•  د تاریخ پاڼه  (34۲)

 نن یکشنبه؛ د ۱۳۹۶ هجری ش کال د کب میاشتې شپږمه نیټه ده، چی د ۱۴۳۹ هجری ق کال د جمادی الثانی له اتمې، او د ۲۰۱۸ کال د فیبرورۍ له ۲۵ نیټې سره سمون خوری.

 

 

۱۱۱ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ؛ د ۱۳۲۸ هجری ق کال په اتمه نیټه؛ شیخ« محمد تقی بهلول » چی د خراسان له اوسیدونکو؛ او د معاصرو مشهورو عالمانو؛ خطیبانو او واعظانو له جملې څخه ؤ، د ایران په ختیځ( ګناباد ) کی وزیږید. د خپل پلار په نزد د مقدماتی تحصیلاتو له زده کولو وروسته، سبزوار ته لاړ او خپلو تحصیلاتو ته یی دوام ورکړ.

بهلول؛ د رضاخان په وسیله د«کشف حجاب» له پیښې وروسته، د ګوهرشاد په جومات کی د مشهد خلګو په ستره غونډه کی، د پهلوی رژیم په خلاف تندې ویناوې وکړې؛ چی د رژیم د عکس العمل او قهرجن کړچار له کبله، د رضوی حرم ګڼ زیارت کونکی ووژل

شول. نوموړئ؛ پسله هغه په پټه توګه له مشهد څخه ووت، او افغانستان ته لاړ. له دې کبله چی د افغانستان د هغه دورې دولت سیاست، د ایران دولت له سیاست سره غږمل ؤ، افغان مقامونو د دې لپاره چی د دواړو هیوادونو اړیکی خړپړې نه شی، بهلول بندی کړ؛ او څه دپاسه ۳۰ کاله یی په زندان کی وساته. بهلول له آزادیدو وروسته؛ ایران، مصر، عراق او نورو عربی هیوادونو ته لاړ، او د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته، ایران ته ستون شو.

****** 

۶۲ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ؛ د ۱۳۷۷ هجری ق کال د جمادی الثانی په اتمه، ستر عالم« آیت الله سید عبدالحسین شرف الدین عاملی» وفات شو. هغه په ۱۲۹۰ هجری ق کال کی د عراق د کاظمین په ښار کی دنیا ته راغئ، او د خپلو تحصیلاتو په پای کی یی د لبنان جبل عامل ته رهی شو، او هلته یی په اسلامی فعالیتونو لاس پوری کړ. دغه ستر او لوړ پوړی عالم د اسلامی نړۍ لپاره ارزښتمن خدمتونه وکړل. هغه؛ تل د نړۍ د مسلمانانو ترمنځ د وحدت او یو والی منادی ؤ، او دغه هدف ته د رسیدو لپاره یی یو شمیر کتابونه او رسالې هم ولیکلې.  

۳۴ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ؛ د ۱۳۶۲ هجری ش کال د کب میاشتې په شپږمه نیټه؛ د ایران کوهدشت؛ سقز؛ پل دختر او مهاباد ښارونه، د عراق د الوتکو په وسیله بمباری شول. د خیبر په عملیاتو کی د اسلام د جنګیالیو له بریالیتوب؛ او د مجنون په ټاپوګانو کی د عراق له ماتې سره په یو وخت، د عراق بعثی رژیم د ایران د مختلفو ښارونو او استوګن سیمو په بمبارولو پیل وکړ. د دغو ښارونو د ځڼاور ډوله بمباریو له کبله، نږدی ۵۰ تنه غیر پوځی ښاریز په شهادت ورسیدل، او څه باندی  ۴۰۰ کسان ټپیان شول. 

*******

  ۲۴ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ؛ د ۱۹۹۴ م کال د فیبرورۍ په ۲۵ نیټه؛ یو افراط پال صهیونیسټ، د اردن سیند په لویدیځه غاړه کی، د الخلیل ښار د حضرت ابراهیم ع په سپیڅلی حرم کی، په روژه تی لمونځ کونکو، د ماشین ګڼی په وسیله ډزی وکړې، چی له کبله یی ۲۹ کسان شهیدان، او ګڼ شمیر خلګ ټپیان شول. دغه ځناور ډوله ټرور؛ چی یو ځلې بیا یی له مسلمانانو سره د صهیونیسټانو دښمنې ننداری ته کښیښوده، د اسلام نړۍ له تند او قهرجن عکس العمل سره مخامخ شو، او عربی دولتونه مجبور

شول؛ د یوې مودې لپاره له اسرائیلو سره د سازباز خبری اترې وځنډوی.

د روژې په مبارکه میاشت کی د لس ګونه لمونځ کونکو ټرورول، د دی سبب شول، چی د میاشتو میاشتو لپاره د فلسطین نیواکی خاورې، نا آرامی شی او فلسطینیانو، له صهیونیسټی رژیم سره مقابله کول زیات او سخت کړی. دغو عکس العملونو ته په پام سره د اسرائیلو رژیم؛ ترهه ګر یرغل کونکئ ونیو او محاکمه یی کړ. خو په پای کی یی پدی ادعا سره چی، چی یرغلګر صهیونیسټ لیونئ دئ، هغه ته له سزا ورکولو څخه ډډه وکړه.   

******

۲۷ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ، د ۱۹۹۱ م کال د فیبرورۍ په ۲۵ نیټه؛ د وارسا تړون د غړیو هیوادونو نمایندګانو، د هنګری په پایتخت( بودا پست ) کی، د دغه تړون د منحلیدو اعلان وکړ. دغه تړون د ۱۹۵۵ م کال د مۍ میاشتې په ۱۴ نیټه، د ناټو پوځی تړون سره د مقابلې په منظور، د ختیځ بلاک د هیوادونو په وسیله جوړ شوئ ؤ.

د وارسا تړون، د مسکو له خوا لارښوونه کیده، او د هغه غړی هیوادونه ژمن ؤو، چی په هغه بڼه کی چی په اروپا کی د وارسا تړون یو غړئ، تر تیری او پوځی حملی لاندی ونیول شی؛ له هغه هیواد څخه دفاع وکړی. په  ۱۹۹۱ م کال کی د شوروی د سره پاشل کیدو په درشل کی، د پولینډ؛ هنګری؛ رومانیې؛ بلغارستان؛ چکسلواکیې او شوروی هیوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو یو تړون لاسلیک کړ، چی له مخې یی د ورشو په تړون کی د دغو هیوادونو ژمنې لغوه شوې.

*******

 

Feb 24, 2018 13:12 Asia/Kabul
کمنټونه