•  لارښوونکی حدیثونه (۱۶۰)

په تیرو یو شمیر مطالبو کی مو د حضرت رسول اکرم ص د معراج پیښه، او د هغې مشهور حدیث وڅیړه. هغه حدیث چی په دوه اړخیزو خبرو اترو دلالت لری.

په معمولی توګه؛ په اسلام او په نورو ابراهیمی ادیانو، او مختلفو عرفانی مکتبونو کی اخلاقی او معنوی خبری، یو اړخیزی دی. له یوې خوا؛ روزونکی او معنوی پیشوا خبری کوی، او له بلې خوا سالک او مرید دنده لری، یواځی هغه ته غوږ ونیسی او له چون و چرا او توضیح غوښتلو پرته، د هغه پیروی وکړی. د تعلیم او روزنې دغه رودې؛ په دینی او غیر دینی دودونو او طریقو کی، منلی شوې او مروجی دی. خو هغه څه چی د معراج په حدیث کی پام ځانته جلبوی، د خبرو اترو دوه اړخیزوالئ دئ. په معراج کی د خدای تعالی ج او د حضرت پیغمبر ص خبری، ډیر مهم او پند ورکونکی دلالتونه لری، چی د دغو دلالتونو ډیره لږه برخه یی، د اسلام د ستر پیغمبر

ص، د مقام عظمت او متعال خدای ته د انحضرت نږدیکت دئ. او له دې څخه لا مهم؛ حضرت پیغمبر ص دومره ظرفیت موندلئ ؤ، چی کولای یی شول له خدای تعالی سره خبری وکړی، او له هغه ذات څخه لا زیاتی لارښوونی او هدایت وغواړی، او په زړه پوری ځوابونه هم واوری.

د حضرت امام علی ع له قوله روایت شوئ، چی حضرت پیغمبر ص وفرمایل؛ چی متعال خدای ج د معراج په شپه دوی ته وفرمایل:« ای احمده! عبادت لس برخی لری، چی نه برخی یی د حلال مال غوښتل دی. نو که خپل خوراک او چښاک پاک او پاکیزه کړې، تل به زما تر حفاظت لاندی؛ او زما د عنایت او لطف وړ و اوسې».

د متعال خدای ج دغه کلام پدی مطلب یو ټینګار دئ، چی د خدای د عبادت او بندګۍ لپاره باید، د انسان روزې حلاله وی. که روزې او رزق چی د ژوندانه دوام په هغې پوری تړاو لری؛ د خدای د معصیت او حرامی لارې څخه وی، څرنګه انسان کولای شی متعال خدای ته نږدیکت او تقرب ومومی؟ ځکه نو؛ حضرت پیغمبر ص له خدای تعالی ج څخه د دغه کلام په اوریدو سره پوښتنه کوی؛ چی« ای پرروردګاره! د عبادت پیل په څه شی کی دئ؟» متعال خدای ج هم په ځواب کی فرمایی:« د عبادت پیل؛ په خاموشۍ او روژه کی دئ ». له دغه کلام څخه دا نتیجه تر لاسه کیږی، چی د خدای په بندګۍ کی لمړنۍ ګام خاموشې او روژه نیول دی. دغه دوه موردونه؛ د خدای د عبادت، بندګۍ او کمال په لاره کی؛ لمړنی ګامونه دی.

ترڅو پوری چی؛ د انسان ژبه آزاده وی، او د هر ډول باطل او بی ځایه خبری له کولو څخه کومه پروا ونه لری، د خدای د عبادت په لاره کی نه راځی؛ او په پایله کی مقصد او هدف ته نه رسیږی. ګیډه هم همداسی ده؛ که انسان هرڅه چی یی وغوښتل، وخوری؛ او خپله ګیډه آزاده پریږدی، د هغه حیوان په څیر کیږی چی یواځی خپل خوراک ته پام لری، او په همدی حد پاتیږی.

حضرت پیغمبر ص؛ د دغه مطلب د لا زیات څرګندیدو لپاره، له متعال خدای ج څخه  د روژې د نتایجو او ثمراتو په باره کی پوښتنه کوی، چی په ځواب کی ورته فرمایی:« د روژې میراث حکمت دئ، او د حکمت میراث معرفت، او د معرفت میراث؛ یقین دئ».

