• اسلام او سلامتیا (16)

ډول ډول خواړه؛ د بدن د اړتیا د پوره کولو ترڅنګ، د مختلفو خواصو د لرلو له کبله، د نارغیو په درملنه او مخنیوی کولو کی هم، اغیزمن رول لری. د انسان بدن؛ د پروټوئین، غوړیو، اوبو، رنګارنګ ویټامینونو او معدنی موادو په شان ورته موادو ته اړتیا لری.

مناسب خواړه کولای شی، دغه ټول ترکیبات او مواد بدن ته ورسوی. د دغو ترکیباتو کمیدل یا زیاتیدل، په بدن کی د موجودو موادو انډول ګډوډوی، او په ګڼو بیماریو د اخته کیدو سبب کیږی.

نن سبا دیته د پوهانو پام شوئ، چی د خواړه په وسیله درملنه، د مختلفو دلایلو له کبله، د درملو په وسیله تر معالجې ښه والئ لری.

خواړه معمولاً د ټولو د علاقې وړ دی، او د انسانانو طبیعی اړتیا ګنل کیږی. خو درمل داسی نه دی. له اقتصادی نظره هم د درملو لګښتونه د خواړه له لګښتنو سره د پرتلې وړ نه دی. خواړه له ناروغۍ د مخنیوی کولو خاصیت لری، او درمل په زیاته اندازه د ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره په کاریږی. زیاتره دواګانی د انسان لپاره زیان لری، خو خواړه معمولاً زیانمنونکې اغیزه نه لری. د ناروغ یا طبیب د خطاوتنی په صورت کی درمل، ناوړه او حتی وژونکی اغیزی لری.

جالبه ده پوه شو؛ چی تغذیه د قرآنکریم د پام وړ مواردو څخه ده. دغه الهی او شریف کتاب؛ د تغذیی کلی او اساسی اصولو ته له پام سربیره، د ځینو خوراکی موادو نومونه یاد کړی دی، چی پوهانو د هغو خوراکی او درملیز اهمیت بیان کړئ دئ، او په هکله یی ګن کتابونه او مقالې لیکلی دی. په قرآنکریم کی په یو شمیر خوراکی موادو قسم یاد شوئ. لکه څنګه چی د تین د مبارکی سورې په لمړی آیت کی فرمایی:«والتینِ والزییتونِ». د یو شمیر مبارکو سورو نومونه هم، له خوراکی موادو سره اړیکی لری. لکه: بقره؛ تین؛ ماعون؛ انعام او مائده. په قرآنکریم د مختلفو مناسبتونو له کبله، د ځینو خوراکی شیانو نومونو ته اشاره شوې ده. لکه: انځر او زیتون؛ چی د تین په لمړی آیت کی راغلی دی. د انعام کلمه، چی د دغې سورې په ۱۴۱ آیت کی ده. د بادرنګ؛ عدس؛ وږې او پیاز نومونه، چی د بقرې مبارکی سورې په ۱۶ آیت کی یاد شوی دی. د  انګور؛ ډوډۍ؛ انار؛ کډو، کیلې، سبزیو او غوښی کلمی، چی په ترتیب سره د مؤمنون؛ یوسف؛ انعام؛ صافات؛ واقعه؛ عبس او هود په مبارکو سورو کی راغلی دی.

 د علم د مختلفو څانګو؛ په تیره بیا د تغذیی علم په پرمختګ سره، هره ورځ د خواړه درملیز او خوراکی ځانګړنی لا زیاتی  څرګندیږی. شیدې، د بدن د سلامتیا لپاره ګټور خوراکی مواد دی، چی ډیر خاصیتونه لری.

قرآن مجید؛ که څه هم د انسانانو لپاره د حیواناتو او څارویو ډول ډول ګټې بیان کړی دی، خو شیدو ته یی خاصه پاملرنه کړې ده. متعال خدای ج د نحل مبارکی سورې په ۶۶ آیت کی فرمایی:« او حتماً د څاریو په وجود کی ستاسو لپاره عبرت دئ، له هغه څه چی د هغو په ګیډه کی دی، د هضم شوی خواړه او وینې له منځ څخه، پاکی او خالصی شیدی په تاسو چښو، چی د چښونکو لپاره خوندوری دی.

