•  خوږی خبری  (۳۰)

په ډیرو پخوا وختونو کی یو نیکوکاره او زاهد سړی، له خپلو بچیانو او میرمنې سره ژوند کاوه. د هغوی په زوړ او کم بیه کور کی که څه د مادی دنیا له جل و بل او ظاهرې ښکلا څخه کومه نښه نه وه، خو د کورنۍ غړیو له صفا او محبت څخه ډک زړونه درلودل.

یو وخت؛ پرهیزګاره سړی، ډیر له تنګسې او بی وزلۍ سره لاس او ګریوان شو، دا شان چی د هغه میرمنی ورته وویل: د هغوی له سپما څخه یواځی یو درهم پاتی دئ. سړی هغه درهم را واخیست او بازار ته لاړ، ترڅو یوڅه خواړه او آذوقه چمتو کړی. هغه پداسی حال کی چی یی په خدای توکل کړئ ؤ، بازار ته لاړ؛ خو تر اوسه یی لا څو ګامه نه ؤ اخیستی، چی دوه کسان یی ولیدل چی له یو بل سره شخړه کوی. د هغوی یو تن په قهر او غوصې

سره بل یو ته ویل: باید زما پور راکړې، که نه اجازه نه درکوم چی لاړ شی.

مقابل لوری چی عزتمن او نجیب سړئ ښکاریده، په شرمیدلې توګه خپل سر ټیټ نیولئ ؤ. پرهیزګاره سړئ مخته لاړ، او پور غوښتونکئ یی آرامتیا ته را وباله، او له دواړو لورو یی وپوښتل؛ د څه شی پر سر له یو بل سره لانجه کوئ؟ پوروړی سړی موضوع بیان کړه، او ویی ویل: دغه سړی د یو درهم په خاطر زما حیثیت او آبرو له منځه وړې ده، او زه دا توان نه لرم چی د هغه پور ادا کړم.

زاهد او پرهیزګاره سړی له یو څه سوچ وروسته، په سخاوت سره هغه یو درهم چی یی درلود، پور غوښتونکی ته ورکړ، او د هغو دواړو ترمنځ یی سوله او پخلاینه را وستله. پوروړی سړی هم د زړه له کومی هغه ته د دعا په کولو سره، ترې مننه وکړه.

د نیکو کاره او مهربان سړی زړه د دغه خیر کار د کولو له کبله، له خوشحالۍ ډک شو، او د کور خواته لاړ. په لاره کی یی له ځانه سره سوچ وکړ؛ چی اوس خپلې میرمنې ته څه ځواب ورکړم؟ که هغه په ما اعتراض وکړی؛ زه به ځان پړ وبولم. سړئ پدغو

سوچونو کی ډوب ؤ؛ چی کور ته ورسید او د پیښې کیسه یی خپلې میرمنې ته بیان کړه. میرمنه یی هم چی مهربانه او بښونکې ښځه وه، د خپل خاوند په ځواب کی وویل: تا نن یو نیک کار وکړ، او د یو سړی آبرو او حیثیت دی وساته. مطمئن اوسه چی متعال خدای ج به، هغه بی ځوابه پری نږدی. اوس راشه او هغه رسۍ چی په کور کی لرو را واخله، او په بازار کی یی وپلوره. شاید د هغې په پیسې سره وکولای شی یو څه خواړه واخلی. پرهیزګاره سړی د خپلې میرمنې له ښه او مهربان کړچار څخه ډیر خوشحال شو، او رسۍ یی واخیسته او بازار ته لاړ.

سړی؛ هر څومره هلې ځلې وکړې ونشو کړای رسۍ خرڅه کړی، په نا هیلۍ سره کور ته د ستنیدو فیصله وکړه؛ د تلو په لاره کی یی یو کب نیونکئ ولید، چی ماهی پلوری. خو هغه هم مشتری نه درلود. زاهد سړی مخته لاړ او ورته  ویی ویل: نه ستا کب مشتری لری، او نه زما رسۍ خرڅیږی. را شه؛ دغه دواړه شیان له یو او بل سره بدل کړو.

