•  د تاریخ پاڼه  (341)

نن شنبه؛ د   ۱۳۹۶ هجری لمریز کال د کب میاشتې پنځمه نیټه، چی د ۱۴۳۹ هجری قمری کال د جمادی الثانی له اوومې، او د ۲۰۱۸ م کال د فیبرورۍ له څلور ویشتمی نیټې سره برابره ده.

 

 ۹۱۴ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ؛ د ۵۲۵ هجری قمری کال د جمادی الثانی په اوومه نیټه« عین القضات همدانی» چی په ابوالفضائل ملقب، او ستر عارف ؤ؛ په همدان کی په دار وځړول شو. هغه؛ فقیه، ادیب، فاضل او د نرمی طبعې لرونکئ شاعر ؤو. عین القضات؛ په ۴۹۲ هجری ق کال کی دنیا ته راغئ. نوموړی د خپلو عقایدو په بیانولو کی هیڅکله ویره نه درلوده، او باالآخره د بیان د همدی صراحت له کبله، د سلطان سنجر سلجوقی د وزیر په امر؛ نیول شوئ او په بغداد کی بندی شو. عین القضات له څه مودې وروسته، همدان ته له منتقلیدو وروسته؛ د خپلې مدرسې تر څنګ، په دار وځړول شو. د عین القضات همدانی د پاتی شویو آثارو له جملې څخه؛« تمهیدات» او « حقایق القرآن» ته اشاره کولای شو.

 ۷۹۶ کاله وړاندی؛ د ۶۴۳ هجری قمری کال د جمادی الثانی په اوومه نیټه، په قاضی اشرف مشهور؛ مصری عالم« بهاء الدین ابوالعباس » په قاهره کی وفات شو. هغه د خپل پلار په شان، فاضل او پوه قاضی؛ او په قاهره کی د قضاوت په کار لګیا ؤ. نوموړئ ډیر هوښیار او زیرک ؤ، او په لیکنو کی یی د خپل پلار له سبک څخه پیروی کوله.

قاضی اشرف؛ د هغې دورې له سترو شخصیتونو څخه د حدیثونو له اوریدلو، او د اعتبار لرونکو حدیثونو له ټولولو سره خاصه علاقه درلوده.

د قاضی اشرف د آثار له جملې څخه یواځی، د هغه په وسیله د را غونډ شویو حدیثونو یوه ټولګه؛ د خطې نسخې په بڼه پاتې ده. 

*****

 ۱۷۰ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ، د ۱۸۴۸ م کال د فیبرورۍ په ۲۴ نیټه، د فرانسی د خلګو له پاڅون، او د یاد هیواد د ظالم پاچاه« لوئی فیلیپ » له لیری کیدو وروسته، د فرانسې د جمهوریت دویمه دوره، یا لنډ مهاله حکومت په کار پیل وکړ. د فرانسې په تاریخ کی دغه حکومت د ورځپاڼه لیکونکو د حکومت

په نامه هم یادیږی. ځکه چی د فرانسوی شاعر او لیکوال« آلفونس دو لامارتین » په مشرۍ؛ ۱۱ ؤ ورځپاڼه لیکونکو، دغه حکومت چلاوه.

د ۱۸۴۸ م کال په ډسمبر کی انتخابات وشول، او د ناپلئون بناپارت وراره« لوئی ناپلئون » په جمهوری ریاست غوره شو. هغه؛ په ۱۸۵۲ م کال د جمهوریت غوښتونکو په ضد کودتا وکړه، او ځان یی د فرانسې امپراطور وباله. پدې توګه؛ د فرانسې دویم جمهوریت یواځی څلور کاله دوام وکړ.  

******

۷۹ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ، د ۱۳۶۰ هجری ق کال د جمادی الثانی په اوومه نیټه؛ ایرانئ ستر فقیه، قرآن پیژاندئ او لیکوال «ابو عبدالله زنجانی» وفات شو. نوموړئ په ۱۳۰۹ هجری ق کال کی د ایران په شمال لویدیځ کی، په زنجان  کی دنیا ته راغئ.

زنجانی؛ د علومو زده کړه او تحصیل له خپل ښار څخه پیل کړ، او فلسفه؛ کلام او نجوم یی زده کړل. وروسته نجف اشرف ته لاړ او د هغه ځای د سترو استادانو په نزد  د علم په تحصیل لګیا شو.

آیت الله زنجانی؛ په ۱۳۳۸ هجری ق کال کی د اجتهاد درجې ته له رسیدو وروسته، حج ته لاړ او پسله هغه یی سوریی؛  فلسطین او مصر ته سفر وکړ، او د دغو هیوادونو له عالمانو سره یی علمی بحثونه او د نظر تبادله وکړه. نوموړئ؛ په ۱۴۴۷ ق کال کی د لمړنی ایرانی په توګه، په«دمشق» کی د« مجمع العلمی العربی » غړئ شو. هغه؛ څو کاله وروسته بیا مصر ته لاړ، او د الازهر په پوهنتون کی یی د وینا په کولو سره؛ د مسلمانانو د وحدت غوښتنه وکړه.

آیت الله زنجانی؛ له مصر څخه له راستنیدو وروسته، د تهران د الهیات په پوهنځی کی د څلورو کلونو په موده، د فلسفی او د قرآنکریم د تفسیر په درس ورکولو لګیا شو، او بیا خپل زیږن ځای « زنجان » ته لاړ. له دغه فاضل او رسیدلی عالم څخه ګڼ آثار او کتابونه پرځای پاتی دی؛ چی د هغو له جملې څخه« تاریخ القرآن»،« الافکار » او « سر انتشار اسلام » ته اشاره کولای شو. 

******

  

 

 

ټیګونه

Feb 24, 2018 11:05 Asia/Kabul
کمنټونه