul
کمنټونه