د یقین د درست درک کولو لپاره، د امام صادق ع دغه روایت ته پام کول لازم دی؛ چی ابی بصیر ته یی وفرمایل:« ای ابا محمده!

اسلام یوه درجه ده، ایمان له اسلام څخه یوه درجه لوړ دئ، تقوا له ایمان څخه یوه درجه لوړه ده، یقین له تقوا یوه درجه پورته دئ. خلګو ته له یقین څخه کم څیز ورکړ شوئ نه دئ، او بیله شکه تاسی د اسلام په ډیر لږ مقام پوری نښلیدلی یاست، داسی دی نه شی چی ستاسو له لاسه لاړ شی».

پدی اساس؛ یقین د اسلام، ایمان او تقوا له ټولو مراحلو څخه له تیریدو وروسته تر لاسه کیږی، او هغه کس چی دغه لوړې مرحلې لاسته راوړی، او د یقین ډګر ته ګام کیږدی، البته به د عظیم خدای له خوا د مهمو رحمتونو او مهربانیو کتونکئ اوسی.

د امام علی ع له قوله په یو بل روایت کی، د ایمان او یقین د رابطې په هکله راغلی دی:« متعال خدای ایمان په څلورو ستنو درولئ دئ: صبر؛ یقین؛ عدالت او جهاد. یقین هم څلور څانګې لری: زیرکتیا او روڼ اندې، حقایقو ته رسیدل، عبرت پیژندل او   له پخوانیو رودو سره آشنایی».

ځکه نو؛هرڅوک چی روشن بین او روڼ انده شی، حقیقت پیژاندئ

کیږی، او هر څوک چی حقایقو ته ورسیږی عبرت پیژاندئ شی، او هر څوک چی عبرت شناسه وی، په سنت او رودې باندی پوهیږی، او هر څوک په سنت پوه شی، داسی ده چی له پخوانیو سره اوسیدلئ دئ، او داسی یوې طریقې ته هدایت شوئ؛ چی لا درسته ده، او خدای تعالی چی هرڅوک په هلاکت ورساوه، یواځی هغه یی د سرغړونی له کبله هلاک کړئ، او هرڅوک چی یی ژغورلئ دئ، د هغه د اطاعت له کبله دی».

هماغه ډول چی پوهیږئ، زیات خوراک د انسان د معدی د ډکیدو او درنیدو سبب ګرځی، او همدغه چاره د فکر کولو او تمرکز قدرت ور څخه اخلی. په روغتیایی سپارښتنو کی راغلی دی؛ چی انسان له ډوډۍ خوړلو وروسته، بیله ځنډه قوی فکری کار ونه کړی، ځکه چی د خواړه د هضمولو لپاره، وینه د معدې په خواؤ شا را ټولیږی، او د فکر کولو په وخت کی هم، مغز د فعالیدو لپاره، لا زیاتې وینې ته اړتیا لری، او دغه دوه بدنی مورودونه له یو او بل سره سمون نه خوری. البته؛ زیات خوړل نور زیانونه او عواقب هم لری. د مثال په توګه، هر کله چی د انسان پام د خواړه خوندونو ته واړول شی؛ نورو مادی چارو ته هم اوړی، ځکه چی د خوندورو خوراکونو د چمتو کولو لپاره باید

هڅه وشی، او یو لړ امکانات چمتو کړای شی، او په نتیجه کی انسان په مادیاتو کی ډوبیږی، او له معنویاتو څخه لیری پاتیږی.

د خدای د رسول ص له قوله په یو حدیث کی لولو، چی حضرت عیسی ع د بنی اسرائیلو قوم ته وفرمایل:« زیات خواړه مه خورئ، په تحقیق سره هر څوک زیات خوراک وکړی، زیات خوب ورته ورځی، او هر چا ته چی زیات خوب ورشی، خپل لمونځونه کموی، او هر څوک چی خپل لمونځ کم کړی، په غافلینو کی شمیرل کیږی».

حضرت علی ع هم په یوه حکیمانه وینا کی فرمایی:« ژوند د خواړه لپاره مه غواړه، بلکه خواړه د ژوند لپاره وغواړه». 

 

 

 

 

 

Mar 04, 2018 17:52 Asia/Kabul
کمنټونه