•   د تاریخ پاڼه (۳۴۵)

نن چهار شنبه؛ د ۱۳۹۶ هجری ش کال د کب میاشتی نهمه نیټه ده، چی د ۱۴۳۹ هجری ق کال د جمادی الثانی له یوولسمی، او د ۲۰۱۸ م کال د فیبرورۍ له ۲۸ نیټې سره برابره ده.

 

۱۰۴۱ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ د ۳۹۸ هجری ق کال د جمادی الثانی په یوولسمه نیټه، د تاریخی قولونو له مخې، ایرانی ادیب؛ لیکوال او شاعر«بدیع الزمان همدانی» په حق ورسید. بدیع الزمان؛ په عربی نظم او نثر کی ځانګړئ مهارت درلود، او په بدیهه ویلو کی ډیر توانمن ؤ.

د دغه ایرانی شاعر د آثارو له جملې څخه، د شعرونو دیوان، او «رسائل بدیع الزمان» ته اشاره کولای شو.

*******

۷۸۵ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ؛ د ۶۵۴ هجری قمری کال د

جمادی الثانی په یوولسمه ورځ، عرب ادیب او تاریخ لیکونکئ «ابن شعار» وفات شو. هغه؛ د عراق د شمالی ښارونو له جملې څخه په«موصل» کی دنیا ته راغئ، او د تحصیلاتو له تمامولو وروسته، دیوانی او درباری مقام ته ورسید. دغه ګرانقدر ادیب؛ د خپل وخت د ادیبانو او شاعرانو د حالاتو په هکله، د اسنادو د راټولولو لپاره، د خپل عمر ۵۰ کلونه ولګول، چی د دغې هڅې محصول، د«عقود الجمان» کتاب تنیظیمول او لیکل ؤ.

*******

۴۹۶ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ، د ۱۵۲۲ م کال د فیبرورۍ په ۲۸ نیټه؛ د ډنمارک پاچاه« دویم کریستیان » د سلطې او نفوذ په خلاف، د سویډن خلګو پاڅون پیل شو؛ چی سویډن او ناروی یی تر خپلې ولکې لاندی را وستی ؤ. د دغه پاڅون مشرې« ګوستاو وازا » په غاړه درلود. هغه؛ د سویډن د پروتستان د پیرو کارو خلګو او بزګرو په مرسته، د دغه هیواد د خپلواکۍ لپاره پاڅون وکړ. د دغه ؤلسی پاڅون په نتیجه کی، دویم کریستیان له خپل مقام څخه لیری شو، او ګوستاو وازا سلطنت ته ورسید. او د وازا سلسلې بنسټ یی کیښود. دغه سلسله او لړۍ؛ په سویډن د نږد دری

پیړۍ واکمنۍ وروسته، په ۱۸۱۸ م کال کی د مارشال« باتیست برنادوت » په وسیله؛ چی د فرانسې پوځ یو قوماندان ؤ، او له شپږو کلونو وړاندی یی په سویډن کی عملاً قدرت په لاس کی درلود؛ له منځه لاړه.

********

 ۹۶کاله وړاندی پداسی یوه ورځ؛ د ۱۹۲۲ م کال د فیبرورۍ په ۲۸ نیټه؛ د مصر لرغونی هیواد، خپله خپلواکی بیا وموندله. «مصر» له نږدی اته زره کاله وړاندی څخه د خلګو استوګن ځای، او له ۶۵۰۰ کاله وړاندی څخه د مرکزی حکومت لرونکئ ؤ. پدی هیواد کی د اسلام له ظهور څخه شل کاله وړاندی، مصر د مسلمانانو په وسیله فتح شو. په ۹۶۹ م کال کی فاطمیانو؛ مصر ونیو او ورو؛ ورو دغه هیواد د فاطمی خلفاؤو مرکز شو. د فاطمیانو لړۍ، په ۱۱۷۲ م کال کی د ایوبیانو د سلسلې له  خوا له منځه لاړه. د شپاړلسمی میلادی پیړۍ په لمړیو کی، عثمانیانو په مصر واک وموند.

په ۱۹۱۴ م کال کی د لمړۍ نړیوالې جګړی په پیل کی، انګلیستان؛ د مصر خلګو د پاڅون په دلیل، دغه هیواد خپل تحت الحمایه، یا

مستعمره اعلان کړ. له لمړۍ نړیوالې جګړې وروسته؛ د مصر خلګو د مبارزې دوام، د دی سبب شو چی انګلیستان؛ په ۱۹۲۲ م کال د مصر خپلواکې په رسمیت وپیژنی.

مصر؛ د افریقې په شمال ختیځ کی پروت دئ، او مساحت یی نږدی یو میلیون کیلو مټر مربع دئ. مصر؛ له سوډان، لیبیا، نیواکی فلسطین او غزې تړانګی ګاونډئ دئ.

***** 

۲۷ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ؛ د ۱۹۹۱ م کال د فیبرورۍ په ۲۸ نیټه، د امریکی د هغه وخت ؤلس مشر؛ پلار«جورج بوش» له خوا، د فارس خلیج په څلویښت ورځنی جنګ کی، اوربند اعلان شو. د فارس خلیج لمړنئ بحران؛ د ۱۹۹۰ م کال د اګسټ په میاشت کی، په کویټ د عراق پوځ له ناڅاپی حملې، او د یاد هیواد له نیولو وروسته پیل شو. د کویټ د نیواک په دوام د صدام له ټینګار، او له پوځی لارې څخه د دغه بحران په هوارۍ د واشنګټن له تاکید وروسته؛ د ۱۹۹۱ م کال له جنورۍ څخه امریکایی؛ بریتانوی او فرانسوی الوتکو، په عراق حمله وکړه، او د فیبرورۍ په  ۲۱ نیټه، د کویټ په خاوره کی د عراق په پوځ، د متحدینو

ځمکنۍ حمله پیل شوه. د اوربند له ټینګیدو وروسته؛ د متحدو هیوادونو او عراق ترمنځ یو لړ مذاکرې وشوې، او صدام د امنیت شورا دوؤلس ماده ایز پریکړه لیک ومانه.

د ۲۰۰۳ م کال د مارچ په میاشت کی امریکایی او بریتانوی ځواکونو، په عراق کی د ډل وژونکو وسلو د شتوالی په پلمه، یو ځلې بیا پدغه هیواد حمله وکړه، او د صدام له نسکورولو وروسته یی، عراق تر خپل نیواک لاندی را وست.    

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

   

 

 

 

 

Feb 28, 2018 11:24 Asia/Kabul
کمنټونه