• د هدایت حدیث (۱۵۸)

تاسو د حدیث هدایت مینه والو ته د سلامونو او نیکو هیلو په وړاندی کولو سره، د دې لړۍ یو بل مطلب در سره شریکوؤ. په یو شمیر وروستیو مطالبو کی مو د حضرت رسول اکرم د معراج پیښه او د معراج حدیث بیان کړ. د بحث په دوام کی، د آخرت د پلویانو له نظره د مړینې موضوع څیړو. 

د امام علی ع له قوله روایت شوئ؛ چی حضرت پیغمبر اکرم ص فرمایلی: متعال خدای د معراج په شپه دوی ته فرمایلی دی:«ای احمده! د آخرت د پلویانو زړونه د بیلتون له درده خوږمن دی، او وایی چی څه وخت به؛ له دغه فانی دنیا څخه خلاصون ومومو، او پاتیدونکی سرای ته به لاړ شو؟»

د آخرت د پلویانو په باره کی د دغه شریف حدیث یو غوره ټکئ دا دئ؛ چی هغوی د خپل مرګ په انتظار کی دی، ځکه چی مړینه؛ د خپلې آرامتیا سبب ګنی، ځکه نو وایی:«کله به؛ له دغه فانی نړۍ څخه خلاصون ومومو، او د آخرت سرای ته به لاړ شو؟

مرګ؛ داسی یو حقیقت دئ، چی هرڅوک ورسره مخامخیږی. مړینه؛ یوه ډیره حیرانونکې پیښه ده، داسی چی ظاهری بڼه یی نورو ته محسوسه ده، او باطن یی پخپله شخص ته. هغه حدیثونه چی پکی د مړینې موضوع ته اشاره شوې ده؛ مړینه په دؤو ډولونو ویشی: د دنیا د پلویانو مړینه؛ او د آخرت د مینه والو مړینه. د دنیا د پلویانو لپاره؛ له مړینې څخه لا ترخ او نه زغمیدونکی څیز نشته، او په مقابل کی د آخرت د لیوالو لپاره، له مړینې څخه لا خوندور څیز وجود نه لری.

لکه څنګه چی حضرت امام زین العابدین ع، د دې پوښتنی په ځواب کی چی مړینه څه ده؟ وفرمایل:« د مؤمن لپاره مړینه، له ځانه د خیرنو او بد بویو جامو د ایستلو، له غټو ځولونو او زنځیرونو څخه د خلاصون؛ او پر ځای یی د ډیرو ښکلیو او خوش بویو جامو د اغوستلو، او ډیرو امنو استوګن ځایونو ته د ورتلو په شان ده. او د کافر لپاره مړینه؛ له ځانه د ګران بیو او ښو جامو د ایستلو، او پر ځای یی د ډیرو خیرنو او زیږو جامو د اغوستلو، او له امنو کورونو څخه؛ ډیرو ویرونکو کورونو ته د ورتلو په شان ده؛ چی ډیر ستر عذاب دئ». 

حضرت امام رضا ع هم د مړینی د بیانولو په هکله فرمایی:«د مؤمن لپاره مړینه؛ د هغې خوش بوی په شان ده، چی بویوی یی  او د هغې خوش بویی له کبله په خوب ځی، او رنځ او درد یی له یوې مخې له منځه ځی، او د کافر لپاره د مارونو او لړمانو د نیش وهلو او چیچلو په شان ده، او تر دې لا درد ناکه!» بیا وویل شول؛ چی یو شمیر کسان وایی؛ مړینه له اره کیدو، او په قیچۍ له ټوټه کیدو، په ډبرو سره له ذرې ذرې کیدو، او په سترګو باندی د اوسپنیزې میلې له څرخولو لا درد ناکه ده! انحضرت وفرمایل:« د یو شمیر ګناهکارانو او کافرانو لپاره همداسی ده.» 