پدی ځای کی قرآنکریم، په جالبې اشارې سره فرمایی؛ چی شیدې په معده کی د هضم شوی خواړه(فَرْث)، او«وینې» له منځه را وځی. نن سبا د فیزیولوجۍ علم، دا مطلب ثابت کړئ، چی هر کله خواړه، په معده او کولمو کی د میلیونونو ډیرو وړو رګونو په وړاندی راځی، ګټور او لازم مواد یی جذبوی، او ریښه لرونکی اونې ته، چی آخر یی د سینې په سر کی را غونډیږی؛ رسوی.

پوهان وایی؛ ټول ویټامینونه؛ اوبه؛ وازګی؛ قند؛ معدنی مواد؛ او د سوډیم؛ روی؛ منګنیز؛ مس او اوسپنی په شان فلزات، او د کلور؛ یُد؛ ګوګړ او فاسفورس په شان فلزاتو ته ورته شیان په شیدو کی شته دی. نږدی ۱۹ آنزایمونه؛ اکسیجن؛ نایټروجن؛ کاربن ډای اکسایډ؛ اسید سیتریک؛  الکل او آلوئید هم په شیدو کی وجود لری.

یو لیټر شیدی؛ په یوه ورځ کی د بدن د اړتیا وړ ویټامین او وازګی نیمایی برخه، ټول کلسیم او ویټامین B2 او د ویټامین A نیمایی برخه، او ویټامین B1 ته د بدن د اړتیا دریمه برخ پوره کوی، او د شیدو مغذی مواد له زیاترو ناروغیو څخه د مخنیوی سبب ګرځی.  

په اسلامی روایتونو کی،«شیدې» د درملنی او شفا عامل بللې شوې دی. د طب اوسنی علم هم، د شیدو دغه خاصیت تائید کړئ دئ. شیدې؛ د حصبې تبې، او هغې ته د ورته ناروغۍ، او د معدې د زخمونو په درملنه کی د تیزاب ضد مادې په توګه استعمالیږی. همداراز شیدې؛ د صفرا کڅوړې د سختې نیمګړتیا «کواشیورکور» په ناروغۍ، او په زیاترو مسمومیتونو؛ په تیره بیا په سُربو سره  د مسمومیت په ښه کیدو کی استعمالیږی. د وینې بهیدو څخه په مخنیوی کی د زیات فیبرین د لرلو له کبله، له شیدې څخه استفاده کول ښه دی. په دیابت یعنی د شکری په ناروغۍ د اخته کسانو لپاره هم، له شیدو څخه استفاده کول آزاد دی. همداراز شیدې؛ د وینی د کمښت، کمزورتیا، سرخوږۍ، میګرن، د اعصابو د سستۍ، د اثنی عشر او معدی د زخم، د کولمو، پښتورګې، رحم، سری دانې، کهیر، اګزما، د وریښتانو د توئیدو، د رماتیزم او د زیاترو نورو ناروغیو په درملنه کی ګټوری دی.

په هغې زمانه کی دغه مهم خواړه ته د قرآنکریم اشاره؛ چی تر اوسه لا د خوراکی موادو ګټور عناصر، او د شیدو د پیدایښت څرنګوالئ نه ؤ کشف شوئ، د قرآنکریم علمی معجزه؛ او یا لږ تر لږه د قرآنکریم د علمی حیرانونکو چارو څخه ګڼله کیږی. ډاکټر موریس بوکای د بحث وړ آیت ته په پام سره وایی:« زه فکر کوم؛ په قرآن کی د یو آیت شتوالئ، چی دغو معلوماتو ته اشاره کوی، د هغی زمانې او وخت په دلیل، چی دغه کتاب تنظیم او برابر شوئ دئ، نه شی کیدای د انسان د فکر محصول وی».    

 

Jan 25, 2018 11:25 Asia/Kabul
کمنټونه