• د تاریخ پاڼه  (۳۴۳)

نن دوشنبه؛ د ۱۳۹۶ هجری ش کال  د کب میاشتې اوومه نیټه ده، چی د ۱۴۳۹ کال د جمادی الثانی له نهمې، او د ۲۰۱۸ م کال د فیبرورۍ له ۲۶ نیټې سره برابره ده.

۷۴۰ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ؛ د ۶۹۹ هجری ق کل د جمادی الثانی په نهمه نیټه؛ د اوومې هجری ق پیړۍ شاعر او محدث «ابن فرح اشبیلی»(Eshbily) وفات شو. هغه؛ د اوسنۍ اسپانیا او د پخوانی اندلس په جنوب کی دنیا ته راغئ، او پدغه ښار د اسپانیې پوځ د حملې په وخت کی، د اسپانیایی پوځیانو په وسیله اسیر شو. نوموړئ له څه مودې وروسته له اسارت څخه وتښتید، او مصر ته لاړ. ابن فرح په مصر کی د قاهرې د مشهورو عالمانو په نزد تحصیل وکړ، او له یوې مودې وروسته؛ دمشق ته لاړ، او په هغه ځای کی یی خپلو تحصیلاتو ته دوام ورکړ. ابن فرح اشبیلی؛ وروسته په دمشق کی، په علم حدیث د یو پوه عالم په توګه؛ په درس ورکولو پیل وکړ، او ګڼ شاګردان د هغه له پوهې او علم

څخه برخور شول. له دغه لوړ پوړې محدث څخه؛ د حدیثونو په تشریح کولو کی، مشهوری منظومې او شعرونه پر ځای پاتی دی؛ چی د شعری اصولو له نظره هم د پام وړ دی.

****** 

۲۱۶ کاله وړاندی؛ د ۱۸۰۲ م کال د فیبرورۍ په ۲۶ نیټه، فرانسوئ مشهور لیکوال او شاعر«ویکتور هوګو» پیدا شو. هغه؛ آزادی غو اړئ ادیب، او د بی وزلو او رنځیدلو پرګنو په ګټه، د ټولنیزو اصلاحاتو ملاتړئ ؤ. هوګو په ۲۵ کلنۍ کی د فرانسی د آکاډمۍ په غړیتوب ومنل شو، او له دې سره په یو وخت؛ د پارلمان د یو نماینده په توګه هم غوره شو. نوموړی؛ د دریم ناپلئون د حکومت په وخت کی، د هغه له ظالمانه سیاستونو سره د مخالفت کولو له کبله، له سیاسی چارو څخه لاس واخیست، او د شلو کالو په موده یی په جلا وطنۍ کی تیر کړ. په همدی کلونو کی هغه؛ ارزښتمن آثار ولیکل. نوموړئ؛ پدې دوره کی د رمانتیزم د مکتب مخکښ بللای شو؛ ځکه چی دغه مکتب د هغه په وسیله لوړ حد او غوړیدنی ته ورسید. د یاد لیکوال له مشهورو آثارو او کتابونو څخه؛ د«بینوایان»،«ګوژپشت نوتردام»،«هغه سړئ چی خاندی»

او د « سمندر کارګران » ته اشاره کولای شو. ویکتور هوګو په  ۱۸۸۵ م کال کی مړ شو.

*******

۶۲ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ؛ د ۱۳۳۴ هجری ش کال د کب میاشتې په اوومه نیټه، د ایران معاصر ادیب او شاعر«علی اکبر دهخدا» وفات شو. هغه؛ په ۱۲۵۸ هجری ش کال په تهران کی وزیږید، او د تهران د پخوانۍ سیاسی مدرسی له لمړنیو زده کونکو څخه ؤ. دهخدا؛ د ابتدایی تحصیلاتو له پایته رسولو وروسته، اروپا ته لاړ، او د پنځو کالو په موده یی تحقیق او څیړنه وکړه. ایران ته د هغه ستیندل، پدی هیواد کی د آزادی غواړو مفکورو د لمړنیو وړانګو له څرګندیدو، او د مشروطیت غورځنګ د مبارزو له پیلیدو سره سم ؤو. دهخدا؛ چی له ظلم او زور زیاتۍ سره په کلکه مخالف ؤ؛ د مبارزانو له لیکې سره یو ځای شو، او د تندو او طنزی مقالو په لیکلو یی لاس پوری کړ. د دهخدا ادبی او انتقادی آثار د سبک او سلیقې له نظره کم ساری ؤو،  او په طنز لیکلو کی د هغه نووښت، په فارسی ادبیاتو او ژبه کی یو نوئ مکتب را منځته کړ. د شعر په برخه کی هم؛ دهخدا ډیر ښه او ارزښتمن آثار لری؛ چی

په ساده او جالب بیان سره ویل شوی دی.

دهخدا؛ د«امثال و حکم» د کتاب په را غونډولو سره، چی د  ۲۴ زره متلونو یوه ټولګه ده؛ په فارسی ژبه لمړنئ فولکلوریک قاموس او دیکشنرې ده. د دهخدا ډیر ستر او وروستئ علمی ادبی کار، د هغه د لغاتونو کتاب« دیکشنری» یا قاموس  دئ.

*******

۲۵ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ، د ۱۳۷۱ هجری ش کال د کب میاشتې په اوومه نیټه، ستر فقیه او معاصر عالم، آیت الله« میرزا هاشم آملی» وفات شو. هغه؛ د ایران له شمالی ښارونو څخه، د «آمل» اوسیدونکئ ؤ، او د تحصیل لپاره د قم علمیه حوزې ته لاړ، او د هغې حوزې د سترو استادانو په نزد یی علم زده کړ، او له یوې لنډې مودې وروسته د اجتهاد درجې ته ورسید.

دغه ستر مسلمان فقیه؛ خپل ټول عمر په زهد؛ تقوا؛ پرهیزګارۍ؛ صداقت او د نفس په عزت کی تیر کړ، او هیڅ یوې دنیایی ښکلا ته یی پام نه درلود. د آیت الله آملی د خطې آثارو له جملې څخه د «کشف الحقایق» کتاب ته اشاره کولای شو.

۱۹ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ د ۱۳۷۷ لمریز کال د کب میاشتی په اوومه نیټه؛ د ایران په اسلامی جمهوریت کی د ښارونو او کلیو د اسلامی شوراګانو لمړنی انتخابات ترسره شول، او پدې توګه د ایران د مسلمان ؤلس یو بل ستر آرمان رښتنئ شو. د دغو زوږنده انتخاباتو په ترسره کیدو سره، په حکومتی ډګر کی د ښارونو او کلیو د اسلامی شورا ګانو ؤلسی ارګان او اډې عملې ځلا وموندله.

په ټول اسلامی ایران کی د څه باندی ۳۳ زره ښاریزو او کلیوالو شوراګانو جوړیدل؛ د هیواد په کچه د تصمیم نیونی په ډګر کی د ټولو خلګو د څرګندې ونډې اخیستنې او همکارۍ په زمینه کی یو ګام ؤ؛ چی د انتخاباتی منتخبو کسانو د شمیر د زیاتوالی، او همداراز د شوراګانو د ټولنیزې او کلتوری سرچینې  له نظره، دغه چاره له نورو انتخاباتی چارو څخه بیله او لا لوړ شوې ده.   

******

 

 

                                                                               

 

Feb 26, 2018 11:27 Asia/Kabul
کمنټونه