د خدای د ګران پیغمبر ص له قوله په یو حدیث قدسی کی نقل شوئ، چی ویی فرمایل:« هر کله چی مؤمن بنده؛ د مړینی شیبې ته رسیږی، ملائیکی د هغه په سر  حاضریږی، پداسی حال کی چی په یو لاس کی یی د کوثر د اوبو یوه کاسه، او په بل لاس کی یی د جنتی شراب طهور کاسه ده. کله چی مؤمن سا ورکړه؛ له هغو شرابو او د کوثر له اوبو څخه هغه ته ورکوی، او تنده یی ماتوی. دا شان چی د ځکندن هغه سختۍ او کړاو چی ورڅخه په عذاب ؤ؛ له منځه لاړ شی، او هغوی ته ستر زیرئ ورکوی، چی نیکمرغې در په برخه وی! پاک اوسی او ستا د اوسیدو ځای پاک وی. البته؛ چی ته د عزیز- حکیم او حبیب قریب خدای حضور ته رسیدلئ یی.»

پدغه شریف حدیث کی؛ د پام وړ ټکئ دا دئ چی د ځکندن او سختۍ په مهال، ملائیکی او فرشتې د مؤمن هرکلی ته ورځی، او هغه ته د کوثر اوبه، او شراب طهور راوړی، ترڅو د ځکندن سختۍ او عذاب ورته آسانه کړی. ځکه نو معلومیږی د یو شمیر مؤمنانو لپاره هم، دا شان ترخ او سخت عذاب شته؛ چی په داسی څښاکو سره له منځه ځی. خو؛ د هغه کس لپاره چی د ایمان په دومره مرتبه کی نه وی، دغه عذاب څو چنده دئ، او بیا ورپسی له دغو شرابو او څښاکو څخه بی برخی کیدل دی.  

که څه د خدای د ګران رسول ص په یو بل حدیث کی نقل شوئ، چی ویی فرمایل:« د ټولو مسلمانانو لپاره د مړینې سختې، د ګناهونو کفاره ده».

البته؛ ویل شویو مطالبو ته په پام سره، دا تصور او ګمان باید ونه شی، چی مؤمن انسان باید د مړینی هیله ولری. بلکه رښتنئ مؤمن؛ له خدای تعالی ج څخه عافیت، سلامتیا او با برکته اوږد عمر غواړی. د مړینی هیله هغه وخت کیږی؛ چی عمر په تنبلۍ او ګمراهۍ کی تیر شی. لکه څرنګه چی امام سجاد ع، د صحیفه سجادیه په ۲۰ دعا کی فرمایی:« ای خدایه! ترڅو پوری چی زما عمر، ستا په اطاعت کی تیر شی، ژوند راته راکړه، او هر کله چی عمر می د شیطان څړ ځای شی؛ مخکی تر دې چی ستا په خشم او غضب کی ګیر شم، مړینه را په برخه کړه.»

په روایت کی راغلی دی؛ چی یوه ورځ حضرت پیغمبر اکرم ص د یو ناروغ پوښتنې ته لاړ؛ پداسی حال کی چی هغه سړی، د ناروغۍ د سختوالی له کبله، شکایت او د مړینی هیله کوله، انحضرت ورته وفرمایل:« د مړینې هیله مه کوه. ته که احسان او خیر ښیګنی کوی، خپل احسان زیات کړه، او که ګناهګاره یی؛ خدای درته مړینه وځنډوی، او ته یی جبیره کړه؛ نو د مړینې هیله مه کوه».

په یو بل حدیث کی د انحضرت له قوله نقل شوئ دئ، چی ویی فرمایل:« له تاسو څخه هیڅ یو د مړینې هیله مه کوئ، هر کله چی تاسو ته کوم زیان در ورسید، داسی ووایاست؛ چی ای خدایه! که دغه ژوند زما په خیر او ګټه دئ، ماته ژوند را وبخښه، او که زما خیر په مړینه کی دئ، هغه راته ورسوه».

نو؛ هغه څه چی د معراج په حدیث کی د مړینی لپاره د آخرت د پلویانو د هیلې په هکله راغلی دی، پدی دلیل دئ چی د دنیا له سختیو څخه خلاصون ومومی، او په بل سرای کی د خپل پرور دګار لقا ته ورسیږی. خو د مړینی او ژوند په هکله؛ د خپل پروردګار ارادې ته تسلیم دی.         

   

 

Jan 08, 2018 14:07 Asia/Kabul
کمنټونه