کب نیونکی سوچ وکړ، او له ځان سره یی ویل؛ زه خو د دغه کب د ساتلو ځای نه لرم، او باید هر ډول چی وی ویی پلورم. ښه ده ماهی هغه ته ورکړم، او په بدله یی د رسۍ خاوند شم، چی یوه  

ورځ به ارومرو زما په کار شی. او له بلې خوا؛ دغه سړئ به هم نن پدی کب سره د خپلو بچیانو لپاره خواړه چمتو کړی.

باالآخره دغه معامله وشوه، او پرهیزګاره سړی ماهی کور ته یووړ. میرمن یی په خوشحالۍ سره د خواړه په پخولو لګیا شوه. کله چی یی د ماهی نس څیری کړ، په حیرانتیا سره یی یوه ګرانبیه مرغلرئ پکی ولید. هو! پدې توګه هغه مهربان سړئ او ښځه، د زیاتی پانګی خاوندان شوی ؤو.

*******

سړی؛ هغه مرغلرئ بازار ته یووړ، او په سل زره درهم یی وپلوره. هغه او میرمنی یی د خدای تعالی شکر ادا کړ، او د دغې پانګې د لرلو سره سره یی، نیک کار له یاده ونه ایست. ځکه یی تصمیم ونیو خپلې دغه پیسې له یو بل بی وزلی سره وویشی. پرهیزګاره سړی خپلی میرمنی ته وویل:

متعال او مهربان خدای ج؛ موږ ته نعمت را و باخښه، او آسانې او شتمنې یی را په برخه کړه. د نعمت شکر دا دئ؛ چی دغه پانګه له یو بل بی وزلې سره وویشو. او زما په نظر هغه کب نیونکئ، تر ټولو مستحق دئ؛ چی پخپله له سند څخه د ماهی د

نیولو زیار ایستلئ ؤ.

سخی او پرهیزګاره سړی؛ په بازار کی پلټنی وکړې، کب نیونکئ یی وموند او ټوله کیسه یی ورته بیان کړه، او ویی ویل: اوس غواړم د دغو پیسو نیمه برخه تاته درکړم. کب نیونکی هم چی، په عین بی وزلۍ کی قانع او بزرګواره سړئ ؤ؛ وویل: ای سړیه! هغه څه چی تا د ماهی په نس کی موندلې ده، ستا نصیب دئ او زه نه غواړم له هغه څخه ونډه واخلم.

پرهیزګاره سړی په ځواب کی وویل: متعال خدای ج په هغې ورځ ستا په زړه الهام وکړ؛ چی د خیر غوښتنې په نیت سره، هغه کب د رسۍ په بدل کی ماته راکړې، ترڅو د خپلو بچیانو لپاره خواړه برابر کړم. پوه شه هغه څه چی زه یی درکوم، د هماغه خیر نیت اجر او انعام دئ؛ چی زما په هکله دی درلود، او خدای وغوښتل چی ته هم دهغه له مهربانۍ څخه بی برخی پاتی نه شی.

ګوینده: په پای کی د پرهیزګاره سړی په ټینګار سره، زیارکښ کب نیونکی هغه پیسی قبولی کړې، او له خدای څخه د هغه د لطف او مهربانۍ په خاطر مننه وکړه. پدې توګه پرهیزګاره سړئ او میرمن یی د خدای په آزموینه کی سرلوړی را ووتل. ځکه چی د نعمت په نشتوالی کی یی صبر وکړ، او په زیاتوالی کی یی د خدای شکر ادا کړ، او متعال خدای ج هم هغوی په دنیا کی بی نیازه کړل.

پدې هکله د حضرت پیغمبر ص لمسی، امام صادق ع فرمایلی دی:« هر څوک د هغه مؤمن مشکل حل کړی، کوم چی کړاؤ ورته پیدا شوئ، خدای تعالی د هغه د دنیا او آخرت اړتیاوی او مشکلات آسانوی».

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Feb 26, 2018 15:08 Asia/Kabul
کمنټونه